• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان ګاونډيان د خپلو اوبو د کمښت د وېرې له امله د قوش‌تېپې پروژې ډېر اندېښمن کړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د قوش‌تېپې کانال د ازبکستان او ترکمنستان اندېښنې زیاتې کړې دي. د مرکزي اسیا ټایمز ورځپاڼې په یوې مقاله کې ویلي، دا هېوادونه د کرنې او برېښنا لپاره د اوبو ډېرې اړتیاوې له امو سیند نه ترلاسه کوي او وېره لري، چې دا پروژه به د دوی د اوبو سرچینې کمې کړي.

د یادې ورځپاڼې په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی، چې ازبکستان ته د اوبو جریان ښايي تر ۱۵ سلنې پورې او ترکمنستان ته بیا تر ۸۰ سلنې پورې کم شي.

په مقاله کې راغلي، چې دا موضوعات کولای شي په دې هېوادونو کې د کرنې تولید کم کړي، بې‌کاري ډېره او پراخه بې‌وزلي رامنځته کړي.

د لیکوال په اند، همداراز د سیمې د هېوادونو ترمنځ د کړکیچ زیاتېدل هم شونې دي.

په مقاله کې راغلي، قزاقستان او قرغزستان چې په مستقیم ډول له امو سیند سره نه دي تړلي، ښايي د دې پروژې له جانبي عوارضو نه اغېزمن شي.

ویل کېږي، چې که ازبکستان د خپلو اوبو د پوره کېدو لپاره د سیردریا له سیند نه ډېرې اوبه واخلي، نو دا کار کولای شي د قزاقستان د اوبو سرچینې تر ۴۰ سلنې پورې کمې کړي.

د دې پروژې د چاپېریال ساتنې په اړه هم اندېښنې شته او کارپوهان وايي، چې یاده پروژه کولای شي د ارال سمندرګي وضعیت چې وار دمخه بحراني دی نور هم ناوړه کړي.

دا سمندرګی یو وخت د نړۍ لوی سمندرګی بلل کېده، خو په تېرو څو لسیزو کې یې ډېره برخه وچه شوې ده.

څه موده مخکې د هند د دفاعي څېړنو او شننو د انسټیټوت په یوه راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د قوش تېپې کانال بشپړېدو سره به ګاونډیو هېوادونو ته د اوبو کچه یو پر پنځمه کمه شي.

د قوش تېپې کانال د جوړونې پروژه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ لسیزه کې د افغانستان د شمال د وچو سیمو د شنه‌والي په موخه وړاندیز شوې وه، خو په هېواد کې د لسیزو جګړو له امله وځنډېده.

د افغانستان مخکېني جمهوري نظام د دې پروژې د ځنډ لامل د طالبانو فعالیتونه ګڼل، خو یاده ډله ادعا کوي چې دا پروژه د دوی لومړیتوب دی او هیله‌من دي چې تر ۲۰۲۸ کال عملي شي.

د طالبانو د اټکل له مخې، د دغې پروژې پر جوړولو څه باندې ۶۰۰ مېلیونه ډالره لګښت راځي او له بشپړېدو سره به یې د افغانستان د درېیو شمالي ولایتونو د اړتیا وړ تازه خوږې اوبه برابرې شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: د هند او پاکستان تر جګړې وروسته نرېندرا مودي «مایوسه او خپه» شوی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۷ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پښتونخوا په پېښور ښار کې یوې غونډې ته ویلي، چې د دغه هېواد پوځ د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت ته داسې درس ورکړی، چې تر قیامته به یې هېر نه‌کړي.

شریف د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) د خپلې وینا پرمهال دا ادعا کړې، چې د هند او پاکستان ترمنځ تر جګړې وروسته نرېندرا مودي له پېښې «مایوسه او خپه» دی.

نوموړي زیاته کړې، چې نوې ډیلي لاهم د خپلې ماتې ټپونه رغوي او خبرداری یې ورکړی چې د نوي ډیلي له‌خوا هر ډول برید ته به پرېکنده ځواب ورکړل شي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له‌مخې، د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د سند د اوبو د تړون له مخې اوبو ته د خپل هېواد د لاسرسي پر حق ټینګار کړی او وايي، چې د مهمو پروژو لکه د دیامر-باشا او داسو بندونو له لارې د اوبو د زېرمو د ډېروالي پلانونه لري.

شریف دې غونډې ته وویل: «د مودي حکومت تر سختې ماتې وروسته خپل زخمونه رغوي او مایوسه او خپه دی. هغه کله د پوځي برید ګواښ کوي او کله بیا د اوبو د بندولو خبرې کوي. زه ټینګار کوم چې د اوبو هره څاڅکې د پاکستان د خلکو حق دی. که هند بیا کوم اقدام وکړي، یو ځل بیا به هماغسې قوي درس ورکړل شي.»

