د روغتیا نړۍوال سازمان له کورنیو غوښتي، چې د شري پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان په دغه فصل کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړی او له کورنیو یې غوښتي، چې له دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره دې تر پنځو کالو خپل کم عمره ماشومان واکسین کړي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي:« په دغه فصل کې د شري ناروغۍ ګواښ لوړ دی، خپل سیمهییز روغتیايي مرکز ته ورشئ او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د شري وړیا واکسین وکړئ.»