په مقاله کې راغلي، په تېرو پنځو لسیزو کې، افغانستان له پرلهپسې کړکېچونو څخه تېر شوی دی – له شوروي یرغل او کورنۍ جګړې څخه نیولې، تر طالبانو د راټوکېدنې، په ۲۰۰۱ کې د هغوی د سقوط او بیا په ۲۰۲۱ کې واک ته د هغوی د بېرته راګرځېدو پورې. طالبان د زیات وخت لپاره د جګړې او بهرنۍ مداخلې په بستر کې راښکاره شول او فعالیت یې وکړ.
اوس چې بهرني ځواکونه وتلي او طالبان له شلو کلونو بغاوت وروسته واک ته رسېدلي، دوی له یوه وېشلي هېواد، بېړنیو کورنیو اړتیاوو او زیاتېدونکي نړیوال نظارت سره مخ دي. وروستي کړکېچونه، په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو په اړه، د دوی د مشرتابه دننه د اختلافاتو نښې څرګندوي.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې، د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد عباس ستانکزي د نجونو د زدهکړې پر بندیز نیوکه وکړه او د طالبانو د مشر، ملا هبتالله اخندزاده، پر وړاندې ودرېد. هغه وویل چې د ښځو د زدهکړې محدودول د شریعت له اصولو سره سمون نه لري.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، دغه څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې د طالبانو دننه د اختلافاتو اوازې ناسمې دي، او زیاته یې کړه چې "د افغانستان اسلامي امارت یو موټی دی، او دا نظام د یووالي محصول دی. بې له یووالي هېڅ نه شته."
خو د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې، درېیو نورو طالب چارواکو ملي راډیو ته ویلي چې د نجونو پر زدهکړو بندیز لا هم دننه اختلافات پیدا کړي، او ځینې مشران غواړي دا بندیز لرې شي.
د طالبانو دننه داخلي مخالفت نوی څه نه دی. تر ۲۰۰۱کې، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو مخکې هم اختلافات موجود وو، چیرته چې د طالبانو د وخت د دوهم مشر، ملا محمد رباني، په مشرۍ یوه ډله له نړیوال تروریزم سره مخالفه وه او چمتو وه چې له ملګرو ملتونو سره پټ تماسونه ونیسي.
د هغه مړینه د ۲۰۰۱ کال په اپرېل کې یو بدلون راوست، او طالبان یې سخت دریځي کړل، بهرني روغتونونه او د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرامونه یې وتړل. دا ډول اختلافات تر اوسه دوام لري. د ۲۰۲۱ کال د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د طالبانو د مشرتابه دننه د سیاست پر لور د جګړې راپورونه خپاره شول.
په ۲۰۲۲ کې، یو شمېر طالب چارواکو اعلان وکړ چې د نجونو د زدهکړې بندیز به د همدې کال تر مارچ پورې ختم شي، خو امیر، شیخ هبتالله اخندزاده، د خپلې شورا پریکړه رد کړه او دا بندیز یې د نامعلومې مودې لپاره وغزاوه.
دا تمرکز پر مرکزي واکمنۍ، د پخواني مشر، ملا محمد عمر، شخصي پریکړو ته ورته دی، چې د شورا سیسټم یې کمزوری کړی و.
دغه دوامداره داخلي اختلافات مهمې پوښتنې راپورته کوي: طالبان څنګه له بغاوته تر واکمنۍ رسېدلي؟ او مهمه دا چې، دوی دا داخلي فشارونه څنګه اداره کوي؟ که څه هم هېڅ هېواد طالبانو ته رسمي پېژندنه نه ده ورکړې، خو ډېرو له دوی سره اقتصادي او سوداګری اړیکې ساتلي دي. چین، د بېلګې په ډول، افغانستان ته سفیر ټاکلی، او د هېواد له طبیعي زیرمو سره لېوالتیا لري، چې د "یو کمربند، یوه لار" ابتکار برخه ده.
هند هم د طالبانو یو استازی، اکرامالدین کامل، د سرپرست قونسل په توګه منلی، که څه هم هغه ته رسمي ډیپلوماتيکي حیثیت نه دی ورکړل شوی. د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې، د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د حقاني شبکې درې لوړپوړي غړي نور د امریکا لخوا تعقیب نه دي. همداراز، یو امریکايي وګړی، جورج ګلېزمن، خوشې شو او د امریکا دوه لوړپوړي چارواکي، چې زلمی خلیلزاد هم پکې وو، کابل ته ورغلل، چې دا له طالبانو سره د زیاتېدونکي تعامل نښه ده.
سره له دې، طالبان لا هم د جوړښت او ستراتیژۍ له اړخه پټ پاتې دي، او د دوی د دروني بهیرونو په اړه ډېر څه نه دي معلوم. خو کله ناکله د مشرتابه دننه اختلافونه یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: طالبان افغانستان څنګه بدلوي؟ او همدارنګه، واکمني طالبان څنګه بدلوي؟ که څه هم دا اختلافات لا تر اوسه د بنسټیز بدلون نښې نه دي، خو دا روښانه ده چې د دوی دننه بشپړ توافق نشته او څومره چې د واکمنۍ فشارونه زیاتېږي او نړیوال تعامل پراخېږي، د طالبانو دننه یووالی به لا ډېر وازمویل شي.
تر اوسه، دا خوځښت لا هم د خپلو شرایطو پر بنسټ عمل کوي. خو دا چې راتلونکي کلونه به طالبان د بدلون پر لور بوزي، که لا نور ژور اختلافات به افشا کړياو که همدغه اوسنی حالت به لا نور کلک شي – دا به وخت وښيي.