• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پولیس: په چارسده کې د جومات ملاامام پر ۱۴ کلن هلک جنسي تېری کړی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا ایالت پولیس وايي چې د چارسدې ولسوالۍ د نستې په سیمه کې د جومات ملا امام قاري تاج ګل پر یوه ۱۴ کلن هلک جنسي تېری کړی دی. پولیس زیاتوي چې د قاري تاج ګل پر ضد قضیه ثبت شوې ده او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د خیبرپښتونخوا پولیس وايي چې هلک د طبي معاینې لپاره روغتون ته لیږدول شوی.

د پېښې په لومړني رپوټ کې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده، لیکل شوي چې دا پېښه نن سې شنبه د غبرګولي پر ۱۳مه ثبت شوې ده.

همدراز پولیس زیاتوي چې د تورن ملاامام د نیولو لپاره یې یوه ځانګړې ډله جوړه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په برېتانیا کې دوه افغانان د ۷۰ کډوالو د قاچاق په تور محاکمه شول

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱

برېتانیایي چارواکو دوه افغانان د ناقانونه کډوالو د قاچاق په تور بندیان کړي دي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې دوی د می پر ۲۱مه د ۷۰ کډوالو یوه کښتۍ د فرانسې له کانال څخه برېتانیا ته لېږدوله.

د ډیلي مېل د راپور له مخې، د برېتانیا د ملي جرمونو ادارې ویلي، چې ۳۸ کلن شاهد سلیم سجادي او ۲۵ کلن صفي‌الله محمدي هغه مهال ونیول شول، چې د کډوالو کښتۍ دوور بندر ته ورسېده. دواړو خپل جرم منلی او د می په ۲۴مه د فوک‌سټون په محکمې کې هغوی ته ۸ میاشتې بند سزا واورول شوه.

یاده کښتۍ د هغو ۱۳وړو بیړیو له ډلې وه، چې ټول ټال ۸۲۵کډوال یې د کانال له لارې برېتانیا ته لیږدول.

کله چې کښتۍ د فرانسې له ساحله تېریده، یوه ښځه او ماشوم ترې وغورځیدل چې د فرانسوي ساحلي ګزمې له خوا ژغورل شوي وو، خو وروسته مړه شول شول. د فرانسې پولیسو د دې پېښې پلټنه پیل کړې ده.

د برېتانیا د ملي جرمونو ادارې مشر ادم بېري ویلي: «دا پېښه ښيي چې دغه ډول سفرونه څومره خطرناک دي او قاچاق‌بران څومره بې رحمانه چلند کوي. کښتۍ په خطرناک ډول له خلکو څخه ډکه وه، خو سجادي او محمدي بیا هم خپل سفر ته دوام ورکړ.»

د کډولو د ملاتړ یوې خیریه ټولنې اوتوپیا ۵۶ ویلي، چې دوی سهار د ژغورنې لپاره د بیړني تماس پر مهال داسې پیغام ترلاسه کړی و: «کښتۍ ماته شوې، دوه کسان مړه دي.»

رسنۍ محدودیږي؛ طالبانو په لغمان کې د ساکښو موجوداتو پر انځور خپراوي بندیز ولګاوه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې طالبانو په لغمان کې د ساکښو موجوداتو پر انځور اخیستو او خپراوي بندیز ولګاوه. د یاد مرکز د شمېرو له مخې تر دې دمه طالبانو په ۱۹ ولایتونو کې د ساکښو موجوداتو پر انځور خپراوي بندیز لګولی دی.

د افغان خبریالانو مرکز نن سې شنبه د غبرګولي ۱۳مه په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په رسنیو باندې د محدودیتونو زیاتېدل به خلک د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي له حقونو بې برخې کړي.

د افغان خبریالانو د مرکز په وینا، د لغمان ولایت د امربالمعروف مشر مولوي پاچاګل احمدي پرون دوشنبه د غبرګولي ۱۲مه په مرکز مهترلام کې د سیمه ییزو ارګانونو د مسوولینو او د سیمه ییزو رسنیو د استازو په حضور کې د ساکښو د انځورونو پر خپرېدو د بندیز موضوع یاده کړې ده.

احمدي په دې کتنه کې په ډاګه کړې چې د لغمان ولايت رسنۍ دې د امربالمعروف قانون له مخې د ساکښو انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.

په لغمان کې يوه ځايي خبريال د خبريالانو مرکز ته ویلي، چې د ژونديو انځورونو پر خپرولو د بنديز په رسمي پلي کېدو سره به رسنۍ او معلومات د پخوا په پرتله ډېر محدود شي.

طالبانو له دې وړاندې د کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب او پنجشیر ولایتونو کې د ساکښو موجوداتو انځورونه اخیستل او خپرول بند کړي دي.

امرالله صالح: نړیوال بنسټونه هرځل د جګړې پر مهال پر پاکستان محدودیتونه کموي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني لومړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح نړیوال مالي بنسټونه او لویدیز هېوادونه تورن کړي چې له پاکستان سره د جګړې یا کړکېچ پر مهال نرمي کوي او حتا مالي مرستې ورته اسانه کوي.

صالح د سې شنبې په ورځ پر خپل ایکس ولیکل، « ولې هر ځل چې پاکستان د جګړې حالت ته ورځي، نړیوال بانک، ای ایم ایف او اسیا پرمختیایي بانک پرې د پورونو او مرستو محدودیتونه نرموي؟».

