• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان انټرنشنل خبریال د افغانستان د کال خبریال شو

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل خبریال رامین مظهر د «د افغانستان د کال خبریال» جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه د دوشنبې په ورځ، د غويي پر اتمه نېټه، په بروکسل کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال ورکړل شوه.

نوموړي دا جایزه «د طالبانو په زندانونو کې جنسي تېری او ځورونه» څیړنیز رپوټ له امله ترلاسه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ، د غویي په اتمه نېټه، د پنځو هغو خبریالانو نومونه اعلان کړل چې «د کال خبریال» جایزه یې ترلاسه کړې ده.

 پر رامین مظهر سربېره، نسرین سعیدي، عزیزالله وحدت، محمد یوسف منګل او احسان الله کریمي هم د دې جایزې ګټونکي دي.

د جایزې د د پلاوي د پرېکړې له مخې، د رامین مظهر تحقیقي رپوټ چې د طالبانو په زندانونو کې د جنسي تېري او ځورونې قضیې افشا کوي، د ۲۰۲۵ کال د پنځو غوره رپوټونو له ډلې غوره شوی دی.

دا رپوټ د هغو ښځو او نارینه وو د مرکو پر بنسټ جوړ شوی چې د طالبانو له خوا بنديان شوي وو. رپوټ ښيي چې طالبان د بندي شویو کسانو د اعتراف اخیستلو لپاره له جنسي ځورونې کار اخلي.

د توقیف ځایونه د څارنې په کمرو سمبال شوي او د طالبانو غړي د دغو جنسي تېریو صحنې په خپلو موبایلونو کې ثبتوي.

ریچارد بېنیټ، چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، د دغه تحقیقي رپوټ په غبرګون کې ویلي چې له دې مسالې خبر دی او په تړاو یې څېړنې روانې دي.

نسرین سعیدي، عزیزالله وحدت، محمد یوسف منګل او احسان الله کریمي هم د دې کال د خبریالانو د جایزې نور ګټونکي دي، چې هر یو یې د مهمو ژورنالېستيکي فعالیتونو له امله ونازول شول.

رامین مظهر، چې شاعر هم دی، د کابل پوهنتون د فارسي ژبې او ادبیاتو فارغ دی.

هغه له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د افغانستان انټرنشنل له پیله له دې رسنۍ سره کار کوي او اوس مهال د دې شبکې د تحقیقي رپوټونو په برخه کې کار کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هر کال د «د کال خبریال» جایزه ورکوي او سږ کال یې دوولسم ځل دی چې دا معتبره جایزه ور کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او ایراني چارواکو د افغان کډوالو د حضور د قانوني کولو په اړه خبرې کړې دي

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې له رییس محمدرضا بهرامي سره د افغان کډوالو د حضور په قانوني کولو غږېدلی.

طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د محمدرضا بهرامي په حواله لیکلي چې په ایران کې یې د طالبانو له چارواکو سره د سوداګرۍ، اقتصاد او د ایران مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د کډوالو د حضور د قانوني کولو او بېرته ستنولو په اړه هم سلا مشورې شوې دي خو د دې پروسې د پیل لپاره طالبانو کوم جزییات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني وايي د تېرو دریو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر چټک پرمختګ یې ټینګار کړی او ویلي یې دي، د دې بهیر دوام کولی شي همکاري نورو برخو ته هم وغځوي.

دغه طالب چارواکي وایي طالبان هڅه کوي د ایران په همکارۍ د کډوالو د باعزته ستنولو زمینه برابره کړي.

له دې سره ایراني چارواکي وايي، هره ورځ په اوسط ډول ۱۸۰۰ تنه «ناقانونه افغانان» د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستنېږي.

له دې لارې د ایران په ۱۱ ولايتونو کې ناقانونه پېژندل شوي افغانان اخراجیږي او پر اسلام کلا افغانستان ته اړول کېږي.

ایران په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر میشتو افغان کډوالو کړۍ تنګه کړې او ګڼ شمېر هغه افغان کډوال هم افغانستان ته اخراج شوي، چې په معتبرو ویزو یې دغه هېواد ته سفرونه کړي دي.

ایران د دوغارون له لارې هره ورځ ۱۸۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنوي

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۱۸ GMT+۱

ایراني چارواکي وايي، چې هره ورځ په اوسط ډول ۱۸۰۰ تنه «ناقانونه افغانان» د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستنېږي.له دې لارې د ایران په ۱۱ ولايتونو کې ناقانونه پېژندل شوي افغانان اخراجیږي او پر اسلام کلا افغانستان ته اړول کېږي.

