سعودي عربستان کې د حاجیانو د عرفاتو مراسم نن ترسره کېږي

په سعودي عربستان کې د حج تر ټولو مهم رکن، د عرفاتو مراسم نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۵مه) ترسره کېږي. حاجیان به نن د عرفات په میدان کې د حج خطبه واوري.

په سعودي عربستان کې د حج تر ټولو مهم رکن، د عرفاتو مراسم نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۵مه) ترسره کېږي. حاجیان به نن د عرفات په میدان کې د حج خطبه واوري.
د منا څخه عرفات ته د حاجیانو تګ د سهار لمانځه وروسته پیل شوی او لاهم دوام لري.
د عرفات په میدان کې راټول شوي حاجیان به د لمر لوېدو سره سم د مزدلفې په لور حرکت وکړي او شپه به هلته تېره کړي؛ دا د حج مناسکو ادا کولو درېیم پړاو دی.
دغه حاجیان به سبا جمعه چې په عربستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، منی ته ځي چې (یوم النحر) یا د قربانۍ مناسک ادا کړي، له هغه وروسته به حاجیان په جمرات کې شیطان ولي او له هغه ځایه مسجد حرام ته ځي او د وداع طواف کوي؛ د وداع طواف سره د حج مراسم پای ته رسېږي.


د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ د کشمیر د کشالې پر سر دې د خبرو منځګړتوب وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت دننه د متحده ایالتونو د «۲۴۹مې کلیزې» په مراسمو کې کړې دي.
شهباز شریف همدا راز د کشمیر پر سر له هند سره د رامنځته شوې کشالې پر سر د اوربند په برخه کې د ټرمپ هڅې وستایلې.
هغه وویل: «ولسمشر ټرمپ د سولې سړی دی او د ګټورو سوداګریزو تړونونو ملاتړی هم دی. هغه ښودلې، چې له شخړو، یخو او ګرمو جګړو سره مخالفت لري».
نوموړي زیاته کړه: «موږ په زغم او حوصلې ځواب ورکړ. موږ د پهلګام پېښې د بېطرفې نړۍوالې څېړنې وړاندیز وکړ؛ خو هند پر موږ برید وکړ. هند باید د کره اسنادو له لارې نړۍوال قناعت کړی وای».
د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ منځګړی واشنګټن
په ورته وخت کې د پاکستان د خلکو ګوند مشر د یوه پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته تللی دی. نوموړي د امریکا مېشتو پاکستانیانو او له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند د ټینګېدو لپاره د پام وړ هڅې کړې دي.
د هغه په خبره: «ټرمپ لږ تر لږه لس ځله یادونه کړې، چې څنګه یې د اوربند لپاره رول لوبولی او دا یې ډېر پر ځای کار کړی. که د هغه هڅې نه وای، اوربند به هېڅکله نه وی شوی».
د هغه په خبره، امریکا باید د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ د اوربند د تلپاتې کېدو لپاره د خبرو اترو بهیر پیل کړي.
ناندرهییزې سیاسي څرګندونې
هممهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبر ورکړی، چې اسلاماباد هر وخت له هند سره د پراخو خبرو اترو لپاره چمتو دی؛ خو دا چاره باید د درناوي او متقابلې ارادې پر بنسټ وي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د هندي چارواکو توندې څرګندونې وضعیت لاپسې خرابولای شي.
د ډار په وینا: «هر وخت چې هغوی خبرو ته چمتو وي، موږ هم تیار یو؛ خو موږ اړ نه یو».
د هندي کشمیر په پهلګام کې نږدې دوه میاشتې وړاندې د د وسلهوالو یوې ډلې ۲۶تنه سېلانیان ووژل، چې د نوي ډيلي سخته غوسه یې راوپاروله او اسلام اباد یې په دغه برید تورن کړ.
هند په همدې غبرګون کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او پوځي اډو بریدونه وکړل. ادعا وشوه چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستان دننه تر ۱۰۰کسانو ډېر ترهګر وژلي؛ خو پاکستان دا ادعا رد کړه او یوازې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه یې وکړه.
اسلام اباد هم د یادو بریدونو په غبرګون کې د هند پر خاوره هوایي او توغندیز بریدونه وکړل، چې د امریکا په هڅو یې ترمنځ اوربند وشو.
دواړه لوري اوس هم یو بل ته ګواښونه کوي او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي بیا خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پر ضد یې د «سېندور عملیات» لا پای ته نه دي رسېدلي.

