د قابلو نړۍواله ورځ؛ سږکال په دغه ورځ په افغانستان کې د قابلګۍ ښوونیز مرکزونه تړلي دي

نن (د مئ ۵مه) د قابلو نړۍوالې ورځې سره سمون لري. که څه هم نړۍ دغه ورځ د قابلو په ستاینې او هڅوونې سره نمانځي؛ خو افغانستان سږکال دغه ورځ داسې مهال نمانځي، چې د نجونو لپاره د قابلګۍ ټول ښوونیز مرکزونه تړلي دي.
په نړۍ کې (د مئ ۵مه) هر کال د قابلو نړۍواله ورځ نمانځل کېږي؛ څو د هغو مېلیونونو ښځو هڅې وستایل شي، چې د مېندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره خپل عمرونه وقفوي.
خو په افغانستان کې او په تېره واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نه یوازې دا چې دغه ورځ نه ده نمانځل شوې؛ بلکې د دغې ډلې لهخوا پر قابلو لګېدلي محدودیتونه هم زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې سږکال به افغانستان د قابلګۍ په برخه کې فارغانې ونلري، چې د راروانو کلونو لپاره یې د روغتیایي بنسټونو سختې اندېښنې راپارولې دي.
خو هغه قابلې چې اوسمهال په دندو بوختې دي او یا د طالبانو تر راتګ وړاندې په دندو بوختې وې؛ د سختو ننګونو سره مخ دي.
په دغه راپور کې د افغانستان له ځینو برخو قابلو سره د دوی د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.
په ننګرهار کې د غني خېلو د روغتیایي کلستر یوه قابله نوریه افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خپلو خبرو کې وایي:« قابله یوه مسلکي روغتیاپاله ده، چې د مېندوارۍ، زېږون او له زېږون وروسته د مېندو او ماشومانو روغتیا ته ژمنه ده. دغه مسلک یوازې یو فن نه؛ بلکې د خدمت، ژغورنې او انساني مهربانۍ استازیتوب کوي.»
نوریه وایي:« په افغانستان کې د قابلو د مسلک ارزښت له نړۍوال معیار سره په تضاد کې دی. دلته قابله یوازې د زېږون همکاره نه، بلکې له مړینې څخه د ژغورنې وروستۍ هیله ګڼل کېږي؛ خو له بده مرغه پر ښځو د طالبانو لهخوا د کار بندیز او نورو ټولنیزو محدودیتونو زموږ چارې له سترو خنډونو سره مخ کړې دي.»
له بل پلوه نن سبا په افغانستان کې د قابلو د روزنې امکانات کم او کاري شرایط هم سخت شوي دي او ډېری یې یوازې د محرم سره روغتیايي مرکزونو ته د تګ اجازه لري، چې دغو ناوړه شرایطو په کلیوالو سیمو کې د ښځینه قابلو حضور له ستونزو سره مخ کړی دی.
د فراه ولایت اوسېدونکې فرشته چې د قابلګۍ په برخه کې یې زدهکړې کړې دي او اوسمهال په یوه دولتي روغتون کې دنده لري وایي:« زه د شپې لهخوا په پټه د ناروغانو کورونو ته ځم؛ ځکه زه د ورځې لهخوا د محرم پرته له کوره نشم وتلای. خو زه پوهېږم که زه دغه ناروغانو ته ورنشم؛ نو ښایي دغه مېندواره مېرمن یا ماشوم به ومري.»
د غزني ولایت انګوري سیمې یوه بله قابله فاطمه افغانستان انټرنشنل ته وایي:« د قابلو لپاره تنخوا ډېره کمه، وسایل محدود او کار بې ارزښته شوی دی.»
هغې وویل، چې دوی له ورځني فشار، اوږدو کاري ساعتونو، رواني ستړیا، او نامناسبو شرایطو سره کار کوي؛ خو بیا هم نه تسلیمېږي او د ژوند ژغورنې مبارزې ته دوام ورکوي.
بل خوا بیا ګڼې قابلې او روغتیاپالانې د کار له نشتوالي سر ټکوي، چې د افغانستان په لرو پرتو او ان ځينو ښاري سیمو کې دوی ته اړتیا لیدل کېږي؛ خو د دغو اړتیاوو سره، سره دوی بیا هم بې دندې دي.
د زابل ولایت اوسېدونکې سیما وایي:« قابلګي مې ولوستله، ما ویل چې دنده به واخلم او خدمت به وکړم. څه موده مې له یوې موسسې سره کار وکړ؛ خو اوس دوه کاله وشول، چې بې دندې یم او په کور ناسته یم.»
د ۲۰۲۳ کال د یوې څېړنې له مخې؛ په افغانستان کې ټولټال ۳۶ زره ښځينه قابلې شته چې ۷۰ سلنه یې بې روزګاره دي.
دغه وزارت په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د نږدې شپږ نیم زره نوي روغتیايي پرسونل د استخدام پروسه پر مخ بېولې چې له دې ډلې د قابلو او روغتیاپالانو په ګډون ۵۰ سلنه یې ښځې دي او د دوی د روزنې او ظرفیت لوړنې لپاره هم پر بېلابېلو پروګرامونو کار روان دی او روغتیايي اړتیاوو ته په کتو به ستونزې حل کړي.
خو سره له دې ټولو ننګونو په افغانستان کې قابلوو د تسلیمۍ پر ځای مبارزه غوره کړې ده.
پرمینه چې د خوست ولایت په یوه خصوصي روغتون کې د قابلې دنده لري افغانستان انټرنشنل ته یې وویل:« د افغان قابلو پیغام ډېر سپېڅلی دی، موږ د ښځو لپاره د تعلیم حق غواړو او په کاري برخه کې خوندي چاپېریال، وسایل، ملاتړ او د درناوي غوښتونکې یو.»
هغه زیاتوي:« موږ نه غواړو، چې زموږ غږ خاموشه شي؛ ځکه چې زموږ کار له مرګ څخه د ژوند ژغورل دي.»
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال زرګونه نجونې د قابلګۍ او د طب د نورو څانګو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر لوړو زدهکړو بوختې وې؛ خو په هېواد کې د طالبانو بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته د دغې ډلې لهخوا د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځیو ته پر تګ بندیز ولګېده او له څه مودې تېرېدو وروسته یې نجونې له پوهنتونونو او طبي زدهکړو هم بې برخې کړې.