هغه د پاکستان او هند ترمنځ څلور ورځنۍ وروستۍ شخړې ته اشاره کړې او وايي، چې د پاکستان پر وړاندې ددغو بنسټونو دریځ نرم برېښي.

صالح زیاته کړې چې امریکا او لویدیزو متحدینو هیڅکله پر پاکستان خپلې مالي او نظامي مرستې نه دي درولې، حتا هغه مهال هم نه وې درول شوې،چې پاکستان د کوټې شورا، حقاني شبکې او القاعدې ملاتړ کاوه.

هغه د اسامه بن لادن د وژل کېدو پېښه یاده کړه، چې د پاکستان د نظامي اکاډمۍ څنګ ته وموندل شو.

صالح وايي، « لویدیځ هیڅ ډول بندیزونه پرې ونه لګول، نه پر پاکستان او نه هم پر هغه کس چې خپل کور یې القاعدې ته په کرایه ورکړی و».

هغه پوښتنه کړې، چې « پاکستان څنګه د بندیزونو تر رادار لاندې پټه الوتنه کوي؟».

ملا هبت الله غواړي د کابل ژوبڼ له ښار څخه بهر بل ځای ته ولېږدوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم د تطبیق په موخه کابل ژوبڼ له دهمزنګ نه، له ښاره بهر بل ځای ته لېږدول کیږي. په دې اړه جوړې شوې ناستې ویلي، چې د ژوبن اوسنی موقعیت د ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوی.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت نن سې شنبه د غبرګولي ۱۳مه وویل، چې د یاد وزارت د وزیر حمدالله نعماني په مشرۍ ددې ډلې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو، ملي چاپېریال ساتنې ادارې او د کابل ښاروالۍ استازو د کابل ښار له اوسني موقعیت څخه د ژوبڼ د انتقال لپاره ځانګړې غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې د ملاهبت الله د حکم د تطبیق په موخه له کابل ښار څخه بهر د ژوبڼ لپاره د مناسب ځای د ټاکلو په اړه بحث او نظرونه تبادله شوي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر حمدالله نعماني ویلي، چې « د کابل اوسنی ژوبڼ د ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوی چې دې وضعیت هم د خلکو او هم د لیدونکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي.»

هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره اړینه ده چې ژوبڼ یوې بلې پراخې او مناسبې سیمې ته انتقال شي.

نوموړی زیاته کړې، چې دا چاره به په ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمېدو لامل وګرځي او له بل پلوه خلک او سیلانیان د ژویو لېدو ته لېواله شي او دغه راز به ورسره د «امارت» عواید هم زیات شي.

د طالبانو د څو وزارتونو ګډې ناستې پرېکړه کړې، چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله حکم باید عملي شي او د دې لپاره دې د اراضۍ ریاست په مشرۍ پلاوی له لوی اختر وروسته اونۍ کې د اراضۍ، ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې، کادستر او کور اوښار جوړولو وزارت استازو په ګډون د املاکو د ثبت کتابونو پر بنسټ یو مناسب ځای وټاکي.

دغه راز تصمیم نیول شوی، چې د اوسني کابل ژوبڼ ساحه دې د پراختیایي ساحې په توګه بېرته ملاهبت الله ته وړاندیز شي.

د کابل ژوبڼ شاوخوا ۶۰ کاله وړاندې د پخواني پاچا ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د دهمزنګ په سیمه کې جوړ شو. ژوبڼ په داخلي جګړو کې زیانمن شو او هلته ساتل شوي څاروي له منځه لاړل.

د کابل ژوبڼ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه ژوبڼ کې له سل ډوله ډېر ژوي، مرغان، کبان او څاروي، چې شمېر یې ۶۰۰ ته رسېږي، ساتل کېږي.

په نشه یې توکو ۲۰۰ روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل کې په نشه‌ يي توکو ۲۰۰ روږدي کسان تر درملنې وروسته، نن خپلو کورنیو ته وسپارل. دوی زیاتوي چې په یوه کال کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو وړتیا ۳۴ زره ۶۰۰ بستره ده او د همدا شمېر کسانو درملنه پکې کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سه شنبه د غبرګولي ۱۳مه پر خپل اېکس لیکلي، چې ددې ډلې د عامې روغتیا خدمتونو وړاندې کولو معیین عبدالولي حقاني په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: «په نشه ‌يي توکو ۲۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته، نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي چې دا نه یوازې یو طبي بریالیتوب دی بلکې یو اسلامي، افغاني، انساني، رواني او ملي بریالیتوب هم دی.»

د طالبانو د روغتیايي خدمتونو معین، دغه راز په نشه ‌يي توکو د روږدو کسانو په درملنه کې د ملي او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د مرستو او همکاریو مننه وکړه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روږدو کسانو د درملنې ملي برنامې رییس مولوي انعام الله عمار وايي، چې د روږدو کسانو د درملنې ملي برنامې ریاست اوسمهال د درملنې ۶۷ مرکزونه لري، چې له دې جملې څخه ۴۶ یې زیات عمر لرونکو، ۱۴ مېرمنو او ۷ مرکزونه یې تنکیو ځوانانو ته ځانګړي شوي.

د نوموړي په وینا، په یوه کال کې د دغو مرکزونو وړتیا ۳۴ زره ۶۰۰ بستره ده او د همدا شمېر کسانو درملنه پکې کېږي.

د وی زیاتوي چې د یوه کال په بهیر کې ۳۸ زره ۶۰۰ کسانو ته د جوماتونو، ښوونځیو او پوهنتونونو له لارې د نشه ‌يي توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږی.