پښتونخوا کې یوې نیا په «زهرو» سره د خپلو درېیو لمسیانو ژوند پای ته ورساوه

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا د نوشېره سیمې په «ازاخېل بالا» سیمه کې یوې نیا خپلو درېیو لمسیانو ته «زهرجن مواد» ورکړي، چې له امله یې مړه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا د نوشېره سیمې په «ازاخېل بالا» سیمه کې یوې نیا خپلو درېیو لمسیانو ته «زهرجن مواد» ورکړي، چې له امله یې مړه شوي دي.
د پاکستان اېچډي ۲۴ ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ (د جون ۴مه) په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ماشومانو پلار بختشېر پولیسو ته خبر ورکړی چې د حریم، مریم او یمن په نومونو د هغه درې ماشومان د زهرجنو موادو د خوړولو له امله مړه شوي دي.په پیل کې دا پېښه د یوې شکمنې مړینې په توګه ثبت شوې وه، خو وروسته د ماشومانو مور او پلار په محکمه کې شاهدي ورکړې، چې د یادو ماشومانو نیا او د محمدشېر مور شاهین بيبي د دغه مسمومیت مسووله بلل شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې د ماشومانو مور ماریا هم همدا ماده خوړلې وه، خو هغه ژوندۍ پاتې شوې ده.
پاکستاني پولیسو د پېښې انګېزه د خواښې او نږور ترمنځ د اوږدې مودې احتمالي شخړه بللې او په وینا یې، شاهین بيبي اوس مهال له هغوی سره په بند کې ده او څېړنې ترې روانې دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې دا پېښه ډېره حساسه ده او دوی هڅه کوي څو د شواهدو په کره ارزونې سره عدالت تأمین کړي.
خېبرپښتونخوا په ځانګړې توګه په نوشېره سیمه کې دا ډول پېښې لومړنۍ نهدي، بلکې تر دې مخکې هم د کورني تاوتریخوالي او جنايي پېښو په ترڅ کې ګڼ کسان وژل شوي دي.
څه موده مخکې د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې په «نوشېره» سیمه کې یوه سړي خپله ۸۲ کلنه عمرخوړلې مور، یوه خور او یو ورور وژلي او بیا له سیمې تښتېدلی دی.
تر دې وړاندې هم په دې سیمه کې په «ملالۍ» مشهور د لایقخان په نوم یو نرښځی د خپل نږدې ملګري لهخوا وژل شوی و.


په خیبر پښتونخوا کې د روان کال په اوږدو کې د امنیتي او ترهګریزو پېښو له امله لږ تر لږه ۷۴۵ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي، چې د پولیسو، سرحدي ځواکونو (ایف سي) غړي او ولسي وګړي پکې شامل دي. دا معلومات په یوه تازه ایالتي رپوټ کې وړاندې شوي دي.
د رپوټ له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په ۱۵ولسوالیو کې د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۵۴پولیس سرتېري وژل شوي او ۷۵نور ټپیان دي. په ورته وخت کې، ۹۵ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵۶ټپیان شوي دي.
تر ټولو ډېر زیان د بنو او شمالي وزیرستان په ناامنه سیمو کې اوښتی.
په بنو کې ۱۶۷ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي، په داسې حال کې چې په شمالي وزیرستان کې ۱۳۶پېښې ثبت شوې دي.
په بنو کې ۱۹پولیس سرتېري وژل شوي دي، چې د ایالت په کچه تر ټولو لوړ شمېر دی.
رپوټ وايي، چې په ډېره اسماعیل خان کې ۹ پولیس، په کوهاټ کې اووه، پېښور کې پنځه، جنوبي وزیرستان کې څلور او په خیبر ولسوالۍ کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي.
رپوټ وايي، چې سرحدي ملېشو (ایف سي) هم سخت زیان لیدلی.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د معلوماتو له مخې، ۴۱ ایف سي سرتېري وژل شوي او ۶۳نور ټپیان شوي دي.
