د هرات په پاشدان بند کې د موټر د اوښتو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ اړوند په پاشدان بند کې د یوه موټر د اوښټو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې پنځه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
نوموړي د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته زیاته کړې، چې ژغورونکو ډلو تر پېښې وروسته سیمې ته تر رسېدو وروسته دوه تنه ژغورلي هم دي.