• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران په افغانستان کې د متامفټامین د تولید زیاتوالی خطرناک وباله

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱

له افغانستان څخه د مصنوعي نشه يي توکو د تولید او قاچاق د زیاتوالي له امله، ایران له جاپان څخه غوښتنه کړې، چې د نشه‌یي توکو پر ضد نړیوالو هڅو کې خپله ونډه زیاته کړي.

د ایران د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې څانګې رییس او ددغه هېواد د ولسمشر استازي حسین ذوالفقاري دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۲مه، د جاپان له سفیر تاماکي څوکادا سره د لیدنې پر مهال وکړې.

نوموړي د جاپان پخوانۍ مرستې وستایلې، خو ویې ویل چې توکیو کولی شي نوره همکاري هم وکړي.

ذوالفقاري وايي، « د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه پولې نه پېژني، ټول باید په ګډه د دې پدیدې د کنټرول لپاره کار وکړو، په ځانګړې توګه د افغانستان له لویدیزه د مخدره توکو د لومړنیو اجزاوو د انتقال په برخه کې اندېښنې خورا جدي دي».

هغه د افغانستان د متامفټامین د تولید زیاتوالی خطرناک وباله او زیاته یې کړه چې ایران تېر کال شاوخوا ۴۰ ټنه متامفټامین نیولي دي. نوموړي وویل چې د دې ډول موادو مصرف د جاپان لپاره هم یو ستر ګواښ دی.

متامفټامین، چې په عام ډول «شیشه» یا «کریسټال میت» یادېږي، قوي محرک مواد دي چې د لنډ وخت لپاره د مرکزي عصبي سیستم فعالیت زیاتوي او ډېر ژر انسان پرې روږدي کېږي.

ذوالفقاري ټینګار کړی: «هر څومره چې موږ د تولیدوونکو هیوادونو او د موادو د جوړوونکو ترمنځ دغه ځنځیر پرې کړو، هغومره بریالي یو».

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، نوموړي پر لویدیزو هیوادونو نیوکه کړې چې «د نشه‌یي توکو په وړاندې مبارزه کې جدي نه دي». هغه ادعا کړې، « موږ له نړیوال یووالي سره مخ نه یو، لویدیځ حتا د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه هم یوه سیاسي موضوع ګڼي».

د جاپان سفیر څوکادا ویلي، چې سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د افغانستان د نشه‌یي توکو پر ستونزه خبرې وشوې او جاپان له دغه بهیر سره ژمن دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جنګي جنایتونه؛ برېټانوي ځواکونو افغانستان کې بې‌ګناه ولسي خلک، ماشومان او اسیران وژلي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۱

د بي‌بي‌سي په یوې خپرونه کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو هېښوونکي معلومات په ډاګه شوي، چې ښيي په افغانستان کې یې ماشومان، بې ګناه ولسي خلک او جنګي اسیران وژلي دي.

د برېټانیا یو شمېر پخوانیو سرتېرو ویلي،‌ چې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې ملګرو بې ګناه ولسي وګړي وژل.

یوه پخواني برېټانوي عسکر وویل: «ما په خپلو سترګو وليدل، چې يو ماشوم يې ولچک کړ؛ بيا يې پرې ډز وکړ. هغه هېڅ ګواښ نه و، يوازې يو کوچنی هلک و.»

د ده په وينا، د SAS برېټانوي ځواکونو د عملیاتو‌ پر مهال په منظم ډول خلک پلټل؛ بیا یې پرې لاسونه تړل او بالاخره یې وژل.

یاد برېټانوي عسکر دا هم زیاته کړې، چې د دغه ډول پېښو د پټولو لپاره به یې ملګرو له «وژل شویو ملکیانو» سره جعلي وسلې هم کېښودې.

د بي‌بي‌سي په دې افشاګرۍ کې تر ۳۰ زياتو برېټانوي پخوانيو ځانګړو سرتېرو شهادتونه ورکړي او دا هم پکې څرګنده شوې، چې ټپيان وژل کېدل، بنديان د خوب پر مهال اعدام شوي او د ځانګړو قطعو تر منځ د وژنو پر شمېر سيالۍ هم روانې وې.

يو بل پخوانی برېټانوی سرتېری وايي: «ځينې عسکر دومره د وژنو په خوند عادت شوي وو، چې د رواني قاتلانو بڼه يې خپله کړې وه. دوی به مېلمستونونو ته ننوتل او ټول ويده نارينه يې وژل. دا کار يوه عادي چاره ګرځېدلې وه.»

په يو شمېر نورو مواردو کې راپور زیاتوي، په سیمو کې تر تصفیوي عملیاتو وروسته د ساحې پاکوونکو عسکري ټیمونو «ټپیان په سر، سر وېشتل» او ځای پر ځای یې وژل.

د برېټانوي ځواکونو دغه کړنې په څرګنده توګه جنګي جنایتونه بلل شوي دي.

