ملګرو ملتونو د پکتیکا زلزله‌ ځپلو ته شاوخوا زر کورونه وسپارل

ملګرو ملتونو د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ زلزله‌ ځپلو ته شاوخوا زر کورونه وسپارل. دا کورونه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ چې ارزښت یې شاوخوا ۷.۸ مېلیونه ډالرو ته رسېږي، جوړ شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په دې اړه راپور کې ویلي، چې د هر کور لګښت کابو پنځه زره او اته سوه ډالرو ته رسېږي او په دې پروژه کې یو ښوونځی او یو روغتون هم شامل دی.
په راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال له قوله راغلي، چې دغه سازمان به له بې‌سرپناه افغانانو سره د مرستې په برخه کې خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.
د افغانستان په کچه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ۱۴۰۱ کال زلزله د تېرو لسيزو له سختو طبيعي پېښو څخه بلل کېږي او دا زلزله چې شدت یې ۶.۱ درجې و، دروند مالي او ځاني زیانونه يې واړول.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې له زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او نږدې دوه زره تنه ټپیان شوي و.