
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پر خپل پخواني نږدې ملګري، اېلن ماسک، سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د هغه د عامه مخالفت له امله "خورا ناامیده" شوی دی. ماسک د ټرمپ د مالي اصلاحاتو له پراخې لایحې سره مخالفت کړی، چې د هغه د اقتصادي اجندا اصلي محور بلل کېږي.
ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې وویل: "ما او اېلن ښه اړیکه لرله، خو نه پوهېږم چې اوس به هم داسې پاتې شي که نه. ده زما په اړه ډېر ښایسته خبرې کړي، شخصاً خو یې لا تر اوسه بد نه دي ویلي، خو ښایي ژر یې ووایي. زه ترې ډېره ناامیده یم. ما له هغه سره ډېرې مرستې کړې دي."
د ټرمپ له څرګندونو سره هممهاله، د ټسلا شرکت مشر اېلن ماسک په خپل ټولنیز پلاتفورمایکس پر ټرمپ نیوکې وکړې او ویې لیکل: "که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای. دا ډېره بېقدري ده."
د ماسک نیوکو د ټسلا شرکت د ونډو ارزښت هم اغېزمن کړ؛ د شرکت ونډې ۹ سلنه راښکته شوې چې دا د فبرورۍ له پایه راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.
د دې لفظي نښتې شدت وښوده چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن سړی (ټرمپ) او تر ټولو شتمن کس (ماسک) تر منځ اختلاف اوس علني بڼه غوره کړې، وروسته له هغه چې د دوی تر منځ د شخړې ګنګوسې اونۍ مخکې پيل شوې وې.

په پاکستان کې د امریکا ويزو ته په تمه افغانې کورنۍ ځانونه دوکه شوي ګڼي او هيله لري، چې د امریکا حکومت به یې د ژوند د خوندیتوب لپاره غږ اوري. د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې سږ کال اټکل کړی، چې شاوخوا له ۱۰ زره څخه تر ۱۵ زره افغانان په پاکستان کې د وېزو د پروسس په تمه دي.
رويټرز خبري اژانس د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو کورنيو سره خبرې کړي، چې امریکا ته د تګ لپاره يې اوږد انتظار ايستلی.
رويټرز ویلي، چې له دې جملې د افغان ښځو د حقونو مدافع ۵۷ کلنه فاطمه په پاکستان کې د امریکا وېزې ته په بې صبرۍ انتظار باسي.
دا هغه مهال ناهیلې شوه کله، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانان هم د هغو خلکو په ډله کې شامل کړل، چې امریکا ته پر تلو پرې بندیز ولګېد.
هغې د افغانستان په مرکز کې څو لسیزې د امریکا د تمويلېدونکو پروژو سره کار وکړ؛ خو اوس مجبوريږې، چې بیا وطن ته واستول شي.
فاطمه د خونديتوب او د لور د راتلونکي په اړه اندېښنه لري، چې ښوونځي ته هم نشي تلای.
هغې رويټرز اژانس ته ویلي: « له بدمرغه ولسمشر ټرمپ چې کومې پرېکړې وکړې، زموږ ټولې هيلې او باورونه یې په خاورو بدل کړه»
دا غواړي د امنیتي دلایلو له مخي يې یوازې نوم فاطمه خپور شي.
ټرمپ د چهارشنبه په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هیوادونو وګړې امریکا ته د ننوتلو څخه منع کړي.
هغه ویلي، چې دا اقدام د «بهرنيو ترهګرو» او نورو امنیتي ګواښونو څخه د ساتنې لپاره اړین و.
فاطمې په خپلو خبرو کې زياته کړې: «موږ القاعده نه يو، موږ هغه خلک یو، چې مبارزه مو کړې، خپل ځوانان، خپل قوت، خپله فزيکي انرژي، خپل غږونه، هر څه مو د یوه سوله ييز ملت د خوب لپاره ورکړه، دیو داسي هېواد لپاره چې انسان وکولی شي ازاده ساده واخلي. موږ د ناټو ځواکونو تر څنګ ودرېدو.»
هغې په خپلو خبرو کې دا هم وویل: «او نن چې امریکا موږ یوازې پرېږدي، دا یوازې یوه غمجنه خبره نه ده، دا تباه کوونکې ده. دا زموږ لپاره د زياتې ناامیدۍ سرچینه ده.»