شهباز شریف څه موده مخکې هم ویلي و، چې اوبه د ۲۴۰ مېلیونه پاکستاني وګړو د ژوند اساس دی او د هند له‌خوا د اوبو مخنیوی د بشري حقونو خلاف اقدام دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نوې ډیلي د کشمیر په پهلګام کې تر ترهګریز برید وروسته نه‌یوازې پر پاکستان هوايي بریدونه کړي، بلکې د دغه هېواد ډېپلوماټان یې هم له خپلې خاورې شړلي او له اسلام‌اباد سره یې د اوبو تړنونه هم ځنډولي دي.

ایران د افغان کډوالو د کورنیو اېستل دوه برابره کړی دی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، چې د مې په میاشت کې ۱۵ زره او ۶۷۵ افغانې کورنۍ په زوره له ایرانه اېستل شوي دي. د راپورونو له مخې، دا شمېر د اپرېل میاشتې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د دې سازمان په وینا، د ایران حکومت اوس د افغان کډوالو کورنیو په اېستلو ډېر تمرکز کړی دی.

د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنوري څخه تر مې پورې له ۴۵۷ زره څخه ډېر افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې څخه ۷۲ سلنه یې په زوره اېستل شوي دي.

په ستنېدونکو کډوالو کې ۷۱ سلنه نارینه، ۸ سلنه ښځې او ۲۱ سلنه ماشومان شامل دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ د شمېرو په خپرولو سره، په تېرو پنځو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان د مې په میاشت کې د افغان کورنیو د جبري اېستلو په شمېر کې د ۲۶ سلنې زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: «هغه څه چې د اندېښنې وړ دي هغه له ایرانه د اېستل شویو کورنیو په شمېر کې زیاتوالی دی. دا یوه نوې پديده ده؛ ځکه چې په تېرو میاشتو کې ډېری هغه کسان چې اېستل شوي مجرد او ځوانان وو.»

د سازمان شمېرې ښیې، چې یوازې په مې میاشت کې ۱۵۶۷۵ افغان کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي، په داسې حال کې چې په اپرېل میاشت کې دا شمېر ۶۸۷۹ کورنۍ وو.

دغه سازمان زیاتوي، چې تېره میاشت له ایرانه ستانه شوي افغانې کورنۍ چې قانوني اسناد یې نه لرل، د تېر کال د مې میاشتې په پرتله درې برابره زیاتې دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ایران حکومت د وروستۍ اعلامیې له قوله ویلي، ایران له هغو افغانانو چې قانوني اسناد نه لري غوښتي، چې د جولای له شپږمې نېټې مخکې له دې هېواده ووځي.

دا پرېکړه ښايي تر څلور مېلیونه پورې افغان کډوال اغېزمن کړي.

له ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو څپه په بې سارې ډول زیاته شوې او له پاکستان څخه د جبري اېستلو شدت د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ ننګونې رامنځته کړې دي.

په ورته وخت کې طالبان د افغان کډوالو د اېستلو او بیا ستنېدو په برخه کې د ایران له حکومت سره همکاري کوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، پاکستان له اپرېل میاشتې راهیسې تر دې دمه له ۱۸۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال په زور اېستلي دي.

دغه سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي، چې تر هغه وخته پورې دې د افغان کډوالو جبري بېرته استول ژر تر ژره بند کړي، څو د هغوی د خوندي، داوطلبانه او د انساني کرامت سره سم بېرته ستنېدو شرایط برابر شي.

اوچا: د امریکا له مالي ملاتړ پرته به مېلیونونه افغانان له بشرپاله مرستو محروم شي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی، چې د امریکا متحده‌ایالاتونو د مالي ملاتړ له دوام پرته به مېلیونونه افغانان له بشرپاله مرستو بې‌برخې پاتې شي.

د یادې ادارې په وینا، د امریکا د مرستو له کمېدو سره د ۱۴۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت بېړنۍ پروژې په ټپه درېدلي دي.

دغې ادارې د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د مالي سرچینو د کمښت له امله تر اوسه څه باندې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. همداراز، د ماشومانو او مېندو د تغذیې ۲۹۸ ځانګړو مرکزونو خپل فعالیت بند کړی دی.

د اوچا په راپور کې راغلي، چې د مرستو له کمېدو سره د ۱۴۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت بېړنۍ پروژې درول شوې دي. دغه‌راز، د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیا ۱۳ پروژې هم د بودیجې د نشتوالي له امله ځنډول شوې دي.

