• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې په تېرو ۵ میاشتو کې ۷۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې د روان کال په اوږدو کې د امنیتي او ترهګریزو پېښو له امله لږ تر لږه ۷۴۵ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي، چې د پولیسو، سرحدي ځواکونو (ایف سي) غړي او ولسي وګړي پکې شامل دي. دا معلومات په یوه تازه ایالتي رپوټ کې وړاندې شوي دي.

د رپوټ له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په ۱۵ولسوالیو کې د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۵۴پولیس سرتېري وژل شوي او ۷۵نور ټپیان دي. په ورته وخت کې، ۹۵ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵۶ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډېر زیان د بنو او شمالي وزیرستان په ناامنه سیمو کې اوښتی.

په بنو کې ۱۶۷ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي، په داسې حال کې چې په شمالي وزیرستان کې ۱۳۶پېښې ثبت شوې دي.

په بنو کې ۱۹پولیس سرتېري وژل شوي دي، چې د ایالت په کچه تر ټولو لوړ شمېر دی.

رپوټ وايي، چې په ډېره اسماعیل خان کې ۹ پولیس، په کوهاټ کې اووه، پېښور کې پنځه، جنوبي وزیرستان کې څلور او په خیبر ولسوالۍ کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي.

رپوټ وايي، چې سرحدي ملېشو (ایف سي) هم سخت زیان لیدلی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د معلوماتو له مخې، ۴۱ ایف سي سرتېري وژل شوي او ۶۳نور ټپیان شوي دي.

په کورمه ولسوالۍ کې ۱۲ او په شمالي وزیرستان کې ۹ ایف سي سرتېري وژل شوي دي.

رپوټ همداراز ښيي چې ۹ خاصه دار سرتېري هم وژل شوي او ۱۸نور ټپیان دي. دا ځواکونه اوس د پولیسو په جوړښت کې شامل شوي دي.

په رپوټ کې ولسي وګړي هم د ناامنۍ تر ټولو ډېر قربانیان بلل شوي. په بنو کې ۱۹، جنوبي وزیرستان کې ۱۳ او شمالي وزیرستان کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه شمېرې ښيي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دی او حکومت د وسله والو ډلو په کنټرول او امنیت راوستلو کې له ستونزو سره مخ دی.

په خیبر پښتونخوا کې ډېری بریدونه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحاد المجاهدین شورا کوي، چې دواړې ډلې ددغه هېواد د پوځ او حکومت خلاف له اوږدې مودې راهیسې وسله وال فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

خامنه‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۱

د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ. هغه وایي:« امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که تهران دغه وړاندیز رد کړي؛ نو له «جدي پایلو» سره به مخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د روح الله خمیني په ۳۶م تلین کې د وینا پرمهال کړې دي.

هغه وایي:« د امریکا لومړۍ خبره دا ده، چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري.»

اسراییل د سوریې توغندیزو بریدونو په ځواب کې د دغه هېواد سوېلي برخې په نښه کړې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د اسراییل پوځ وایي، چې د سوریې له خاورې څخه د جولان سیمې په لوړو د توغندیو له لګېدو ورسته یې د سوریې په سوېل کې ځینې موخې په نښه کړې دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي پرمختګونو وروسته یو ځل بیا کړکېچ زیات شوی دی.

اسراییلي پوځ د سې شنبې په ورځ ویلي، چې دوه توغندي د سوریې سوېل د "تاسل" له سیمې څخه توغول شوي وو چې د جولان په لوړو کې د «رمات مغشیمیم» ښارګوټي ته نږدې سیمو کې لګېدلي دي.

بل خوا د اسراییل پولیسو هم د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو توغندیو د لګېدو ځای موندل شوی او دغه بریدونه تلفات نلري.

نایجریا کې د وروستیو سېلابونو له امله تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۱

د نایجریا په مرکزي برخو کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او سلګونه نور بیا لاتراوسه تري تم دي.

دغه سېلابونو تر ۲۵۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان یې بې کوره کړي دي.

چارواکي وایي، چې ښایي د مړو شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي.

د نایجریا په موکوا کې په تېر ۲۰۲۴کال کې هم په سېلابونو کې ۳۲۱ کسان مړه شوي وو.

د ټکسي‌چلوونکو استوګنځي کې د نشه‌يي توکو کارول؛ د دوبۍ محکمې دوه کسان پر زندان محکوم کړل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د متحده‌عربي اماراتو د ښار محکمې دوه اسیایي وګړي د دوبۍ د ټکسي‌ شرکت د کارګرانو په استوګنځي کې د نشه‌يي توکو د کارونې له امله پر درې میاشتني بند محکوم کړي دي. د بند مودې له تېرېدو وروسته به دا کسان له دغه هېواده و اېستل شي.

