• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل پوهنتون له ښځينه ډاکټرانو پرته ۱۱۰ د طب نارینه ډاکټران فارغ کړل

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۲۳:۰۶ GMT+۱

د کابل پوهنتون د طبي علومو پوهنځي د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۱مه) ۱۱۰ نارینه فارغو ډاکټرانو ته د فراغت غونډه نیولې وه، چې پکې ښځینه ډاکټرانې شاملې نه وې. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ښځينه ډاکټرانو له سخت کمښت مخ دی.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نورو زده کړو ترڅنګ په طبي څانګو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی.

په کابل طبي علومو پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډه کې د طالبانو د لوړو زده کړو او عامې روغتیا سرپرست وزیرانو ګډون کړی وو.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د کابل طبي علومو پوهنتون محصلینو فراغت غونډه کې وویل: «هر وزارت او اداره خپل مکلفیت او مسوولیت لري او د لوړو زده کړو وزارت مسوولیت ټولنې ته د وړ، متعهد او متخصص کادري اشخاصو وړاندي کول دي او تاسو نن د همدې مسوولیت یوه نتیجه یاست.»

ندا محمد ندیم په دې غونډه کې د افغانستان د نیم نفوذ (ښځو) یاده ونکړه چې روغتیایي خدمات به ورته کوم متخصص کادرونه وړاندې کوي. نارینه که ښځينه؟

‏د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په خپلو خبرو کې وویل: « قدرمنو ډاکټر صاحبانو خپل مسلک ته د یوه دروند مسوولیت په سترګه وګورئ او خپل اصلي هدف مو اخرت وګرځوئ »

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز په افغانستان کې د ښځينه ډاکټرانو تشه نوره هم پراخه کړې ده.

د روغتیایي چارو پوهان وایي، چې همدې تشې په دې هېواد کې د مور او ماشوم مړېنه زیاته کړې.

د افغانستان په سوېلي ولايت اروزګان کې مېرمنې وايي، چې په دغه ولایت کې ښځینه ډاکترانې نه شته او نارینه ډاکټر ته خپله ستونزه ويل ورته شرم ښکاري.

د دې ولايت د مرکزي روغتون يو مسوول ډاکتر بیا وايي، چې په ټول ولایت کې يوه اېم ډي ډاکټره شته، چې د ټولو ناروغو مېرمنو درملنې ته نه شي رسېدلی.

د یادولو ده، چې نږدې د ډېرو ولایتونو وضعیت ورته دی او ښځينه ډاکټرانې پکې په نشت حساب دي او ښځې ناروغانې زیات وخت خپلې ناروغۍ نارینه ډاکټرانو ته نشي ویلی.

په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت عام دی؛ خو بیا هم طالبانو د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی او له امله یې ورځ تر بلې دا مشکل ډېرېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

کورنی تاوتریخوالی؛ په کابل کې یو ځوان ووژل شو

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان-انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند په «پنجصد فامیلي» سیمه کې د کورني تاوتریخوالي په ترڅ کې د «شکېب» په نوم یو ځوان وژل شوی دی.

د وژل شوي ځوان د خپلوانو اړوند لږترلږه دوو سرچینو د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۱مه) زیاته کړه، چې نوموړی د چړو او ډبرو په ګوزارونو وژل شوی دی.

هغه د میدان‌وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

سرچینې ادعا کوي، چې نوموړی د خپل اوښي له خوا تر هغه وروسته وژل شوی، چې د خپلې خور د کورنۍ ستونزې د حل په موخه ورغلی و.

ویل کېږي، چې په دې پېښه کې درې نور کسان ټپيان شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه رسماً د دې پېښې په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو د شکېب کورنۍ او خپلوان د دې پېښې د عاملانو د سملاسي نیولو او مجازاتو غوښتنه کوي.

د ازادۍ جبهه: د افغانستان لپاره د یوناما هر اړخیز دریځ جامع نه دی

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د ازادۍ جبهې په نامه د طالبانو ضد وسله والې ډلې د طالبانو د حکومت په اړه د "هراړخیز دریځ" تر عنوان لاندې د یوناما نوي پلان ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا طرحه د افغانستان لپاره د تلپاتې سولې لار تیاره کوي.

یاده جبهه په داسې حال کې پر نیوکه کوي، چې څو ورځې وړاندې باوري سرچینو د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د دغه سازمان ډېپلوماټانو د افغانستان د سیاسي حل‌لارې او همداراز په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازي سهیل شاهین ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو پر سر سلامشورې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، دا خبرې د ملګرو ملتونو د هغې سیاسي طرحې په چوکاټ کې روانې دي چې موخه یې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان یو ځای کول دي.