د SBS ځواکونو د یوه بل پخواني غړي په وینا، د ټپیانو د وژل کېدو کیسه له هېچا پټه نه وه.

هغه زیاته کړې: «عسکرو به د څارونکو او حقوقي ادارو د تېر اېستلو لپاره غيرفعال لاسي بمونه او وړې وسلې له ځانه سره لېږدولې؛ څو د وژل شويو تر څنګ يې کېږدي او داسې وښيي، چې وژل شوي کسان وسله‌وال وو.»

د بي‌بي‌سي راپور دا هم څرګندوي، چې د برېټانيا لوړپوړي افسران د دغو جنايتونو څخه خبر وو او حتی عسکرو ته به ښوول کېدل چې څنګه جعلي عملياتي راپورونه وليکي؛ څو د پوځي پوليسو له څېړنو خلاص شي.

يو سرتېری وايي: «موږ ته ښوول شوې وه، چې څنګه داسې راپور ولیکو چې ګواکې چا مشکوک حرکت کړی او له همدې امله پرې ډز شوی. هر څه سنجول شوي وو.»

راپور زياتوي، هغه مهال د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ځله د برېټانيا له لومړي وزیر ډېوېډ کېمرون سره د شپني عملياتو او ولسي وژنو پر سر اندېښنه شريکه کړې وه.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا بي‌بي‌سي ته ويلي، چې «کېمرون هېڅکله له دې خبرې بې خبره نه و.»‌

د ناټو لپاره د امريکا پخواني سفير جنرال ډاګلاس لوټ هم بي‌بي‌سي ته ويلي، چې د افغان ولسي وګړو وژل دومره ښکاره او پراخ وو، چې «هیڅ لوړپوړی قومندان ترې انکار نشي کولای.»

دغه افشاګري داسې مهال کېږي، چې د برېټانيا د يو قاضي په مشرۍ يوه رسمي پلټنه پيل شوې؛ څو د پخوانيو سرتېرو جنګي جنایتونه وڅېړي،‌ خو دغه څېړنه يوازې د درې کلونو موده تر پوښښ لاندې نيسي او حال دا چې د بي‌بي‌سي له‌خوا ثبت شوي شهادتونه ښيي چې دغه جنايتونه له يوې لسيزې زيات دوام لاره.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا او فرانسې په څېر ډېری هېوادونه د خپلو ځانګړو ځواکونو لپاره نظارتي جوړښتونه لري؛ خو برېټانيا داسې هيڅ ډول پارلماني څارنه نه لري او د ځانګړو ځواکونو د عملياتو ټول ستراتيژيک مسووليت، مستقيماً د لومړي وزیر، د دفاع وزير او د ځانګړو ځواکونو د عمومي قوماندان پر غاړه دی.

تر دې مخکې په اسټرالیا کې هم د یاد هېواد ځواکونو په رزوګان کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو اسناد افشا کړي وو.

برېټانویان بیا په هلمند ولایت کې مېشت وو او پرې تورونه دي، چې هلته یې پراخ جنګي جنایتونه کړي دي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او سیاس‌والو نیوکې کولې، چې د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په لړ کې ملکي وګړي په نښه کېږي او همدا لامل و چې خلک د طالبانو لیکو ته تلل.

د جینیوا ډیالوګ او پرمختګ مرکز د مدني ټولنو په اړه د خبرو اترو څلورم پړاو ناسته جوړوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د جینوا د خبرو اترو او پراختیا مرکز په ترکیه کې د «افغانستان په راتلونکي کې د مدني ټولنې او ډېموکراتیکو حرکتونو رول» په اړه د ملي خبرو اترو د څلورم پړاو د ترسره کولو خبر ورکړی دی.

دغه مرکز په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دغه کنفرانس څلورم پړاو به د روان کال (د مئ میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه) د اساسي قانون د مشروعیت او د افغانستان د سیاسي پروسې لپاره د لارې نقشې تر سرلیک لاندې د ترکیې په انتالیا کې ترسره شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې راتلونکې غونډه به د مدني ټولنې او ډیموکراټیکو شبکو په پیلولو تمرکز وکړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده:« په تېرو درېیو کلونو کې د ددغه خبرو اترو لړۍ د افغانستان د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي پرمختګونو لپاره د راتلونکو حل لارو او ننګونو د څېړلو په موخه پیل شوې دي.»

دغه خبرې اترې په جلاوطنۍ کې د افغان مدني ټولنو ترمنځ په داسې حال کې ترسره کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې د مدني ټولنې فعالیتونه او هر ډول سیاسي حرکتونه محدوده کړي دي.

د ازبکستان یوه کرنیزه مرستندویه جوپه بلخ ته رسېدلې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د ازبکستان هېواد له لوري د مرسته شویو کرنیزو توکو یوه جوپه بلخ ولایت ته رسېدلې او په حیرتان بندر کې طالبانو ته سپارل شوې ده.

