د عباس ستانکزي سل ورځنی غیابت؛ طالبانو یې د پخلا کېدو هڅه نه ده کړې یا نه پخلا کېږي؟
څه باندې سل ورځې کېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی، د نجونو د زدهکړو پر بندیز له نیوکې وروسته له هېواده وتلی او لاهم بېرته نه دی راستون شوی. نه طالبانو د هغه د پخلا کولو هڅه کړې او نه هم د ستانکزي غیابت ته جدي غبرګون ښودل شوی دی.
ستانکزی د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په اتمه نېټه، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له خوا د نیولو د حکم تر صادرېدو وروسته، له افغانستانه وتښتېد او ویل کېږي چې دمګړی په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي.
اوس پوښتنه دا ده، چې ولې طالبانو په دې موده کې د هغه د بېرته راګرځولو هڅه ونه کړه؟
د تېر جمهوري نظام یو شمېر چارواکي او د سیاسي چارو پوهان په دې باور دي، چې طالبان له پیل څخه پر عباس ستانکزي بې باوره و او د دې بې باورۍ لوی لامل دا دی چې نوموړي د نورو طالب چارواکو په څېر د پاکستان په مدرسو کې زده کړې نه دي کړي او د هغوی په شان ملا نه دی.
ځیني نور بیا په دې باور دي، چې په طالبانو کې د عباس ستانکزي شتون او نه شتون مهم نه دی، ځکه نوموړی د نورو طالب چارواکو په څېر نه د افغانستانه په کچه نفوذ لري او نه هم د بهرنیانو د پام وړ دی.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رییس رحمتالله نبیل وایی، عباس ستانکزی د طالبانو له هغو غړو څخه و، چې د مشروعیت جوړونې او د نړۍوالو خبرو لپاره ډېره ګټه ترې واخیستل شوه، په ځانګړي ډول د دوحې د خبرو پر مهال، خو له هغه وروسته چې دا ماموریت پای ته ورسېد او د پاکستان د وخت د ایاېسای مشر فیض حمید کابل ته په سفر کې د امیرخان متقي ملاتړ وکړ، ستانکزی له تصمیم نیوونکو کړیو وشړل شو.
نوموړي تمه درلوده، چې د بهرنیو چارو وزیر به شي، خو دا هیله ناهیلۍ ته واوښته.
د نبیل په خبره: «له هغه وخت راهیسې د ستانکزي او د طالبانو ترمنځ واټن زیات شو او د ده غیر حضور په نظام کې د "نه اړتیا" نښه وبلل شوه. طالبان د ده د بېرته فعالېدو لپاره نه جدي اراده درلوده او نه باور، ځکه دی د هغه ذهني جوړښت استازی نه و چې اوسنی نظام ورباندې ولاړ دی.»
عباس ستانکزی، وسیله وه نه ارزښت
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رییس رحمتالله نبیل وایي: «طالبانو د ستانکزي له سیاسي ژبې او ډیپلوماټیکو تجربو تر هغه وخته استفاده وکړه، چې اړتیا یې وه، کله چې دا اړتیا پای ته ورسېده، هغه د تصمیم نیوونکو له اعتماد څخه ولوېد.»
ښاغلی نبیل دغه راز زیاتوي «د هغه برخلیک د ایران له صادق قطبزاده سره شباهت لري؛ هغه هم د امام خمیني نږدې ملګری و، د نړۍوالو مطبوعاتو، بهرنیو اړیکو او د انقلاب د پیغام د انتقال لپاره کلیدي رول یې لوبولی و، خو کله چې یې له تندلارو سره اختلاف وکړ، د “خیانت” په تور اعدام شو.»
دغه ډول تجربې ښيي، چې په ایډیالوژیکو نظامونو کې وفاداري یوازې تر هغه د منلو وړ ده، چې اطاعت مطلق وي؛ مستقل فکر یا متفاوت دریځ حتی د نږدې همکارانو لپاره هم د نابودۍ او مرګ دلیل ګرځي.
نبیل دا هم وویل، چې عباس ستانکزی که څه هم د طالبانو د بهرني سیاست یوه پېژندل شوې څېره ده، خو د اوسني طالب نظام لپاره چې د سختدریځو او استخباراتي انحصار پر بنسټ ولاړ دی، د باور وړ نه و.
د نوموړي په وینا، ستانکزی د خبرو، نرمو تعاملاتو او سیاسي انعطاف استازی و؛ دا ځانګړتیاوې د یوه داسې نظام لپاره د شک او بېباورۍ نښې ګڼل کېږي، چې “غیرمدرسوي” طالبان “بیګانه” ګڼي او د “شپږمې ګوتې” په سترګه ورته ګوري.
نبیل خپلو خبرو کې په شوروي کې د استالین انقلابي یارانو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «دا طرز فکر، یوازې د طالبانو ځانګړنه نه ده. په شوروي کې استالین هم خپل انقلابي یاران لکه تروتسکي او بوخارین له منځه یووړل. په چین کې، مائو خپل نایب لین بیاو د “خیانت” په تور حذف کړ. په افغانستان کې هم د خلق او پرچم ترمنځ تصفیه یا د جهادي تنظیمونو تر منځ د خپلو وفادارو مجاهدینو له منځه وړل، همدغې انحصاري فلسفې ته نغوته کوي.»
