• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وژنې، نیونې او شکنجې؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې ډلې په پکتیکا کې ۲۸ سرغړونې کړي

ظاهر څراغ
ظاهر څراغ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۱:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۳ GMT+۱

د «شال» په نوم د یوه مدني بنسټ د راپور له‌مخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، یوازې د پکتیکا ولایت په کچه د بشري حقونو د جدي سرغړونو لږترلږه ۲۸ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه راپور مواد له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ پورې په پکتیکا کې د قربانیانو د کورنیو، د سیمې د عیني شاهدانو، سیمه‌ییزو فعالانو او د دغه بنسټ د ساحوي څېړونکو له‌خوا د راټول‌شویو معلوماتو پر بنسټ ترتیب شوي دي.

لومړی. له بشري حقونو سېستماتیکه سرغړونه

شال بنسټ لیکلي، چې په پکتیکا کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو سرغړونې یوازې انفرادي پېښې نه دي، بلکې دا د یادې ډلې یو سېستماتیک او پلان شوی اقدام دی. ولس د وېرې له امله د دا ډول پېښو په تړاو خبرې نه‌شي کولای، ځکه چې د حقایقو څرګندول د طالبانو له نظره جرم ګڼل کېږي او افشاکوونکي ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدای شي. د ډېرو پېښو مستندول له دې امله هم ستونزمن شوی چې دا سیمې له رسنیو او نړۍوالو ادارو څخه لرې دي.

دویم. وژنې

راپور ښيي، چې د طالبانو له لوري لسګونه ملکيان، د پخواني جمهوري حکومت امنیتي پرسونل، مدني فعالان او محصلین، ښځې او ماشومان په بې‌رحمانه ډول وژل شوي دي.

دا وژنې د مخالفت د ختمېدو، د ولس د وېرولو او د مخالفو خواوو د غږ خاموشه‌کولو په موخه تر سره شوې دي. قومندان بهاول له نږور او لمسي سره یو ځای، اسلم، شېراحمد، محمد، نورمحمد، ککی، اسدالله، عبدالرحمان، قومندان برات خان، محمد یاسین خان، خټک، عبدالحکیم او ګڼ نور هغه پخواني نظامیان، مدني فعالان او ملکيان دي چې د طالبانو او یا د دغې ډلې د پلویانو له‌خوا وژل شوي. د راپور له مخې، ډېری کسان د شپې له‌خوا له کورونو اېستل شوي او مړي یې بیا په لرو ځایونو کې موندل شوي دي.

ځینې کورنۍ یاد بنسټ ته په مرکو کې ویلي، چې په دې پېښو کې طالبانو یا یې پلویانو مستقیم لاس درلود، خو د دوی وېره دومره ډېره ده چې ان د عدلي شکایت جرئت نه‌لري.

یو ګډون‌وال وايي: «ورور مې د طالبانو له‌خوا نیول شوی و او دوه ورځې وروسته یې مړی د کلي د جومات تر شا پیدا شو. هېچا نه وپوښتل چې ولې او څنګه ووژل شو؟»

درېیم. نیونې او شکنجې

طالبانو لسګونه کسان د بېلابېلو تورونو په پلمه نیولي چې ډېری یې پخواني پولیس، د پخواني پوځ سرتېري او مدني فعالان دي. دا کسان د ناڅرګندو ځایونو بندخونو ته لېږدول شوي او تر سختو شکنجو لاندې دي. د ځینو په تړاو لا تر اوسه معلومات نه شته چې ژوندي دي او که وژل شوي.

څلورم. ناپېژندې پېښې

په راپور کې ویل شوي، د ۲۸ پېښو تر څنګ داسې پېښې هم شته چې د مستندونو د نشتوالي له امله یې د ثبت امکانات خورا ډېر محدود و. ډېری دا پېښې په لرې پرتو سیمو کې شوي چې په‌کې ځینې ډېرې خواشینوونکې او ډله‌ییزې وژنې هم شاملې دي.

