نایجریا کې د وروستیو سېلابونو له امله تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي

د نایجریا په مرکزي برخو کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او سلګونه نور بیا لاتراوسه تري تم دي.

د نایجریا په مرکزي برخو کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او سلګونه نور بیا لاتراوسه تري تم دي.
دغه سېلابونو تر ۲۵۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان یې بې کوره کړي دي.
چارواکي وایي، چې ښایي د مړو شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي.
د نایجریا په موکوا کې په تېر ۲۰۲۴کال کې هم په سېلابونو کې ۳۲۱ کسان مړه شوي وو.


د متحدهعربي اماراتو د ښار محکمې دوه اسیایي وګړي د دوبۍ د ټکسي شرکت د کارګرانو په استوګنځي کې د نشهيي توکو د کارونې له امله پر درې میاشتني بند محکوم کړي دي. د بند مودې له تېرېدو وروسته به دا کسان له دغه هېواده و اېستل شي.
د ګلف ټوډې ورځپاڼې په راپور کې همداراز راغلي، محکمې پرېکړه کړې چې دا دوه کسان له بند نه تر خلاصېدو وروسته تر دوو کلونو پورې د اماراتو د مرکزي بانک له اجازې او د کورنیو چارو وزارت له همغږۍ پرته، نهشي کولی چې له دغه هېواده پیسې واستوي او یا یې هم ترلاسه کړي.
د محکمې د اسنادو له مخې، دا پېښه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې د دوه کسان د کارګرانو په استوګنځي کې له نشهيي توکو سره یوځای په نشه او غیرنورمال حالت کې لیدل شوي دي.
په دوی کې یو کس اعتراف کړی، چې مخدره توکي یې د بل همکار نه د ۱۰ درهمو په بدل کې اخیستي دي.
د راپور تر ترلاسهکېدو وروسته پولیسو دوی نیولي او د پلټنې پرمهال یې د سګرټو له پاکټونو نشهيي توکي ترلاسه کړي دي.
د دوبۍ پولیس وايي، چې دا کسان د نورو څېړنو لپاره د مخدره توکو د کنټرول څانګې ته لېږدول شوي دي.
د راپور پر بنسټ، له دې کسانو نه د نشهيي توکو ترلاسه شوې نمونې د دوبۍ د پولیسو د جرمونو لابراتوار ته لېږل شوې دي.
یوه مشکوک کس ویلي، چې دا مواد د بل چا دي، خو دویم مشکوک کس اعتراف کړی چې دا یې له یوه بل همکار نه د ۱۰ درهمو په بدل کې اخیستي او هغه کس بیا دا مواد له یوه افریقايي وګړي څخه راوړي و.
پولیس وايي، چې دا درېیم کس هم نیول شوی او محکمه یې روانه ده.

د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان وکړ، چې د یوه تعلیمي بنسټ سره په ګډه یې د افغان مېرمنو د حقوقي زده کړو یوه پروژه پیل کړې ده. دا پوهنتون چې په اسټرالیا هېواد کې دی، وايي چې د افغان مېرمنو لپاره به دغه پروګرام د یوه کاله لپاره وي.
د ایران اېراف خبرې اژانس ویلي، چې د ملبورن حقوقو پوهنځي د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د «مونټین انسټیټوټ» د ښوونې او پراختیا په همکارۍ «د افغان مېرمنو لپاره حقوقي زده کړې ته د لاس رسي» تر سرلیک لاندې يې یوه پروژه پيل کړې ده.
دا پروګرام د هغو مېرمنو د ځواکمنېدو لپاره طرحه شوې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له زده کړو محرومې شوې دي.
د دې تعلیمي بنسټ بنسټاېښودونکی او د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پخوانی رییس غلامشاه عادل د دغه پروګرام د پلي کېدو د څار مسوولیت پر غاړه لري او ډاډ ورکوي، چې دا پروګرام به خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د طالبانو تر واک لاندې ښځو او نجونو ته د ثانوي او لوړو زده کړو په ځانګړې ډول د حقوقو په برخه کې لاس رسۍ نه شته او دا حالت لا د خرابېدو په حال کې دی او د حقوقو د زده کړې سیسټم يې کمزوری کړی دی.»
د ملبورن د حقوقو پوهنځي ټینګار کړی، چې افغان ټولنه او حقوقي نظام د ښځو د تعلیمي محرومیت له کبله سخت زيانمن شوی دی.
دوی وايي، د حقوقي زده کړو پروژه افغانو مېرمنو ته دا فرصت برابروي چې «خپل مسیر ته دوام ورکړي، هیلې ژوندۍ وساتي او خپل حقوقي مهارتونه پیاوړې کړي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې «د مونټین د ښوونې او پراختیا موسسې» د افغانو نجونو او ښځو لپاره د لوړ کیفیت زده کړو زمینه برابره کړې او د دې پروژې له لارې افغانې نجونې د افغان حقوقي متخصصینو له ټولنې سره نښلول کېږي.
د یادولو ده، چې د حقوقو دا تعليمي پروګرام یو کلن دی.
د دې پروګرام مسوولین وايي، تمه ده چې په دې پروګرام کې د هغو افغان وکیلانو او حقوقي څېړونکو له پوهې، تخصص او ژمنتیا ګټه واخیستل شي، چې اسټرالیا ته پناه وړي او غواړي په دغه هېواد کې مثبت رول ولوبوي.

