• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو «مولوي ګل حسن» روسیې ته د خپل سفیر په توګه معرفي کړی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱

طالبانو مولوي ګل حسن په روسیه کې د خپل نوي سفیر په توګه مسکو ته ور معرفي کړی دی. په مسکو کې د افغان سفارت چارواکو تاس اژانس ته ویلي، چې مولوي ګل حسن به د روسیې د ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته لاړ شي او سفارت واګې به په واک کې واخلي.

مسکو د سفیر په توګه د نوموړي د ټاکل کېدو لپاره اګریمان یا موافقت صادر کړی او تمه کېږي چې هغه به ډېر ژر روسیې ته لاړ شي.

مولوي ګل حسن د بلوچستان په کوټه ښار کې د طالبانو کونسل پاتې شوی دی.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وړمه ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته د دې ډلې د نوي سفیر د منلو موافقت لیک وسپاره.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل په پای کې اعلان وکړ چې نور به په روسیه کې د طالبانو پر فعالیتونو بندیز نه وي او د طالبانو د استازي کچه به د سفیر کچې ته لوړه کړي.

دا اعلان د کابلوف، متقي او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني تر لیدنې وروسته شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو دیني عالم بشیر حنفي له بنده ازاد کړ

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۲۹ GMT+۱

په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دیني عالم مولوي بشیر احمد حنفي د طالبانو له بند څخه ازاد شو. یاد دیني عالم ته د هلمند ابتدایه محکمې د اتو میاشتو بند سزا ورکړې وه او دوه کاله یې هم له افغانستان څخه بهر سفرکولو څخه منع کړی و.

په هلمند کې ځايي سرچینو نن سې شنبه د غبرګولي ۱۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دیني عالم مولوي بشیر احمد حنفي نن له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

سرچینې زیاتوي چې نوموړی د قومي مشرانو په منځګړیتوب له بنده خوشې شوی دی.

مولوي بشیر احمد حنفي د تېرو نږدې اوو کلونو راپه دې خوا د مصر په الازهر پوهنتون کې زده کړې کولې، خو د طالبانو له خوا تر نیولو وروسته یې په الازهر پوهنتون کې د وروستیو ازموینو چانس له لاسه ورکولو په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.

د مولوي بشیر احمد حنفي خپلوان وايي، طالبانو د ښځو د زده کړو او په یوه مرکه کې د طالبانو پر مشر د ځینو نیوکو له امله نوموړي ته یاده سزا ورکړې وه.

بشیر حنفي په لښکرګاه ښار کې د دیني زده کړو یوه مدرسه هم لري او د الازهر پوهنتون د رخصتیو پرمهال یې په خپله مدرسه کې زده کوونکو ته دیني زده کړې ورکولې.

حنفي تېرکال هم د طالبانو استخباراتو نیولی و او له څو ورځې نظر بند ساتل کېدو وروسته یې خوشی کړی و.

پولیس: په چارسده کې د جومات ملاامام پر ۱۴ کلن هلک جنسي تېری کړی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا ایالت پولیس وايي چې د چارسدې ولسوالۍ د نستې په سیمه کې د جومات ملا امام قاري تاج ګل پر یوه ۱۴ کلن هلک جنسي تېری کړی دی. پولیس زیاتوي چې د قاري تاج ګل پر ضد قضیه ثبت شوې ده او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د خیبرپښتونخوا پولیس وايي چې هلک د طبي معاینې لپاره روغتون ته لیږدول شوی.

د پېښې په لومړني رپوټ کې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده، لیکل شوي چې دا پېښه نن سې شنبه د غبرګولي پر ۱۳مه ثبت شوې ده.

همدراز پولیس زیاتوي چې د تورن ملاامام د نیولو لپاره یې یوه ځانګړې ډله جوړه کړې ده.

په برېتانیا کې دوه افغانان د ۷۰ کډوالو د قاچاق په تور محاکمه شول

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱

برېتانیایي چارواکو دوه افغانان د ناقانونه کډوالو د قاچاق په تور بندیان کړي دي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې دوی د می پر ۲۱مه د ۷۰ کډوالو یوه کښتۍ د فرانسې له کانال څخه برېتانیا ته لېږدوله.

د ډیلي مېل د راپور له مخې، د برېتانیا د ملي جرمونو ادارې ویلي، چې ۳۸ کلن شاهد سلیم سجادي او ۲۵ کلن صفي‌الله محمدي هغه مهال ونیول شول، چې د کډوالو کښتۍ دوور بندر ته ورسېده. دواړو خپل جرم منلی او د می په ۲۴مه د فوک‌سټون په محکمې کې هغوی ته ۸ میاشتې بند سزا واورول شوه.

