• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننه: د هند او پاکستان د تازه جګړې پایلې

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د هند او پاکستان تر منځ اتلس ورځنۍ شخړه د مې میاشتې په لسمه نېټه د مازدیګر په څلورنیمو بجو د هغه اوربند په نتیجه کې پای ته ورسېده، چې د امریکا د حکومت په هلو ځلو منځ ته راغی. د اوربند اعلان هم د امریکا د ولسمشر ټرمپ له خوا په خواله رسنیو کې د یوه پوست له لارې وشو.

د هند او پاکستان تر منځ د دغې تازه شخړې پیل د اپریل د میاشتې په دوه ویشتمه نېټه د ترهګرو د یوه برید په وجه وشو، کوم چې د هند تر واک لاندې کشمیر د پهلګام په سیمه کې شوی و. په دغه برید کې ترهګرو پنځه ویشت تنه هغه سیلانیان ووژل، چې د هند د مختلفو سیمو نه د سیل لپاره دغه ځای ته راغلي وو.

په لومړي سر کې د "مقاومت نهضت" په نوم یوه سازمان د دغې مرګ‌ژوبلې مسوولیت پر غاړه واخیست، او هند ادعا وکړه چې یاد سازمان په پاکستان کې د یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې "لشکر طیبه" یوه نوې څانګه ده.

دا خبره د یادونې وړ ده، چې لشکر طیبه د دې نه وړاندې هم څو څو ځله د هند پر ضد ترهګري بریدونه کړي دي. نو ځکه هند پر پاکستان تور پورې کړ، چې دغه برید د پاکستان د حکومت له خوا د کشمیر د بې‌ثباته کولو په موخه تنظیم شوی دی او هند به هرو مرو د بې‌ګناه سیلانیانو د وینې غچ له پاکستان نه اخلي.

پاکستان که څه هم د هند دغه تور رد کړ، خو هند ته یې اخطار ورکړ، چې که هغه د پاکستان پر ضد تېری وکړي، نو پاکستان به ورته کلک ځواب ورکړي.

دواړو خواوو یو بل تهدید کړل. د تودو تبلیغاتي جګړو ترڅنګ، لومړی د کشمیر په سیمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کنټرول پر کرښه د تیرو څو کلونو راهیسې روان اوربند مات شو، او توده جګړه پیل شوه. له هغې وروسته هند د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې توغندويي او ډروني بریدونه وکړل، هلته چې د هند د حکومت د وینا سره سم، د ترهګرو مرکزونه وو.

د پاکستان د حکومت رسمي اعلان سره سم، د هند په دغو بریدونو کې شپږویشت کسان مړه شول. پاکستان د چينایي جنګي الوتکو له لارې د توغندیو په ویشتلو سره د هند د پنځو الوتکو د راغورځولو ادعا وکړه. هند لومړی دغه ادعا رد کړه، خو وروسته نړیوالو رسنیو د درېیو هندي الوتکو د راغورځېدو خبرونه موثق وبلل.

درې ورځې وروسته پاکستان هم بریدونه وکړل، خو جګړه ورځ تر بلې پراخېدله. دواړو هېوادونو په یو او بل د ډرونونو په وسیله سلګونه بریدونه وکړل.

چون هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري، نو نړیوالو ته اندېښنه پیدا شوه، چې خدای مه کړه دا جګړه اټومي بڼه وانخلي. نو امریکا، سعودي عربستان او ترکیې د فعالو دیپلوماتیکو اړیکو له لارې هڅه وکړه، چې دواړه هېوادونه اوربند ته چمتو کړي.

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي تنش اوج ته رسېدلی و، د امریکا حکومت وتوانېد چې د مې د میاشتې په لسمه نېټه د مازدیګر په څلور نیمو بجو دواړه هېوادونه د جنګ بندولو او اوربند پلی کولو ته چمتو کړي.

دا د هند او پاکستان تر منځ پنځمه پوځي جګړه وه. د هېوادونو په جګړو کې تبلیغاتي جګړې معمول ګڼل کېږي، خو د هند او پاکستان لافې شافې بیا یو څه بل ډول وي.

