پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ بندیز وروسته، هند د پاکستاني بېړیو پر ننوتلو هم بندیز ولګاوه

له پاکستان سره د هوایي او ځکمنۍ سوداګرۍ بندیز وروسته، هند اعلان وکړ چې له دې وروسته به د پاکستان تر بیرغ لاندې بېړیو ته د هند بندرونو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي. هند دا هم ویلي چې له دې وروسته به هندي بېړیو ته اجازه ور نه کړي چې د پاکستان بندرونو ته داخلې شي.

یاده دې وي، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچونه د مقبوضه کشمیر په سیلانۍ سیمه پهلګام کې د برید وروسته زیات شوي دي.