• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته د ۹۰ میلیونه ډالرو امونه استوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د مېوې فصل لپاره د خپل ام صادرات د مې میاشتې پر ۲۵مه پیل کړي، چې هدف یې د ۹۰ میلیونه ډالرو عاید ترلاسه کول دي. دغه ام افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او د نړۍ نورو هېوادونو ته استول کیږي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د امو د صادراتو نېټه تایید کړې ده، چې د صادراتو د پالیسۍ له مخې ټاکل شوې او د اړوندو ادارو ترمنځ له مفصلو مشورو وروسته نهایی شوې ده.

پاکستان په نړۍ کې د امو څلورم لوی صادروونکی او شپږم لوی تولیدوونکی هېواد دی، چې هر کال شاوخوا ۱.۸۸ میلیونه میټریک ټنه ام تولیدوي.

له دې جملې نه شاوخوا ۶ تر ۷ سلنه، یا له۰.۱۳ څخه تر ۰.۱۶ میلیونه ټنه، نږدې ۷۹ هېوادونو ته صادریږي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د خلیج د همکاریو شورا هېوادونه د پاکستاني ام تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۷۵ سلنه صادرات همدې سیمې ته کېږي.

له دې ډلې امارات، افغانستان او ایران مهم واردوونکي دي او افغانستان منځنۍ اسیا ته د ام د لیږد یوه مهمه ترانزیتي لاره ګڼل کېږي. برسېره پر دې، بریټانیا او متحده ایالات هم د پاکستاني ام مهم بازارونه دي.

تېر کال پاکستان د ام له صادراتو څخه تر ۹۰ میلیونه ډالر زیات عاید ترلاسه کړ او سږ کال هم ورته هدف ټاکل شوی.

پاکستاني ام داسې مهال افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته استول کیږي، چې د افغانستان د میوو د فصل پرمهال هر کال پاکستان خپلې لارې پر افغان سوداګرو تړي، چې په میلیونونو ډالره زیان ور اوړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

هبت الله په کابل کې خپل والي ته سپارښتنه کړې چې فرمانونه یې عملي کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د کابل لپاره د طالبانو د والي امین‌ الله عبید له ټولو ادارو وغوښتل، چې د لا زیاتې همغږۍ له لارې هغه خنډونه لرې کړي، چې د احکامو د تطبیق پر وړاندې خنډ ګرځي. هغه زیاتوي چې ملاهبت الله په وروستۍ لیدنه کې ورته سپارښتنه کړې چې صادر شوي فرمانونه دې په ټول هېواد کې په جدیت سره عملي شي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ولایت مقام نن دوشنبه، د غويي ۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ‏د کابل ولایت د فرمانونو او احکامو د تعقیب او نظارت کمېټې غونډه د کابل والي امین‌ الله عبید په مشرۍ ترسره شوه.

‏په یاده غونډه کې د کابل ولایت د فرمانونو او احکامو د تعقیب او نظارت ریاست، د کابل د پولیسو ریاست، د استخباراتو ریاست، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ښاري او اطرافي ریاستونو ریيسانو او د عدلیې وزارت استازی ګډون کړی و.

طالبانو په خبرپاڼه کې د کابل والي په حواله لیکلی، چې نوموړي د ملا هبت الله د فرمانونو او احکامو پر هر اړخیز او دقیق تطبیق ټینګار وکړ.

د کابل لپاره د طالبانو والي په خپله وینا کې ویلي، چې « د ملاهبت الله په وروستۍ لیدنه کې سپارښتنه دا وه، چې په ټول هېواد کې صادر شوي فرمانونه په جدیت سره عملي شي، له هر ډول غفلت څخه دې ډډه وشي او اړوندې ادارې دې د تطبیق بهیر منظم وڅاري».

‏نوموړي زیاته کړې، چې «د دغو فرمانونو تطبیق، نه یوازې د اسلامي نظام بقا تضمینوي، بلکې د اطاعت روحيه پیاوړې کوي او د نظام مثبت انځور انعکاسوي».

