• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو پلوی «جنرال مبین» په یو نیم کال بند محکوم شوی

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۱

مبین، چې د طالبانو مشهوره رسنیزه څېره ده او ځان "جنرال مبین" بولي، د دې ډلې د قضايي چارواکو له خوا په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم شوی دی. مبین ته نږدې سرچینې وايي چې د طالبانو د استخباراتو له خوا له نیول کېدو وروسته دا حکم صادر شوی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو خپل پخوانی ویاند او د رسنیو فعال جنرال مبین بندي کړی او د یونیم کال بند سزا یې ورکړې، ځکه د هغه څرګندونې او چلند د طالبانو له رسمي پالیسیو سره "په ټکر کې" بلل شوې دي.

مبین، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له مهال راهیسې د دې ډلې له نږدې کسانو ګڼل کېده، هله ډېر شهرت وموند، چې د رسنیو، ټویټر سپېسونو او عامو بحثونو له لارې یې د طالبانو منتقدانو ته ځوابونه ورکول. هغه ډېر وخت د طالبانو دفاع په طنزي څرګندونو کوله.

خو د ځینو لوړپوړو طالب چارواکو پر وړاندې د مبین سختو څرګندونو، ورو ورو د هغه او د ډلې د نفوذ لرونکو غړو ترمنځ درز پیدا کړ.

په یوې پخوانۍ ویډیو کې چې اوس بیا خپره شوې، مبین د طالبانو رژیم ته «ملاکراسي» ویلي و، داسې اصطلاح چې طالبان یې حتاد خپلو نږدې کسانو له خولې هم نه شي زغملای.

طالبانو تر دې دمه په رسمي ډول د مبین د نیولو او سزا دلیل نه دی څرګند کړی. خو د طالبانو دننه سرچینو پر بنسټ، دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې نور "خپل خلک" هم خبردار شي او د لیکې نه وتونکو د عبرت سبب شي.

مبین، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخکیني سیاسي مرستیال شیرمحمد ستانکزي ته نږدې کس ګڼل کیږي،له نیول کېدو مخکې له هېواده وتلی و او دوبۍ ته تللی و.

هغه کابل ته تر راتګ وروسته په یوه ویډیو کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم د روغبر په حال کې لیدل کیږي.

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي اسناد ښيي، چې مبین په دوبۍ کې د اقامت او کار جواز لپاره د اماراتو له حکومت نه رسمي غوښتنه کړې وه، خو د هغه غوښتنه رد شوه او بیرته کابل ته راستون شو، چې وروسته طالبانو ونیوه او بندي یې کړ.

د مبین نیونه او سزا د طالبانو له لوري د خپلمنځني نیوکو د نه منلو تازه بېلګه ده او ښيي چې دا ډله حتا د نرمې داخلي نیوکې زغم هم نه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د برېښنا وزیر د انرژۍ پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ازبکستان د د انرژي پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ته ولاړ. د ازبکستان د انرژي پنځم نړیوال کنفرانس د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۱۳ مې تر ۱۵ مې پورې په تاشکند کې ترسره کېږی.

د طالبانو د برېښنا او انرژۍ وزارت نن دوشنبه، د غويي ۲۲مه، وویل، دغه کنفرانس چې د "دوامدارې انرژۍ لپاره سیمه ییزه همکاري" ترسرلیک لاندې ترسره کېږي، د انرژي په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ ستراتیژیو، د پرمخ تللې انرژۍ بازار رامنځته کولو او شنه اقتصاد ته لېږد په هکله د نظرونو د تبادلې لپاره ښه فرصت چمتو کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کنفرانس د انرژي په برخه کې د سیمه ییزې همکاري د پیاوړتیا، په ګډو پروژو کې د پانګونې لپاره د فرصتونو ارزولو، د سیمه ییزې انرژۍ بازار پراختیا او شنې ټکنالوژي لېږد په برخه کې د تجربو تبادلې په هکله ترسره کېږي.

طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي چې ددې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر به په دغه کنفرانس کې د اړینو موضوعاتو لکه د انرژي او نوې ټکنالوژي په برخه کې د همکاریو د غوره‌والي او په دې برخه کې د شته ننګونو په هکله، خبرې، اترې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لکه دنړیوال اټومي انرژي اژانس او نړیوال بانک د استازو په ګډون ترسره کېږي.

پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته د ۹۰ میلیونه ډالرو امونه استوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د مېوې فصل لپاره د خپل ام صادرات د مې میاشتې پر ۲۵مه پیل کړي، چې هدف یې د ۹۰ میلیونه ډالرو عاید ترلاسه کول دي. دغه ام افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او د نړۍ نورو هېوادونو ته استول کیږي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د امو د صادراتو نېټه تایید کړې ده، چې د صادراتو د پالیسۍ له مخې ټاکل شوې او د اړوندو ادارو ترمنځ له مفصلو مشورو وروسته نهایی شوې ده.

پاکستان په نړۍ کې د امو څلورم لوی صادروونکی او شپږم لوی تولیدوونکی هېواد دی، چې هر کال شاوخوا ۱.۸۸ میلیونه میټریک ټنه ام تولیدوي.

له دې جملې نه شاوخوا ۶ تر ۷ سلنه، یا له۰.۱۳ څخه تر ۰.۱۶ میلیونه ټنه، نږدې ۷۹ هېوادونو ته صادریږي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د خلیج د همکاریو شورا هېوادونه د پاکستاني ام تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۷۵ سلنه صادرات همدې سیمې ته کېږي.

له دې ډلې امارات، افغانستان او ایران مهم واردوونکي دي او افغانستان منځنۍ اسیا ته د ام د لیږد یوه مهمه ترانزیتي لاره ګڼل کېږي. برسېره پر دې، بریټانیا او متحده ایالات هم د پاکستاني ام مهم بازارونه دي.

تېر کال پاکستان د ام له صادراتو څخه تر ۹۰ میلیونه ډالر زیات عاید ترلاسه کړ او سږ کال هم ورته هدف ټاکل شوی.

پاکستاني ام داسې مهال افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته استول کیږي، چې د افغانستان د میوو د فصل پرمهال هر کال پاکستان خپلې لارې پر افغان سوداګرو تړي، چې په میلیونونو ډالره زیان ور اوړي.

هبت الله په کابل کې خپل والي ته سپارښتنه کړې چې فرمانونه یې عملي کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د کابل لپاره د طالبانو د والي امین‌ الله عبید له ټولو ادارو وغوښتل، چې د لا زیاتې همغږۍ له لارې هغه خنډونه لرې کړي، چې د احکامو د تطبیق پر وړاندې خنډ ګرځي. هغه زیاتوي چې ملاهبت الله په وروستۍ لیدنه کې ورته سپارښتنه کړې چې صادر شوي فرمانونه دې په ټول هېواد کې په جدیت سره عملي شي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ولایت مقام نن دوشنبه، د غويي ۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ‏د کابل ولایت د فرمانونو او احکامو د تعقیب او نظارت کمېټې غونډه د کابل والي امین‌ الله عبید په مشرۍ ترسره شوه.

‏په یاده غونډه کې د کابل ولایت د فرمانونو او احکامو د تعقیب او نظارت ریاست، د کابل د پولیسو ریاست، د استخباراتو ریاست، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ښاري او اطرافي ریاستونو ریيسانو او د عدلیې وزارت استازی ګډون کړی و.

طالبانو په خبرپاڼه کې د کابل والي په حواله لیکلی، چې نوموړي د ملا هبت الله د فرمانونو او احکامو پر هر اړخیز او دقیق تطبیق ټینګار وکړ.

د کابل لپاره د طالبانو والي په خپله وینا کې ویلي، چې « د ملاهبت الله په وروستۍ لیدنه کې سپارښتنه دا وه، چې په ټول هېواد کې صادر شوي فرمانونه په جدیت سره عملي شي، له هر ډول غفلت څخه دې ډډه وشي او اړوندې ادارې دې د تطبیق بهیر منظم وڅاري».

