• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هاګ کې د افغانستان سفارت د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ له خپل لوګو لرې کړ

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۲۸ GMT+۱

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د خپلې ویب پاڼې له لوګو او د ټولنیزو رسنیو له پاڼو د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ لرې کړی دی. سرچینې وايي، چې دا اقدام په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي له خوا شوی، چې له طالبانو سره همکاري کوي.

سرچینو د سې شنبه په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل: «لکه څنګه چې هالنډ لا تر اوسه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نه پېژندلو په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، دا پرېکړه د سفیر له خوا په خپلواکه توګه شوې ده.»

د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر اصف رحیمي له لومړنیو ډیپلوماتانو څخه و، چې له طالبانو سره یې همکاري وکړه.

په بهر کې د ډېرو افغان ډیپلوماټیکو ماموریتونو برعکس چې له طالبانو سره یې له همکارۍ څخه انکار کړی، رحیمي له طالبانو سره يو ځای شوی دی.

رحیمي له طالبانو سره د خپلې همکارۍ په اړه د نیوکې په ځواب کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت سره همغږي او اړیکه یوه عادي خبره ده، دا کار پخوا هم شوی او اوس هم دوام لري.

په هالنډ کې د افغانستان د سفارت پخوانۍ لوګو
100%
په هالنډ کې د افغانستان د سفارت پخوانۍ لوګو

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې د افغانستان رسمي او تاریخي تور، سور او زرغون بیرغ لرې او پر ځای یې خپل سپین بیرغ وټاکه.

په ورته وخت کې تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ان هغه هېوادونه هم چې له دوی سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، په رسمي غونډو کې یې د بیرغ له اېښودو ډډه کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوګو چې له سمبولیکو عناصرو څخه جوړه شوې، د هېواد د ملي او تاریخي هویت ښکارندويي کوي او د دې لوګو په منځ کې د محراب او منبر انځور هم شتون لري.

د افغانستان درې رنګه بیرغ هم پرې رسم شوی دی، د جومات پورته «لا إله إلا الله، محمد رسول الله » کلیمه لیکل شوې او شاوخوا یې د غنمو دوه وږي دي، چې د حاصل خېزي او کرنيزې ودې نښه ده. د لوګو په ښکته برخه کې، د «افغانستان» نوم او د هیواد د خپلواکۍ د کلیزې نېټه لیکل شوې ده.

دغه لوګو د افغانستان د اسلامي جمهوریت نښه ده، چې د تاریخي او ملي ارزښتونو پربنسټ جوړه شوې او د هېواد په رسمي ملي بیرغ، دولتي اسنادونو، پاسپورټونو، پېژندپاڼو، ښوونیزو شهادتنامو او نورو اسنادونو کې کارول کېږي.

طالبان تر اوسه لا نه‌دي توانېدلي، چې د پاسپورټونو په چاپ کې د «اسلامي جمهوري افغانستان» نښه او لوګو لرې کړي او پاسپورټونه لا هم له هماغه پخواني نښې سره خپرېږي.

اصف رحیمي په داسې حال کې له طالبانو سره همکاري کوي، چې د اسلامي جمهوري افغانستان په حکومت کې یې په مهمو دندو کار کړی دی.

هغه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همداراز د هرات د والي په توګه دندې ترسره کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې د ۱۰ افغانیو پر سر شخړه؛ یو کس د چړو په ګوزارونو ووژل شو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

له ننګرهار نه ولسي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د ۱۰ افغانیو پر سر د شخړې په ترڅ کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، وژل شوی کس شېر ولي نومېده او د ننګرهار په مارکوه بازار کې یې په یوې کراچۍ کې ترکاري پلورله، چې د یوه بل کس له‌خوا د ۱۰ افغانیو پر سر تر لفظي شخړې وروسته د فزیکې شخړې په ترڅ کې ووژل شو. 

د سرچینو په وینا، دا سړې د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوي غږیز پیغام کې زیاته کړې، چې وژل شوی کس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و او اوس یې کورنۍ بل سرپرست هم نه‌لري.

طالبانو بیا تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ننګرهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

ایرواشیا وېب‌پاڼه: پاکستان او افغانستان د نوې همکارۍ پر لور روان دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د پاکستان ایرواشیا وېب‌پاڼې په یوه څېړنیزه مقاله کې وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې چې کلونه‌ - کلونه له بې‌باورۍ او ستونزو سره مل وې، اوس د ښه‌والي او همکارۍ پر لور روانې دي.