د قوشتېپې کانال د ازبکستان او ترکمنستان اندېښنې زیاتې کړې دي. د مرکزي اسیا ټایمز ورځپاڼې په یوې مقاله کې ویلي، دا هېوادونه د کرنې او برېښنا لپاره د اوبو ډېرې اړتیاوې له امو سیند نه ترلاسه کوي او وېره لري، چې دا پروژه به د دوی د اوبو سرچینې کمې کړي.
د یادې ورځپاڼې په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی، چې ازبکستان ته د اوبو جریان ښايي تر ۱۵ سلنې پورې او ترکمنستان ته بیا تر ۸۰ سلنې پورې کم شي.
په مقاله کې راغلي، چې دا موضوعات کولای شي په دې هېوادونو کې د کرنې تولید کم کړي، بېکاري ډېره او پراخه بېوزلي رامنځته کړي.
د لیکوال په اند، همداراز د سیمې د هېوادونو ترمنځ د کړکیچ زیاتېدل هم شونې دي.
په مقاله کې راغلي، قزاقستان او قرغزستان چې په مستقیم ډول له امو سیند سره نه دي تړلي، ښايي د دې پروژې له جانبي عوارضو نه اغېزمن شي.
ویل کېږي، چې که ازبکستان د خپلو اوبو د پوره کېدو لپاره د سیردریا له سیند نه ډېرې اوبه واخلي، نو دا کار کولای شي د قزاقستان د اوبو سرچینې تر ۴۰ سلنې پورې کمې کړي.
د دې پروژې د چاپېریال ساتنې په اړه هم اندېښنې شته او کارپوهان وايي، چې یاده پروژه کولای شي د ارال سمندرګي وضعیت چې وار دمخه بحراني دی نور هم ناوړه کړي.
دا سمندرګی یو وخت د نړۍ لوی سمندرګی بلل کېده، خو په تېرو څو لسیزو کې یې ډېره برخه وچه شوې ده.
څه موده مخکې د هند د دفاعي څېړنو او شننو د انسټیټوت په یوه راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د قوش تېپې کانال بشپړېدو سره به ګاونډیو هېوادونو ته د اوبو کچه یو پر پنځمه کمه شي.
د قوش تېپې کانال د جوړونې پروژه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ لسیزه کې د افغانستان د شمال د وچو سیمو د شنهوالي په موخه وړاندیز شوې وه، خو په هېواد کې د لسیزو جګړو له امله وځنډېده.
د افغانستان مخکېني جمهوري نظام د دې پروژې د ځنډ لامل د طالبانو فعالیتونه ګڼل، خو یاده ډله ادعا کوي چې دا پروژه د دوی لومړیتوب دی او هیلهمن دي چې تر ۲۰۲۸ کال عملي شي.
د طالبانو د اټکل له مخې، د دغې پروژې پر جوړولو څه باندې ۶۰۰ مېلیونه ډالره لګښت راځي او له بشپړېدو سره به یې د افغانستان د درېیو شمالي ولایتونو د اړتیا وړ تازه خوږې اوبه برابرې شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پښتونخوا په پېښور ښار کې یوې غونډې ته ویلي، چې د دغه هېواد پوځ د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت ته داسې درس ورکړی، چې تر قیامته به یې هېر نهکړي.
شریف د سېشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) د خپلې وینا پرمهال دا ادعا کړې، چې د هند او پاکستان ترمنځ تر جګړې وروسته نرېندرا مودي له پېښې «مایوسه او خپه» دی.
نوموړي زیاته کړې، چې نوې ډیلي لاهم د خپلې ماتې ټپونه رغوي او خبرداری یې ورکړی چې د نوي ډیلي لهخوا هر ډول برید ته به پرېکنده ځواب ورکړل شي.
د ډان ورځپاڼې د راپور لهمخې، د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د سند د اوبو د تړون له مخې اوبو ته د خپل هېواد د لاسرسي پر حق ټینګار کړی او وايي، چې د مهمو پروژو لکه د دیامر-باشا او داسو بندونو له لارې د اوبو د زېرمو د ډېروالي پلانونه لري.
