• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د یوې څاه په سر شخړه کې د یوې ښځې په ګډون ۴ کسه وژل شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په ګودر سیمه کې د اوبو یوې څاه د کارولو په سر د دوو ګاونډیانو په شخړه کې د یوې ښځې او دوو وروڼو په ګډون ۴ کسه وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا؛ د شخړې پرمهال د دواړه خواوو ترمنځ ډزې تبادله شوې، چې پکې درې کسان ووژل شول او یوه مېرمنه سخته ټپي شوه.

پولیس وایي، ټپي شوې مېرمنه د درملنې لپاره د جمرود روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو هغې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو زیاتوي، چې په دغه پېښه کې ښکېل کسان له سیمې څخه په تېښته بریالي شول؛ خو دوی د دغه کسانو د نیولو په اړه پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سعودي عربستان کې د حاجیانو د عرفاتو مراسم نن ترسره کېږي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۱

په سعودي عربستان کې د حج تر ټولو مهم رکن، د عرفاتو مراسم نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۵مه) ترسره کېږي. حاجیان به نن د عرفات په میدان کې د حج خطبه واوري.

د منا څخه عرفات ته د حاجیانو تګ د سهار لمانځه وروسته پیل شوی او لاهم دوام لري.

د عرفات په میدان کې راټول شوي حاجیان به د لمر لوېدو سره سم د مزدلفې په لور حرکت وکړي او شپه به هلته تېره کړي؛ دا د حج مناسکو ادا کولو درېیم پړاو دی.

دغه حاجیان به سبا جمعه چې په عربستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، منی ته ځي چې (یوم النحر) یا د قربانۍ مناسک ادا کړي، له هغه وروسته به حاجیان په جمرات کې شیطان ولي او له هغه ځایه مسجد حرام ته ځي او د وداع طواف کوي؛ د وداع طواف سره د حج مراسم پای ته رسېږي.

ایران وایي، د هلمند اوبو په تړاو یې طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې ګټورې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د هلمند سیند د حقابې په تړاو له طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې روانې دي او د اوبو د ورتګ کچه د قناعت وړ ده. نوموړې دغه څرګندونې د (غبرګولي ۱۴مه) په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

هغې هیله څرګنده کړې، چې د اوبو په تړاو روانې ډېپلوماټیکو خبرو پایله ورکړې ده.

امیرخان متقي تهران ته د خپل وروستي سفر په لړ کې یاده کړې وه، چې چمتو دي ایران ته د ګاونډیتوب او وروګلوۍ له مخې اوبه ورکړي.

یاد هېواد تر دې دمخه په وار، وار اندېښنه ښوولې وه، چې په سیستان او بلوچستان کې یې بزګر له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

پښتونخوا کې یوې نیا په «زهرو» سره د خپلو درېیو لمسیانو ژوند پای ته ورساوه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا د نوشېره سیمې په «ازاخېل بالا» سیمه کې یوې نیا خپلو درېیو لمسیانو ته «زهرجن مواد» ورکړي، چې له امله یې مړه شوي دي.

د پاکستان اېچ‌ډي ۲۴ ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ (د جون ۴مه) په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ماشومانو پلار بخت‌شېر پولیسو ته خبر ورکړی چې د حریم، مریم او یمن په نومونو د هغه درې ماشومان د زهرجنو موادو د خوړولو له امله مړه شوي دي.
په پیل کې دا پېښه د یوې شکمنې مړینې په توګه ثبت شوې وه، خو وروسته د ماشومانو مور او پلار په محکمه کې شاهدي ورکړې، چې د یادو ماشومانو نیا او د محمدشېر مور شاهین بي‌بي د دغه مسمومیت مسووله بلل شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې د ماشومانو مور ماریا هم همدا ماده خوړلې وه، خو هغه ژوندۍ پاتې شوې ده.
پاکستاني پولیسو د پېښې انګېزه د خواښې او نږور ترمنځ د اوږدې مودې احتمالي شخړه بللې او په وینا یې، شاهین بي‌بي اوس مهال له هغوی سره په بند کې ده او څېړنې ترې روانې دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې دا پېښه ډېره حساسه ده او دوی هڅه کوي څو د شواهدو په کره ارزونې سره عدالت تأمین کړي.

خېبرپښتونخوا په ځانګړې توګه په نوشېره سیمه کې دا ډول پېښې لومړنۍ نه‌دي، بلکې تر دې مخکې هم د کورني تاوتریخوالي او جنايي پېښو په ترڅ کې ګڼ کسان وژل شوي دي.

څه موده مخکې د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې په «نوشېره» سیمه کې یوه سړي خپله ۸۲ کلنه عمرخوړلې مور، یوه خور او یو ورور وژلي او بیا له سیمې تښتېدلی دی.

تر دې وړاندې هم په دې سیمه کې په «ملالۍ» مشهور د لایق‌خان په نوم یو نرښځی د خپل نږدې ملګري له‌خوا وژل شوی و.

طالبانو د لوی اختر په مناسبت له ۱۵۰۰ زيات بنديان خوشې کړل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د لوی اختر په مناسبت يې ۱۵۵۹ بنديان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له زندانونو څخه خوشې کړي دي. دغې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د ۹۵۰ نورو بنديانو د بند موده هم راکمه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا بنديان د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر له زندانونو خوشي شوي او د بند موده یې کمه شوې ده.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا کسان د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشير، پروان، کاپيسا، خوست او نيمروز له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

د طالبانو محکمې د دغو بنديانو د جرمونو او د بند مودې په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

همداراز روښانه نه ده چې ايا بهرني اتباع او سياسي بنديان هم له زندان څخه خوشي شوي دي او که نه.

په غور کې د غوري دورې ۶۰ د سرو زرو تاریخي سکې وموندل شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د غور لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د غوريانو د واکمنۍ د دورې اړوند ۶۰ قیمتي د سرو زرو سکې او یوه کوزه موندل شوې ده. دغه تاریخي توکي د الله‌یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د غور ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحي ویلي چې دا مهم تاریخي توکي د الله‌یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «د سکو د مجموعي ارزښت دقیقه ارزونه لا نه ده شوې، خو له تاریخي اړخه دا یو ارزښتناک کشف دی، چې د غوري تمدن د لا ښه درک زمینه برابرولی شي.»

طالبان وايي، چې دا سکې د غور د استخباراتو ریاست د ځواکونو د هڅو په پایله کې ترلاسه شوې دي او نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته سپارل شوې.

تمه ده یادې تاریخي سکې به اوس د غور ولایت په موزیم کې د عامو خلکو او څېړونکو لپاره نندارې ته وړاندې شي.