پنځم. کډوالي او بې‌ځایه کېدل

د راپور له مخې، د طالبانو له‌خوا د وېرې، نیونې او د امنیتي ګواښونو له امله له ۹۰ سلنه ډېرې کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او د خپلو کورنیو د غړو د خوندي‌توب په موخه کډه وکړي. په راپور کې همداراز راغلي، چې ډېرې ښځې په خپلو کورونو دننه بندې پاتې دي او وخت ناوخته د طالبانو له لوري د پلټنو او چاپو هدف ګرځي.

شپږم. ګواښونه او ځورونې

طالبان د پخواني حکومت چارواکي، مدني فعالان او د هغوی کورنۍ هدف ګرځوي، دوامداره ګواښونه ورته کوي، چاپې وهي او ان داسې پېښې هم شته چې ځینو قربانیانو له ډېر فشار او له نه تمامېدونکو شکنجو وروسته ځان وژنې ته مخه کړې ده. د یوه پخواني ولسوال «نادر خان» کیسه ذکر شوې چې له څو ځله نیونې او شکنجې وروسته، د ناچارۍ له امله ځان څاه ته غورځولی دی.

اووم. له نړۍوالو سازمانونو غوښتنه

شال بنسټ له نړۍوالې ټولنې، د بشر حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې دا ډول سېستماتیک ظلمونه باید له پامه‌ ونه‌غورځول شي، د پکتیکا له مظلومو خلکو سره مرسته وشي او د مجرمانو پر ضد نړۍوال اقدامات تر سره شي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې لږترلږه درېیو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې طالبانو د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د پکتیکا ولایت د درېیو پخوانيو افسرانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ سرتېري له نیول‌کېدو وروسته د بېلابېلو پلمو له مخې وژلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ په اړه د نیویارک ټایمز راپور د پولیټزر جایزه وګټله

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۱

په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ د ناکامیو په هکله د نیویارک ټایمز او نیویارکر چمتو شویو راپورونو د ۲۰۲۵ کال دوه جایزې ګټلې دي.

د پولیټزر د داورانو پلاوي په وینا، د نیویارک ټایمز راپور په واضیح توګه وښوده چې «څنګه متحده‌ایالاتو د انسان‌وژنکو سیمه‌ییزو ملېشو په ملاتړ، خلک طالبانو ته اړ کړل او په افغانستان کې یې د خپلې ماتې تخم وکاره.»

د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، د ملېشو یو سیمه‌ییز قوماندان چې د امریکا د پوځ ملاتړ یې درلود، د خلکو په ورکېدو کې ښېکل و.

همداراز، نیویارک ټایمز د سوډان د کورنۍ جګړې په اړه د غوره بهرني راپور، په پنسلوانیا کې د ډونالډ ټرمپ د ناکامې وژنې هڅې د شېبو غوره عکس او په متحده‌ایالاتو کې د مخدره توکو د ناوړه کارونې د وژونکي ناورین په تړاو د ګډ راپور لپاره درې جایزې ترلاسه کړې.

د رویټرز خبري اژانس هم د څېړنیزو راپورونو په برخه کې د پولیټزر جایزه ګټلې ده.

دا جایزه دوی ته د هغو راپورونو لپاره ورکړل شوې، چې د فنتانیل د تولید لپاره کارېدونکو کیمیاوي توکو د نړۍوالې سوداګرۍ په اړه جوړ شوي و.

دې مادې په تېرو څو کلونو کې شاوخوا ۴۵۰ زره امریکایان مړه کړي دي.

د رویټرز خبریالانو د دغه راپور د جوړېدو پر مهال وکړای شول د فنتانیل د جوړونې لپاره ټول اړین توکي وپېري، څو دا وښيي هغه چینايي کیمیاوي توکي چې د امریکا د مصنوعي نشه‌يي توکو بازار تغذیه کوي، تر کومې کچې ارزانه او په اسانۍ سره موندل کېږي او ولې د امریکا چارواکي د دې مرګوني سوداګرۍپه درېدو کې نه بریالي کېږي.

د رویټرز څېړنیزې ډلې یوازې په ۳ زره او ۶۰۰ ډالرو هغه اړین توکي او تجهیزات وپېرل چې لږترلږه د ۳ مېلیون ډالرو په ارزښت فنتانیل تولیدولای شي.

