ځانګړی
په اوکراین کې نیول شوی طالب قوماندان به د امریکا د یوې ښځینه قاضۍ له خوا محاکمه شي AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲۱ ۱۴:۴۶ GMT+۱
یو طالب قوماندان چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې په اوکراین کې ونیول شو او اوس مهال د امریکا په نیویارک ښار کې د یوې ښځینه قاضۍ له خوا محاکمه کېږي، په نېږدې وخت کې به یې د سزا پرېکړه وشي.
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
حاجي نجیبالله چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې د نیویارک په یوه زندان کې بندي دی، د برمته کولو او ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تور تورن دی. هغه تازه په خپل اصلي تور اعتراف کړی دی.
دغه پخوانی طالب قوماندان د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې په نیویارک کې د درېیو امریکايي سرتېرو د وژنې تورونه رد کړل او ځان یې بېګناه وباله. هغه په تېرو کلونو کې تل د محکمې پر وړاندې مقاومت کړی او پر ځان یې لګېدلي تورونه رد کړي وو؛ خو اوس چې یې اعتراف کړی، ښایي په عمري بند محکوم شي.
د حاجي نجیب محاکمه په امریکا کې څو اونۍ وروسته له هغه پیل شوه چې طالبان بېرته واک ته ورستانه شول.
حاجي نجیب یو کال تر دې مخکې چې طالبان واک ته ورسېږي، د لوېدیځې اروپا د پناه غوښتنې په هیله اوکراین ته تللی و.
د نیویارک فېدرالي محکمې ویلي چې د هغه د سزا پرېکړې غونډه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۳مې لپاره پلان شوې ده.
حاجي نجیبالله څوک دی؟
حاجي نجیب د طالبانو له هغو قوماندانانو څخه دی چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د زابل، غزني، میدان وردګو، لوګر او پکتیا په ولایتونو کې د افغان دولت او ناټو ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده. هغه د "النصر" په نوم د یوې جګړهییزې ډلې مشري پر غاړه لرله.
د زابل یو طالب چارواکي، چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې حاجي نجیب د زابل ولایت اوسېدونکی دی او د کورنۍ یو غړی یې د طالبانو د غزني ښاروالۍ کارکوونکی دی.
په هغه دوسیه کې چې د نیویارک په محکمه کې د هغه پر ضد یې ثبت شوې، نوموړی د طالبانو لوړپوړی قوماندان بلل شوی چې تر زرو د ډېرو جنګیاليو یې مشري کړې ده.
د حاجي نجیب وکیل ویلي، نوموړی د بروکلین په زندان کې د لمر له رڼا بېبرخې دی.
په لومړني دعوه کې، چې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې وړاندې شوی و، راغلي چې د حاجي نجیبالله تر قوماندې لاندې کسانو د ۲۰۰۸ کال کې د امریکا پر یوه نظامي کاروان برید وکړ، چې په نتیجه کې یې درې امریکايي افسران ـ متیو هیلتن، جوزف مککي او مارک پالمیتیر ـ او یو افغان ژباړن ووژل شول. د ژباړن نوم نهدی اعلان شوی.
هغه په دغه محاکمه کې تورونه رد کړي وو او ادعا یې کړې وه چې د ده د نیولو تر شا نور اهداف هم شته.
اوس، د جرم د منلو له سند سره سم چې نوموړي لاسلیک کړی، منلې یې ده چې د طالبانو د یوه قوماندان په توګه یې د میدان وردګو په ولایت کې فعالیت درلود او په افغانستان او پاکستان کې یې ترهګرو ته مالي ملاتړ برابر کړی دی.
د نیویارک د محکمې اسناد ښيي چې د نوموړي نوم د بدرالدین حقاني ـ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ورور ـ تر څنګ درج شوی دی.
۴۸ کلن حاجي نجیبالله په دوو جنايي قضیو او له ترهګریزو ډلو سره د همکارۍ په تور د امریکا متحده ایالاتو له خوا تورن دی.
لومړۍ قضیه یې د ۲۰۱۴ کال پورې اړه لري. هغه تورن دی چې د نیویارک ټایمز پخوانی خبریال دیوېډ رود او دوه محلي همکاران یې په ۲۰۰۸ کال کې په لوګر کې برمته کړي او شمالي وزیرستان کې یې د حقاني شبکې ته سپارلي دي.
د نیویارک د محکمې د څارنوالۍ په دعوه کې، چې افغانستان انټرنشنل ته سپارل شوې، راغلي چې حاجي نجیبالله او همکاران یې د امریکايي وګړو د وژنې په هڅې، تښتونې او له ترهګریزو ډلو سره د همکارۍ په تور تورن دي.
نیول په اوکراین، محاکمه په نیویارک کې
حاجي نجیبالله د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر کې په اوکراین کې ونیول شو او څو ورځې وروسته امریکا ته ولېږدول شو. هغه د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې د خپلې لومړۍ د محاکمې په غونډه کې د طالبانو غړیتوب رد کړ او ځان یې د دوبۍ یو سوداګر معرفي کړ.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې حاجي نجیبالله د اوکراین وېزه په ۲۰۲۰ کال کې کابل کې ترلاسه کړې او له اسلاماباده اوکراین ته تللی و.