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د هلمند سیند د حقابې په تړاو له طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې روانې دي او د اوبو د ورتګ کچه د قناعت وړ ده. نوموړې دغه څرګندونې د (غبرګولي ۱۴مه) په یوې خبري غونډه کې کړې دي.
هغې هیله څرګنده کړې، چې د اوبو په تړاو روانې ډېپلوماټیکو خبرو پایله ورکړې ده.
امیرخان متقي تهران ته د خپل وروستي سفر په لړ کې یاده کړې وه، چې چمتو دي ایران ته د ګاونډیتوب او وروګلوۍ له مخې اوبه ورکړي.
یاد هېواد تر دې دمخه په وار، وار اندېښنه ښوولې وه، چې په سیستان او بلوچستان کې یې بزګر له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

د ایران امنیتي مسوولینو په تهران کې د فراجا د ترهګرۍ ضد څانګې له خوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې د ۱۳ غړو د نیولو خبر ورکړی. د دوی په خبره، نیول شویو کسانو غوښتل چې په دې وروستيو کې په یو لړ مراسمو کې تخریبي او بمې بریدونه ترسره کړي.
ایراني رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د پولیسو د ویاند سردار سېد منتظر المهدي له قوله ویلي، چې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال یې د داعش ډلې یاده ځان وژونکې او ترهګریزه شبکه نیولې ده.
نوموړي زیاته کړې، دغه عملیات د ایراني پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې له خوا شوی او نیول شویو کسانو غوښتل، چې په دې وروستيو کې په یو لړ مراسمو کې وسله وال او بمي بریدونه ترسره کړي.
هغه زياتوي، په نیول شویو کسانو کې ځانمرګي برید کوونکي، وسله وال او یو شمېر نور تخریبي کسان هم شامل و، چې د وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادولو ده، چې داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې۹۷ کسان وژل شوي او ۴۴۰ نور ټپيان دي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناډولو د چهارشنبې په ورځ ( د جون ۴مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، چې په دې سره د حماس لهخوا پر اسراییل د اکټوبر ۷مې تر برید وروسته په فلسطین کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ زره او ۶۰۷ او د ټپیانو شمېر بیا ۱۲۵زره او ۳۴۱ ته رسېدلی دی.
که څه هم سږ کال د جنورۍ پر ۱۹نېټه دواړو خواوو اوربند اعلان کړی و، خو د مارچ پر ۱۸مه نېټه اسراییل یو وار بیا پر غزې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو یو وار بیا د غزې د وروستیو پېښو په تړاو د سملاسي او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د دې بریدونو عاملان باید ځواب ورکولو ته اړ کړای شي.
د ملګرو ملتونو ویاند د فلسطینیانو د وژل کېدو په غبرګون وویل: «دا د منلو وړ نه ده چې ولسي وګړي یوازې د خواړو د ترلاسه کولو لپاره په غزه کې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړي یا یې له لاسه ورکړي.»
له دې پېښې وروسته، د امریکا په ملاتړ د غزې د بشرپاله مرستو بنسټ ویلي و، چې د چهارشنبې په ورځ به په غزه کې هېڅ ډول مرستې و نه وېشل شي.
د دغه بنسټ ویاند زیاته کړې وه، چې دوی دا مهال له اسرایيلي پوځ سره د خپل فعالیت له سیمې بهر د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا په اړه خبرې کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي، چې هېواد یې باید د اوکراین د وروستیو بریدونو ځواب ورکړي. دا خبرې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو لهخوا د روسیې پر څلورو اټومي پوځي اډو تر برید وروسته شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، ټرمپ په یوې۷۵ دقیقې تلیفوني اړیکه کې له پوتین سره د دې بریدونو او همداراز د ایران اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ټرمپ په وینا، له پوتین سره خبرې «ښې» وې، خو دا بسنه نه کوي چې سملاسي دې سوله تأمین شي.
همداراز، پوتین له خپلو لوړپوړو چارواکو سره په یوې غونډه کې ویلي، چې د ده په اند د اوکراین ولسمشر سولې ته لېوالتیا نهلري.
هغه همداراز پر پلونو بریدونه، پر ملکيانو برید وباله او زیاتوي چې دا د یوه «ترهګریز سازمان» لهخوا ترسره شوي چې د ځینو هېوادونو له خوا ملاتړ ورسره دی.
بلخوا، ټرمپ وايي چې پوتین ورته ورته ویلي چې روسیه باید د اوکراین بریدونو ته ځواب ورکړي. هغه همداراز هیلهمندي ښودلې، چې پوتین کولای شي له ایران سره د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه د امریکا په خبرواترو کې رغنده رول ولوبوي.
روسیه او امریکا د نړۍ تر ټولو لوی اټومي ځواکونه دي، چې دواړه هېوادونه پرمختللي اټومي بریدګر سېسټمونه لري او د دې سېسټمونو هر ډول ګواښ یا برید کولای شي د کییف او مسکو کړکېچ نور هم خطرناک کړي.
کرملین وايي، ټرمپ په ټلیفوني خبرو کې پوتین ته ډاډ ورکړی چې متحدهایالات د اوکراین د بریدونو په تړاو هېڅ وار دمخه معلومات نهدرلودل.
که څه هم د واشنګټن رسمي دریځ لا روښانه نه دی، خو ځینو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي جګړه نوي پړاو ته دننه شي.