• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر غزې د اسراییل د بریدونو دوام؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې۹۷ کسان وژل شوي او ۴۴۰ نور ټپيان دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناډولو د چهارشنبې په ورځ ( د جون ۴مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، چې په دې سره د حماس له‌خوا پر اسراییل د اکټوبر ۷مې تر برید وروسته په فلسطین کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ زره او ۶۰۷ او د ټپیانو شمېر بیا ۱۲۵زره او ۳۴۱ ته رسېدلی دی.
که څه هم سږ کال د جنورۍ پر ۱۹نېټه دواړو خواوو اوربند اعلان کړی و، خو د مارچ پر ۱۸مه نېټه اسراییل یو وار بیا پر غزې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو یو وار بیا د غزې د وروستیو پېښو په تړاو د سملاسي او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د دې بریدونو عاملان باید ځواب ورکولو ته اړ کړای شي.

د ملګرو ملتونو ویاند د فلسطینیانو د وژل کېدو په غبرګون وویل: «دا د منلو وړ نه ده چې ولسي وګړي یوازې د خواړو د ترلاسه کولو لپاره په غزه کې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړي یا یې له لاسه ورکړي.»

له دې پېښې وروسته، د امریکا په ملاتړ د غزې د بشرپاله مرستو بنسټ ویلي و، چې د چهارشنبې په ورځ به په غزه کې هېڅ ډول مرستې و نه وېشل شي.

د دغه بنسټ ویاند زیاته کړې وه، چې دوی دا مهال له اسرایيلي پوځ سره د خپل فعالیت له سیمې بهر د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا په اړه خبرې کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پوتین ټرمپ ته: روسیه باید د اوکراین بریدونو ته ځواب ورکړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي، چې هېواد یې باید د اوکراین د وروستیو بریدونو ځواب ورکړي. دا خبرې‌ د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو له‌خوا د روسیې پر څلورو اټومي پوځي اډو تر برید وروسته شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، ټرمپ په یوې۷۵ دقیقې تلیفوني اړیکه کې له پوتین سره د دې بریدونو او همداراز د ایران اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ټرمپ په وینا، له پوتین سره خبرې «ښې» وې، خو دا بسنه نه کوي چې سملاسي دې سوله تأمین شي.

همداراز، پوتین له خپلو لوړپوړو چارواکو سره په یوې غونډه کې ویلي، چې د ده په اند د اوکراین ولسمشر سولې ته‌ لېوالتیا نه‌لري.

هغه همداراز پر پلونو بریدونه، پر ملکيانو برید وباله او زیاتوي چې دا د یوه «ترهګریز سازمان» له‌خوا ترسره شوي چې د ځینو هېوادونو له خوا ملاتړ ورسره دی.

بل‌خوا، ټرمپ وايي چې پوتین ورته ورته ویلي چې روسیه باید د اوکراین بریدونو ته ځواب ورکړي. هغه همداراز هیله‌مندي ښودلې، چې پوتین کولای شي له ایران سره د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه د امریکا په خبرواترو کې رغنده رول ولوبوي.

روسیه او امریکا د نړۍ تر ټولو لوی اټومي ځواکونه دي، چې دواړه هېوادونه پرمختللي اټومي بریدګر سېسټمونه لري او د دې سېسټمونو هر ډول ګواښ یا برید کولای شي د کییف او مسکو کړکېچ نور هم خطرناک کړي.

کرملین وايي، ټرمپ په ټلیفوني خبرو کې پوتین ته ډاډ ورکړی چې متحده‌ایالات د اوکراین د بریدونو په تړاو هېڅ وار دمخه معلومات نه‌درلودل.

که څه هم د واشنګټن رسمي دریځ لا روښانه نه دی، خو ځینو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي جګړه نوي پړاو ته دننه شي.