د افغانستان انټرنشنل سرچینو له مخې، نوموړي غوښتل چې له اوکراین څخه لویدیځو اروپایي هېوادونو ته کډوال شي؛ خو د اوکراین پولیسو هغه او ملګري یې د ژیتومیر په ښار کې ونیول.
د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د چارو یوې ادارې یوه سرچینه، چې نهغواړي نوم یې افشا شي، وايي چې حاجي نجیبالله، چې د "قوماندان لښکري" په مستعار نوم هم پېژندل کېږي، د هغو ۱۰۲ طالب زندانیانو په فهرست کې شامل دی چې په بهرنیو هېوادونو کې بندیان دي.
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې له دیوید رود او د هغه له افغان همکار طاهر لودین سره اړیکه ونیسي ترڅو د حاجي نجیبالله په اړه وپوښتي، خو له دوی څخه هیڅ غبرګون تر لاسه نهشو.
ډېویډ رود، چې پخوا د نیویارک ټایمز خبریال و، د حاجي نجیبالله د اعتراف د غونډې ګډونوال و او له غونډې وروسته یې په خپله اعلامیه کې د نوموړي د اعتراف له امله خوښي څرګنده کړه.
وکیل: نجیبالله یو جنګي اسیر دی
اندرو دالاک، چې د دې طالب قوماندان مدافع وکیل دی، هڅه کوي چې خپل موکل د عمر بند له سزا وژغوري. هغه استدلال کوي چې پر نجیبالله لګول شوي تورونه د امریکا بهر پېښ شوي او د امریکا محکمو ته د هغوی د څېړلو صلاحیت نشته.
د هغه د مدافع وکیلانو یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دا تورونه باید د عادي جنایي جرمونو په توګه ونه ارزول شي، بلکې د وسلهوالو شخړو په چوکاټ کې او په یوه نظامي محکمه کې وڅېړل شي.
یو بل تور چې پر حاجي نجیبالله لګېدلی، دا دی چې د امریکايي پوځیانو پر کاروان یې برید کړی او هغوی یې وژلي دي.
د دعوې له مخې، د ۱۳۸۷ کال د سرطان په ۶مه، د نجیبالله تر قوماندې لاندې طالبانو د میدان وردګو ولایت د سیداباد کې د امریکایي پوځیانو پر یوه کاروان برید کړی، چې په ترڅ کې یې درې امریکايي پوځیان او یو ژباړن وژل شوي دي.
د وکیلانو استدلال دا هم دی چې نجیبالله باید د جنګي اسیر په توګه د جینوا د کنوانسیونونو لاندې مصونیت ولري.
هغوی دا ادعا هم کړې چې د ۲۰۰۸ کال د پېښې پر مهال، طالبان ځان د افغانستان مشروع حکومت باله او له امریکا سره په یوه نړۍواله وسلهواله شخړه کې ښکېل وو.
د حاجي نجیبالله دوسیه د نیویارک د فېدرالي محکمې له خوا څېړل کېږي او دا محکمه یوه ښځه قاضۍ کترین فیلا پر مخ وړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان له ښځو سره هیڅ رسمي مقام، په ځانګړې توګه د قضا مقام نه مني.
قاضي فیلا د وکیلانو دا استدلال رد کړی چې ګواکې نجیبالله یو جنګي اسیر دی. هغې حکم وکړ چې د افغانستان جګړه په هغه وخت کې یوه داخلي وسلهواله شخړه وه او له همدې امله، نجیبالله د یوه غیر دولتي وسلهوال ګروپ د غړي په توګه د جنګي اسیر یا جنګي مصوونیت مستحق نه دی.
قاضۍ فیلا ټینګار وکړ چې د جنګي اسیر مقام یوازې د نړۍوالو وسلهوالو شخړو پر مهال تطبیقېږي او داخلي شخړې پکې نه شاملېږي.
همداراز د نجیبالله مدافع وکیل وايي چې محکمه داسې کافي اسناد نه لري چې دا ثابته کړي چې دا پخوانی طالب قوماندان په مستقیم ډول د سرطان د ۶مې پېښه کې لاس لري.
حاجي نجیبالله امریکا ته له رسیدو راهیسې د نیویارک د بروکلین په یوه زندان کې بندي دی. وکیل یې وايي چې د نوموړي وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه پرې زیات بندیزونه لګول شوي، لکه له کورنۍ سره د اړیکو محدودیت او روغتیایي خدماتو ته نهلاسرسی.
وکیل دا هم ویلي چې نجیبالله په تېرو پنځو کلونو کې لمر نهدی لیدلی او په انفرادي سلول کې ساتل کېږي.
د حاجي نجیبالله د محاکمې غونډه ټاکل شوې چې د روان کال د اکټوبر په ۲۳مه ترسره شي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، د دغه ریاست رییس حافظ خیرالله خیرخواه ویلي چې د پروژې ټول لګښت د افغان ټلیکام شرکت له لوري ورکړل شوی او په لومړي پړاو کې به ۴۵ کیلومتره نوري فایبر وغځول شي.