شریف دې غونډې ته وویل: «د مودي حکومت تر سختې ماتې وروسته خپل زخمونه رغوي او مایوسه او خپه دی. هغه کله د پوځي برید ګواښ کوي او کله بیا د اوبو د بندولو خبرې کوي. زه ټینګار کوم چې د اوبو هره څاڅکې د پاکستان د خلکو حق دی. که هند بیا کوم اقدام وکړي، یو ځل بیا به هماغسې قوي درس ورکړل شي.»
شهباز شریف څه موده مخکې هم ویلي و، چې اوبه د ۲۴۰ مېلیونه پاکستاني وګړو د ژوند اساس دی او د هند لهخوا د اوبو مخنیوی د بشري حقونو خلاف اقدام دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نوې ډیلي د کشمیر په پهلګام کې تر ترهګریز برید وروسته نهیوازې پر پاکستان هوايي بریدونه کړي، بلکې د دغه هېواد ډېپلوماټان یې هم له خپلې خاورې شړلي او له اسلاماباد سره یې د اوبو تړنونه هم ځنډولي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، چې د مې په میاشت کې ۱۵ زره او ۶۷۵ افغانې کورنۍ په زوره له ایرانه اېستل شوي دي. د راپورونو له مخې، دا شمېر د اپرېل میاشتې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د دې سازمان په وینا، د ایران حکومت اوس د افغان کډوالو کورنیو په اېستلو ډېر تمرکز کړی دی.
د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنوري څخه تر مې پورې له ۴۵۷ زره څخه ډېر افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې څخه ۷۲ سلنه یې په زوره اېستل شوي دي.
په ستنېدونکو کډوالو کې ۷۱ سلنه نارینه، ۸ سلنه ښځې او ۲۱ سلنه ماشومان شامل دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ د شمېرو په خپرولو سره، په تېرو پنځو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان د مې په میاشت کې د افغان کورنیو د جبري اېستلو په شمېر کې د ۲۶ سلنې زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: «هغه څه چې د اندېښنې وړ دي هغه له ایرانه د اېستل شویو کورنیو په شمېر کې زیاتوالی دی. دا یوه نوې پديده ده؛ ځکه چې په تېرو میاشتو کې ډېری هغه کسان چې اېستل شوي مجرد او ځوانان وو.»
د سازمان شمېرې ښیې، چې یوازې په مې میاشت کې ۱۵۶۷۵ افغان کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي، په داسې حال کې چې په اپرېل میاشت کې دا شمېر ۶۸۷۹ کورنۍ وو.
دغه سازمان زیاتوي، چې تېره میاشت له ایرانه ستانه شوي افغانې کورنۍ چې قانوني اسناد یې نه لرل، د تېر کال د مې میاشتې په پرتله درې برابره زیاتې دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ایران حکومت د وروستۍ اعلامیې له قوله ویلي، ایران له هغو افغانانو چې قانوني اسناد نه لري غوښتي، چې د جولای له شپږمې نېټې مخکې له دې هېواده ووځي.
دا پرېکړه ښايي تر څلور مېلیونه پورې افغان کډوال اغېزمن کړي.
له ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو څپه په بې سارې ډول زیاته شوې او له پاکستان څخه د جبري اېستلو شدت د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ ننګونې رامنځته کړې دي.
په ورته وخت کې طالبان د افغان کډوالو د اېستلو او بیا ستنېدو په برخه کې د ایران له حکومت سره همکاري کوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، پاکستان له اپرېل میاشتې راهیسې تر دې دمه له ۱۸۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال په زور اېستلي دي.
دغه سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي، چې تر هغه وخته پورې دې د افغان کډوالو جبري بېرته استول ژر تر ژره بند کړي، څو د هغوی د خوندي، داوطلبانه او د انساني کرامت سره سم بېرته ستنېدو شرایط برابر شي.