د ایران د تايباد ولسوال حسين جمشيدي د دوشنبې په ورځ د دوغارون له لارې د افغانانو د ستنېدو بهير د ليدنې پر مهال ايرنا خبري اژانس ته وويل چې دغه شمېر افغان وګړي يا خپله ځانونه معرفي کوي، يا په ټول هېواد کې پېژندل شوي او يا د يو ګډ پلان په چوکاټ کې بېرته خپل وطن ته استول کېږي.

هغه څرګنده کړه چې « د بهرنيو اتباعو د غيرقانوني حضور پر وړاندې د مبارزې په لړ کې هغه ناقانونه افغانان چې په ۱۱ ولايتونو کې پېژندل شوي، د قانوني پړاوونو له بشپړولو وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي».

جمشيدي زياته کړه: « د بهرنيو ناقانونه اتباعو پېژندنه او د هغوی ستنول د کورنيو چارو وزارت له مهمو لومړيتوبونو دي او د تېر يوه کال په موده کې د ناقانونه افغان اتباعو د ستنولو شمېر ډېر شوی دی».

د ایران د تايباد ولسوال وويل چې دوغارون پوله د افغانانو د ستنولو اصلي دروازه ده او د هغوی د اسانه وتلو لپاره ټولې اړينې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

نوموړی وايي، چې دوغارون له افغانستان څخه ايران ته د قانوني کډوالۍ تر ټولو خوندي لار ده او هر کال د دغه بندر له لارې له يو ميليون زيات مسافر دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

دغه ایرانی چارواکی وايي، چې د ايران او افغانستان د ګډو پولو دايمي امنيت، د شمال ختيز سرحدي ديوال بريالی پلان، د ختيزو سرحدونو د وسله والو ځواکونو ځواکمنتيا، د ایران دننه د ناقانونه اتباعو پر وړاندې قانوني اقدامات او د ټولو دولتي او ولايتي ادارو همکاري د دې لامل شوې چې د دوغارون له لارې ايران ته د «ناقانونه افغان اتباعو» تګ کم شي.

ایران په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر میشتو افغان کډوالو کړۍ تنګه کړې او ګڼ شمېر هغه افغان کډوال هم افغانستان ته اخراج شوي، چې په معتبرو ویزو یې دغه هېواد ته سفرونه کړي دي.

خیرالله خیرخواه: که هر څوک د خپل نفوذ د زیاتوالي کوښښ وکړي نظام خرابیږي

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزیر وايي که هر څوک د دې ډلې په حکومت کې د زیات نفوذ لرلو هڅه کوي او د قدرت سالارۍ مسایل رامنځته کېږي «د دوی نظام شړیږي او ولس هم په څو برخو وېشل کېږي.»

خیر الله خیرخواه وايي دا کار د د دې ډلې د حکومت د اصولو او د خلکو د ګټو خلاف د خرابېدو لامل کېږي.

ښاغلي خیرخواه د غويي اتمې د مجاهدینو د بریا ورځې په مناسبت غونډه کې وویل که څوک په دې فکر کې وي، چې زیات نفوذ او قدرت ولري باید مخه یې ونیول شي.

خیرالله خیرخوا په خپلو خبرو کې وویل:« که زه په خپله منطقه کې کوشش وکړم، چې خپل ځان ته نفوذ پیدا کړم او ډېر خلک ولرم او ځان پسې ډېر خلک کړم نو بیا د قدرت سالارۍ مسایل رامنځته کېږي نظام مو هم شړیږي او ولس هم مو هم په تفرقو وېشل کېږي.»

هغه په دې باور دی چې د دې ډلې د نظام خرابولو سبب به هم همدا وي.

خیرالله خیرخواه د دې خبرو پر دوام وايي:« که زه یم او که بل وي باید ورته ولیکل شي، چې دا د حکومت او د خلکو د ګټو په خلاف دي.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د وینا په یوه برخه کې له ټاکنو وروسته د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جنجال یادولو سره وویل: «د تفرقې نتجه مو ولیده، چې په کابل کې دوه کسانو د لوړې مراسم ترسره کړل. »

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په تېرو نژدې څلورو کالونو کې ملاهبت الله په دې هڅه کې دی ترڅو په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو پرځای خپل نژدې ملایان په دندو وګماري.

همدارنگه د ګمارنو او د واک پر سر د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د حقاني شبکې مشر او ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ترمنځ د اختلافاونه رپوټونه موجود دي.

د باخبره سرچینو په خبره ملاهبت الله په دې لټه کې دی، چې د سراج الدین حقاني واک کم کړي چې په دې برخه کې تر ډېره بریالی هم دی او سراج الدین حقاني د ملاهبت الله له ورته کړنو ناراضه دی.

دا هم ویل کېږي چې د ملاهبت الله په پرتله سراج الدین حقاني په سیاسي اړیکو او د خلکو په منځ کې له زیات نفوذ څخه برخمن دی او ملاهبت الله له دې اړخه اندېښنه لري.