په کورمه ولسوالۍ کې ۱۲ او په شمالي وزیرستان کې ۹ ایف سي سرتېري وژل شوي دي.
رپوټ همداراز ښيي چې ۹ خاصه دار سرتېري هم وژل شوي او ۱۸نور ټپیان دي. دا ځواکونه اوس د پولیسو په جوړښت کې شامل شوي دي.
په رپوټ کې ولسي وګړي هم د ناامنۍ تر ټولو ډېر قربانیان بلل شوي. په بنو کې ۱۹، جنوبي وزیرستان کې ۱۳ او شمالي وزیرستان کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.
دغه شمېرې ښيي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دی او حکومت د وسله والو ډلو په کنټرول او امنیت راوستلو کې له ستونزو سره مخ دی.
په خیبر پښتونخوا کې ډېری بریدونه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحاد المجاهدین شورا کوي، چې دواړې ډلې ددغه هېواد د پوځ او حکومت خلاف له اوږدې مودې راهیسې وسله وال فعالیت کوي.

د افغانستان د تاریخي فصل لومړی څپرکی له احمد شاه ابدالي جوړ دی چې د جګړې په ډګر کې بریالی و او هم یې د ملت جوړونې لومړنی خو بنسټیز روایت ایجاد کړی دی.
هغه نه یوازې د ستر امپراتور په توګه وځلېد، بلکې د قومي یووالي، عدالت او ستراتیژیکو سیاسي مهارتونو له مخې یې د افغان دولت بنسټ کېښود.
د هغه تر مشرۍ لاندې، افغانستان له یو ویشلي، قبیلوي او شخړو ډک جوړښت څخه یو منظم، یو موټی او د قومونو ترمنځ د تفاهم پر بنسټ په امپراتورۍ ته واوښت. تاجک، هزاره، هندو، سېکهـ، ترکمن، نورستاني، ازبک، بلوچ او پښتانه ټول د هغه په لښکر، دولت او مشورتي شورا کې خپل ځانګړی او موثر ځای درلود.
احمد شاه ابدالي د افغانستان په نوې تاسیس شوې جغرافیه کې د هر قوم حق ته د درناوي فکر ایجاد کړ، د منابعو عادلانه وېش یې تضمین کړ او د دولتدارۍ په ډګر کې یې د دین، دود او سیاسي حکمت ترمنځ یو ارزښتناک توازن بنسټیز کړ.
نن د جون درېیمه د افغان ملت د امپراتور احمد شاه ابدالي د مړینې ۲۵۳م تلین دی. دا ورځ یوازې د یوه پاچا د مرګ یاد نه دی، بلکې د یو ملت د بیا زېږېدو، د قومونو د یووالي او د عدالت د نظام د بنسټ کېښودو یوه تاریخي خاطره ده.
احمد شاه ابدالي چې د دراني امپراتورۍ بنسټ یې کېښود، نه یوازې یو زړور جنرال، بلکې یو ستر ملتپال، د سیاست او عدل هوښیار لارښود و.
د یو موټي افغانستان جوړول
احمد شاه ابدالي چې وروسته د "احمد شاه بابا" لقب یې واخیست، د ۱۷۴۷ ز کال په جولای میاشت کې د کندهار په شوربازار کې د قومي مشرانو تر مشورې وروسته د افغانستان د پاچا په توګه وټاکل شو.
دا ټاکنه، چې د پښتني دود له مخې د "خوږو اوبو له کاسې" سره مل وه، د هغه د ولسي مشروعیت ښکارندویي کوله.
له تاجکستانه تر عربي بحیرې، له پنجابه تر بلخ او بخارا پورې د ده تر ولکې لاندې پراخې سیمې راټولې شوې.
ابدالي ا نه یوازې د ختیځو قومونو ترمنځ یووالی راوست، بلکې د لرغوني خراسان د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تجدید هڅه یې وکړه.
