• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیلزاد: هېر مو نه‌شي چې اسامه بن لادن مو چیرته وموند

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا تازه څرګندونې چې پاکستان یې د ترهګرۍ ضد «یو غوره ملګری» بللی، تر پوښتنې لاندې راوستې دي.خلیزاد وايي، پاکستان هممهاله دوست او دښمن پاتې شوی.

خلیلزاد دا خبره «یو څه مبالغه» بللې او وايي، سره له دې چې پاکستان ځینې وختونه له امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري کړې، خو له بلې خوا یې د امریکايي عملیاتو مخه نیولې، په داسې حال کې چې د داعش سلګونه جنګیالي لا هم په پاکستان کې فعال دي.

هغه پر خپل اېکس لیکلي، « د تېر په څېر، د پاکستان پوځ هم دوست او هم دښمن پاتې شوی».

خلیلزاد وايي، « هېر مو نه‌شي چې اسامه بن لادن مو چیرته وموند!».

کوریلا، چې سږ کال په دوبي کې تقاعد کېږي، د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د وسله والو ځواکونو جرګه‌ ګۍ ته د خبرو پرمهال وویل، چې « له پاکستان سره د یوې فوق العاده ملګرتیا له لارې، دوی داعش-خراسان تعقیب کړی دی، لسګونه یې وژلي دي».

کورېلا وايي، چې پاکستان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه نېټه د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید عامل امریکا ته سپارلی.

هغه زیاته کړه، « لومړۍ اړیکه راسره د پوځ مشر منیر ونیوله، چې ما هغه نیولی دی، چمتو یم چې امریکا ته یې واستوم».

کوریلا پاکستان په « ترهګرۍ ضد نړۍ کې یو فوق العاده ملګری» وباله او ویې ویل چې اسلام اباد د امریکا په «محدودو استخباراتي معلوماتو» سره داعش-خراسان تعقیبوي.

هغه ویلي، چې متحده ایالات باید له هند او پاکستان دواړو سره اړیکې وپالي او ددې لامل د اسلامي دولت خراسان څانګې پر وړاندې د پاکستان د پوځ رول ګڼي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اوسلو ۲۲م نړیوال فورم په ناروې کې ترسره کیږي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د اوسلو ۲۲م نړیوال فورم به نن د چهارشنبې په ورځ په ناروې کې ترسره شي، چې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او چارواکي به پکې ګډون وکړي. د اوسلو فورم په ویب پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د سږ کال د غونډې موضوع "ټول سره لاس په لاس؛په بدلیدونکې نړۍ کې منځګړیتوب" ده.

دا دوه ورځنۍ غونډه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت او د بشري خبرو اترو مرکز له خوا په ګډه تنظیم شوې ده.

په دې غونډه کې به د سعودي عربستان، چین، ایران، عمان، مصر، سوریې، قطر او اوکراین چارواکي او د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.

ویل شوي، دا فورم به ګډونوالو ته یوه غیر رسمي فضا برابره کړي چې خپلې تجربې شریکې، ستراتیژۍ پیاوړې او د نړۍ د ځینو خورا پیچلو او اوږدمهاله شخړو د حل لپاره نظرونه سره شریک کړي.

په دې اړه، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي ویلي دي چې "منځګړیتوب او ډیپلوماسي د نړیوال ثبات لپاره د لومړۍ کرښې وسیلې دي."

د هغه په ​​وینا، په داسې یوه دور کې چې تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو اتحادونه په ماتیدو دي، او د نړیوالو قوانینو لپاره کمزوری احترام ترسره کیږي، د اوسلو تړونونو په څېر غونډې ګټورې او اړینې دي.

اېلان ماسک وايي، چې د ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلو ځینو پوسټونو 'پښېمانه' دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۳۸ GMT+۱

سکای نیوز د اېلان ماسک په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلو ځینو پوسټونو "پښېمانه" دی. د دواړه خواوو ترمنځ دغه ناندرۍ وروسته له هغه پیل شوې، چې ټرمپ پر اېلان ماسک سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د هغه د مخالفت له امله "خورا نهیلی" شوی دی.