د لیکوال په اند، طالبانو او پاکستاني چارواکو د چین په ملاتړ د سیاسي، اقتصادي او ټرانسپورتي اړیکو د پراختیا لپاره خپله لېوالتیا ښودلې.

په مقاله کې چې د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) خپره شوې، راغلي چې په لیدلوري کې دا بدلون کولای شي په سیمه‌ییز ثبات کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې نړۍ له ګڼو امنیتي او اقتصادي کړکېچونو سره مخ ده.

د ایرواشیا وېب‌پاڼې مقاله کې راغلي، چې چین د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ په دغه بهیر کې د منځګړي رول لوبولی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي، چې پخواني اختلافات یوې خوا ته کړي او د ګډ راتلونکي پر لور ګام واخلي.

د مقالې لیکوال ویلي، چې د افغانستان اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی او د ملګرو ملتونو راپورونه، چې د دغه هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه خلک د بې‌وزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.

داسې شرایطو کې له پاکستان سره همکاري کولای شي چې د سوداګرۍ، اومه توکو د لېږد، درملو او د ټرانسپورټي تګ‌راتګ لپاره فرصتونه برابر کړي.

بل خوا، پاکستان هم له امنیتي ستونزو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان له ګواښونو سره مخ دی.

په مقاله کې راغلي، د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه او پرانیستې خبرې‌اترې کولی شي چې د دواړو هېوادونو امنیت پیاوړی کړي.

دې سره جوخت، طالبان د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه‌کېدو په برخه کې له سختو ازموینو سره مخ دي.

د مقالې د لیکوال په اند، دوامداره ثبات یوازې د رغنده ښکېلتیا، سیمه‌ییزې همکارۍ او د انزوا پرېښودو له لارې ترلاسه کېدای شي.

ټاکل شوې، چې په کابل کې به یوه مهمه غونډه جوړه شي چې د سیمې سیاسي مشران به په‌کې د همکاریو د راتلونکي په هکله بحث او خبرې وکړي.

په مقاله کې دا غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د عملي پرمختګ لار بلل شوې ده.

ندا محمد ندیم د طبي سکتور په پياوړتيا ټينګار وکړ

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د کابل د طبي پوهنتون له علمي شورا څخه غوښتي، چې د طبي سکتور د پياوړتيا لپاره کار وکړي. نوموړي ویلي: «یوازې امام، قاضي او مفتي نه، بلکې د اقتصاد او زراعت استادان هم د نبي وارثین دي.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د سې شنبه په ورځ ( د غبرګولي ۱۳مه) د کابل طبي پوهنتون په علمي شورا کې ویلي، چې هر مسوول او امیر په خپله برخه کې د نبي وارث بلل کېږي او باید خپل مسوولیت په ښه توګه تر سره کړي.

نوموړي ویلي، چې یوازې مشرتابه د دې هر څه مسوولیت نه لري.

ندیم زياته کړې، چې دوی د لوړو زده کړو په برخه کې د خلکو، ټولنې او روغتیایي برخه کې د ستونزو د حل په موخه هر ډول وړاندیزونه مني.

هغه وویل: «د استاد هره مشوره، وړانديز او غوښتنه، چې د ټولنې، خلکو او روغتیایي برخې په ګټه وي موږ ورته پاملرنه کوو.»

نوموړی په داسي حال کې د روغتیایي برخې پر پياوړتيا ټينګار کوي، چې له تېرو څه باندې دوو کلنو راهیسې د نجونو پروړاندې د هر ډول طبي زده کړو دروازې بندې دي او په ډېرو روغتيايي مرکزونو کې هم ښځينه روغتياپالانې نشته.

طالبان که څه هم په ښکاره ډول په روغتيايي مرکزونو کې ستونزې کمې يادوي؛ خو په لرو پرتو سيمو کې د ښځينه روغتیاپالانو کمی تر بل هر وخت زيات محسوسېږي او خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

دغه ډله له بهرنیانو سره په ټولو لیدنو کې د روغتيايي مرستو پر ډېرېدو ټينګار کوي.

متقي له پولنډ نه طالبانو سره د ډېپلوماتیکو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د پولنډ له ځانګړي استازي سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو او په اروپا په ځانګړې توګه پولنډ کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ویټولډ سوبکوف سره په لیدنه کې امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت سره د اړیکو د کچې د لوړولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه د غبرګولي په ۱۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې امیر خان متقي د پولنډ له ځانګړي استازي سره لیدلي دی.

