د رسنیو د ازادۍ ورځ: تاریخچه، ارزښت او د افغان رسنیو وضعیت
د مئ ۳مه په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ ورځ ده، چې هر کال د ملګرو ملتونو لهخوا نمانځل کېږي. دا ورځ په ۱۹۹۳م کال کې د یونسکو د عمومي کنفرانس د یوې پرېکړې په ترڅ کې رسماً اعلان شوه، چې موخه یې په نړۍ کې د بیان ازادۍ ته درناوی، د رسنیو ارزښت ته پام او د خبریالانو د امنیت ملاتړ دی.
د دې ورځې الهام د افریقایي خبریالانو له خوا د ۱۹۹۱م کال د "ویندهوک اعلامیې" څخه اخیستل شوی، چې په کې د ازادو، خپلواکو او څو اړخیزو رسنیو غوښتنه شوې وه. له همدې امله یونسکو او ملګري ملتونه هر کال د مئ درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړۍوالې ورځ په توګه نمانځي.
د رسنیو د ازادۍ اهمیت
مطبوعات د یوې ټولنې سترګې او غږ ګڼل کېږي. ازاد مطبوعات د ډېموکراسي، حساب ورکونې، روڼتیا او بشري حقونو د ملاتړ لپاره اړین دي. خبریالان د فساد، ناقانونه فعالیتونو او بشري سرغړونو افشا کوونکي وي او همداراز خلک د خپل چاپېریال په اړه باخبره ساتي.
رسنۍ د یو بې پرې ارګان په توګه ولس له خپلو حاکمانو پورې تړي او یو داسې ارتباطي پل ایجادوي چې له مخې یې ځواب ورکونه شعوري کیږي.
خو دا چاره بیا په اوسني افغانستان کې په بشپړه توګه له فشار، زور او سختۍ سره مخ ده.
په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ تاریخچه
۱. امیر حبیب الله خان او رسنۍ
په افغانستان کې د مطبوعاتو لومړۍ نښې د ۱۹۰۶م کال په شاوخوا کې راڅرګندې شوې، هماغه وخت د شاه حبیب الله خان په وخت کې لومړۍ رسمي جریده سراج الاخبار خپره شوه. وروسته په تدریجي ډول نورې خپرونې هم راپېدا شوې، خو دا ټول د دولت تر کنټرول لاندې وې.
د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال د رسنیو د بنسټ په ایښودنه کې د هغه د زوی امان الله خان او محمود طرزي ونډه غښتلې ده.
۲. د امانالله خان د واکمنۍ دوره (۱۹۱۹ – ۱۹۲۹): د رسنیو بنسټ ایښودونکی فصل
د امیر امانالله خان واکمني د افغانستان په تاریخ کې د عصري کېدو، اصلاحاتو او ملي بیدارۍ دوره ګڼل کېږي. په دې دوره کې د رسنیو لپاره لومړني بنسټونه کېښودل شول او د بیان د ازادۍ غږ، که څه هم محدود و، خو بیا هم راڅرګند شو.
هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال یو شمېر مهم کارونه وکړل چې له مخې یې لا هم د افغانستان د مطبوعاتو او اصلاحاتګرایئ بنسټونه ولاړ دي.
الف – د رسنیو قانون او رسمي ملاتړ
امانالله خان د مطبوعاتو اهمیت درک کړی و. د ده له خوا لومړی مطبوعاتي قانون نافذ شو چې په کې د رسنیو د اصولو، سانسور حدودو او خپرونو ډولونه تعریف شوي وو. که څه هم دغه قانون بشپړه ازادي نه ورکوله، خو په هغه وخت کې یو لوی پرمختګ بلل کېده.
ب – د سراج الاخبار د بدلون او ودې مزل
د امیر امانالله له ملاتړ سره، د سراج الاخبار خپرونه (چې په اصل کې د امیر حبیب الله خان په وخت کې پیل شوې وه) د سیاسي بېدارۍ او اصلاحي افکارو لپاره یوه مهم ټربیون وګرځېد. د محمود طرزي په مشرۍ، دا خپرونه د عصري مفکورو، نیشنلیزم، د خپلواکۍ روحیې او اسلامي پرمختګ تبلیغ کوونکې وه.
ج – د نویو خپرونو پیل:
د مطبوعاتو فضا د پام وړ پراخه شوه او څو نوې خپرونې لکه:
- انوار الافغان
- اطلاعات
- افغان
- امان افغان
پیل شوې. دا خپرونې د عامو خلکو د پوهاوي، تعلیمي اصلاحاتو او د حکومت د پروګرامونو د تبلیغ لپاره کارېدې.
د – د مطبعې او چاپ ټېکنالوژۍ پراختیا
په کابل، کندهار او نورو ښارونو کې چاپي مطبعې فعاله شوې. کتابونه، ژورنالونه او رسمي اسناد په منظمه توګه خپرېدل. دېچارې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکوله او د پوهې رسونه یې اسانه کړې وه.
هـ –د اصلاحاتو په ترویج کې د رسنیو رول
امانالله خان چې د حجاب، تعلیم، قانون او د ښځو د حقونو په برخه کې اصلاحات پیل کړي وو، رسنۍ یې د دې اصلاحاتو د تبلیغ او توجیه لپاره یوه وسیله ګرځولې وه. د مطبوعاتو له لارې د خلکو ذهنونه چمتو کېدل، که څه هم محافظه کاره قشر له دې کړنو سره سخت مخالفت کاوه.