د هند په بنګلور کې د رویال چلنجرز کرېکټ د بریا جشن کې د ګڼې ګوڼې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د هند د بنګلور ښار په دوو بېلابېلو سيمو کې د هند د کرېکټ غوره ليګ د سياليو د اتلې لوبډلې رویال چلنجرز بنګلور د بريا د لمانځغونډې پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. دغې لوبډلې له ۱۸ کلن ځنډ وروسته اتلولي خپله کړې.

هندي رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) راپور ورکړی، چې ګڼه ګوڼه د اېم چینا سوامي په لوبغالي کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ننداره چیانو د لوبډلې په ویاړ بریا لمانځله.

د راپورونو له مخې، دوه تنه د ودهانا سودا په سيمه کې مړه شوي، چې د رویال چلنجرز بنګلور لوبډله د وزیر اعلي سیدامایار لیدو ته ورغلي او هغه لوبغاړو ته د ښه راغلاست مراسم جوړ کړي و.

په سيمه کې عيني شاهدان وايي، د ګڼې ګوڼې له امله ګڼ خلک بې هوښه شوي او خپرې شوې ويډيوګانو کې ښکاري، چې ځايي پولیس ژوبل کسان روغتون ته لېږدوي.

د خبر د معلوماتو له مخي، په ورته مهال لوبغالي ته نږدې د ميټرو سټېشنونو کې هم ګڼه ګوڼه زياته او په دوامداره توګه امبولانسونو ژوبل کسان لېږدول.

پولیسو ویلي، له تېرې شپې څخه یې هڅه کوله چې د بريا جشن کې د خلکو ګڼه ګوڼه کنټرول کړي؛ خو تر ډېره ونه توانېدل.

د سې شبنه په ورځ رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې له ۱۸ کلن انتظار وروسته د ۲۰۲۵ کال د هند د غوره لیګ کرېکټ سیالیو اتلولي خپله کړه.

د دې سیالیو په پایلوبه کې رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې پنجاب کینګز ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

ایران وايي چې د یورانیمو له بډایه کولو لاس نه اخلي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چې ایران به هېڅکله له خپلې اټومي برنامې او په ځانګړې توګه د یورانیمو له بډایه کولو لاس وانخلي. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې کړې.

عراقچي لیکلي: "یوازې څو هېوادونه شته چې د اټومي بټیو د چلولو وړتیا لري او دا کار تصادفي نه دی. دا وړتیا نه یوازې لوی مالي امکانات او سیاسي عزم غواړي، بلکې یو قوي صنعتي بنسټ او پرمختللي علمي تخنیکي سیستم ته اړتیا لري، څو اړین بشري ځواک او تخصصي پوهه برابر کړي."

عراقچي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پرون وال سټریټ ژورنال د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالات ایران ته یوه داسې «شرط پاڼه» وړاندې کوي، چې د یورانیمو غني کول پکې پای ته ورسېږي.

د امریکا دغه چارواکي ویلي، چې« که د ایران حکومت دا شرطونه ونه مني، «دا به د ایرانیانو لپاره بدې پایلې ولري.»

عراقچي وایي، چې ایران د دغو ظرفیتونو د ترلاسه کولو لپاره درنه بیه ورکړې ده او تهران به هېڅکله له هغو وطن‌پالو تېر نه شي چې د هېواد د اټومي خوب د تحقق لپاره یې هڅې کړې دي.

هغه ټینګار وکړ: «که غني‌کول نه وي، معامله نشته. که اټومي وسلې نه وي، معامله شته.»

تر دې مخکې، د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ. هغه وویل: «امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هېڅ نشي کولی.»

هغه وایي:« د امریکا لومړۍ خبره دا ده، چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري.»

بلوڅ وسله والو په پاکستان کې یو مرستیال کمېشنر تښتولی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

نن سهار د بلوچستان په ناارامه سیمه تُمپ کې د پاکستان د حکومت یو لوړپوړی چارواکی، مرستیال کمېشنر محمد حنیف نورزی د بلوڅ وسله‌والو له خوا تښتول شوی دی. د برید پر مهال له نوموړي سره د هغه مېرمن، موټرچلوونکی، ساتونکی او ماشومان هم وو، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو هغوی خوشي کړي.