خبرپاڼه وايي، متقي له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پراخولو ټینګار کړی او وړاندیز یې کړی، چې پولنډي پانګوال په افغانستان کې په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویټولډ سوبکوف په حواله راپور ورکړی، چې د پولنډ ځانګړي استازي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په سپړلو کې د خپل هیواد لیوالتیا څرګنده کړه، ټینګار وکړ چې دوی به په افغان کډوالو پورې اړوند مسایلو ته هم رسیدګي وکړي.

مخکې له دې، د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي سره په یوه لیدنه کې سوبکوف د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

احمد شاه ابدالي: له قبایلي مشرۍ تر امپراتورۍ او د قومي یو جهتۍ روایت

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان د تاریخي فصل لومړی څپرکی له احمد شاه ابدالي جوړ دی چې د جګړې په ډګر کې بریالی و او هم یې د ملت جوړونې لومړنی خو بنسټیز روایت ایجاد کړی دی.

هغه نه یوازې د ستر امپراتور په توګه وځلېد، بلکې د قومي یووالي، عدالت او ستراتیژیکو سیاسي مهارتونو له مخې یې د افغان دولت بنسټ کېښود.

د هغه تر مشرۍ لاندې، افغانستان له یو ویشلي، قبیلوي او شخړو ډک جوړښت څخه یو منظم، یو موټی او د قومونو ترمنځ د تفاهم پر بنسټ په امپراتورۍ ته واوښت. تاجک، هزاره، هندو، سېکهـ، ترکمن، نورستاني، ازبک، بلوچ او پښتانه ټول د هغه په لښکر، دولت او مشورتي شورا کې خپل ځانګړی او موثر ځای درلود.

احمد شاه ابدالي د افغانستان په نوې تاسیس شوې جغرافیه کې د هر قوم حق ته د درناوي فکر ایجاد کړ، د منابعو عادلانه وېش یې تضمین کړ او د دولتدارۍ په ډګر کې یې د دین، دود او سیاسي حکمت ترمنځ یو ارزښتناک توازن بنسټیز کړ.

نن د جون درېیمه د افغان ملت د امپراتور احمد شاه ابدالي د مړینې ۲۵۳م تلین دی. دا ورځ یوازې د یوه پاچا د مرګ یاد نه دی، بلکې د یو ملت د بیا زېږېدو، د قومونو د یووالي او د عدالت د نظام د بنسټ کېښودو یوه تاریخي خاطره ده.

احمد شاه ابدالي چې د دراني امپراتورۍ بنسټ یې کېښود، نه یوازې یو زړور جنرال، بلکې یو ستر ملتپال، د سیاست او عدل هوښیار لارښود و.

د یو موټي افغانستان جوړول

احمد شاه ابدالي چې وروسته د "احمد شاه بابا" لقب یې واخیست، د ۱۷۴۷ ز کال په جولای میاشت کې د کندهار په شوربازار کې د قومي مشرانو تر مشورې وروسته د افغانستان د پاچا په توګه وټاکل شو.

دا ټاکنه، چې د پښتني دود له مخې د "خوږو اوبو له کاسې" سره مل وه، د هغه د ولسي مشروعیت ښکارندویي کوله.

له تاجکستانه تر عربي بحیرې، له پنجابه تر بلخ او بخارا پورې د ده تر ولکې لاندې پراخې سیمې راټولې شوې.

ابدالي ا نه یوازې د ختیځو قومونو ترمنځ یووالی راوست، بلکې د لرغوني خراسان د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تجدید هڅه یې وکړه.

د قومونو یووالي او د ټول‌شموله امپراتورۍ جوړښت

د احمد شاه ابدالي ستره لاسته راوړنه د قومونو ترمنځ وحدت و. هغه دا درک کړې وه چې یو باثباته امپراتوري یوازې هغه وخت دوام مومي چې ټول قومي او مذهبي اقلیتونه پکې شراکت ولري. هغه د پښتنو، تاجکانو، ازبکانو، بلوچو، هزاره‌ګانو، سېکانو، هندوانو، او نورو سره داسې تعامل درلود، لکه څنګه چې د یوه ملت جوړونکو ته ښایي.

ابدالي د قدرت انحصار نه کاوه. د ده په دربار کې تاجکان د مالیاتو مسوولین، ازبکان د سواره پوځ مشران، هزاره‌ګان د لوجستیک مسوولین او هندوان د سوداګرۍ او خزانو مسوولان وو.

دا تنوع یوازې یو تاکتیکي انتخاب نه و، بلکې د ده د سیاسي فلسفې یوه مهمه برخه وه.