و – مخالفتونه او د سانسور بېرته راګرځېدل
وروسته له هغې چې د امان الله خان اصلاحاتو مخالفتونه زیات شول او بغاوتونه راپورته شول، رسنۍ هم تر فشار لاندې راغلې. د ده د واکمنۍ وروستیو کلونو کې سانسور یو ځل بیا شدید شو او ډېرې خپرونې بندې شوې.
۳. د ظاهر شاه او داود خان دورې
په ۱۹۶۰م لسیزه کې د اساسي قانون د اصلاح له کبله د بیان ازادۍ یو څه پراخوالی وموند. خو لا هم د دولت سانسور او محدودیتونو تر یوې کچې په ځپل ځای پاتې وو. د داود خان د جمهوري دورې (۱۹۷۳–۱۹۷۸) په مهال رسنۍ تر ډېره د دولت تبلیغات خپرول او د خپلواکۍ څرک پکې کم لیدل کېده.
۴. د کمونیستي رژیم او مجاهدینو دورې
د کمونیستي رژیم (۱۹۷۸–۱۹۹۲) پر مهال رسنۍ تر سخت کنټرول لاندې وې. له بله پلوه، د دولت سره د مجاهدینو د جګړې پر مهال بیا ډېرې رسنۍ له افغانستانه بهر خپرېدې او د جګړې د اړخونو په تړاو به یې خپلې اعلامیې او نظریات خپرول.
دغو رسنیو هم خپلواکي نه درلوده او یوازې د جنګي قوماندانانو په خوښه یې خپرونې کولې چې د تبلیغاتي دستګاووبڼه یې لرله.
۵. د طالبانو لومړۍ واکمني (۱۹۹۶–۲۰۰۱)
په دې دوره کې رسنۍ بشپړ بندې شوې. انټرنیټ، ټلوېزیون او ازاده خبریالي منعه وه. دا د افغانستان په تاریخ کې د رسنیو دتاریخ تر ټولو تیاره دوره وه.
ملي ټلوېزیون وتړل شو، پر ساه کښو تصویرونو بندیز ولګېد او د افغانستان له ملي راډیو یوازې د طالبانو ترانې او د طالبي نظام خپرونې خپرېدې.
۶. د ۲۰۰۱ ډېموکراسي او جمهوریت – د رسنیو زرين فصل
د طالبانو له نسکورېدو وروسته، د رسنیو یو نوی او شفاف فصل پیل شو. دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو زرین دور و، چې د بیان ازادۍ لپاره قانوني چوکاټ برابر شو، سلګونه جریدې، راډیوګانې، ټلوېزیونونه او ویب پاڼې فعالې شوې.
نړۍوالو ادارو افغانستان د رسنيو د پراختيا له مخې په بې ساري توګه ستایلو.
د خبریالانو ټولنې، د بیان ازادۍ ملاتړ کوونکو بنسټونو او خصوصي سکتور هم خپل رول ولوباوه. خو بیا هم خبریالان له ګواښ، برید، تښتونې او وژنې سره مخ وو، چې اکثره یې د جنګي ډلو، طالبانو، داعش، القاعده، سیمه ییزو زورواکو او ان لوړ پوړو دولتي کارکوونکو له لوري ګواښل کېدل.
۱:د طالبانو بیا ځل واکمني – د بیان د ازادۍ خاموشه څپې
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د بیان ازادي یو ځل بیا د طالبانو د لومړۍ دورې په څېر په بې سارې توګه محدوده شوه. ګڼ شمېر رسنۍ وتړل شوې، سلګونه خبریالانو هېواد پرېښود او ګڼ نور یې خاموشه یا بېروزګاره شول.
طالبانو که څه هم د رسنیو د اصولو لپاره یو لارښود خپور کړی، خو دا لارښود د سانسور، محدودیت او وېرو بنسټ کېښود. طالبانو په رسنیو کې د ساه کښو موجوداتو پر تصویر بندیز لګولی او نږدې په ۱۶ ولایتونو کې د ملي ټلوېزیون پردې تورې شوي او یوازې غږیزې خپرونې کوي.
مهمې ننګونې:
- خودسانسوري: خبریالان د وېرې له امله له انتقادي راپورونو ډډه کوي.
- ګواښ او نیونې: خبریالان زندان، وهلو، شکنجې او حتا له ورکېدو سره مخ دي.
- اقتصادي سقوط: رسنۍ له مالي ناورین سره مخ دي، ځکه چې د تبلیغاتو بازار ختم شوی او نړۍوال ملاتړ کم شوی.
- ښځینه خبریالانې: تر ټولو زیات اغېزمن قشر ښځینه خبریالان دي، چې زیات شمېر یې له رسنیو وشړلې شوې یا رسماً کار کول ورته منعه شول.
د رسنیو د ازادۍ ورځ یوازې یو یادونه نه ده، بلکې دا یو خبرداری دی، چې د بیان ازادۍ ته باید دوام ورکړل شي او د خبریالانو امنیت او خپلواکي باید تضمین شي.
افغانستان چې د ۲۰۰۱ وروسته د رسنیو یوه ښکلې بیلګه وه، نن هېواد کې د بیان ازادي له نړۍوال جدول څخه د لوېدو په حال کې دی.
د یوه ازاد، حساب ورکوونکي او روڼ افغانستان لپاره د ازادو رسنیو بیا جوړول حیاتي ارزښت لري.