خامنهیي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ

د ایران ستر مشر ایتالله علي خامنهیي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ. هغه وایي:« امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»

د ایران ستر مشر ایتالله علي خامنهیي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ. هغه وایي:« امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که تهران دغه وړاندیز رد کړي؛ نو له «جدي پایلو» سره به مخ شي.
نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د روح الله خمیني په ۳۶م تلین کې د وینا پرمهال کړې دي.
هغه وایي:« د امریکا لومړۍ خبره دا ده، چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري.»


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې (د غبرګولي په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه) د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان د اسنادو په لرلو سره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
دغه وزارت زیاتوي، چې دغه کسان د یوې ورځې څخه نولې تر ۳ ورځو پورې په زندان کې ساتل شوي وو.
تېره ورځ هم دغه وزارت ویلي و، چې نږدې ۵۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د اسراییل پوځ وایي، چې د سوریې له خاورې څخه د جولان سیمې په لوړو د توغندیو له لګېدو ورسته یې د سوریې په سوېل کې ځینې موخې په نښه کړې دي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي پرمختګونو وروسته یو ځل بیا کړکېچ زیات شوی دی.
اسراییلي پوځ د سې شنبې په ورځ ویلي، چې دوه توغندي د سوریې سوېل د "تاسل" له سیمې څخه توغول شوي وو چې د جولان په لوړو کې د «رمات مغشیمیم» ښارګوټي ته نږدې سیمو کې لګېدلي دي.
بل خوا د اسراییل پولیسو هم د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو توغندیو د لګېدو ځای موندل شوی او دغه بریدونه تلفات نلري.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا ګواښونکی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګرۍ او تښتونې خورا لوړ ګواښونه شته او په افغانستان کې هیڅ ځای د برید له ګواښ څخه خوندي نه دی.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي، چې بهرني وګړي هم د خپلسرو نیونو له جدي ګواښ سره مخ دي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي و، چې افغانستان ته دې د امنیتي لاملونو له امله له سفر کولو ډډه وکړي.

د نایجریا په مرکزي برخو کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او سلګونه نور بیا لاتراوسه تري تم دي.
دغه سېلابونو تر ۲۵۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان یې بې کوره کړي دي.
چارواکي وایي، چې ښایي د مړو شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي.
د نایجریا په موکوا کې په تېر ۲۰۲۴کال کې هم په سېلابونو کې ۳۲۱ کسان مړه شوي وو.

د متحدهعربي اماراتو د ښار محکمې دوه اسیایي وګړي د دوبۍ د ټکسي شرکت د کارګرانو په استوګنځي کې د نشهيي توکو د کارونې له امله پر درې میاشتني بند محکوم کړي دي. د بند مودې له تېرېدو وروسته به دا کسان له دغه هېواده و اېستل شي.
د ګلف ټوډې ورځپاڼې په راپور کې همداراز راغلي، محکمې پرېکړه کړې چې دا دوه کسان له بند نه تر خلاصېدو وروسته تر دوو کلونو پورې د اماراتو د مرکزي بانک له اجازې او د کورنیو چارو وزارت له همغږۍ پرته، نهشي کولی چې له دغه هېواده پیسې واستوي او یا یې هم ترلاسه کړي.
د محکمې د اسنادو له مخې، دا پېښه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې د دوه کسان د کارګرانو په استوګنځي کې له نشهيي توکو سره یوځای په نشه او غیرنورمال حالت کې لیدل شوي دي.
په دوی کې یو کس اعتراف کړی، چې مخدره توکي یې د بل همکار نه د ۱۰ درهمو په بدل کې اخیستي دي.
د راپور تر ترلاسهکېدو وروسته پولیسو دوی نیولي او د پلټنې پرمهال یې د سګرټو له پاکټونو نشهيي توکي ترلاسه کړي دي.
د دوبۍ پولیس وايي، چې دا کسان د نورو څېړنو لپاره د مخدره توکو د کنټرول څانګې ته لېږدول شوي دي.
د راپور پر بنسټ، له دې کسانو نه د نشهيي توکو ترلاسه شوې نمونې د دوبۍ د پولیسو د جرمونو لابراتوار ته لېږل شوې دي.
یوه مشکوک کس ویلي، چې دا مواد د بل چا دي، خو دویم مشکوک کس اعتراف کړی چې دا یې له یوه بل همکار نه د ۱۰ درهمو په بدل کې اخیستي او هغه کس بیا دا مواد له یوه افریقايي وګړي څخه راوړي و.
پولیس وايي، چې دا درېیم کس هم نیول شوی او محکمه یې روانه ده.