له هغه وروسته د ټسلا شرکت مشر اېلان ماسک په اېکس پاڼه پر ټرمپ نیوکې وکړې او ویې لیکل: «که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای.»

ټرمپ ماسک ته خبرداری ورکړی و، چې صبر یې پای ته رسېدلی او د هغه له شرکتونو سره به دولتي قراردادونه له‌منځه یوسي او هغه ته یې د «لېوني» خطاب کړی و.

له دې سره هم‌مهاله اېلان ماسک د امریکا ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي و، د ټرمپ نوم د اپستین په جنجالي قضیه کې چې جنسي ځورونې پورې اړه لري، یاد شوی دی؛ خو دغه پوسټ بیا د یکشنبې په ورڅ لرې شوی و.

د امریکا په مشرۍ نړۍوالې ټلوالې د داعش د ماتولو په اړه ناسته کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په نړۍ کې د داعش د ماتولو په اړه د امریکا په مشرۍ د نړۍوالې ټلوالې ګډه ناسته د هسپانیې په پلازمېنه ماډرید ښار کې جوړه شوه.

د دغه وزارت په وینا؛ د یادې ناستې مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امنیتي پالیسۍ مشر البرټو اوچلای او د ترهګرۍ ضد مبارزې سرپرست همغږي کوونکي ګریګوري ډي لوګریفو کړې او همدارنګه په ناسته کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیاګو مارټینز بلیجو په نړۍواله کچه د داعش سره د مبارزې په اړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې کډون کوونکو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا استازو، د نړۍوالې ټلوالې له غړو وغوښتل، چې د بهرنيو ترهګرو د سفرونو، مالي تمویل، د ځواکونو د جلب و جذب او عملیاتي پلان جوړونې مخنیوي لپاره خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ټلوالې غړو د ترهګرۍ پر ضد د خپلو بهرنیو سیاستونو د همغږۍ، د قانون د پلي کولو په برخه کې د نړۍوالو هڅو او د ګډو تګلارو پر اړتیا ټینګار وکړ او ازبکستان ته چې د ټلوالې نوی غړی دی، د ښه راغلاست پیغام ورکړل شو.

په ناسته کې دا هم څرګنده شوه، چې د داعش خراسان څانګې له ګواښ سره د مخامخ کېدو لپاره د ازبکستان مشرتابه مهم رول لري؛ څو دغه ډله د افغانستان او شاوخوا سیمو څخه تر امریکا، اروپا او نورو هېوادونو پورې د خپلو هڅو د پراخېدو فرصت پیدا نه کړي.

له بلې خوا، د روسیې د فدرالي امنیت خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف، په مسکو کې د ګډو ملتونو د استخباراتي مشرانو په یوه بله ناسته کې خبرداری ورکړی، چې داعش او نورې توندلارې ډلې په افغانستان، سوریه او منځني ختیځ کې خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

هغه ویلي، چې سوریه کې سیاسي بدلون، د غزې جګړه، پر ایران فشارونه او په لیبیا کې ناورین د افراطیت د پراخېدو لامل شوی دی.

نوموړي د لویدیځ سیاستونه د دغو ناامنيو اصلي لامل بللی او زیاته کړې یې ده، چې د داعش مشران اوس له هغو جنګیالیو سره تماسونه لري چې یا خو د سوریې له زندانونو خوشې شوي او یا هم اوس‌مهال په افغانستان او سوریه کې فعالیت کوي.

د یادولو وړ ده، چې دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ترهګرۍ نړۍوال ګواښ مخ په زیاتېدو دی او نړۍوالې ټلوالې هڅه کوي چې له ګډو اقداماتو سره د دغې ستونزې مخه ونیسي.

داعش نه الهام‌اخیستونکي پاکستاني ځوان غوښتل په نیویارک کې پر یهودانو برید وکړي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۱۸ GMT+۱

د محمدشهزیب خان په نوم کاناډا مېشتي ۲۰ کلن پاکستاني ځوان غوښتل په نیویارک کې پر یهودانو یو مرګونی برید ترسره کړي. ویل کېږي چې نوموړي له داعش وسله‌والې ډلې نه الهام اخیستی و.