په اوسنۍ جګړه کې، چې تر هوایي بریدونو، توغندیو او ډرونونو پورې محدوده وه، دواړو هېوادونو د جګړې د ګټلو ادعاوې وکړې.

په پاکستان کې د هند پر ضد جګړه کې او د کشمیر د ګټلو په مبارزه کې د پنجاب خلک تل وړاندې وي. دا ځل دا خبره لا زیاته وه، ځکه چې د پښتونخوا خلک د ټي ټي پي او د پوځ تر منځ جګړه کې ښکېل دي، او هره ورځ د دواړو له خوا مرګ‌ژوبله ویني.

د پاکستان حکومت د دوی حالت ته هېڅ پاملرنه نه کوي. حتا کله چې د پاکستان او هند تر منځ د ډرونونو د جګړې خبرونه اوج ته رسېدلي وو، هممهاله پاکستاني پوځ د ټانک، تیراه او وزیرستان په سیمو کې بریدونه وکړل، چې پکې د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په ګډون بې‌ګناه ملکی وګړي مړه شول. خو د پاکستان رسنیو دغو غمجنو پېښو ته هېڅ انعکاس ور نه کړ.

بلوچستان کې هم چا په دې جګړه کې دلچسپي نه لرله.

د هند او پاکستان تر منځ اصلي جګړه وروستۍ څلور ورځې وشوه.

په پاکستان کې پوځ نه یوازې د پوځي چارو پریکړه کوونکی و، بلکې ورسره د سیاسي، بهرنیو چارو او تبلیغاتي کمپاین واګې هم د پوځ په لاس کې وې.

هغوی هم د جګړې د ګټلو دعوې وکړې او هم یې د ګټې کریډیټ واخیست. د بېلګې په توګه، د هند پوځي چارواکو له هیڅ یوه بهرني حکومت سره خبرې ونه کړې، خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر او د آی ایس آی رییس جنرال عاصم ملک (چې د ملي امنیت مشاور هم دی) نه یوازې له امریکا او نورو حکومتونو سره د خبرو اترو برخه ول، بلکې اصلي پرېکړه کوونکي هم همدوی وو.

د هند لپاره دا لنډمهاله جګړه، چې په حقیقت کې هېڅ یوه خوا یې نه ده ګټلې، د پاکستاني جنرالانو لپاره ستره سیاسي ګټه درلوده.

هغوی د هند ته د ماتي ورکولو پراخو تبلیغاتو له لارې خپل سیاسي مخالفین دفاعي حالت ته راوستل.

بل‌خوا د هند وزیر اعظم نریندرا مودي او د هغه وزیرانو په لومړي سر کې د پاکستان پوځ ته د درس ورکولو سختې خبرې کولې، خو کله چې د اټومي جګړې خطر په منځ کې راغی، هند د امریکا تر فشار لاندې د جګړې بندولو ته مجبور شو، چې له امله یې په کورني سیاست کې زیان وکړ.

ورپسې د ولسمشر ټرمپ هغې وینا هم هند ته زیان واړاوه، چې ګواکي امریکا به د کشمیر د مسالې په حل کولو کې د هند او پاکستان تر منځ منځګړیتوب وکړي.

دا ځکه چې په کال ۱۹۷۱ کې بنګله‌دېش له پاکستان څخه د جګړې له لارې جلا شو، او په ۱۹۷۲ کال کې پاکستان دله هند سره د شمله تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې کشمیر نوره یوه نړیواله مساله نه، بلکې یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ داخلي مساله وبلل شوه.

د دې له مخې، هېڅ بل هېواد د دې قضیې په اړه د مداخلې حق نه لري.

خو د ولسمشر ټرمپ دغه وینا دا معاهده تر پښو لاندې کوي، نو څرګنده خبره ده چې دغه مداخله د پاکستان په ګټه او د هند په تاوان ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

مار دې لنډی کړ، خو مړ دې نه کړ؛ پر افغانستان د هند او پاکستان د وروستۍ جګړې اغیزې

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل

وایي مار دې لنډی کړ خو مړ دې نه کړ. هند حمله وکړله خو اوږدمهاله ستراتیژي یې نه درلوده چې څنګه جنګ کنترول او یا په مخ لاړ شي. پاکستان هم اوږدمهاله ستراتیژي نه درلوده چې څنګه د هند د حملو مخه ونیسي.