طالبانو د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو اټکل کړی

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د سطحې لوړېدو په اړه خبرداری ورکړی، چې کابل هم پکې شامل دی.

دغه وزارت ویلي چې د روان کال د غويي له۹مې تر ۱۱مې پورې، د اقلیمي بدلونونو او د هیواد د هوا پېژندنې ریاست او نړیوالو اړوندو ادارو د وړاندوینې له مخې د سختو ورښتونو او واورې ورېدو او د هغو په پایله کې د نیزونو راوتلو احتمال دی.

د کابل ترڅنګ په بدخشان، هلمند، تخار، بغلان، سمنګان، بامیان، بلخ، جوزجان، پنجشیر، نورستان، لغمان، لوګر، میدان وردک، پکتیا، خوست، دایکندي، ارزګان، فاریاب او غور ولایتونو کې د بارانونو او د سیندونو د سطحې لوړېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

طالبانو د مختلفو ولایتونو اوسېدونکو ته ویلي چې د طبيعي افتونو د خطرونو او مرګ ژوبلې او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي او له سیندونو سره نږدې ونه اوسیږي

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې افغانستان، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د زیانمنو هیوادونو په توګه په تیرو دریو کلونو کې له زلزلو او مرګونو سېلابونو سره مخ شوی. دغو طبيعي پېښو خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي او ناروغۍ ورسره ډېرې شوې دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې (IOM) د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې په افغانستان کې نږدې درې میلیونه کسان د اقلیمي بدلونونو له امله د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي.

یوازې په تېره یوه کال کې شاوخوا ۹ میلیونه افغانان مستقیم د اقلیمي بدلونونو له خطرونو سره مخ شوي دي.

عبدالباقي حقاني: که عصري علومو کې همداسې کمزوري پاتې شو اشغال بیا تکرارېدونکی دی

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني وايي، که دا ډله په عصري علومو کې کمزورې پاتې شي او وسایل و نه لري نو «اشغال بیا تکرارېدونکی دی.» حقاني د غوايي اتمې په مناسبت غونډه کې وویل «د راتلونکي اشغال پر وړاندې یو لاره لرو, چې هغه عصري علومو ته توجو ده.»

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون په تالار کې غونډې ته وینا کې عبدالباقي حقاني د پوښتنې په ډول ویل «ایا افغانانو دفاع کولی شو؟» نو باید عصري علومو ته توجو وشي او عصري وسایل برابر ول اړین دي.»

عبدالباقي حقاني وايي مونږ ته الله حکم کوي عصري وسایل به برابروئ.

هغه ټینکار سره وايي څنګه چې ایمان راوړل واجب دي همداسې د ایمان ساتل هم واجب دي او همدارنګه وسایل برابرول هم واجب دي.

عبدالباقي حقاني د خبرو په یوه برخه کې وویل:« چې عصري وسایل نه وي اسلامي حکومت د خپل ولس ساتنه نشی کولی او خپله دنده کې ناکام راځي نو دا مهمه ده، چې عصري علومو او عصري وسایلو ته توجو وکړو.»

دغه طالب چارواکی وايي چې مسلمان باید عصري وسایل ولري، چې دوښمن ورڅخه وډار شي. هغه زیاتوي چې کوم وسایل تاسره وي او هغه دوښمن سره هم وي بیا هم دوښمن نه ډاریږي.

حقاني همدراز وايي چې مسلمان باید په نوي ټېکنالوژۍ کې دومره ابتکار ولري، چې دوښمن ترې وډار شي او هغه ستا وسایل ورسره نه وي.

د هغه په وینا چې دوهمه خبره دا ده، چې باید په ځوان نسل ته توجو وکړو؛ ترڅو په اسلامي او افغاني نظریې باندې تربیه شي.

هغه ګواښ وکړ، که چیرې خپل ځوان نسل ته توجو ونه وکړو نو دا هم د امکان څخه لرې نه ده، چې د ځوان نسل په مرسته به د دریم اشغال سره مخ شو.

پر طالبانو نیوکه ده چې د عصری علوم پر ځای یې دیني علومو ته پام دی او د دې برخې کسانو د هڅولو لپاره وخت ناوخت سیالۍ هم جوړوي.

له دې سره طالبانو په واکمنېدو پسې په سلګونو مسلکي پوهنتوني استادان له دندو لرې کړي او هم یې د عصري علومو ځینې مضامین کم کړي او لا یې هم پکې دیني ور زیات کړي دي.

دوی په نږدې ټولو ولایتونو کې ځینې مسلکي ښوونځي او انستیتیوتونه پر مدرسو هم بدل کړي او د نجونو پر زدکړو یې بندیز لګولی دی.