وال‌سټریټ ژورنال د خپل راپور لپاره چې د اېلان ماسک د سیاسي او شخصي بدلونونو په اړه و، د ملي راپور جایزه ترلاسه کړې، خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د ډونالډ ټرمپ د ناکامه وژنې په اړه د غوره بېړني خبر جایزه ګټلې ده.

د نورو مهمو نشریو په منځ کې نیویارکر اوونیزې درې جایزې ګټلې دي.

د پروګرام داورانو یادې اوونیزې نشریې ته د غزې په اړه د غوره تبصرې، غوره تصویري راپور او غوره پوډکاسټ جایزې ورکړې دي.

پروپبلیکا په ټوله امریکا کې د سقط جنین بندیز اغېزو په اړه د راپور ورکولو له امله د عامه خدمتونو جایزه ترلاسه کړې ده.

د یادونې ده، چې د پولیټزر جایزه له ۱۹۱۷ کال راهیسې هر کال د ژورنالېزم او ادبیاتو ښو کارونو ته ځانکړې کېږي.

په ټولییزه توګه پولیټزر ۱۵جایزې د ژورنالېزم بېلابېلو څانګو ته او اته یې هنري لکه، موسیقي تیاتر او داستان‌لیکلو ته ورکول کېږي.

طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې په کندهار کې د نشه‌يي توکو پر ضد ۶۰ عملیات کړي دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۳:۱۱ GMT+۱

د کندهار ولایت د طالبانو امنیه قومانداني ادعا کوي، چې د دغې ډلې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت له خوا په تېره یوه اوونۍ کې ۶۰ عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۱۱ کسان نیول شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ (د غويي ۱۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې شاوخوا ۷۰۵ کیلوګرامه چرس، ۹۱۰ ګرامه مورفین، ۵۵ ګرامه ښیښه، ۵۶ ګرامه مایع کیمیاوي مواد، یو عراده موټر او پنځه سیټه موبایلونه هم ضبط شوي دي.

په بیان کې همداراز راغلی، چې د دې عملیاتو اړوند ۸ قضیې ثبت شوې دي.
له دې سره، طالبان وايي چې د دې عملیاتو پرمهال ۷.۵ جرېبه ځمکه چې پر هغې د کوکنارو کرکیله شوې وه، له منځه وړل شوې ده.

د طالبانو په وینا، د کندهار ښار او ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰۶ پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

طالبان داسې مهال په کندهار کې د نشه‌یي توکو پروړاندې د عملیاتو خبره ورکوي، چې پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته نړۍوالو په وار-وار ویلي، چې دغه هېواد کې د صنعتي نشه‌یي توکو تولید د پخوا پرتله څو چنده ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د تاریاکو بیې په افغانستان کې په بې‌ساري ډول لوړې شوې او دغه وضعیت د لویو قاچاق وړونکو لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي دي.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د یو کیلوګرام خامو تاریاکو بیه ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلی و، خو اوسني بیې تر دې هم لوړ شوي دي.

سره له دې چې طالبان په رسمي ډول د نشه‌يي توکو کرکیله، تولید او قاچاق بند ګڼي، خو له ولایتونو څخه تر پولو د قاچاق‌کوونکو ازاد تګ‌ و راتګ، د هغوی د خپلمنځي پټو همکاریو ښکارندويي کوي.

په پاکستان کې د علامه اقبال سکالرشېپ له لارې ۳۰۰ افغان محصلین فارغ شول

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۱

په پاکستان کې د لوړو زده کړو کمېسیون (HEC) د علامه اقبال سکالرشېپ پروګرام له لارې ۳۰۰ افغان محصلین فارغ شول. دغو محصلینو په بېلابېلو برخو کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي.

افغان زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې ویلي: «په پاکستاني پوهنتونونو کې زده کړې زموږ لپاره د ویاړ ځای دی. دې سکالرشیپونو زموږ خوبونه حقیقت ته ورسول.»

یوې افغانې ښځینه زده کوونکې چې نوم یې نه دی یاد شوی وویل: «ما د زړه ناروغۍ په برخه کې لوړې زده کړې کړي او دا د پاکستان له امله ده چې زه د ډاکټرې کېدو خوب پوره کولی شم.»