د تښتونې پر مهال له نوموړي سره د هغه مېرمن، موټرچلوونکی، ساتونکی او ماشومان هم وو، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو هغوی خوشي کړي دي.

د بلوچستان ازادي محاذ ویاند میجر ګواهرام بلوڅ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا «استخباراتي عملیات» وو، چې د دې ډلې د پټې څانګې د معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي.

نوموړی وايي، چې نورزی د «پلټنو لپاره» د ډلې اړوندې تحقیقاتي څانګې ته سپارل شوی دی.

ګواهرام بلوڅ زیاته کړې، چې « که د پاکستان دولت په زوره د نورزي د خوشي کولو هڅه وکړي، نو د عواقبو مسوولیت به یې یوازې د اشغالګر دولت پر غاړه وي».

بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې له یاغي‌ګرۍ، بې‌ثباتۍ او وسله والو عملیاتو سره مخ دی، چې اصلي علتونه یې اقتصادي بې‌عدالتي، سیاسي محرومیت او د طبیعي زیرمو کنټرول بلل کېږي.

پاکستاني ځواکونه په سیمه کې پراخ عملیات کوي، خو نړیوالې څارونکې ډلې پر هغوی د بشري حقونو د نقض تورونه هم لګوي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د دې پېښې په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، خو وخت ناوخته هند د بلوڅ وسله والو په ملاتړ تورنوي.

په خیبر پښتونخوا کې په تېرو ۵ میاشتو کې ۷۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې د روان کال په اوږدو کې د امنیتي او ترهګریزو پېښو له امله لږ تر لږه ۷۴۵ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي، چې د پولیسو، سرحدي ځواکونو (ایف سي) غړي او ولسي وګړي پکې شامل دي. دا معلومات په یوه تازه ایالتي رپوټ کې وړاندې شوي دي.

د رپوټ له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په ۱۵ولسوالیو کې د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۵۴پولیس سرتېري وژل شوي او ۷۵نور ټپیان دي. په ورته وخت کې، ۹۵ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵۶ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډېر زیان د بنو او شمالي وزیرستان په ناامنه سیمو کې اوښتی.

په بنو کې ۱۶۷ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي، په داسې حال کې چې په شمالي وزیرستان کې ۱۳۶پېښې ثبت شوې دي.

په بنو کې ۱۹پولیس سرتېري وژل شوي دي، چې د ایالت په کچه تر ټولو لوړ شمېر دی.

رپوټ وايي، چې په ډېره اسماعیل خان کې ۹ پولیس، په کوهاټ کې اووه، پېښور کې پنځه، جنوبي وزیرستان کې څلور او په خیبر ولسوالۍ کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي.

رپوټ وايي، چې سرحدي ملېشو (ایف سي) هم سخت زیان لیدلی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د معلوماتو له مخې، ۴۱ ایف سي سرتېري وژل شوي او ۶۳نور ټپیان شوي دي.

په کورمه ولسوالۍ کې ۱۲ او په شمالي وزیرستان کې ۹ ایف سي سرتېري وژل شوي دي.

رپوټ همداراز ښيي چې ۹ خاصه دار سرتېري هم وژل شوي او ۱۸نور ټپیان دي. دا ځواکونه اوس د پولیسو په جوړښت کې شامل شوي دي.

په رپوټ کې ولسي وګړي هم د ناامنۍ تر ټولو ډېر قربانیان بلل شوي. په بنو کې ۱۹، جنوبي وزیرستان کې ۱۳ او شمالي وزیرستان کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه شمېرې ښيي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دی او حکومت د وسله والو ډلو په کنټرول او امنیت راوستلو کې له ستونزو سره مخ دی.

په خیبر پښتونخوا کې ډېری بریدونه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحاد المجاهدین شورا کوي، چې دواړې ډلې ددغه هېواد د پوځ او حکومت خلاف له اوږدې مودې راهیسې وسله وال فعالیت کوي.