د بلخ ـ سمنګان پر لاره د یوه موټر د اوښتو په پېښه کې ۳ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان دي

په سمنګان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، چې نن سهار د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د بلخ ـ سمنګان پر لویه لاره د یوه موټر د اوښتو په پېښه کې ۳ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د نوموړي په حواله ویلي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
‏د هغه په وینا، د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.