د طالبانو یو پلاوی د نشه‌یي توکو د کنټرول په موخه قطر ته تللی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (غویي ۱۴مه) خبر ورکړی، چې د نشه‌يي توکو سره د دغه وزارت د مبارزې معین عبدالحق اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبان به له قطري چارواکو سره د نشه‌يي توکو د کنټرول په برخه کې پر ګډو همکاريو وغږېږي.