• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ټرمپ هم لار ورکه ده؛ د ټرمپ هغه انځور چې سخت غبرګونونه یې راپارولي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۷:۴۶ GMT+۱

د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) په مټ جوړی شوي هغه انځور چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پکې د کاتولیکانو د مشر پاپ په څه څېر ښکاري سخت غبرګونونه راپارولي. ټرمپ خپل دغه انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: " زه غواړم پاپ شم."

په دغه انځور کې ټرمپ بې احساسه څېره لري، سپیني جامې یې په تن دي او ښی لاس یې د نصیحت په ډول پورته نیولی دی.

د دغه انځور خپریدو پر اېکس شبکه کې ګڼ غبرګونونه ښودل شوي.

د امریکا جمهوري پالو له خوا د ټرمپ دغه انځور بار بار خپور شوی او لیکلي یې دي:« دا د کاتولیکانو ښکاره سپکاوی او په دیني عقېدو ملنډه ده.»

ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړ شوی انځور په داسې وخت کې خپور کړی، چې تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې د نوي پاپ د ټاکنې لپاره غونډه ترسره شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

اوکراین د لومړي ځل لپاره د روسې جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱
اوکراین د لومړي ځل لپاره د روسې جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې
100%

د اوکراین د پوځ استخباراتو ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې د سمندري ډرون په وسیله د روسي جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې ده.

رویټرز د اوکراین د پوځ د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د یو سمندري ډرون توغندي په وسیله د روسیې یوه SU-۳۰ جنګي جېټ الوتکه رانکسوره کړې ده.

د اوکراین د پوځ استخباراتو دا پېښه په نړۍ کې لومړنۍ پېښه بللې، چې یوه جنګي الوتکه د سمندري ډرون له‌خوا ویشتل شوې ده.

راپورونه ښيي، چې د روسیې یاده جنګي الوتکه پرون د اوکراین د استخباراتو یوې ډلې له‌خوا د تور سمندرګي د نوروسیسک بندر ته نږدې په اوبو کې ویشتل شوې ده.

که څه هم د روسیې دفاع وزارت تر دې دمه د اوکراین د دې ادعا په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو یاد وزارت ته نږدې سرچینو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې تېره شپه یوه جنګي جېټ الوتکه د نوروسیسک لوېدیځ ته ۵۰ کیلومترۍ کې د اوکراین له‌خوا ویشتل شوې ده.

راپورونه زیاتوي، چې اوکراین د روسیې په پرتله له جګړه‌یز پلوه کمزوری ده او له تېرو درېیو کلونو راهیسې په هوا او سمندر کې د روسیې پر ضد د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له لارې جګړه پرمخ وړي.

د اوکراین دغه سمندري ډرونونه، چې د بیې له پلوه ارزانه دي، د روسي ځواکونو لپاره په یوه جدي ګواښ بدل شوي او ډېر اغېزناک تمام شوي دي.

اوکراین د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر کې هم ادعا کړې وه، چې د ورته ډرون په وسیله یې د روسیې یوه پوځي هلیکوپټر ویشتلی.

الجزیره: د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۲۰۰ څخه ډېر خبریالان وژل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۱
الجزیره: د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۲۰۰ څخه ډېر خبریالان وژل شوي
100%

الجزیرې د می په درېیمه راپور ورکړی، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۲۰۰ زیات خبریالان وژل شوي او ۱۸۰ نور نیول شوي دي.

د فلسطین د بندیانو ټولنې او د پخوانیو بندیانو کمېسیون د مطبوعاتو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اومې نېټې راهیسې تر ۲۰۰ زیات خبریالان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ نور نیول شوي دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې ۴۹ خبریالان لا هم له اسراییل سره بندیان دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د غزې پر وړاندې د اسراییل د جګړې په لړ کې د خبریالانو پر ضد د "وژنې عملیات" بې‌ساري زیات شوي دي.

طالبانو په سرپل ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په دُرو وواهه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱
طالبانو په سرپل ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په دُرو وواهه
100%

د طالبانو ستره محکمه وايي، دغې ډلې په سرپل ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په ۳۹ دُرو وهلی دی.

د دغې ډلې سترې محکمې د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سرپل ولایت د محکمې د پرېکړې له مخې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وهل شوی او په یو کال تنفیذي بند محکوم شوی دی.

طالبانو د یاد کس هویت نه‌دی افشا کړی، خو ویلي یې دي چې د سزا د نندارې لپاره، د یو شمېر دولتي ادارو د مسوولینو ترڅنګ، عام خلک هم ور بلل شوي وو.

یاده دې وي، چې افغانستان انترنشنل ـ پښتو موندني ښيي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۲۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

امریکا د اوکراین د ایف ۱۶ جنګي الوتکو لپاره د تجهیزاتو، روزنې او ملاتړ قرارداد تصویب کړ

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۸:۴۵ GMT+۱
امریکا د اوکراین د ایف ۱۶ جنګي الوتکو لپاره د تجهیزاتو، روزنې او ملاتړ قرارداد تصویب کړ
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین د «F-16» جنګي الوتکو د تجهیزاتو، روزنې او ملاتړ لپاره د ۳۱۰ میلیون ډالرو قرارداد تصویب کړی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې کانګرس ته یې د اوکراین د ایف ۱۶ جنګي جټ الوتکو د ملاتړ لپاره د ۳۱۰،۵ میلیون ډالرو قرارداد د تصویب خبر ورکړی دی.

ویل کېږي، چې په دې تړون کې د پیلوټانو روزنه، د پرزو چمتو کول، ځمکني تجهیزات، او د ساتنې خدمتونه شامل دي، چې ټول لګښتونه به یې اوکراین ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا تړون به د اوکراین وړتیا پیاوړې کړي، چې د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو سره مبارزه وکړي او له متحده ایالاتو سره خپله پوځي همکاري ښه کړي.

کابلوف: مسکو چمتو دی چې د افغانستان په اړه له واشنګټن سره همکاري وکړي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۸:۰۴ GMT+۱
کابلوف: مسکو چمتو دی چې د افغانستان په اړه له واشنګټن سره همکاري وکړي
100%

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان د مسایلو په اړه له امریکا او اروپایي هېوادونو سره مرسته وکړي. ‏ هغه ویلي، د دې همکارۍ لپاره امریکا او لوېدیځ هېوادونه باید د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه تصمم ونیسي.

ضمیرکابلوف د روسيې له ریانووستي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «که امریکا د افغانستان د وضعیت، سیاسي حل لارو او بشري مرستو په اړه روسیې سره خبرې وکړي، نو مسکو ستونزه نه لري چې د واشنګټن سره دې برخه کې همکارۍ وکړي.»

بلخوا بیا د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د جمعې په ورځ په یوې جلا مرکه کې ویلي، چې روسیه چمتو ده، چې د طالبانو سره د داعش پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

‏ کابلوف زیاته کړې، چې روسیه او طالبان په بېلابېلو برخو کې پراخه همکاري لري او ټینګار یې کړی، چې مسکو په روسیه کې د طالبانو سفیر د رسمیت پېژندنې وړاندیز کړی دی.

نوموړی وايي چې اوس په دې اړه د طالبانو رسمي ځواب ته په تمه دي.

د هغه په وينا، د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم په لرې‌کېدو سره د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ پر وړاندې خنډونه له منځه تللي دي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې مهال د روسیې په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پیژندلی، خو مسکو تېره میاشت د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه څخه د طالبانو نوم ویوست.