یاده کښتۍ د هغو ۱۳وړو بیړیو له ډلې وه، چې ټول ټال ۸۲۵کډوال یې د کانال له لارې برېتانیا ته لیږدول.

کله چې کښتۍ د فرانسې له ساحله تېریده، یوه ښځه او ماشوم ترې وغورځیدل چې د فرانسوي ساحلي ګزمې له خوا ژغورل شوي وو، خو وروسته مړه شول شول. د فرانسې پولیسو د دې پېښې پلټنه پیل کړې ده.

د برېتانیا د ملي جرمونو ادارې مشر ادم بېري ویلي: «دا پېښه ښيي چې دغه ډول سفرونه څومره خطرناک دي او قاچاق‌بران څومره بې رحمانه چلند کوي. کښتۍ په خطرناک ډول له خلکو څخه ډکه وه، خو سجادي او محمدي بیا هم خپل سفر ته دوام ورکړ.»

د کډولو د ملاتړ یوې خیریه ټولنې اوتوپیا ۵۶ ویلي، چې دوی سهار د ژغورنې لپاره د بیړني تماس پر مهال داسې پیغام ترلاسه کړی و: «کښتۍ ماته شوې، دوه کسان مړه دي.»

رسنۍ محدودیږي؛ طالبانو په لغمان کې د ساکښو موجوداتو پر انځور خپراوي بندیز ولګاوه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې طالبانو په لغمان کې د ساکښو موجوداتو پر انځور اخیستو او خپراوي بندیز ولګاوه. د یاد مرکز د شمېرو له مخې تر دې دمه طالبانو په ۱۹ ولایتونو کې د ساکښو موجوداتو پر انځور خپراوي بندیز لګولی دی.

د افغان خبریالانو مرکز نن سې شنبه د غبرګولي ۱۳مه په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په رسنیو باندې د محدودیتونو زیاتېدل به خلک د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي له حقونو بې برخې کړي.

د افغان خبریالانو د مرکز په وینا، د لغمان ولایت د امربالمعروف مشر مولوي پاچاګل احمدي پرون دوشنبه د غبرګولي ۱۲مه په مرکز مهترلام کې د سیمه ییزو ارګانونو د مسوولینو او د سیمه ییزو رسنیو د استازو په حضور کې د ساکښو د انځورونو پر خپرېدو د بندیز موضوع یاده کړې ده.

احمدي په دې کتنه کې په ډاګه کړې چې د لغمان ولايت رسنۍ دې د امربالمعروف قانون له مخې د ساکښو انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.

په لغمان کې يوه ځايي خبريال د خبريالانو مرکز ته ویلي، چې د ژونديو انځورونو پر خپرولو د بنديز په رسمي پلي کېدو سره به رسنۍ او معلومات د پخوا په پرتله ډېر محدود شي.

طالبانو له دې وړاندې د کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب او پنجشیر ولایتونو کې د ساکښو موجوداتو انځورونه اخیستل او خپرول بند کړي دي.

امرالله صالح: نړیوال بنسټونه هرځل د جګړې پر مهال پر پاکستان محدودیتونه کموي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني لومړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح نړیوال مالي بنسټونه او لویدیز هېوادونه تورن کړي چې له پاکستان سره د جګړې یا کړکېچ پر مهال نرمي کوي او حتا مالي مرستې ورته اسانه کوي.

صالح د سې شنبې په ورځ پر خپل ایکس ولیکل، « ولې هر ځل چې پاکستان د جګړې حالت ته ورځي، نړیوال بانک، ای ایم ایف او اسیا پرمختیایي بانک پرې د پورونو او مرستو محدودیتونه نرموي؟».

هغه د پاکستان او هند ترمنځ څلور ورځنۍ وروستۍ شخړې ته اشاره کړې او وايي، چې د پاکستان پر وړاندې ددغو بنسټونو دریځ نرم برېښي.

صالح زیاته کړې چې امریکا او لویدیزو متحدینو هیڅکله پر پاکستان خپلې مالي او نظامي مرستې نه دي درولې، حتا هغه مهال هم نه وې درول شوې،چې پاکستان د کوټې شورا، حقاني شبکې او القاعدې ملاتړ کاوه.

هغه د اسامه بن لادن د وژل کېدو پېښه یاده کړه، چې د پاکستان د نظامي اکاډمۍ څنګ ته وموندل شو.

صالح وايي، « لویدیځ هیڅ ډول بندیزونه پرې ونه لګول، نه پر پاکستان او نه هم پر هغه کس چې خپل کور یې القاعدې ته په کرایه ورکړی و».

هغه پوښتنه کړې، چې « پاکستان څنګه د بندیزونو تر رادار لاندې پټه الوتنه کوي؟».