په مجازي خواله رسنیو کې دواړو ملکونو کافي د دروغو ویډیوګانې خپرې او لاپې شاپې وکړلې. دا چې دواړه ملکونه د داخلي ستونزو او فشار سره مخامخ دي نو دواړو غوښتل چې د خپل ولس توجه بلې خواته واړوي.

د هند ستونزه زیاته سیاسي ده خو د پاکستان ستونزه سیاسي، اقتصادي او امنیتي ده.

دا جنګ به د مودي حکومت محبوبیت به هند کې کم کړي خو د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزې به لا نورې هم پیچلې شي ځکه پاکستان د پوځ ستراتیژي کې تغییر نه دی راغلی.

د پاکستان پوځ به په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند کې د اوږدمهاله مقاومت سره مخ شي. څومره چې د پاکستان پوځ د شدت او زور نه کار واخلي هماغومره به د پوځ په ضد مقاومت او د پوځ نه انزجار زیاتیږي.

د پاکستان پوځیان نشي کولې چې د داخلي مقاومت د ځپلو لپاره د غرب یا عربو نه پروژه واخلي. دا وضعیت د پاکستان اقتصادي او سیاسي وضعیت نور هم خرابوي.

دغه جنګ وښودله چې امریکا اوس هم په سیمه کې نفود لري او د امریکا د مداخلې له امله اوربند وشو. دغه اوربند د مودي حکومت موقف به د هند په داخل کې او هم نړیواله کچه راټیټ کړي ځکه هند د امریکا د نفوذ او فشار لاندې اوربند وکړ.

د افغانستان معلوم الحاله سیاسیونو په خپلو تبصرو کې وښودله چې دوی څومره ژورې اړیکې د پاکستان سره لري او د پاکستان د لاس لانځکې دي.

همدوی چې اکثره يې د جمهوریت په وخت کې د پاکستان په ضد چیغې وهلې او پښتانه مشران یې اکثره د پاکستان سره په اړیکو تورنول، اوس دوی ثابته کړله چې همدوی د پاکستان اصلي ګوډاګیان وو او دي.

د دغو اشخاصو او ډلو مقاومت د طالب په ضد هم جعلي او د پاکستان په اشاره دی. طالبان به هم ونشي کړې چې پس له دې لس هندوانې په یوه لاس کې ونیسي. طالبان د مار په څیر سوړې ته نږدې شوې دي. یا به سیده کیږي او یا به یې لکۍ پرې کیږي.

لکه ځنګه چې سیمې او نړۍ د هند او پاکستان جګړه نه شوای زغملی، زما په اند، سیمه او نړۍ د افغانستان دا اوسنی وضعیت هم نشي زغملی چې په افغانستان کې یو غیر مشروع او قانونمند حاکمیت دوام وکړي او افراطیت ورځ تر بلې زیات شي.

100%

یوازې د افراطي طالبانو محدود کسان د قدرت ساتلو لپاره د جنګ شوقیان دي. همداشان د طالبانو په ضد په نامه مقاومتیان هم کوښښ کوي چې کومه جنګي پروژه واخلي خو اوس د جنګ د پروژو د تمویل لپاره په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د نورو هیوادونو له خوا اشتها نشته دی.

یوازې د سپورتونو مقاومت به دوام کوي خو په عمل کې به څه نه وي.

د هند او پاکستان جګړې وښودله چې په دې سیمه کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ انګیزه او اشتها نشته دی. په دې توګه افغانستان کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ اشتها نشته، خامخا به یو مثبت تغیر بې له جنګه رامنځته کیږي.

موثریت او ضعف؛ د هند او پاکستان محدوده جګړه د پرمختللو وسلو راتلونکی ټاکلی شي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۰ GMT+۱
•
خبرخونه

د هند او پاکستان جګړې په جنوبي اسیا کې د ناکراریو وېره ډېره کړې ده، چې د وسلو رقابت او مارکیټ دواړه ورسره غوړېدای او را غورځېدای شي. سره له دې چې تازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د هوکړې اعلان شوی، خو تېره څو ورځنۍ جګړه د وسلو د موثریت او ضعف ارزونې یو فرصت دی.

