• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ او مېلیارډر ترمنځ ناندرۍ؛ لفظي شخړې لا زور واخیست

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ټېسلا شرکت اجراییوي رییس اېلن ماسک ترمنځ قوي لفظي شخړې زور اخیستی دی. ټرمپ ماسک ته خبرداری ورکړی چې صبر یې پای ته رسېدلی او د هغه له شرکتونو سره به دولتي قراردادونه له‌منځه یوسي.

دې سره جوخت اېلن ماسک د امریکا ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي، د ټرمپ نوم د اپستین په جنجالي قضیه کې چې جنسي ځورونې پورې اړه لري، یاد شوی دی.

د نړۍ د یوه ځواکمن ولسمشر او د یوه لوی مېلیارډر ترمنځ د دې ناندریو په ترڅ کې د ټېسلا شرکت د ونډو ارزښت په ناڅاپي ډول ۱۷ سلنه ته لوېدلی دی.

ماسک د ټرمپ پخوانی ملاتړکوونکی و او د نوموړي په ټاکنیز کمپاین کې یې تر ۲۵۰ مېلیونه ډېر ډالر لګولي، خو اوس د هغه یو سخت انتقادکوونکی ګرځېدلی دی. د ټېسلا مشر د ټرمپ د مالیې قانون «ناسم او له غېرضروري امتیازاتو ډک» بللی چې په وینا یې، دا نور نه‌شي کولای دا وزغمي.

د متحده‌ایالتونو ولسمشر د نړۍ لوی شتمن په ځواب هغه ته د «لېوني» خطاب او ګواښ کړی چې د ماسک له شرکتونو سره به لوی دولتي قراردادونه له منځه یوسي. د ټرمپ په وینا، د ماسک د څرګندونو «حیران» کړی دی.

ټرمپ د جرمني له لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ سره د لیدنې پر مهال زیاته کړې چې پخوا یې له اېلن ماسک سره ښې اړیکې لرلې، خو اوس ډاډه نه دی چې دا اړیکې به دوام وکړي او که نه.

ټرمپ وویل: «ما او ماسک ښې اړیکه لرې، خو نه پوهېږم چې دوام به وکړي او که نه. هغه زما په اړه ډېرې ښې خبرې کړي، شخصاً خو یې لا تر اوسه بد نه دي ویلي، خو ښایي ژر یې ووایي. زه ترې ډېر ناهیلی یم. ما له هغه سره ډېرې مرستې کړې دي.»

د ټرمپ له څرګندونو سره هم‌مهاله، د ټېسلا شرکت مشر اېلن ماسک په خپله اېکس‌پاڼه کې پر هغه توندې نیوکې وکړې او ویې لیکل: «که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای. دا ډېره بې‌قدري ده.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اوکرایني ځواکونو د روسیې د توغندیزې لېوا هدفونه ویشتي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۱۲ GMT+۱

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وايي، چې د جون په ۵مه نېټه اوکرایني ځواکونو د روسیې د بریانسک ولایت د کلینڅي ښار ته نږدې د روسیې د توغندیزو ځواکونو پر یوې نقطې توغندیز برید کړی دی.

په دغه برید کې د راپورونو له مخې، یو "اسکندر" ډوله توغندويي لانچر (توغندې‌ویشتونکی) بشپړ له منځه وړل شوی او دوه نور یې سخت زیانمن شوي دي. یاد هدف د روسیې د ۲۶مې توغندیزې لوا برخه و، چې د اوکراین پر خاوره د برید هڅه یې کوله، احتمالا هدف‌یې د کییف ښار و.

په خبرپاڼه کې راغلي:"دغه هدفونه د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو او امنیتي خدماتو د همغږو عملیاتو او موثرې کشفي استخباراتي چارې له لارې وویشتل شول."
د لوی درستیز د دفتر په وینا، په دې برید کې هیڅ ملکی تلفات نه‌دي رامنځته شوي، او د روسي ځواکونو د زیانونو ارزونه لا روانه ده.

یادونه باید وشي چې "اسکندر" د روسیې یو لنډ واټن لرونکی بالستیک توغندویي سیستم دی، چې د پوځي او بنسټیزو تاسیساتو پر ضد د دقیقو بریدونو لپاره کارول کېږي.

د ماسک سیاسي خبرداری: د منځنۍ طبقې غږ باید واورېدل شي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۱

د ټکنالوژۍ میلیاردر ایلن ماسک په خپل ټولنیز پلاتفورم ایکس کې پوښتنه راولاړه کړې چې "ایا دا وخت نه دی رسېدلی چې په امریکا کې یو نوی سیاسي ګوند جوړ شي، چې د منځنیو ۸۰ سلنه خلکو استازیتوب وکړي؟"

دا څرګندونې له هغه وروسته راځي چې ماسک د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بودیجوي لایحې مخالفت وکړ، او دواړو پر یو بل لفظي نیوکې تبادله کړې.

ماسک په ایکس لکلي: "ایا دا وخت نه دی رسېدلی چې په امریکا کې داسې یو نوی سیاسي ګوند جوړ شي، چې رښتیا هم د منځنیو ۸۰ سلنه خلکو استازیتوب وکړي؟"

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو چې له ماسک نه ناامیده دی، خو ماسک غبرګون کې لیکلي: "که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای. دا ډېره بې‌قدري ده."

شنونکي دا اختلاف د احتمالي سیاسي بدلون نښه بولي.

