امریکا د اوکراین د ایف ۱۶ جنګي الوتکو لپاره د تجهیزاتو، روزنې او ملاتړ قرارداد تصویب کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین د «F-16» جنګي الوتکو د تجهیزاتو، روزنې او ملاتړ لپاره د ۳۱۰ میلیون ډالرو قرارداد تصویب کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین د «F-16» جنګي الوتکو د تجهیزاتو، روزنې او ملاتړ لپاره د ۳۱۰ میلیون ډالرو قرارداد تصویب کړی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې کانګرس ته یې د اوکراین د ایف ۱۶ جنګي جټ الوتکو د ملاتړ لپاره د ۳۱۰،۵ میلیون ډالرو قرارداد د تصویب خبر ورکړی دی.
ویل کېږي، چې په دې تړون کې د پیلوټانو روزنه، د پرزو چمتو کول، ځمکني تجهیزات، او د ساتنې خدمتونه شامل دي، چې ټول لګښتونه به یې اوکراین ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا تړون به د اوکراین وړتیا پیاوړې کړي، چې د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو سره مبارزه وکړي او له متحده ایالاتو سره خپله پوځي همکاري ښه کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان د مسایلو په اړه له امریکا او اروپایي هېوادونو سره مرسته وکړي. هغه ویلي، د دې همکارۍ لپاره امریکا او لوېدیځ هېوادونه باید د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه تصمم ونیسي.
ضمیرکابلوف د روسيې له ریانووستي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «که امریکا د افغانستان د وضعیت، سیاسي حل لارو او بشري مرستو په اړه روسیې سره خبرې وکړي، نو مسکو ستونزه نه لري چې د واشنګټن سره دې برخه کې همکارۍ وکړي.»
بلخوا بیا د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د جمعې په ورځ په یوې جلا مرکه کې ویلي، چې روسیه چمتو ده، چې د طالبانو سره د داعش پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
کابلوف زیاته کړې، چې روسیه او طالبان په بېلابېلو برخو کې پراخه همکاري لري او ټینګار یې کړی، چې مسکو په روسیه کې د طالبانو سفیر د رسمیت پېژندنې وړاندیز کړی دی.
نوموړی وايي چې اوس په دې اړه د طالبانو رسمي ځواب ته په تمه دي.
د هغه په وينا، د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم په لرېکېدو سره د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ پر وړاندې خنډونه له منځه تللي دي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې مهال د روسیې په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پیژندلی، خو مسکو تېره میاشت د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه څخه د طالبانو نوم ویوست.

په فرانسه کې جلاوطنه افغان خبریال حارث جمال زاده وایي، د یو شمېر نورو افغان خبریالانو په ملاتړ یې د «اوج نیوز» په نوم انلاین رسنۍ جوړه کړه. هغه ویلي، چې دغه رسنۍ یې د روان سیاسي وضعیت، د ښځو او بشري حقونو تر څنګ د ټولنیزو مسایلو د پوښښ لپاره رامنځته کړه.
نوموړي زیاته کړې: «دا رسنۍ د یو شمېر متعهدو خبریالانو په شخصي مالي مرسته چلېږي. هېڅ بنسټ او فرد یې مالي ملاتړ نه کوي.»
دغه انلاین رسنۍ د مئ درېیمه (د رسنیو نړۍوالې ورځ) داسې مهال خپل فعالیت اعلانوي چې طالبانو په افغانستان کې پر رسنیو سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
په افغانستان کې رسنیز فعالیتونه سانسور شوي او جلاوطنه رسنۍ د بیان ازادۍ د بې پرې خبرونو وړاندې کولو یوازینۍ مرجع ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال لپاره کانګرس ته په خپل بودیجوي وړانديز کې د دفاع او کورني امنیت بوديجه زياته کړې. نوموړي د غيري دفاعي فدرالي لګښتونو لپاره د ۱۶۳ ملیارد ډالره کمولو غوښتنه کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د (غويي ۱۲مه) د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د خپلي ادارې وړانديز شوې بوديجه وړاندې کړه، چې غيري دفاعي فدرالي لګښتونو لپاره یې د ۱۶۳ میلیارد ډالرو کمولو غوښتنه کړې او په ورته وخت کې يې د دفاع او کورني امنیت بودیجه زياته کړې.
د سنا د تخصیصاتو کميټې مشرې سوزان کولینز په یو لیک کې د بوديجې او اداري چارو دفتر مشر رسل ووټ ته ویلي، چې دغه وړانديز له دفاعي پرته اختیاري لګښتونو کې ۲۲.۶ سلنه یعني ۱۶۳ میلیارده ډالره کمښت لري.
دا پلان د کورني امنیت وزارت لپاره نږدې ۶۵ سلنه د بوديجې د زياتوالي وړاندي کوي، چې د ټرمپ د ډله ييز اخراج اجنډا او دپولې د خوندي کولو هڅو ملاتړ لپاره ۱۷۵ میلیارد ډالره ځانګړي شي.
د دفاع وزارت به ۱.۰۱ تریلیونه ډالره ترلاسه کړي څو پوځ بیا پیاوړی او په هند ارام سمندر کې د چین د فعالیتونو مخه ونیسي او د امریکا دفاعي صنعتي بنسټ ته نوې انرژي ورکړي.