د لوړو زده کړو د کمېسیون رییس د مراسمو په ترڅ کې اعلان وکړ، چې د علامه اقبال سکالرشیپ درېیم پړاو چې د پاکستان د لومړي وزیر له خوا یې ملاتړ کېږي، ډېر ژر پیلېږي.

دا نوی پړاو به د ۴۵۰۰ نورو افغان زده کونکو لپاره په پاکستان کې د لوړو زده کړو فرصتونه برابر کړي.

د راپورونو له مخې، د علامه اقبال سکالرشیپ پروګرام په لومړي ځل د پاکستان حکومت په ۲۰۱۰م کال کې پیل کړ.

د دې سکالرشیپ له لارې زرګونه افغان محصلین د پاکستان مختلفو پوهنتونونو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا زده‌کړو لپاره ور وپېژندل شول.

یاده دې وي، چې د ۲۰۲۵م کال تر پیل پورې نږدې ۶،۰۰۰ افغان محصلینو د دې سکالرشیپ له لارې زده‌کړې کړې دي.

د پروګرام درېیم پړاو چې تمه ده ژر پیل شي، پلان لري چې ۴،۵۰۰نورو افغان محصلینو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دغه اقدام د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي ملاتړ لاندې کېږي.

طالبانو له روسیې د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پيل غوښتنه کړې

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

طالبانو له روسیې غوښتي، چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د خلاصولو، په نړۍوالو غونډو کې د افغان پلاوي د سفر د زمینې برابرولو او په نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو کې د افغانستان د طرحو د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

مطیع الحق خالص د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ته ویلي، چې افغانستان او د سیمې هېوادونه د اقلیمي بدلون په راوستلو کې ډېر ښکېل نه دي، خو له ناوړه اغېزو څخه یې ډېر اغېزمن شوي دي نو په کار ده، چې له اقلیمي بدلون سره په ګډه مبارزه وشي.
په کابل کې بیا د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف یادې ډلې ته ډاډ ورکړی، چې وړاندیزونه به یې له مسکو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص تېره ورځ په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په لیدنه کې په راتلونکې «کاپ ۳۰» نړۍوال اقلیمي کنفرانس کې د دغه هېواد د ملاتړ غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې، چې دغه کنفرانس په برازیل کې ترسره شي.

پخوانی لوی څارنوال: د پښتنو په ګډون د ټولو قومونو ښځې او نجونې له خپلو حقونو محرومې شوې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د سویس د کډوالو ادارې یوې طرحې ته د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د جمهوري نظام مخکېنی لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، چې د پښتنو په ګډون د ټولو قومونو ښځې او نجونې له خپلو ټولو حقونو محرومې شوې دي.

حمیدي د دوشنبې په ورځ د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، دا ادعا چې پښتانه د طالبانو له ظلمونو څخه خوندي دي، یو «غېرواقعي قضاوت» دی.

د هغه په وینا، دا ډول طرحې د افغانستان د پېچلتیاوو او اوسني ناورین په هکله د دغه ناخبرتیا څرګندوي.

نوموړي لیکلي دي: «دا سمه ده چې ډېری طالبان او د هغوی لوړپوړي چارواکي پښتانه او اغلب د یوه ولایت دي، خو طالبان د افغانستان د ټولو قومونو او خلکو دوښمنان دي.»

حمیدي ټینګار کړی، چې طالبانو ټول قومونه، په ځانګړې توګه پښتانه ډېر کړولي دي او د دغې ډلې اقداماتو په افغانستان کې قومي ستونزو ته لمن وهلې ده.

فرید حمیدي زیاته کړې: «د پښتنو په ګډون د ټولو قومونو ښځې او نجونې، له خپلو ټولو حقونو څخه محرومې شوې دي. د ټولو قومونو مسلکي کادرونه له دولتي ادارو او دندو فرصتونو څخه اېستل شوي او د ناقانونه ځورونې، شکنجې او وژنې څخه د وېرې له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.»

د یادونې ده، چې د پښتنو په اړه د سویس د کډوالو ادارې یوې طرحې په نړۍواله کچه غبرګونونه راپارولي دي. همدا نن د متحدې ملي جبهې مشر جنرال سمېع سادات هم ویلي چې پښتانه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

هغه د سویس له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې باید دا قوم‌پرسته طرحه پر خپل ځای ودروي.