د طالب چارواکو په وینا، دغه پروژه به نه یوازې د انټرنټي خدماتو ساحه پراخه کړي، بلکې د مخابراتي زیربناوو د پیاوړتیا، د انټرنټي بیو راکمول او د هېواد دیجیتلي کولو ملي هدف ته د رسېدو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزون ته د دې ډلې د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په غږیږ پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په تړاو د روسیې د فدرالي امنیت د مشر په څېر اندېښې پر ځای نه دي او یاده ډله د داعش په مخنیوي کې بریالۍ ده.
فطرت ویلي:«د هغوی ټول فعالیتونه خنثی او له منځه وړل شوي. تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو شریرو ډلو یو پتنځای له منځه یووړل شو، چې دا په خپله جوتوي چې امنیتي ځواکونه د دې ورانکارو فعالیتونو په وړاندې ویښ او بیداره دي.»
تردې وړاندې هم طالبانو په ځلونو په افغانستان کې د داعش فعالیت او منظم حضور په اړه اندېښنې رد کړې دي.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف په مسکو کې د همګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد څانګو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې ویلي و، چې د اوکراین جګړې او د ایران موضوع په څېر مسالو په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت ګړندی کړی دی.
خلیلزاد دا خبره «یو څه مبالغه» بللې او وايي، سره له دې چې پاکستان ځینې وختونه له امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري کړې، خو له بلې خوا یې د امریکايي عملیاتو مخه نیولې، په داسې حال کې چې د داعش سلګونه جنګیالي لا هم په پاکستان کې فعال دي.
هغه پر خپل اېکس لیکلي، « د تېر په څېر، د پاکستان پوځ هم دوست او هم دښمن پاتې شوی».
خلیلزاد وايي، « هېر مو نهشي چې اسامه بن لادن مو چیرته وموند!».
کوریلا، چې سږ کال په دوبي کې تقاعد کېږي، د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د وسله والو ځواکونو جرګه ګۍ ته د خبرو پرمهال وویل، چې « له پاکستان سره د یوې فوق العاده ملګرتیا له لارې، دوی داعش-خراسان تعقیب کړی دی، لسګونه یې وژلي دي».
کورېلا وايي، چې پاکستان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه نېټه د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید عامل امریکا ته سپارلی.
هغه زیاته کړه، « لومړۍ اړیکه راسره د پوځ مشر منیر ونیوله، چې ما هغه نیولی دی، چمتو یم چې امریکا ته یې واستوم».
کوریلا پاکستان په « ترهګرۍ ضد نړۍ کې یو فوق العاده ملګری» وباله او ویې ویل چې اسلام اباد د امریکا په «محدودو استخباراتي معلوماتو» سره داعش-خراسان تعقیبوي.
هغه ویلي، چې متحده ایالات باید له هند او پاکستان دواړو سره اړیکې وپالي او ددې لامل د اسلامي دولت خراسان څانګې پر وړاندې د پاکستان د پوځ رول ګڼي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «راځئ ووایو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې ډېر خنډونه موجود دي. البته د کومو چټکو پایلو هیله نشته، خو دا یو پیچلی، ګام پر ګام بهیر دی چې پیل شوی او دوام به ومومي.».
هغه دا هم رد کړه چې خبرې اترې بندې شوې دي.
هغې ویلي، د جرمني ایالتي وزیران له مرکزي حکومت څخه تمه لري چې د سختو مجرمانو د شړلو لپاره ژر تر ژره نورې الوتنې تنظیم کړي.
د ټي انلاین د رپوټ له مخې، بیرنس ویلي: «ایالتي حکومتونه، له ګوندي توپیر پرته، ټول پر دې ټینګار لري چې باید د خطرناکو مجرمانو لپاره منظمې او ژر د شړنې الوتنې پیل شي، هم افغانستان ته او هم سوریې ته».
کابل ته وروستۍ ورته الوتنه د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې په پای کې ترسره شوه، چې ۲۸ تنه مجرمان پکې شامل وو.
د جرمني د کورنیو چارو نوی وزیر الکساندر دوبرینت وايي: « دا باید یوازې یوځلي اقدام نه وي. موږ ته اړتیا ده چې دغه الوتنې منظمې شي».
افغانستان ته د شړلو بهیر یوه لانجمنه موضوع ده، ځکه دا د طالبانو له واکمنۍ سره مستقیم تعامل ته اړتیا لري، خو د جرمني حکومت په خپل ایتلافي تړون کې واضح کړې ده چې « موږ به افغانستان او سوریې ته د خطرناکو مجرمانو په ګډون کسان شړو».
په ورته وخت کې د جرمني د سیاسي حلقو یو شمېر غړي له طالبانو سره مستقیمه همکاري د بشري حقونو له نظره ستونزمنه ګڼي.
د موضوع حساسیت ته په کتو، تمه کېږي چې دا بحث به د جرمني د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې مطرح شي.