شهزیب خان چې دا مهال د کاناډايي پولیسو په بند کې دی، د تېرکال په سپټمبر میاشت کې نیول شوی او اوس ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ متحده‌ایالاتونو ته وسپارل شي.

نوموړي پاکستاني ځوان غوښتل، چې دا برید د اکټوبر ۷مې پر اسراییل د حماس د برید له کلیزې سره سم ترسره کړي.

په شکایت‌لیک کې ویل شوي، چې خان په ټولنیزو رسنیو او همداراز د مخفي پولیسو له افسرانو سره په اعتراف کې د داعش ملاتړ منلی دی.

هغه د تېر کال د جولای په میاشت کې یوه استخباراتي مامور ته ویلي و، چې ټوپک، مرمۍ او نور تجهیزات تیاروي او موخه یې د نیویارک په بروکلین سیمه کې د یهودیانو پر یوه مذهبي مرکز برید دی.

په خپل یوه پیغام کې شهزیب خان وویل: «نیویارک د یهودانو په نښه کولو لپاره یو ښه ځای دی ځکه چې په امریکا کې د یهودانو ترټولو لوی شمېر دلته ژوند کوي.»

د یادونې ده، چې د محمدشهزیب خان په نوم د کاناډا مېشتي ۲۰ کلن پاکستاني ځوان په اړه به وروستۍ پرېکړه د امریکا له‌خوا کېږي.

په غزه کې اسراییلي پوځ د مرستو وېش مرکز ته څېرمه ۱۷ کسان په ډزو وویشتل

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۱

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، چې د بشرپاله مرستو د وېش مرکز ته نږدې د اسراییلي پوځيانو د ډزو په پایله کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دا پېښه د سې‌شنبې په ورځ (د جون ۱۰مه) د غزې په مرکزي برخه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې زرګونه فلسطینیان د خوراکي توکو د ترلاسه کېدو په موخه د امریکا په ملاتړ «د غزې د بشري مرستو بنسټ» یا GHF د مرستو د وېش مرکز ته راټول شوي و.

رویټرز خبري اژانس د ډاکټرانو په حواله راپور ورکړی، چې ټپیان د نصیرات کمپ او د غزې ښار القدس کې د العوده روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

اسراییلي پوځ د دې پېښې په ځواب کې زیاته کړې، ډزې د مرستو د وېش له پیل نه مخکې په یوه لرې واټن کې شوي او هغه شکمن کسان یې په نښه کړي، چې د دوی ځواکونو لپاره ګواښ ګڼل کېده.

د دوی په وینا، د فلسطیني روغتیايي چارواکو له‌خوا د مړو او ټپي شویو په اړه چمتو شوي معلومات د اسراییل له رسمي معلوماتو سره سمون نه‌لري.

د غزې د بشري مرستو بنسټ ویلي، چې دا پېښه د مرستو د وېش په سیمه کې د دغه بنسټ د فعالیتونو له پیل نه څو ساعته مخکې رامنځته شوې او د نورو جزییاتو لپاره یې دا د اسراییل پوځ ته راجع کړې ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د سې‌شنبې په ورځ یې په درېیو بېلابېلو سیمو کې مرستې پرته له کومې ځانګړې پېښې وېشلې دي.

د اسراییل پوځ تر دې مخکې خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې د ماښام له ۶:۰۰ بجو نه تر سهار ۶:۰۰ بجو پورې د دغه مرکزونو تلونکو سړکونو ته نږدې نه‌شي، ځکه چې دا پوځي سیمې اعلان شوي دي.

په داسې حال کې چې د امر په ملاتړ د «غزې د بشري مرستو» بنسټ ادعا کوي، چې د مرستو د وېش ځایونه خوندي دي، خو ډېری فلسطینیان د مرستو رسېدو په لارو کې د سختې ګډوډۍ او بې‌نظمۍ راپور ورکوي.

د دغه بنسټ فعالیتونه له جدي نیوکو او امنیتي خنډونو سره مل دي.

تېره اوونۍ رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې د غزې لپاره وړاندیز شوې بودیجه د متحده‌ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې له‌خوا تامین شي. ویل کېږي چې دا اداره به د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره یو ځای شي.