په دې طرحه کې درې مهم شرطونه د طالبانو له لوري وړاندې شوي او همداراز نړۍوالې ټولنې هم خپل درې شرطونه دغې ډلې ته وړاندې کړي دي.

ازادۍ جبهې له دغې طرحې سره مخالفت ښکاره کړی او په خپل اېکس کې یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یوناما دغه هڅې به په افغانستان کې د یو بل ناورین پېلامه وګرځي.

په اعلامیه کې راغلي: «دا جبهه له هر هغه بهیر سره مخالفه ده چې د افغانستان د یوې ازادې، شفافې او سراسري ټاکنو پر بنسټ د مشروع حکومت جوړېدل تر پوښتنې لاندې راولي. دغه راز، د طالبانو د عادي‌کولو او د هغوی سپین‌ولو هر ډول هڅې هم د رد وړ بولي. له بده‌مرغه، یوناما وروستیو اقداماتو د افغانستان د اوسني واقعیت یو ګډوډ انځور وړاندې کړی، مهم مسایل یې له پامه غورځولي او د هېواد پر سیاسي برخلیک اغېز لرونکي اړخونه یې له صحنې اېستلي دي.»

د ازادي جبهې په دغه اعلامیه کې د یوناما طرحې ته اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي، چې په دغه پلان کې ښکېل اړخونه محدود دي او تر څنګ یې اصلي ستونزه له پامه غورځول شوې او د طالبانو د ادارو ملاتړ او ورته مشروعیت ورکولو په معنا ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د یوناما په طرحه کې باید په افغانستان کې د مشروع حکومت جوړول لومړیتوب وګڼل شي او همدا ډول د ملګرو ملتونو چلند ته دې بیا کتنه وشي.

اعلامیه کې راغلي:«ټولګډونه سیاسي لوري باید د افغانستان د راتلونکي ثبات اصلي محور وګرځي. روانې طرحې، په شمول د دوحې بهیر، د افغانستان د سیاسي ـ ټولنیزو واقعیتونو انعکاس نه‌دی. یو ریښتینی او ټولګډونه سوله‌ییز بهیر باید د ټولو سیاسي او نظامي لوریو ترمنځ د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې پیل شي.»

په اعلامیه کې ټینګار شوی: «د افغانستان د خلکو په رایه ولاړ مشروع حکومت باید جوړ شي؛ داسې یو دولت چې د ټول ملت تنوع څرګندوي، د ټولو وګړو مساوي حقوق تضمین کړي، پرته له دې چې قوم، ژبه، مذهب او جنسیت په نظر کې ونیول شي.»

په دغه اعلامیه کې ځيني نور وړاندیزونه هم شوي، چې له هغې جملې په افغانستان کې د نړۍوالو څېړنیزو ادارو د جوړولو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ ته د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته لاسرسی ورکړل شي.

په اعلامیه کې په دې هم ټينګار شوی، چې له طالبانو سره باید هر ډول اړیکې مشروطې وي، ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړل شي، د واک لېږد میکانیزم دې جوړ شي او د قدرت عادلانه وېش دې وشي.

اعلامیه کې د نورو وړاندېزونو ترڅنګ دا غوښتنه هم شوې، چې د دوحې بهیر بیا ارزونه دې وشي: «دوحه، د محتوا، شریکانو او موقعیت له پلوه باید له سره وارزول شي. د سولې خبرې دې له سره او دا ځل د ټولو اړخونو په ګډون، پیل شي.»

همداراز په اعلامیه کې راغلي، چې یو جامع، شفاف او مسولانه سوله یوازې هغه مهال شونې ده، چې ټول ښکېل اړخونه پکې ونډه ولري او د جګړې د لاملونو ریښه پکې حل شي.