د قومونو یووالي او د ټولشموله امپراتورۍ جوړښت
د احمد شاه ابدالي ستره لاسته راوړنه د قومونو ترمنځ وحدت و. هغه دا درک کړې وه چې یو باثباته امپراتوري یوازې هغه وخت دوام مومي چې ټول قومي او مذهبي اقلیتونه پکې شراکت ولري. هغه د پښتنو، تاجکانو، ازبکانو، بلوچو، هزارهګانو، سېکانو، هندوانو، او نورو سره داسې تعامل درلود، لکه څنګه چې د یوه ملت جوړونکو ته ښایي.
ابدالي د قدرت انحصار نه کاوه. د ده په دربار کې تاجکان د مالیاتو مسوولین، ازبکان د سواره پوځ مشران، هزارهګان د لوجستیک مسوولین او هندوان د سوداګرۍ او خزانو مسوولان وو.
دا تنوع یوازې یو تاکتیکي انتخاب نه و، بلکې د ده د سیاسي فلسفې یوه مهمه برخه وه.
د عدلي نظام بنسټ او شریعتمحوره اصلاحات
احمد شاه ابدالي یو عادل واکمن و، چې د شریعت پر اصولو ولاړ عدلي نظام یې نافذ کړ. ده قاضيالقضات، مفتیان او محلي قاضیان وټاکل او پر هغوی یې نظارت کاوه. د شرعي اصولو او قبیلوي دود ترمنځ توازن یې را منځته کړ، څو هم دیني عدالت تأمین شي او هم قومي تعادل وساتل شي.
احمد شاه ابدالي همداراز د غنیمتونو او مالیاتو د راټولولو لپاره د بیتالمال بنسټ کېښود او له هغه څخه یې د پوځ، عامه خدماتو او دربار لګښتونه برابرول. ده په لومړي ځل په بیت المال کې د حساب ورکونې بنسټ کېښود.

د جګړې او ډېپلوماسۍ مهارتونه
د ابدالي ستراتیژیک مهارتونه یوازې د شمشېر په زور نه بلکې د سیاست، مذاکراتو او ډېپلوماسۍ له لارې هم ښکارېدل. هغه نه یوازې د هند په میدانونو کې بریاوې لرلې، بلکې له ایران، عثماني خلافت او چیني واکمنانو سره یې هوښیار تعامل درلود.
د ۱۷۶۱م پاني پت جګړه د ده تر ټولو مهمه نظامي لاسته راوړنه وه، چې پکې یې د هند ستر مرهټه ځواک مات کړ. دا جګړه د مسلمانانو د واک د بېرته احیا کولو لپاره یوه مهمه شېبه وه. سره له دې چې احمد شاه وروسته له بریا څخه هند ته د واک غځولو هڅه ونه کړه؛ خو دا یې ښودله چې دی یو غارتګر نه، بلکې یو ملتپال امپراتور و.
فرهنګي پانګه، مذهبي زغم او ژبنی وحدت
احمد شاه ابدالي، چې خپله شاعر هم و، فرهنګي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوله. ده د دربار له لارې د ادب، تصوف، تاریخ او دیني علومو ودې ته زمینه برابره کړه. د هغه د دربار رسمي ژبې پښتو، دري او ترکي وې او دا ژبنۍ رنګارنګي یې د ملت جوړونې وسیله ګڼله.
ده د دیني زغم پالیسي درلوده. سره له دې چې احمد شاه سني حنفي و؛ خو د شیعه اقلیتونو پر ضد یې تعصب نه کاوه. په هند کې د سېکانو، هندوانو او نورو مذهبي ډلو معابد یې نه ړنګول، بلکې له هغوی سره یې د مالیې او مذهبي ازادۍ په بدل کې سوله ساتله.