‏د طالبانو والي وايي چې د ملاهبت الله د فرمان مطابق باید د ناسمو رواجونو کلک مخنیوی وشي او اړوندې ادارې دې په دې برخه کې پوره همغږي ولري.

د خبرپاڼې له مخې، ‏د غونډې په پای کې، ګډونوالو ژمنه او ډاډ څرګند کړ، چې د خپلو مسوولیتونو په رڼا کې به د فرمانونو او احکامو د تطبیق لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله بار بار د خپلو فرمانونو او احکامو د تطبیق سپارښتنې کړې دي خو تراوسه پورې د نوموړي زیاتره فرمانونه یوازې په کندهار کې عملي شوي او په کابل کې د پخوا په شان په ټلوېزیونونو کې د ساکښو موجوداتو انځورونه خپریږي او کابل میشتي طالب چارواکي د خپلو غونډو انځوریز رپوټونه په ټلوېزیونونو کې خپروي.

د هند او پاکستان د پوځ عملیاتي مشرانو خبرې وځنډېدې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د هند او پاکستان د پوځونو د عملیاتو د عمومي رییسانو ترمنځ پلان شوې خبرې ځنډېدلې او ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ماښام ترسره شي. دا خبرې د دوشنبې په ورځ غرمې ۱۲ بجوته پلان شوې وې. د خبرو ځنډېدو علت نه دی څرګند شوی.

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، دا خبرې داسې مهال کیږي، چې د شنبې په ورځ هند او پاکستان دواړو اعلان وکړ چې دوی به ټول پوځي بریدونه، ډزې او عملیات سملاسي بندوي.

هند د سندور عملیاتو تر نامه لاندې د می پر۷مه په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر ۹ مرکزونو بریدونه وکړل.

هندي چارواکي وايي، دا عملیات د پهلګام ترهګریز برید غبرګون و.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: نږدې ۶ زره رواني ناروغان تر درملنې لاندې دي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور وایي، چې اوس مهال د رواني روغتیا د ناروغانو د درملنې په شپږو مرکزونو کې، پنځه زره ۹۱۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي. شهاب الدین دلاور زیاتوي چې روغتیایي خدمات او لومړنۍ اړتیاوې په وړیا ډول ترسره کیږي.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې‬⁩ نن دوشنبه، د غويي ۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ⁧‫کابل‬⁩ رواني ناروغانو د درملنې او پالنې له مرکز څخه ۱۸ نارینه او ۱۷ ښځينه رواني ناروغان تر بشپړې درملنې او رغېدو وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

ددې مراسمو پرمهال د طالبانو د افغاني سرې میاشتې رییس ‏ شهاب الدین دلاور په خپلو څرګندونو کې په یاده ناروغۍ د اخته کېدو اصلي لامل تېرې پرله پسې ناخوالې او ورځنۍ ستونزې یادې کړې.

په غونډه کې په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرست مسوول په کندهار ولایت کې د ښځينه رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د روغتیايي خدماتو په موخه د نړیوال فدراسیون د اسیا پاسفيک سیمه یيز مسوول له خپلې بودجې څخه د ۱۰۰ زره سویسي فرانکو د ځانګړي کولو ژمنه کړې او دې برخه کې یې د لا ډيرو مرستو چمتو کولو ډاډ ور کړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني روغتیا د مرکزونو مسوول عبدالولي اتمانزی وایي، چې د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې ۱۹۹ هغه ناروغان چې په رواني ناروغۍ اخته وو، له درملنې وروسته بیاځلې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي چې اوسمهال د کابل، کندهار، ننګرهار، کندوز، بلخ او هرات ولایتونو په رواني مرکزونو کې ۹۷۰ تنه ناروغان بستر دي او څلور زره او ۷۴۱ تنه نور له بستر څخه د باندې تر وړیا درملنې او مراقبت لاندې دي.