د ګلف ټوډې ورځپاڼې په راپور کې همداراز راغلي، محکمې پرېکړه کړې چې دا دوه کسان له بند نه تر خلاصېدو وروسته تر دوو کلونو پورې د اماراتو د مرکزي بانک له اجازې او د کورنیو چارو وزارت له همغږۍ پرته، نه‌شي کولی چې له دغه هېواده پیسې واستوي او یا یې هم ترلاسه کړي.

د محکمې د اسنادو له مخې، دا پېښه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې د دوه کسان د کارګرانو په استوګنځي کې له نشه‌يي توکو سره یوځای په نشه او غیرنورمال حالت کې لیدل شوي دي.

په دوی کې یو کس اعتراف کړی، چې مخدره توکي یې د بل همکار نه د ۱۰ درهمو په بدل کې اخیستي دي.

د راپور تر ترلاسه‌کېدو وروسته پولیسو دوی نیولي او د پلټنې پرمهال یې د سګرټو له پاکټونو نشه‌يي توکي ترلاسه کړي دي.

د دوبۍ پولیس وايي، چې دا کسان د نورو څېړنو لپاره د مخدره توکو د کنټرول څانګې ته لېږدول شوي دي.

د راپور پر بنسټ، له دې کسانو نه د نشه‌يي توکو ترلاسه شوې نمونې د دوبۍ د پولیسو د جرمونو لابراتوار ته لېږل شوې دي.

یوه مشکوک کس ویلي، چې دا مواد د بل چا دي، خو دویم مشکوک کس اعتراف کړی چې دا یې له یوه بل همکار نه د ۱۰ درهمو په بدل کې اخیستي او هغه کس بیا دا مواد له یوه افریقايي وګړي څخه راوړي و.

پولیس وايي، چې دا درېیم کس هم نیول شوی او محکمه یې روانه ده.

د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځی د افغان مېرمنو او نجونو لپاره حقوقي زده کړې پیلوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۱

د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان وکړ، چې د یوه تعلیمي بنسټ سره په ګډه یې د افغان مېرمنو د حقوقي زده کړو یوه پروژه پیل کړې ده. دا پوهنتون چې په اسټرالیا هېواد کې دی، وايي چې د افغان مېرمنو لپاره به دغه پروګرام د یوه کاله لپاره وي.

د ایران اېراف خبرې اژانس ویلي، چې د ملبورن حقوقو پوهنځي د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د «مونټین انسټیټوټ» د ښوونې او پراختیا په همکارۍ «د افغان مېرمنو لپاره حقوقي زده کړې ته د لاس رسي» تر سرلیک لاندې يې یوه پروژه پيل کړې ده.

دا پروګرام د هغو مېرمنو د ځواکمنېدو لپاره طرحه شوې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له زده کړو محرومې شوې دي.

د دې تعلیمي بنسټ بنسټ‌اېښودونکی او د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پخوانی رییس غلام‌شاه عادل د دغه پروګرام د پلي کېدو د څار مسوولیت پر غاړه لري او ډاډ ورکوي، چې دا پروګرام به خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د طالبانو تر واک لاندې ښځو او نجونو ته د ثانوي او لوړو زده کړو په ځانګړې ډول د حقوقو په برخه کې لاس رسۍ نه شته او دا حالت لا د خرابېدو په حال کې دی او د حقوقو د زده کړې سیسټم يې کمزوری کړی دی.»

د ملبورن د حقوقو پوهنځي ټینګار کړی، چې افغان ټولنه او حقوقي نظام د ښځو د تعلیمي محرومیت له کبله سخت زيانمن شوی دی.

دوی وايي، د حقوقي زده کړو پروژه افغانو مېرمنو ته دا فرصت برابروي چې «خپل مسیر ته دوام ورکړي، هیلې ژوندۍ وساتي او خپل حقوقي مهارتونه پیاوړې کړي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې «د مونټین د ښوونې او پراختیا موسسې» د افغانو نجونو او ښځو لپاره د لوړ کیفیت زده‌ کړو زمینه برابره کړې او د دې پروژې له لارې افغانې نجونې د افغان حقوقي متخصصینو له ټولنې سره نښلول کېږي.

د یادولو ده، چې د حقوقو دا تعليمي پروګرام یو کلن دی.

د دې پروګرام مسوولین وايي، تمه ده چې په دې پروګرام کې د هغو افغان وکیلانو او حقوقي څېړونکو له پوهې، تخصص او ژمنتیا ګټه واخیستل شي، چې اسټرالیا ته پناه وړي او غواړي په دغه هېواد کې مثبت رول ولوبوي.