میراث او د اوسني افغانستان لپاره پیغام
احمد شاه ابدالي یوازینی پاچا و چې د ملتپالنې، قومونو د یووالي، اسلامي عدالت او فرهنګي زغم تر منځ یې یو ځانګړی توازن وساته. د هغه د سیاست سترې تګلارې نن هم د یوه یو موټي، باثباته، او ملتمحوره افغانستان لپاره لارښود کېدی شي.
نن چې افغانستان یو ځل بیا د قومي، مذهبي او سیاسي شخړو له امله د ګډوډۍ تر منځ پروت دی، د احمد شاه بابا د فکر او میراث بیا احیا کول یوه اړتیا ده، نه انتخاب.
احمد شاه بابا، د ملتجوړونې او عدالت سمبول
احمد شاه بابا یوازې د یو قوم قهرمان نه و، بلکې د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي سمبول و. هغه افغانانو ته هویت ورکړ، هېواد ته حدود او دولت ته نظام وټاکه. هغه افغانانانو ته دا ورښودله چې یو افغان کیدل د ژبې، قوم، یا سمت تابع نه، بلکې د یووالي، عدالت او وفادارۍ پرېکړه ده.
ابدالي نه یوازې د افغانانو، بلکې د منځنۍ اسیا، هندوستان او ایران د تاریخ یوه مهمه څېره ده. هغه د خپلې پوهې، زړورتیا او بینالاقوامي لید له برکته وکولای شول چې یو بېثباته سیمه د یو قوي امپراتورۍ په بڼه راټوله کړي.
هغه افغانان سره یو موټي کړل، اقلیتونو ته یې ځای ورکړ، عدالت ته یې ارزښت ورکړ او یو داسې میراث یې پرېښود چې تر نن ورځې د افغانانو د ویاړ سرچینه ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د سوات ولسي جرګې تر نامه لاندې غونډې ته وویل چې پښتانه د پاکستان د دولت د تش په نامه دفاعي او ستراتیژیکو سیاستونو قرباني شوي. اڅکزی وايي، « که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ "اول امریکا" وایي، نو موږ هم حق لرو چې "اول پښتون" ووایو».
د سویلي پښتونخوا ملت پاله سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تېره ورځ د غبرګولي ۱۱مه په سوات کې ددغه ګوند له خوا د ولسي جرګې تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وویل چې پښتون قوم د نړیوالو سیاسي او اقتصادي جګړو او همدارنګه د پاکستاني دولت د تش په نامه دفاعي او ستراتیژیکو سیاستونو قرباني شوی دی.

محمود خان اچکزي وویل:« نن ورځ پښتانه د افراطیانو او تروریستانو په توګه انځورول کیږي، سره له دې چې له دې بحرانونو تر ټولو ډیر زیانمن شوي دي.»
اڅکزي همدراز په خپله وینا کې ویلي چې «زموږ غوښتنه نه یوازې له نړیوالو قوانینو سره بلکې له اسلامي اصولو سره هم سمون لري».
هغه یوځل بیا وویل چې «موږ د پاکستان د ماتولو په لټه کې نه یو، خو غلامي به په هیڅ صورت نه منو».
اڅکزي وویل، چې برابري، مساوي فرصتونه او پرمختګ اساسي قانون او بشري حقونه دي.
محمود خان اڅکزي اعلان وکړ، چې له ستر اختر وروسته د «تحريک تحفظ قانون پاکستان» تر نامه لاندې په ټول هېواد کې عوامي تحريک پيلوي چې مقصد يې د قانون، جمهوريت او قامي حاکميت تامین دی.

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ ویلي، د لر او بر افغانانو په ورانولو کې مذهب د بنسټیزې الې په توګه کارول شوی دی. هغه له طالبانو پوښتلي: «تاسو چې په افغانستان کې کوم جنګ وکړو هغه په څه جایز و؟»
هغه د (غبرګولي ۱۱مه) پر اېکس پاڼه د طالبانو یوه غړي سعید الله سعید د هغه څرګندونو په غبرګون کې لیکلي، چې ګوندې مشر یې امر کړی چې د دوی غړي به بهرنیو هېوادونو ته د «جګړې» یا هم د دوی په اصطلاح «جهاد» ته نه خي.
