
په داسې حال کې، چې د جرمني د ایالتونو کورنیو چارو وزیران په یوه پسرلني کنفرانس کې را غونډیږي، د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیرې دانیلا بیرنس افغانستان او سوریې ته د شړنو د نویو الوتنو د پیل کېدو غوښتنه کړې ده. افغانستان ته د شړلو بهیر له طالبانو سره تعامل ته اړتیا لري.
هغې ویلي، د جرمني ایالتي وزیران له مرکزي حکومت څخه تمه لري چې د سختو مجرمانو د شړلو لپاره ژر تر ژره نورې الوتنې تنظیم کړي.
د ټي انلاین د رپوټ له مخې، بیرنس ویلي: «ایالتي حکومتونه، له ګوندي توپیر پرته، ټول پر دې ټینګار لري چې باید د خطرناکو مجرمانو لپاره منظمې او ژر د شړنې الوتنې پیل شي، هم افغانستان ته او هم سوریې ته».
کابل ته وروستۍ ورته الوتنه د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې په پای کې ترسره شوه، چې ۲۸ تنه مجرمان پکې شامل وو.
د جرمني د کورنیو چارو نوی وزیر الکساندر دوبرینت وايي: « دا باید یوازې یوځلي اقدام نه وي. موږ ته اړتیا ده چې دغه الوتنې منظمې شي».
افغانستان ته د شړلو بهیر یوه لانجمنه موضوع ده، ځکه دا د طالبانو له واکمنۍ سره مستقیم تعامل ته اړتیا لري، خو د جرمني حکومت په خپل ایتلافي تړون کې واضح کړې ده چې « موږ به افغانستان او سوریې ته د خطرناکو مجرمانو په ګډون کسان شړو».
په ورته وخت کې د جرمني د سیاسي حلقو یو شمېر غړي له طالبانو سره مستقیمه همکاري د بشري حقونو له نظره ستونزمنه ګڼي.
د موضوع حساسیت ته په کتو، تمه کېږي چې دا بحث به د جرمني د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې مطرح شي.