ایران په افغانستان کې د متامفټامین د تولید زیاتوالی خطرناک وباله

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱

له افغانستان څخه د مصنوعي نشه يي توکو د تولید او قاچاق د زیاتوالي له امله، ایران له جاپان څخه غوښتنه کړې، چې د نشه‌یي توکو پر ضد نړیوالو هڅو کې خپله ونډه زیاته کړي.

د ایران د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې څانګې رییس او ددغه هېواد د ولسمشر استازي حسین ذوالفقاري دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۲مه، د جاپان له سفیر تاماکي څوکادا سره د لیدنې پر مهال وکړې.

نوموړي د جاپان پخوانۍ مرستې وستایلې، خو ویې ویل چې توکیو کولی شي نوره همکاري هم وکړي.

ذوالفقاري وايي، « د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه پولې نه پېژني، ټول باید په ګډه د دې پدیدې د کنټرول لپاره کار وکړو، په ځانګړې توګه د افغانستان له لویدیزه د مخدره توکو د لومړنیو اجزاوو د انتقال په برخه کې اندېښنې خورا جدي دي».

هغه د افغانستان د متامفټامین د تولید زیاتوالی خطرناک وباله او زیاته یې کړه چې ایران تېر کال شاوخوا ۴۰ ټنه متامفټامین نیولي دي. نوموړي وویل چې د دې ډول موادو مصرف د جاپان لپاره هم یو ستر ګواښ دی.

متامفټامین، چې په عام ډول «شیشه» یا «کریسټال میت» یادېږي، قوي محرک مواد دي چې د لنډ وخت لپاره د مرکزي عصبي سیستم فعالیت زیاتوي او ډېر ژر انسان پرې روږدي کېږي.

ذوالفقاري ټینګار کړی: «هر څومره چې موږ د تولیدوونکو هیوادونو او د موادو د جوړوونکو ترمنځ دغه ځنځیر پرې کړو، هغومره بریالي یو».

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، نوموړي پر لویدیزو هیوادونو نیوکه کړې چې «د نشه‌یي توکو په وړاندې مبارزه کې جدي نه دي». هغه ادعا کړې، « موږ له نړیوال یووالي سره مخ نه یو، لویدیځ حتا د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه هم یوه سیاسي موضوع ګڼي».

د جاپان سفیر څوکادا ویلي، چې سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د افغانستان د نشه‌یي توکو پر ستونزه خبرې وشوې او جاپان له دغه بهیر سره ژمن دی.

جنګي جنایتونه؛ برېټانوي ځواکونو افغانستان کې بې‌ګناه ولسي خلک، ماشومان او اسیران وژلي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۱

د بي‌بي‌سي په یوې خپرونه کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو هېښوونکي معلومات په ډاګه شوي، چې ښيي په افغانستان کې یې ماشومان، بې ګناه ولسي خلک او جنګي اسیران وژلي دي.

د برېټانیا یو شمېر پخوانیو سرتېرو ویلي،‌ چې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې ملګرو بې ګناه ولسي وګړي وژل.

یوه پخواني برېټانوي عسکر وویل: «ما په خپلو سترګو وليدل، چې يو ماشوم يې ولچک کړ؛ بيا يې پرې ډز وکړ. هغه هېڅ ګواښ نه و، يوازې يو کوچنی هلک و.»

د ده په وينا، د SAS برېټانوي ځواکونو د عملیاتو‌ پر مهال په منظم ډول خلک پلټل؛ بیا یې پرې لاسونه تړل او بالاخره یې وژل.

یاد برېټانوي عسکر دا هم زیاته کړې، چې د دغه ډول پېښو د پټولو لپاره به یې ملګرو له «وژل شویو ملکیانو» سره جعلي وسلې هم کېښودې.

د بي‌بي‌سي په دې افشاګرۍ کې تر ۳۰ زياتو برېټانوي پخوانيو ځانګړو سرتېرو شهادتونه ورکړي او دا هم پکې څرګنده شوې، چې ټپيان وژل کېدل، بنديان د خوب پر مهال اعدام شوي او د ځانګړو قطعو تر منځ د وژنو پر شمېر سيالۍ هم روانې وې.