محسن دواړ طالبانو ته په خطاب کې زیاته کړې، د ګڼو دیني عالمانو داسې فتواوې موجودې وې چې د دغه ډلې جګړه یې ناروا بلله؛ خو بیا یې هم دا اور تود ساتلی و.
هغه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې اسلام اباد له طالبانو غوښتي؛ څو د هغه افغانانو مخه ونېسي، چې د «ټيټيپي» په لیکو کې پاکستان ته د جګړو لپاره ځي.
د همدې لړۍ په دوام یو شمېر طالبانو په ظاهرا بهر ته د جګړې لپاره د تللو خلاف څرګندونې پیل کړې دي؛ خو ښکاري چې له دې چارې یې موخه د «ټيټيپي» په لیکو کې د جنګېدونکو یا نويو جذبېدونکو افغانانو مخنېوی دی.
اسلام اباد په وار، وار داسې شواهد خپاره کړي، چې په کې په ډاګه شوې د طالبانو یو شمېر غړي د پاکستاني طالبانو په لیکو کې وژل شوي دي.
راپورونو په ډاګه کړې، چې طالبانو دغه غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی او خپل هغه غړي یا افغانان یې زنداني کړي چې د «ټيټيپي» لپاره یې جلب و جذب کاوه.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو تر ټولو مهم ټکی په افغانستان کې د «ټيټيپي» پناه ځایونه بلل شوي دي؛ خو اوس تازه څرګنده شوې چې کرار، کرار طالبانو په دې تړاو د اسلام اباد غوښتنې ته غاړه اېښې ده.

د خېبر پښتونخوا کابينې د يوه پرېکړه ليک په تصويب سره د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت تګلاره "بې اغېزه" وبلله او ژر تر ژره يې د بيا کتنې غوښتنه وکړه. د پاکستان تګلاره د ترهګرۍ د خپرېدو، د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتريخوالي، د کرکې د خپرولو او د سوداګرۍ د ګډوډېدو لامل شوی.
دغه پرېکړه د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د سر وزیر اعلی امين ګنډاپور په مشرۍ د ايالتي کابينې په غونډه کې تایید شوه.
په دغې پريکړه ليک کې دکابينې غړو او د خېبرپښتونخوا سر وزیر د دواړو هېوادونو ترمينځ د بې باورۍ ختمول او سيمه کې د تلپاتي امن راوستو لپاره د کوټلي ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دغه پرېکړه لیک کې سپارښتنه شوې، چې پر حکومت دې فشار راړل شي، چې د افغانستان په اړه پر اوسنۍ تګلارې له سره کتنه وکړي او سمدلاسه دې اصلاح کړي.
کابینې همدا راز له نورو ادارو غوښتي چې "د سیمهییزې سولې او ثبات د تامین لپاره له افغانستان سره د مستقیمو او معنا لرونکو خبرو اترو له لارې د ټولو مسلو په حل کې اغېزمن رول ولوبوي."
په دغه پرېکړه لیک کې راغلي چې خېبر پښتونخوا له څو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی او د دې ایالت خلک لا هم له دې ستونزې څخه د خلاصون هیله لري.
له دې مخکې د خېبر پښتونخوا سر وزیر اعلی د پاکستان له فدرالي حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د افغان طالبانو سره د خبرو اترو رسمي مسوولیت هغه ته وسپاري.
ښاغلی ګنډاپور په دې باور دی، چې په خېبر پښتونخوا کې د سولې د ترلاسه کولو یوازینۍ ممکنه لار له طالبانو سره خبرې اترې دي.
په ځواب کې اسلام اباد ویلي، چې د خېبر پښتونخوا ایالت چارواکي د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د ننوتو او له طالب چارواکو سره د خبرو واک نه لري.