د متحدینو لپاره د مرستې ژمنه
په ۲۰۲۱ کال کې کله چې طالبانو کابل ونیوه، د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه په ګډوډۍ کې ووتل، نو لوېدیځو هیوادونو ژمنه وکړه، چې د هغو افغانانو سره، چې د دوی لپاره یې کار کاوه مرسته به وکړي؛ خو دا مهال ډېری افغانان ناهيلي شوي دي.
هغه وخت ولسمشر جو بایډن ژمنه وکړه چې له «افغان متحدینو» سره به مرسته وکړي او هغه د P-2 په نوم یو پروګرام معرفي کړ، چې له مخې یې هغه افغانان چې ځانګړي شرایط یې پوره کړي د کډوالو په توګه امریکا ته ومنل شي.
د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې سږ کال اټکل کړی، چې شاوخوا له ۱۰ زره څخه تر ۱۵ زره افغانان په پاکستان کې د وېزو د پروسس په تمه دي.
په دې کې هغه کسان هم شامل دي، چې د ځانګړې کډوالۍ وېزې (ايس ای وي) لپاره یې درخواست کړی و.
فاطمې هیله نه لرله، چې یو وخت به هېواد پرېږدي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره دې د ښځو د حقونو د يوې مخکښې مشرې په توګه احساس کړه، چې پرته له وتلو بله لاره نه لري.
د امریکا حکومت هغې ته ویلي، چې وېزې د پروسس لپاره دې بل هېواد ته ولاړه شي، هغې د ډېرو نورو افغانانو په څېر ګاونډ پاکستان انتخاب کړ.
فاطمې بالاخره یو خبر تر لاسه کړ، چې د خپلې کورنۍ پاسپورټونه باید واستوي، ترڅو د جنورۍ میاشتې لپاره د الوتنې تیاری وشي؛ خو په همدې مياشت کې ولسمشر ټرمپ پرېکړه وکړ، چې د کډوالو پروسس ودروي.
د ټرمپ دې اعلان د فاطمې په څېر د ګڼو افغانانو پلان ګډوډ وکړ، د هغې په خبره، چې بیا تر اوسه د امریکا له چارواکو یې هيڅ خبر نه دی ترلاسه کړی.
په همدې وخت کې پاکستان یو ځل بیا د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی.
دا حالت هغو افغانانو ته چې امریکا د وېزې د پروسس په تمه دي، دومره وېرونکی شوی چې ان له کوره د وتلو ویره لري، هسې نه چې پولیس یې ونیسي.
طالبانو، چې ښځې یې له محرم پرته له سفر کولو او نجونې یې له منځني ښوونځي څخه منع کړي وایي، چې «دوی د اسلامي شریعت د تفسیر سره سم د ښځو حقونو» ته درناوي کوي.
د ټرمپ ادارې د امریکا پوځ لپاره په منځني ختیځ، افریقا او اروپا کې د نوو لوړپوړو پوځي مشرانو نوماندۍ اعلان کړې، چې پکې د ناټو لپاره نوی ستر قوماندان هم شامل دی.
د پنجشنبې په ورځ، د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټاعلان وکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوايي ځواک جنرال الکس ګرینکویچ د ناټو د نوي مشر په توګه نومولی دی. دا ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې ځینو راپورونو څرګنده کړې وه، ممکن امریکا د ناټو مشري پرېږدي.
هېګسېت وویل چې ناټو د ګرینکویچ د ټاکلو سره موافقه کړې او هغه به د ناټو د ستر متفق مشر په توګه دنده ترسره کړي. نوموړی همداراز د اروپایي قوماندانۍ (EUCOM) لپاره هم نوماند شوی دی.
الکس ګرینکویچ دا مهال په پنټاګون کې د عملیاتو د ګډې ادرې مشر دی، او مخکې یې د امریکا د هوايي ځواک د منځني ختیځ قوماندانۍ مشري کړې ده.
په جلا توګه، هېګسېت وویل چې ټرمپ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مرستیال مشر براد کوپر د دې قوماندانۍ د مشر په توګه نومولی دی. کوپر به یوازې دویم بحري افسر وي چې دسینټکاممشري کوي. دا قومانداني د امریکا په مشرۍ د منځني ختیځ پوځي ماموریتونه رهبري کوي.
همداراز، ولسمشر ټرمپ ډاګوین اندرسن چې دا مهال د ګډو ځواکونو د پرمختیا مشر دی، د افریقا قوماندانۍ (AFRICOM) د مشر په توګه نومولی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له هند سره د شملې تړون نه مني او اوس د کشمیر د کنټرول کرښه بېرته د ۱۹۴۸ کال د اوربند کرښې حیثیت خپلوي.