د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر پایه پورې دغې ادارې وکړای شول چې ۷.۶ مېلیونو کسانو ته مرستې ورسوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۹.۴ مېلیونه کسانو ته رسېده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې شاوخوا  ۲۲.۹ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې ادارې ټینګار کړی و، چې که نړۍواله ټولنه دا وضعیت له پامه وغورځوي، نو د مېلیونونو انسانانو ژوند به له لا ډېرو ګواښونو سره مخ شي.

د یادونې ده، چې له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو تر کمېدو وروسته، دغه هېواد اوس مهال له یوه پراخ، ژور او دوامداره بشري ناورین سره مخ دی او هېوادوال سملاسي مرستو ته اړتیا لري.

په هاګ کې د افغانستان سفارت د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ له خپل لوګو لرې کړ

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۱

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د خپلې ویب پاڼې له لوګو او د ټولنیزو رسنیو له پاڼو د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ لرې کړی دی. سرچینې وايي، چې دا اقدام په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي له خوا شوی، چې له طالبانو سره همکاري کوي.

سرچینو د سې شنبه په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل: «لکه څنګه چې هالنډ لا تر اوسه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نه پېژندلو په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، دا پرېکړه د سفیر له خوا په خپلواکه توګه شوې ده.»

د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر اصف رحیمي له لومړنیو ډیپلوماتانو څخه و، چې له طالبانو سره یې همکاري وکړه.

په بهر کې د ډېرو افغان ډیپلوماټیکو ماموریتونو برعکس چې له طالبانو سره یې له همکارۍ څخه انکار کړی، رحیمي له طالبانو سره يو ځای شوی دی.

رحیمي له طالبانو سره د خپلې همکارۍ په اړه د نیوکې په ځواب کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت سره همغږي او اړیکه یوه عادي خبره ده، دا کار پخوا هم شوی او اوس هم دوام لري.

په هالنډ کې د افغانستان د سفارت پخوانۍ لوګو
100%
په هالنډ کې د افغانستان د سفارت پخوانۍ لوګو

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې د افغانستان رسمي او تاریخي تور، سور او زرغون بیرغ لرې او پر ځای یې خپل سپین بیرغ وټاکه.

په ورته وخت کې تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ان هغه هېوادونه هم چې له دوی سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، په رسمي غونډو کې یې د بیرغ له اېښودو ډډه کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوګو چې له سمبولیکو عناصرو څخه جوړه شوې، د هېواد د ملي او تاریخي هویت ښکارندويي کوي او د دې لوګو په منځ کې د محراب او منبر انځور هم شتون لري.

د افغانستان درې رنګه بیرغ هم پرې رسم شوی دی، د جومات پورته «لا إله إلا الله، محمد رسول الله » کلیمه لیکل شوې او شاوخوا یې د غنمو دوه وږي دي، چې د حاصل خېزي او کرنيزې ودې نښه ده. د لوګو په ښکته برخه کې، د «افغانستان» نوم او د هیواد د خپلواکۍ د کلیزې نېټه لیکل شوې ده.

دغه لوګو د افغانستان د اسلامي جمهوریت نښه ده، چې د تاریخي او ملي ارزښتونو پربنسټ جوړه شوې او د هېواد په رسمي ملي بیرغ، دولتي اسنادونو، پاسپورټونو، پېژندپاڼو، ښوونیزو شهادتنامو او نورو اسنادونو کې کارول کېږي.

طالبان تر اوسه لا نه‌دي توانېدلي، چې د پاسپورټونو په چاپ کې د «اسلامي جمهوري افغانستان» نښه او لوګو لرې کړي او پاسپورټونه لا هم له هماغه پخواني نښې سره خپرېږي.

اصف رحیمي په داسې حال کې له طالبانو سره همکاري کوي، چې د اسلامي جمهوري افغانستان په حکومت کې یې په مهمو دندو کار کړی دی.

هغه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همداراز د هرات د والي په توګه دندې ترسره کړي دي.

په ننګرهار کې د ۱۰ افغانیو پر سر شخړه؛ یو کس د چړو په ګوزارونو ووژل شو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

له ننګرهار نه ولسي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د ۱۰ افغانیو پر سر د شخړې په ترڅ کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، وژل شوی کس شېر ولي نومېده او د ننګرهار په مارکوه بازار کې یې په یوې کراچۍ کې ترکاري پلورله، چې د یوه بل کس له‌خوا د ۱۰ افغانیو پر سر تر لفظي شخړې وروسته د فزیکې شخړې په ترڅ کې ووژل شو. 

د سرچینو په وینا، دا سړې د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوي غږیز پیغام کې زیاته کړې، چې وژل شوی کس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و او اوس یې کورنۍ بل سرپرست هم نه‌لري.

طالبانو بیا تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ننګرهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.