يو بل پخوانی برېټانوی سرتېری وايي: «ځينې عسکر دومره د وژنو په خوند عادت شوي وو، چې د رواني قاتلانو بڼه يې خپله کړې وه. دوی به مېلمستونونو ته ننوتل او ټول ويده نارينه يې وژل. دا کار يوه عادي چاره ګرځېدلې وه.»

په يو شمېر نورو مواردو کې راپور زیاتوي، په سیمو کې تر تصفیوي عملیاتو وروسته د ساحې پاکوونکو عسکري ټیمونو «ټپیان په سر، سر وېشتل» او ځای پر ځای یې وژل.

د برېټانوي ځواکونو دغه کړنې په څرګنده توګه جنګي جنایتونه بلل شوي دي.

د SBS ځواکونو د یوه بل پخواني غړي په وینا، د ټپیانو د وژل کېدو کیسه له هېچا پټه نه وه.

هغه زیاته کړې: «عسکرو به د څارونکو او حقوقي ادارو د تېر اېستلو لپاره غيرفعال لاسي بمونه او وړې وسلې له ځانه سره لېږدولې؛ څو د وژل شويو تر څنګ يې کېږدي او داسې وښيي، چې وژل شوي کسان وسله‌وال وو.»

د بي‌بي‌سي راپور دا هم څرګندوي، چې د برېټانيا لوړپوړي افسران د دغو جنايتونو څخه خبر وو او حتی عسکرو ته به ښوول کېدل چې څنګه جعلي عملياتي راپورونه وليکي؛ څو د پوځي پوليسو له څېړنو خلاص شي.

يو سرتېری وايي: «موږ ته ښوول شوې وه، چې څنګه داسې راپور ولیکو چې ګواکې چا مشکوک حرکت کړی او له همدې امله پرې ډز شوی. هر څه سنجول شوي وو.»

راپور زياتوي، هغه مهال د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ځله د برېټانيا له لومړي وزیر ډېوېډ کېمرون سره د شپني عملياتو او ولسي وژنو پر سر اندېښنه شريکه کړې وه.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا بي‌بي‌سي ته ويلي، چې «کېمرون هېڅکله له دې خبرې بې خبره نه و.»‌

د ناټو لپاره د امريکا پخواني سفير جنرال ډاګلاس لوټ هم بي‌بي‌سي ته ويلي، چې د افغان ولسي وګړو وژل دومره ښکاره او پراخ وو، چې «هیڅ لوړپوړی قومندان ترې انکار نشي کولای.»

دغه افشاګري داسې مهال کېږي، چې د برېټانيا د يو قاضي په مشرۍ يوه رسمي پلټنه پيل شوې؛ څو د پخوانيو سرتېرو جنګي جنایتونه وڅېړي،‌ خو دغه څېړنه يوازې د درې کلونو موده تر پوښښ لاندې نيسي او حال دا چې د بي‌بي‌سي له‌خوا ثبت شوي شهادتونه ښيي چې دغه جنايتونه له يوې لسيزې زيات دوام لاره.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا او فرانسې په څېر ډېری هېوادونه د خپلو ځانګړو ځواکونو لپاره نظارتي جوړښتونه لري؛ خو برېټانيا داسې هيڅ ډول پارلماني څارنه نه لري او د ځانګړو ځواکونو د عملياتو ټول ستراتيژيک مسووليت، مستقيماً د لومړي وزیر، د دفاع وزير او د ځانګړو ځواکونو د عمومي قوماندان پر غاړه دی.

تر دې مخکې په اسټرالیا کې هم د یاد هېواد ځواکونو په رزوګان کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو اسناد افشا کړي وو.

برېټانویان بیا په هلمند ولایت کې مېشت وو او پرې تورونه دي، چې هلته یې پراخ جنګي جنایتونه کړي دي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او سیاس‌والو نیوکې کولې، چې د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په لړ کې ملکي وګړي په نښه کېږي او همدا لامل و چې خلک د طالبانو لیکو ته تلل.