د پاکستان حکومت تېره ورځ له زرو ډېر کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو دویم پړاو پر دوام؛ تېره ورځ ۱۴۲۱ تنه کډوال له دغه هېواده په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.