د نبیل په وینا، عباس ستانکزی که څه هم د طالبانو د بهرني سیاست مهم استازی و، خو د اوسني نظام لپاره یوه وسیله وه، نه ارزښت. «طالبان یوازې هغه کسان د اعتماد وړ ګڼي، چې له دیني مدرسې راوتلي وي یا بېچونه اطاعت کوي. عباس ستانکزی چې نه له مدرسې وتلی، نه له سختدریځو کړیو سره ډېر اوسېدلی، ژر له ارزښته ولوېد. په دا ډول نظامونو کې هر څوک تر هغه منل کېږي، چې ګټور وي؛ وروسته له هغه، یا منزوي کېږي، یا شړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری طالب چارواکي په دې باور دي چې هر هغه کس نیوکه کوي هغه د نظام تخریب کوي.
څه موده مخکې په بلخ کې د طالبانو والي ویلي و، چې د «نظام» د تخریب اجازه چاته نه ورکوي.
یوسف وفا دغه راز وویل: «هغه څوک چې نظام په لاس تخریبوي او که څوک یې په ژبه او که څوک یې په فکري جګړه تخریبوي اجازه نه ورکوو.»
نوموړي د تېر کب په ۶مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د طالبانو سترې محکمې ته شکایت کړی و، چې ولې یې د دې ډلې پر مشر هبت الله اخوندزاده نیوکه کړې ده.
د یوسف وفا له دفتر د سلواغې په لومړۍ نېټه د طالبانو سترې محکمې ته د لېږل شوي رسمي لیک له مخې، د بلخ والي غوښتنه کړې چې ستانکزی د طالبانو د مشر د "بې احترامۍ" په تور محاکمه شي.
له دې سره، له ترهګرۍ سره د مبارزې چارو شنونکي اجمل سهیل له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، عباس ستانکزی فکري راډیکال نه دی او د راډیکال کړۍ هغو کسانو ته ارزښت ورکوي، چې په سیستماتیک ډول د راډیکالیزم خوا ته تللي وي.
د نوموړي په وینا، راډیکال کړۍ په سیاسي لحاظ خپل افکار په ټولنه کې پلي کولی نه شي نو ځکه د ترهګرۍ او د فشارونو له لارې کار اخلي.
د هغه په خبره، عباس ستانکزي د راډیکالیزم پروسه طی کړې نه ده او دا د دې کړۍ لپاره پردۍ ده.
اجمل سهیل همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «ډېری باورونه دا دي چې ستانکزی اصلا طالب او ملا نه دی او دې ډلې ته هغه کسان ارزښت لري چې مدرسې ته تللي او په مدرسه کې روزل شوي وي. بله خبره دا ده، طالبانو ستانکزي ته له مخکې د شک په سترګه کتل.»
سهیل په خپلو خبرو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني درې میاشتیني غیابت ته په اشارې سره وویل، طالبان هغه کسان په خپله ډله کې ساتي چې د دوی حکومت له ګواښ سره مخ نه شي.
نوموړی وایي: «د حقاني او کندهاري طالبانو ترمنځ د اختلافونو له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو مشر خپل حضور په خطر کې ولید، ځکه چې نړۍواله ټولنه په بې سارې توګه په حقاني سرمایه ګذاري کوي او بل دا چې د هغوی قومي او ژبني مسایلو هم د حقاني پله درنه کړې او د همدې لپاره یې د پخلا کولو هڅې وشوې. خو د عباس ستانکزي په اړه بیا دغه خلاوې شته چې طالبان نوموړي ته عذرونه نه کوي او دغه راز یې د بېرته پخلا کېدو لپاره هڅې نه کېږي، ان که دی د مخالفانو له ډلې سره هم یوځای شي.»
بلخوا، د پخوانۍ ولسي جرګې غړی کمالناصر اصولي وايي، د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي ډلو او ګوندونو ترمنځ د مشرانو تر منځ د نظر اختلاف یو عادي او تکرارېدونکې پدیده ده.
نوموړی باور لري، اوسني طالبان چې پر افغانستان واکمن دي، د نظام د مدیریت لپاره هېڅ قانوني چوکاټ نه لري او په داسې حال کې چې د اساسي قانون شتون یوه حیاتي اړتیا ده، نو دا طبیعي ده چې عباس ستانکزی او ورته نور کسان له خپلو مشرانو خفه شي.
د اصولي په وینا: «کله چې یو واکمن مرکزیت د اقتدار، په خپل سر پرېکړې کوي او د ولس حقوق تر پښو لاندې کوي، نو بااحساسه کسان خامخا غږ پورته کوي. زه نه پوهېږم چې طالبان به له خپلو خفه شویو غړو سره څومره ژر جوړجاړی وکړي، خو زما په اند د هېواد د ټولو وګړو د راټولولو او همغږي لپاره یوه ملي وثیقه اړینه ده او ښه به وي چې دا وثیقه ژر تر ژره جوړه شي.»
د دغو باورونو پربنسټ، عباس ستانکزی د طالبانو لپاره یو فرصت نه و، بلکې یوه وسیله وه چې تر استفادې وروسته یې ارزښت له منځه ولاړ.
په انحصاري، ایډیالوژیکو او شکمنو نظامونو کې، اطاعت باید مطلق، بېقید او فکري تسلیم وي؛ که نه تجربه، صداقت او وفاداري هېڅ تضمین نه لري.
تاریخ د ایډیالوژیکی ډلو منطق شخصیتونه راځي، کار ترې اخیستل کېږي او کله چې سیستم ته “خطر” شي، له منځه وړل کېږي، که هر څومره نږدې، ذهین یا وفادار وي.