ایرواشیا وېبپاڼه: پاکستان او افغانستان د نوې همکارۍ پر لور روان دي
د پاکستان ایرواشیا وېبپاڼې په یوه څېړنیزه مقاله کې وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې چې کلونه - کلونه له بېباورۍ او ستونزو سره مل وې، اوس د ښهوالي او همکارۍ پر لور روانې دي.
د لیکوال په اند، طالبانو او پاکستاني چارواکو د چین په ملاتړ د سیاسي، اقتصادي او ټرانسپورتي اړیکو د پراختیا لپاره خپله لېوالتیا ښودلې.
ابدالي د قدرت انحصار نه کاوه. د ده په دربار کې تاجکان د مالیاتو مسوولین، ازبکان د سواره پوځ مشران، هزارهګان د لوجستیک مسوولین او هندوان د سوداګرۍ او خزانو مسوولان وو.
دا تنوع یوازې یو تاکتیکي انتخاب نه و، بلکې د ده د سیاسي فلسفې یوه مهمه برخه وه.
د عدلي نظام بنسټ او شریعتمحوره اصلاحات
احمد شاه ابدالي یو عادل واکمن و، چې د شریعت پر اصولو ولاړ عدلي نظام یې نافذ کړ. ده قاضيالقضات، مفتیان او محلي قاضیان وټاکل او پر هغوی یې نظارت کاوه. د شرعي اصولو او قبیلوي دود ترمنځ توازن یې را منځته کړ، څو هم دیني عدالت تأمین شي او هم قومي تعادل وساتل شي.
احمد شاه ابدالي همداراز د غنیمتونو او مالیاتو د راټولولو لپاره د بیتالمال بنسټ کېښود او له هغه څخه یې د پوځ، عامه خدماتو او دربار لګښتونه برابرول. ده په لومړي ځل په بیت المال کې د حساب ورکونې بنسټ کېښود.
د جګړې او ډېپلوماسۍ مهارتونه
د ابدالي ستراتیژیک مهارتونه یوازې د شمشېر په زور نه بلکې د سیاست، مذاکراتو او ډېپلوماسۍ له لارې هم ښکارېدل. هغه نه یوازې د هند په میدانونو کې بریاوې لرلې، بلکې له ایران، عثماني خلافت او چیني واکمنانو سره یې هوښیار تعامل درلود.
د ۱۷۶۱م پاني پت جګړه د ده تر ټولو مهمه نظامي لاسته راوړنه وه، چې پکې یې د هند ستر مرهټه ځواک مات کړ. دا جګړه د مسلمانانو د واک د بېرته احیا کولو لپاره یوه مهمه شېبه وه. سره له دې چې احمد شاه وروسته له بریا څخه هند ته د واک غځولو هڅه ونه کړه؛ خو دا یې ښودله چې دی یو غارتګر نه، بلکې یو ملتپال امپراتور و.
فرهنګي پانګه، مذهبي زغم او ژبنی وحدت
احمد شاه ابدالي، چې خپله شاعر هم و، فرهنګي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوله. ده د دربار له لارې د ادب، تصوف، تاریخ او دیني علومو ودې ته زمینه برابره کړه. د هغه د دربار رسمي ژبې پښتو، دري او ترکي وې او دا ژبنۍ رنګارنګي یې د ملت جوړونې وسیله ګڼله.
ده د دیني زغم پالیسي درلوده. سره له دې چې احمد شاه سني حنفي و؛ خو د شیعه اقلیتونو پر ضد یې تعصب نه کاوه. په هند کې د سېکانو، هندوانو او نورو مذهبي ډلو معابد یې نه ړنګول، بلکې له هغوی سره یې د مالیې او مذهبي ازادۍ په بدل کې سوله ساتله.
میراث او د اوسني افغانستان لپاره پیغام
احمد شاه ابدالي یوازینی پاچا و چې د ملتپالنې، قومونو د یووالي، اسلامي عدالت او فرهنګي زغم تر منځ یې یو ځانګړی توازن وساته. د هغه د سیاست سترې تګلارې نن هم د یوه یو موټي، باثباته، او ملتمحوره افغانستان لپاره لارښود کېدی شي.
نن چې افغانستان یو ځل بیا د قومي، مذهبي او سیاسي شخړو له امله د ګډوډۍ تر منځ پروت دی، د احمد شاه بابا د فکر او میراث بیا احیا کول یوه اړتیا ده، نه انتخاب.
احمد شاه بابا، د ملتجوړونې او عدالت سمبول
احمد شاه بابا یوازې د یو قوم قهرمان نه و، بلکې د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي سمبول و. هغه افغانانو ته هویت ورکړ، هېواد ته حدود او دولت ته نظام وټاکه. هغه افغانانانو ته دا ورښودله چې یو افغان کیدل د ژبې، قوم، یا سمت تابع نه، بلکې د یووالي، عدالت او وفادارۍ پرېکړه ده.
ابدالي نه یوازې د افغانانو، بلکې د منځنۍ اسیا، هندوستان او ایران د تاریخ یوه مهمه څېره ده. هغه د خپلې پوهې، زړورتیا او بینالاقوامي لید له برکته وکولای شول چې یو بېثباته سیمه د یو قوي امپراتورۍ په بڼه راټوله کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې شنبې په ورځ په پېښور کې یوې جرګې ته وویل، چې «پاکستاني پوځ هند ته یو داسې درس ورکړی چې د نسلونو لپاره به یې یاد وي». شریف خېبر پښتونخوا د پاکستان «لومړۍ کرښه» وبلله او ژمنه یې وکړه چې دغه ایالت به د ملي مالي کمیسون له لارې خپل حق ترلاسه کړي.
شهباز شریف د غبرګولي پر ۱۳مه، د پېښور امن جرګې ته په خبرو کې وویل، چې مودي لا هم له دې ماتې خپل زخمونه ګروي او که بیا هم کومه تېروتنه تکرار شي، نو ځواب به یې سخت او بې جوړجاړي وي.
نوموړي د هند او پاکستان ترمنځ د اندس اوبو تړون پر اساس د پاکستان د اوبو پر حقونو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دیامیر-باشا او داسو بندونو په ګډون، د اوبو زېرمې به جوړوي څو د هند د « شومو ارادو» مخه ونیول شي.
شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل، « هند ته باید روښانه وي، چې هر څاڅکی اوبه د پاکستان ولس حق دی. که دوی بیا هم کومه تېروتنه وکړه، نو هغه درس به ورته بیا تکرار کړو».
د اېکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، شهباز شریف خېبر پښتونخوا د پاکستان «لومړۍ کرښه» وبلله او ژمنه یې وکړه چې دغه ایالت به د ملي مالي کمیسون (NFC) له لارې خپل حق ترلاسه کړي. نوموړي اعلان وکړ چې یوه ځانګړې کمېټه به جوړه کړي چې د اېن ایف سي پر برخې بیا کتنه وکړي او د دې کمېټې لومړۍ غونډه به په اګست میاشت کې وشي.