طالبانو په دریو کلونو کې ۲۶۹ ښوونځي او ۲۳زره د اسلامي زده کړو مرکزونه جوړ کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې په تېرو دریو کلونو کې ۲۶۹ ښوونځي او د اسلامي زده کړو نږدې ۲۳زره مرکزونه جوړ شوي دي. یاد وزارت ویلي، چې د تېرو دریو کلونو په موده کې یې د اسلامي زده کړو په دغو مرکزونو کې څه دپاسه ۳۰۰ زره نارینه او ښځینه «طالب العلمان» جذب کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د دغې ډلې د پوهنې وزارت په حواله راپور ورکړی، چې طالبانو په دریو کلونو کې د اسلامي زده کړو ۲۲۹۷۲ نوي ښوونیز مرکزونه جوړ دي، چې ۲۱۶۹۰۴ نارینه او ۹۱۵۴۰ ښځنیه زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو له لوري د اسلامي زده کړو لپاره نوي جوړ شوي ښوونیز مرکزونه هغه مدرسې دې، چې د (وړې دورې دینې زده کړو) تر فراغت وروسته بیا د نورو دیني زده کړو لپاره د دغې ډلې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې په «دارالعلومونو» کې شاملیږي او تر فراغت وروسته د لیسانس او ماسټری به کچه سندونه ورکول کیږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، چې د اسلامي زده کړو د د زده کوونکو لپاره په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ملا هبت الله د فرمان له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۲۰ لیليې منظورې شوې او دمګړۍ پکې ۲۱۲۵۰ طالبان اوسیږي.

یاد وزارت ویلي، چې په تېرو دریو کلونو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوازې ۲۶۹ نوي ښوونځي جوړ کړي دي.

طالبانو ویلي، چې په (۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳) کلونو کې یې یو میلیون، ۹۹۹ زره او ۷۳۴ هلکان او یو میلیون او ۴۸۹ زره او ۴۴۹ نجونې په ښوونځیو کې شاملې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی.

طالبانو د کابل د شهرنو په کثافاتو کې په زرګونو یورو موندلې

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د کابل امنیه قومانداني وايي، چې د لسمې امنیتي حوزې پولیسو د شهرنو په سیمه کې د معمول ګزمو پر مهال، د کثافاتو په یوه ځای کې له ۸زره تر ۱۳ زره یورو پورې نغدې پیسې موندلې دي.

د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۱مه پر اېکس ولیکل، دا مهال د یادو پیسو د اصلي مالک موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ له ښاریانو غوښتنه کړې چې که څوک د دې پیسو په اړه معلومات لري یا ځان د دغو پیسو مالک ګڼي، له شواهدو یا نښو نښانو سره دې د کابل امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ته مراجعه وکړي.

دا تراوسه روښانه نه ده، چې دغه پیسې څنګه په کثافاتو کې غورځول شوې دي.

د وچکالۍ ناورین؛ اوچا په افغانستان کې له اوسط کچې د کم باران خبرداری ورکړی

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي چې په ټول افغانستان کې د باران او واورې ورښت له اوسط څخه ټیټ دی چې د اوبو کمښت لا پسې زیاتېږي. یاده اداره د افغانستان په ځینو برخو کې د نباتاتو کمزورې ودې په اړه وايي، چې دا وضعیت په هیواد کې د یوې جدي وچکالۍ پیل په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» د افغانستان په ځینو برخو کې د کم باران او د سیندونو په حوزو کې د اوبو د کمښت خبرداری ورکړی دی.
اوچا زیاته کړې، چې د هیواد په ډیری برخو کې، پرته له شمالي او شمال ختیزو ولایتونو ، د خاورې رطوبت خورا ټیټ دی، چې د بزګرانو لپاره یې جدي اندېښنه رامینځته کړې ده.

په ورته وخت کې،له ځینو شمال ختیزو سیمو پرته د سطحې تودوخه په ټول هیواد کې له اوسط څخه لوړه ښودل شوې او خبرداری ورکړل شوی چې باران به له اوسط څخه ټیټ وي او د تودوخې درجه به په راتلونکو میاشتو کې د وړاندوینو په حواله له اوسط لوړه وي.

د اوچا په وینا، دا شرایط احتمال لري چې د اوبو کمښت بحران نور هم زیات کړي، د فصلونو حاصلات نور هم کم کړي او څړځایونو ته زیان ورسوي.

پر فاریاب او جوزجان سربېره، چې د باران د کمښت له خطر سره مخ دي، د هرات، هلمند، کندز او ننګرهار په ګډون ځینې نورې سیمې هم تر ګواښ لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه خلک د روان کال د لړم څخه تر کب پورې د خوړو له کمښت سره مخ شوي دي.

سازمان ټینګار کړی چې د بارانونو کمښت او په هیواد کې اقتصادي رکود د ناامنۍ بحران لا پسې زیاتوي.

دغه سازمان وړاندوینه کوي چې په افغانستان کې به سږ کال له مارچ څخه تر می پورې (له کب څخه تر غويي پورې) د غنمو د کرنې د موسم لپاره تر اوسط ټیټ باران وي.