انتونیو ګوترېش: د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ تر ټولو نازک پړاو ته رسېدلی دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، وایي چې د هند او پاکستان ترمنځ شته کړکېچ د وروستیو کلونو پرتله تر ټولو جدي او خطرناک پړاو ته رسېدلی. ګوترېش، په خپله ایکس پاڼه د کشمیر وروستی برید غندلی، چې په کې ۲۶ سېلانیان ووژل شول.
نوموړي ټینګار کړی: «په ځانګړې توګه په دې حساسو شېبو کې، دا اړینه ده چې هند او پاکستان له داسې نظامي تقابل څخه ډډه وکړي چې په اسانۍ سره له کنټروله وځي.»
ګوټېرش زیاته کړې، چې یاده شخړه پوځي حل لاره نه لري.