‏نوموړي زیاته کړې، چې «د دغو فرمانونو تطبیق، نه یوازې د اسلامي نظام بقا تضمینوي، بلکې د اطاعت روحيه پیاوړې کوي او د نظام مثبت انځور انعکاسوي».

‏د طالبانو والي وايي چې د ملاهبت الله د فرمان مطابق باید د ناسمو رواجونو کلک مخنیوی وشي او اړوندې ادارې دې په دې برخه کې پوره همغږي ولري.

د خبرپاڼې له مخې، ‏د غونډې په پای کې، ګډونوالو ژمنه او ډاډ څرګند کړ، چې د خپلو مسوولیتونو په رڼا کې به د فرمانونو او احکامو د تطبیق لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله بار بار د خپلو فرمانونو او احکامو د تطبیق سپارښتنې کړې دي خو تراوسه پورې د نوموړي زیاتره فرمانونه یوازې په کندهار کې عملي شوي او په کابل کې د پخوا په شان په ټلوېزیونونو کې د ساکښو موجوداتو انځورونه خپریږي او کابل میشتي طالب چارواکي د خپلو غونډو انځوریز رپوټونه په ټلوېزیونونو کې خپروي.

د هند او پاکستان د پوځ عملیاتي مشرانو خبرې وځنډېدې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د هند او پاکستان د پوځونو د عملیاتو د عمومي رییسانو ترمنځ پلان شوې خبرې ځنډېدلې او ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ماښام ترسره شي. دا خبرې د دوشنبې په ورځ غرمې ۱۲ بجوته پلان شوې وې. د خبرو ځنډېدو علت نه دی څرګند شوی.

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، دا خبرې داسې مهال کیږي، چې د شنبې په ورځ هند او پاکستان دواړو اعلان وکړ چې دوی به ټول پوځي بریدونه، ډزې او عملیات سملاسي بندوي.

هند د سندور عملیاتو تر نامه لاندې د می پر۷مه په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر ۹ مرکزونو بریدونه وکړل.

هندي چارواکي وايي، دا عملیات د پهلګام ترهګریز برید غبرګون و.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: نږدې ۶ زره رواني ناروغان تر درملنې لاندې دي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور وایي، چې اوس مهال د رواني روغتیا د ناروغانو د درملنې په شپږو مرکزونو کې، پنځه زره ۹۱۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي. شهاب الدین دلاور زیاتوي چې روغتیایي خدمات او لومړنۍ اړتیاوې په وړیا ډول ترسره کیږي.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې‬⁩ نن دوشنبه، د غويي ۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ⁧‫کابل‬⁩ رواني ناروغانو د درملنې او پالنې له مرکز څخه ۱۸ نارینه او ۱۷ ښځينه رواني ناروغان تر بشپړې درملنې او رغېدو وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

ددې مراسمو پرمهال د طالبانو د افغاني سرې میاشتې رییس ‏ شهاب الدین دلاور په خپلو څرګندونو کې په یاده ناروغۍ د اخته کېدو اصلي لامل تېرې پرله پسې ناخوالې او ورځنۍ ستونزې یادې کړې.

په غونډه کې په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرست مسوول په کندهار ولایت کې د ښځينه رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د روغتیايي خدماتو په موخه د نړیوال فدراسیون د اسیا پاسفيک سیمه یيز مسوول له خپلې بودجې څخه د ۱۰۰ زره سویسي فرانکو د ځانګړي کولو ژمنه کړې او دې برخه کې یې د لا ډيرو مرستو چمتو کولو ډاډ ور کړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني روغتیا د مرکزونو مسوول عبدالولي اتمانزی وایي، چې د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې ۱۹۹ هغه ناروغان چې په رواني ناروغۍ اخته وو، له درملنې وروسته بیاځلې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي چې اوسمهال د کابل، کندهار، ننګرهار، کندوز، بلخ او هرات ولایتونو په رواني مرکزونو کې ۹۷۰ تنه ناروغان بستر دي او څلور زره او ۷۴۱ تنه نور له بستر څخه د باندې تر وړیا درملنې او مراقبت لاندې دي.