په وړاندیز کې د راتلونکي نسل د توغندیو دفاع، نوي جنګي الوتکو او د خدماتي غړو لپاره د معاشونو ۳.۸ سلنه زیاتوالی شامل دي.
د بودیجې او اداري چارو د دفتریوه چارواکي خبریالانو ته ویلي چې دا د ۲۰۱۷ راهیسې تر ټولو لږ غیر دفاعي لګښتونه دي.
د بودیجې وړاندیز دا هم کوي چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) جوړښت دې د بهرنیو چارو وزارت تر ادارې لاندې راوستل شي، او بودیجه دې يې۲.۵ میلیارد ډالرو ته کمه شي.
دغه وړاندیز په ناسا کې هم ستر بدلونونه راولي، چې پکې بودیجه نږدې ۲۵ سلنه کمه شوې او ۱۸.۸ میلیاردو ډالرو ته راټیټه شوې ده.
همداراز له نړیوالو طبعي پېښواو کډوالو سره د مرستې بودیجه کې هم له ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیات کمښت راغلی او دا پیسې به د یوه نوي بشرپاله حسابته واړول شي چې د ولسمشر له بهرني سیاست سره همغږې وي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هند ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که هند د اوبو د بندولو لپاره کوم جوړښت جوړ کړي، نو پاکستان به هغه ویجاړ کړي.
خواجه اصف ویلي، د سند طاس تړون نه سرغړونه آسانه نه ده، دا به د پاکستان پر ضد د جګړې اعلان وي. د نوموړي په وینا که دا تړون مات شي، نو پاکستان به د یاد جوړښت پر ضد برید وکړي.
نوموړي پاکستاني رسنۍ جیونیوز سره خبرو کې زیاته کړه چې هند د پهلګام پېښې په تړاو هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د دفاع وزیر دا هم وویل چې د امریکا مرستیال ولسمشر هند ته د "فېس سیونګ" یا ځان ژغورنې یوه موقعه ورکړې، خو که هند د دې موقعې څخه د استفادې هڅه وکړي، نو موږ به یې رسوا کړو.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اسراییل د امنیت شورا د غزې په تړانګه کې د پوځي عملیاتو د پراخېدو طرحه تصویب کړې ده. دغه اقدام د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اسراییلي پوځ د لوی درستیز ایال زمیر له څرګندونو وروسته شوی دی.
اسراییلي چارواکو د جمعې په ورځ (مې ۲مه) ټینګار کړی چې د په غزه کې روان عملیات به د یرغملشویو کسانو تر خوشېکېدو او حماس د ګواښونو تر ختمېدو پورې دوام ولري.
یوه لوړپوړی اسراییلی امنیتي چارواکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، Ynet په نوم یوې رسنۍ ته وویل: «تر هغه چې حماس زموږ برمتهشوي کسان خوشې نه کړي، پوځي عملیات به لا پراخ شي.» ویل کېږي چې لا هم شاوخوا ۵۹ برمتهشوي کسان د حماس په ولکه کې دي او د هغوی له ډلې یوازې ۲۴ کسان ژوندي پاتې.
د اسراییل لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د اسراییل موخه په غزه کې «د حماس بشپړ ماته» ده. هغه وویل: «په جګړه کې د نهايي موخې بریا ده او دغه بریا یواځې هغه وخت ترلاسه کېږي کله چې زموږ دښمن په بشپړه توګه مات شوی وي.»
ورته مهال، د بشري حقونو بنسټونو د وضعیت د خرابېدو او خوړو، درملو او بشرپاله مرستو ته د محدود لاسرسي په تړاو خبرداری ورکړی دی. د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو ویلي چې د مرستو د لاریو د ننوتلو محدودیتونه او د روغتونونو، ښوونځیو او د اوبو د اسانتیاوو په څېر مهمو زیربناوو په نښه کول، بشري ناروین بېساري کچې ته رسولی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، د اسراییل لومړي وزیر دفتر د دې راپورونو په تړاو له څرګندونې ډډه کړې، خو رسمي سرچینو منلې چې دا پرېکړه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وروستۍ شي. ځیني اسراییلي سیاسي شنونکي وايي چې دا پرېکړه ښایي له سیمهییزو منځګړو سره پر غېرمستقیم مذاکراتو د فشار ډېرېدو لپاره شوې وي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په سیمه کې د مارچ میاشتې د اوربند له ختمېدو وروسته پوځي فشار مخ پر زیاتېدو دی او د سولې مذاکراتو پر وړاندې یو وار بیا خنډونه لیدل کېږي.
د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د اسراییلي ځواکونو په غزه کې د خوندي سیمو جوړولو ته دوام ورکړی دی. دا سیمې په عملي توګه د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو لامل شوي او اوس د دې ۲.۳ مېلیوني سیمې ډېری وګړي د غزې په مرکزي او ساحلي سیمو کې راټول شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اسراییل او حماس د جګړې له پیله تر اوسه پورې په غزه کې لږترلږه ۵۲ زره ۴۱۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۸۰ زره ۹۱ ټپیان شوي دي.