دغه وزارت په یوه خپور کړي خبر کې ویلي، چې دغه مرستندویه جوپه نن په حیرتان بندر کې د ازبک چارواکو له‌خوا د یاد وزارت مسوولینو ته سپارل شوې ده.

د ازبکستان هېواد له لوري په رارسېدلې دغه جوپه کې چې له ۲۰ ټنو ډېره ده؛ د اصلاح شویو تخمونو په ګډون نور کرنیز توکي هم شامل دي.

د دغه وزارت د غلو دانو برخې مشر مصباح الدین مستعین ویلي، ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې ازبکستان د افغانستان سره د ګرنیزو ماشینونو په برخه کې هم مرسته وکړي.

تازه خبرداری؛ طالبان وایي، د خواله رسنیو هغه کاروونکي څاري چې د دوی ضد څرګندونې کوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت په یوې خبرتیا کې ویلي، خواله رسنیو کې ټولې هغه پاڼې څاري چې د دوی د «عقیدې ضد او غیر اخلاقي» فعالیتونه کوي.

دوشنبه د (غويي ۲۲مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د یاد وزارت د ویاند سېف الاسلام یوه غږیزه خبرتیا خپره کړه، چې پکې یې د خواله رسنیو پر کاروونکو تازه محدودیتونه لګولي دي. نوموړی وایي، د خلکو د دیني هیلو د پوره کولو له مخې هېڅ فرد او بنسټ ته دا اجازه نشته چې خواله رسنۍ د خپلو ناسمو او «غیر اخلاقي» موخو لپاره وکاروي.

هغه زیاتوي: «ټولنیزې رسنۍ باید د کره خبرونو خپرولو، دیني عصري علومو د ترویج، د مسلمان امت د یووالي او یو بل درناوي لپاره وکارول شي.»

د طالبانو امربالمعروف وزارت ګواښ کړی، چې دوی ټول هغه کسان څاري چې د دغې ډلې پر ضد څرګندونې کوي او ټولنیز روان تخریبوي.

سېف الاسلام خیبر وویل: «ټولو ته یادونه کوو، چې د ټولنیزو رسنیو هر ډول غیر مشروع او غیر اخلاقي استعمال د قانوني تعقیب وړ دی.»

طالبانو تر دې دمخه هم د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي. په افغانستان کې خلک نه شي کولای، چې په ازادانه توګه په خواله رسنیو کې سیاسي نظریات څرګند کړي او یا هم په عامه ناستو کې د طالبانو پر کړنو نیوکې وکړي.

د دغه ډلې استخباراتو د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د خواله رسنیو هغه کاروونکي بندیان کړي او شکنجه کړي، چې د دوی پر ضد یې فعالیتونه کړي دي.

له دې سربېره طالبانو پر رسنیو او خبریالانو هم سخت بندیزونه لګولي دي.

د دغو بندیزونو له کبله په کابل او ولایتونو کې د رسنیو سیاسي خپرونې لومړی د طالبانو له لوري څارل کېږي او بیا په سانسور ډول خپرېږي.

یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بیان ازادۍ او رسنیو روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

طالبانو له ملګرو ملتونو د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې مرسته غوښتې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو روغتیا نړۍوال سازمان استازي ایډوین سینیزا سلاوډر څخه غوښتنې کړې، چې د روغتیا په برخه کې ورسره ځانګړې همکاري وکړي.

د (غویي ۲۲مه) د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ناستې پر مهال د روغتیایي سېسټم پر پیاوړتیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د پولیو وایرس مخنېوي او روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د سرطاني ناروغیو د روغتون پر جوړېدو خبرې شوې دي.

جلالي له یاد سازمان څخه د سرطاني ناروغیو د روغتون لپاره د تجهیزاتو او د انتاني ناروغیو د روغتونونو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو روغتیا وزیر د روغتیایي سېسټم پر کېفیت او ښه والي هم ټینګار کړی دی.

یاده ډله داسې مهال له ملګرو ملتونو څخه د روغتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان لا وار دمخه د افغانستان د روغتیايي سکټور په تړاو جدي اندېښنې ښوولې دي.

یاد سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي‌ و، چې د امریکا پراختیایي مرستو له کبله په هېواد کې یو شمېر روغتونونه تړل شوي او په دې برخه کې بودجه هم د پام وړ را کمه شوې ده.

په راپور کې راغلي و، چې طالبان د افغانستان د روغتیايي سېسټم د چلولو لپاره هېڅ ډول تګلاره،‌ کافي بودجه او هوډ نه لري چې له کبله یې ناروغان له ګڼو ننګوونو سره مخ دي.

همدا راز وېره ښوول شوې وه، چې د افغانستان روغتیایي سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او که لازم اقدامات ونشي؛ نو دا ناورین به لا پراخ شي.