د عدلي نظام بنسټ او شریعت‌محوره اصلاحات

احمد شاه ابدالي یو عادل واکمن و، چې د شریعت پر اصولو ولاړ عدلي نظام یې نافذ کړ. ده قاضي‌القضات، مفتیان او محلي قاضیان وټاکل او پر هغوی یې نظارت کاوه. د شرعي اصولو او قبیلوي دود ترمنځ توازن یې را منځته کړ، څو هم دیني عدالت تأمین شي او هم قومي تعادل وساتل شي.

احمد شاه ابدالي همداراز د غنیمتونو او مالیاتو د راټولولو لپاره د بیت‌المال بنسټ کېښود او له هغه څخه یې د پوځ، عامه خدماتو او دربار لګښتونه برابرول. ده په لومړي ځل په بیت المال کې د حساب ورکونې بنسټ کېښود.

100%

د جګړې او ډېپلوماسۍ مهارتونه

د ابدالي ستراتیژیک مهارتونه یوازې د شمشېر په زور نه بلکې د سیاست، مذاکراتو او ډېپلوماسۍ له لارې هم ښکارېدل. هغه نه یوازې د هند په میدانونو کې بریاوې لرلې، بلکې له ایران، عثماني خلافت او چیني واکمنانو سره یې هوښیار تعامل درلود.

د ۱۷۶۱م پاني پت جګړه د ده تر ټولو مهمه نظامي لاسته راوړنه وه، چې پکې یې د هند ستر مرهټه ځواک مات کړ. دا جګړه د مسلمانانو د واک د بېرته احیا کولو لپاره یوه مهمه شېبه وه. سره له دې چې احمد شاه وروسته له بریا څخه هند ته د واک غځولو هڅه ونه کړه؛ خو دا یې ښودله چې دی یو غارتګر نه، بلکې یو ملتپال امپراتور و.

فرهنګي پانګه، مذهبي زغم او ژبنی وحدت

احمد شاه ابدالي، چې خپله شاعر هم و، فرهنګي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوله. ده د دربار له لارې د ادب، تصوف، تاریخ او دیني علومو ودې ته زمینه برابره کړه. د هغه د دربار رسمي ژبې پښتو، دري او ترکي وې او دا ژبنۍ رنګارنګي یې د ملت جوړونې وسیله ګڼله.

ده د دیني زغم پالیسي درلوده. سره له دې چې احمد شاه سني حنفي و؛ خو د شیعه اقلیتونو پر ضد یې تعصب نه کاوه. په هند کې د سېکانو، هندوانو او نورو مذهبي ډلو معابد یې نه ړنګول، بلکې له هغوی سره یې د مالیې او مذهبي ازادۍ په بدل کې سوله ساتله.

میراث او د اوسني افغانستان لپاره پیغام

احمد شاه ابدالي یوازینی پاچا و چې د ملتپالنې، قومونو د یووالي، اسلامي عدالت او فرهنګي زغم تر منځ یې یو ځانګړی توازن وساته. د هغه د سیاست سترې تګلارې نن هم د یوه یو موټي، باثباته، او ملت‌محوره افغانستان لپاره لارښود کېدی شي.

نن چې افغانستان یو ځل بیا د قومي، مذهبي او سیاسي شخړو له امله د ګډوډۍ تر منځ پروت دی، د احمد شاه بابا د فکر او میراث بیا احیا کول یوه اړتیا ده، نه انتخاب.

احمد شاه بابا، د ملت‌جوړونې او عدالت سمبول

احمد شاه بابا یوازې د یو قوم قهرمان نه و، بلکې د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي سمبول و. هغه افغانانو ته هویت ورکړ، هېواد ته حدود او دولت ته نظام وټاکه. هغه افغانانانو ته دا ورښودله چې یو افغان کیدل د ژبې، قوم، یا سمت تابع نه، بلکې د یووالي، عدالت او وفادارۍ پرېکړه ده.

ابدالي نه یوازې د افغانانو، بلکې د منځنۍ اسیا، هندوستان او ایران د تاریخ یوه مهمه څېره ده. هغه د خپلې پوهې، زړورتیا او بین‌الاقوامي لید له برکته وکولای شول چې یو بې‌ثباته سیمه د یو قوي امپراتورۍ په بڼه راټوله کړي.

هغه افغانان سره یو موټي کړل، اقلیتونو ته یې ځای ورکړ، عدالت ته یې ارزښت ورکړ او یو داسې میراث یې پرېښود چې تر نن ورځې د افغانانو د ویاړ سرچینه ده.