د پاکستان دفاع وزیر له یوه پاکستاني ټلویزیون جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د شملې تړون له ختمېدو وروسته کنټرول کرښه «LOC» اوس یوازې اوربند کرښه ده.
نوموړي ویلي، چې د شملې تړون د دوو هېوادونو ترمنځ شوی او په دغه تړون کې نړیوال بانک یا کوم بل درېیم اړخ شامل نه و.
اصف ویلي، د هند له خوا پر پاکستان بریدونو د شملې تړون ارزښت پای ته رسولی دی.
اصف ویلي:«د شملي تړون ټولې مادې پای ته رسېدلې او له جګړې وروسته چې کوم تفاهمونه شوي دي، هغه نور هیڅ ارزښت نه لري. موږ بېرته د ۱۹۴۸ وضعیت ته روان یو، هغه وخت دا مسله د اوربند کرښې په توګه مطرح وه.»
نوموړي ویلي، که د هند او پاکستان ترمنځ حالات همداسې دوام پیدا کړي، نو تړونونه به هیڅ ارزښت ونه ولري.
پر همدغه مهال نوموړي د دواړو هېوادنو ترمنځ د اوبو پر سر شخړو په اړه ویلي، چې د سند تاس اوبو تړون څخه هېڅ هېواد په خپلسري ډول نه شي وتلی او د دغه تړون اړوند هر ډول اقدامات باید دوه اړخیز وي.
هندله فرانسې وروسته یوازینی هېواد دی، چې د رافایل جنګي الوتکو تنه او ځینې برخې به له دې وروسته پکې جوړیږي. د فرانسې داسولټ ایوییشن او د هند ټاټا شرکت ترمنځ د یوه تړون له مخې، ټاټا به په حیدراباد کې یو مخکښ او عصري تولیدي مرکز جوړوي، چې د رافایل الوتکو کلیدي برخې به پکې تولیدیږي.
د انډیا ټایمز د رپوټ له مخې، تمه ده چې د حیدراباد له کرښې نه به لومړنۍ تنې د ۲۰۲۷–۲۸ مالي کال په جریان کې تولید شي. دا فابریکه به د هند او د رافایل د نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره کوي.
هند دا مهال ۳۶ رافایل جنګي الوتکې لري او د هند سمندري ځواک به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۶ نورې رافایل میرین الوتکې ترلاسه کړي.
دا تړون د ټکنالوژۍ انتقال، د ساتنې اسانتیاوې او د تولیدي تاسیساتو جوړولو برخې هم لري.
د فرانسې او هند تر څنګ، دا جنګي الوتکې په مصر، قطر، متحده عربي امارات، یونان، اندونیزیا، کروشیا او سربیا کې هم کارېږي یا ورته سپارل شوې دي.
داسولټ ایوییشن او ټاټا د رافایل جنګي الوتکود تنې جوړولو لپاره څلور تړونونه لاسلیک کړي دي.
د داسولټ ایوییشن رییس او اجرایه رییس اریک تراپیر ویلي، « دا لومړی ځل دی چې د رافایل فیوزلاژونه به له فرانسې نه بهر جوړېږي».
د ټاټا اجرایوي ریس او مدیر سوکرن سنګ ویلي، چې «دا همکاري د هند د هوا فضا په سفر کې یو مهم پړاو دی».
هند داسې مهال دا تړون لاسلیکوي، چې له پاکستان سره یې په څو ورځنۍ جګړه کې د خپلو الوتکو پر غورځېدو اعتراف کړی او ویل کیږي په دې کې رافایل الوتکې هم شاملې دي.
د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په ګودر سیمه کې د اوبو یوې څاه د کارولو په سر د دوو ګاونډیانو په شخړه کې د یوې ښځې او دوو وروڼو په ګډون ۴ کسه وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا؛ د شخړې پرمهال د دواړه خواوو ترمنځ ډزې تبادله شوې، چې پکې درې کسان ووژل شول او یوه مېرمنه سخته ټپي شوه.
پولیس وایي، ټپي شوې مېرمنه د درملنې لپاره د جمرود روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو هغې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
پولیسو زیاتوي، چې په دغه پېښه کې ښکېل کسان له سیمې څخه په تېښته بریالي شول؛ خو دوی د دغه کسانو د نیولو په اړه پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.