ایراف: ایران له افغانستان سره د دېوال جوړونې پروژه جدي څاري

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۱

ایران د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د خپلو پولو په اوږدو کې د دېوال جوړول پیل کړي دي. دا پروژه چې کلونه وړاندې پېل شوې، اوس د ایراني چارواکو له‌خوا په ډېر جدي توګه څارل کېږي.

د ایراف وېب‌پاڼې راپور پر بنسټ، د پاکستان او افغانستان له پولو سره د ایران په سرحدي دېوال کې اغزن تار، کانکریټي دېوالونه،امنیتي کېمرې، سینسرونه او پر نوې ټېکنالوژۍ سمبال نور شامل دي.

د دېوال د جوړېدو ډېره برخه د ایران په ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې ده؛ هغه سیمه چې ایراني چارواکي وايي، «له افغانستان نه ایران ته د نشه یي توکو د قاچاق یوه لویه لاره ده.»

که څه هم د ایران حکومت دا پروژه د امنیت د ډاډمنتیاپر لور یو مهم ګام ګڼي، خو یو شمېر ډلو او مدني ټولنو په سرحدي سیمو کې د انساني او ټولنیزو اړیکو د محدودولو په توګه دا اقدام غندلی دی.

د ایراف په راپور کې راغلي چې ایراني چارواکي له اقتصادي پلوه، د دغه دېوال د جوړېدو لګښت د لویو زیانونو د مخنیوي لپاره د پانګونې په توګه بولي. د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر مجیدمیر احمدي په وینا، هرکال تر ۲۰ مېلیارد ډالرو ډېر توکي دغه هېواد ته یا بهر قاچاق کېږي. هغه وايي چې د دې ناورین د مخنیوي لپاره د دېوال جوړونې په ګډون جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، د دې پروژې لپاره شاوخوا ۳ مېلیونه یورو بودیجه ځانګړې شوې چې د ایران وسله‌والو ځواکونو ته په اختیار کې ورکړل شوې ده. د ایران پوځ او سپاه‌پاسدرانو ترمنځ د دې پروژې د دندو وېش هم بشپړ شوی او د ایراني چارواکو په وینا، کار په منظم ډول روان دی.

په غزې کې د دوو اسراییلي-امریکایي یرغمل‌شویو مړي موندل شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱

اسوشيټېدپرېس د راپور له‌مخې، اسراییلي پوځ د غزې سوېل ته څېرمه په خان یونس سیمه کې د دوو اسراییلي-امریکایي یرغمل‌شویو مړي موندلي دي. ۷۰ کلنه جوډیت وېنسټاین او ۷۲ کلن ګاد هاګي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس په برید کې وژل شوي دي.

ویل کېږي چې دا کسان د «کبوتص نیر عوز» په نوم سیمه کې اوسېدل او د سهار د ګرځېدو پر مهال د حماس وسله‌والو له برید سره مخ شوي دي. په راپور کې راغلي چې وېنسټاین تر خپل مرګ دمخه بېړنيو خدماتو او خپلې کورنۍ ته خبر ورکړی و.

د یادونې ده چې د حماس‌ له‌خوا پر اسراییل اکټوبر ۷مې په برید کې، دې ډلې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییل ووژل او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل. شاوخوا ۵۶یرغمل شوي کسان لا هم له حماس سره په بند کې دي چې ویل کېږي درېیمه برخه یې ژوندي دي.

همداراز پر غزې د اسراییل د برید په ترڅ کې تر دې دمه تر ۵۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۲۰ زرو ډېر تپیان دي. همداراز، د غزې د دوه مېلیونه نفوس چې نږدې ۹۰ سلنه کېږي، بی ځایه شوي او د دې سیمې لویه برخه ویجاړه شوې ده.

د ځواک او شتمنۍ ټکر؛ ټرمپ او ماسک پر بودیجوي پلان سره وران شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۱

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پر خپل پخواني نږدې ملګري، اېلن ماسک، سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د هغه د عامه مخالفت له امله "خورا ناامیده" شوی دی. ماسک د ټرمپ د مالي اصلاحاتو له پراخې لایحې سره مخالفت کړی، چې د هغه د اقتصادي اجندا اصلي محور بلل کېږي.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې وویل: "ما او اېلن ښه اړیکه لرله، خو نه پوهېږم چې اوس به هم داسې پاتې شي که نه. ده زما په اړه ډېر ښایسته خبرې کړي، شخصاً خو یې لا تر اوسه بد نه دي ویلي، خو ښایي ژر یې ووایي. زه ترې ډېره ناامیده یم. ما له هغه سره ډېرې مرستې کړې دي."

د ټرمپ له څرګندونو سره هم‌مهاله، د ټسلا شرکت مشر اېلن ماسک په خپل ټولنیز پلاتفورمایکس پر ټرمپ نیوکې وکړې او ویې لیکل: "که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای. دا ډېره بې‌قدري ده."

د ماسک نیوکو د ټسلا شرکت د ونډو ارزښت هم اغېزمن کړ؛ د شرکت ونډې ۹ سلنه راښکته شوې چې دا د فبرورۍ له پایه راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.

د دې لفظي نښتې شدت وښوده چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن سړی (ټرمپ) او تر ټولو شتمن کس (ماسک) تر منځ اختلاف اوس علني بڼه غوره کړې، وروسته له هغه چې د دوی تر منځ د شخړې ګنګوسې اونۍ‌ مخکې پيل شوې وې.