د پاکستان لومړي وزير د ملي امنیت بېړنۍ غونډه رابللې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر دغه هېواد د هند له بریدونو وروسته د ملي امنیت کمېټې بېړنۍ غونډه رابللې. پاکستاني رسنيو ویلي، چې په دې ناسته کې د وسله والو ځواکونو مشران، د استخباراتو چارواکي او یو شمېر نور امنیتي مسولين هم حاضر وه.

په غونډه کې د لومړنيو تدابیرو، د هند د بريد ارزونې او د پاکستان د غبرګون په اړه خبري شوي.