پاکستان د متقابلو بریدونو په ترڅ کې ادعا کړې، چې د هند د بریدونو په غبرګون کې یې ددغه هېواد په بټنډه کې هوايي ډګر، جمو او کشمیر کې دهامپور هوايي اډه، چې د هند د هوايي ځواک لپاره ستراتیژیک او لوژستیکي ملاتړ ارزښت لري، پټانکوټ هوايي اډه، په ادمپور هوايي اډه کې د S-400 هوايي دفاعي سیستم، سرسا هوايي ډګر، په اوړي کې د هندي پوځ یوه قرارګاه او د اکمالاتو ډیپو، په بیاس کې د براهموس توغندیو زیرمه، په ناګروټا کې د براهموس توغندیو یو بل زیرمتون، په دهرا نګیاري سیمه کې د هندي پوځ د توپچي ځایونه، په راجوري کې د هندي پوځ د پوځي استخباراتو د روزنې مرکز، په هلواره کې د هوايي ځواکونو اډه او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هندي استخباراتو مرکز په نښه کړي دي.

خو د هند د دفاع وزارت د پاکستان له خوا د پوځي تاسیساتو او هوايي اډو د ویجاړولو ادعاوې رد کړې دي او دا یې د رسنیزې او تبلیغاتي جګړې یوه برخه بللې ده. هندي چارواکو ویلي چې د پاکستان توغندیو او ډرون بریدونو د هند S-400 هوايي دفاعي سیستمونو او نورو مهمو تاسیساتو ته زیان نه دی رسولی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت په ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې پاکستاني بریدونه د دغه هېواد پر ۲۶ ځایونو ترسره شوي دي. دا بریدونه له سرینګر نه تر نالیا پورې شوي، چې ډرونونه، اوږده واټن لرونکي توغندي، بې‌پیلوټه جنګي الوتکې، لوېټرینګ مهمات (ځنډېدونکي چاودېدونکي وسایل) او جنګي الوتکې پکې کارول شوي، څو د هند پوځي تاسیسات هدف وګرځوي.

هندي چارواکو منلې، چې په پټهانکوټ، ادمپور، بوج او بټنډه هوايي اډو کې زيانونه او پرسونل ته ټپونه اوښتي، خو هندي ځواکونو اغیزناک ځواب ورکړی.

هند تقریباً ۵.۱ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې دا د پاکستان د ۱.۷ میلیونه پرسونل په پرتله ډیر دي.

پوځ ېې۱.۲۴ میلیونه، هوايي ځواک ۱۴۹ زره، سمندري ځواک ۷۵ زره او ۵۰۰ او ساحلي ګارډ یې شاوخوا ۱۳نیم زره دی. د الوتکو شمېر یې دوه زره او ۲۲۹ دی، چې د پاکستان د ۱۳۹۹الوتکو په پرتله ډیرې دي. هند ۳۱۵۱ جګړه ییز ټانکونه لري، چې د پاکستان د ۱۸۳۹ په پرتله ډیر دي. هند ۶۱۰۰ کیلومتره اوږد ساحل کنټرولوي او ۲۹۳سمندري وسایل لري.

پاکستان په نظامي ځواک کې ۱۲ ځای لري. پاکستان ۱.۷ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې ۵۶۰ زره پوځیان، ۷۰ زره هوايي ځواک او ۳۰ زره سمندري ځواک دی.

پاکستان ۱۰۴۶ کیلومتره ساحل کنټرولوي او ۱۲۱سمندري وسایل لري.

د هند او پاکستان دفاعي بودجې

د ګلوبل فایرپاور د ۲۰۲۵کال د پوځي ځواک اړوند درجه‌بندۍ له مخې، هند چې د نړۍ ترټولو ستر نفوس لري او د نړۍ په کچه د وسلو ستر واردوونکی دی، کال پر کال خپلو نظامي وړتیاوو ته وده ورکوي. د هند دفاعي بودجه له۲۰۲۵کال څخه تر ۲۰۲۹ پورې ۴۱۵.۹ میلیارده ډالره اټکل شوې ده. په دې بودجه کې اټومي پیاوړې بریدګرې بیړۍ، د رافیل او تیجاس څو دندې لرونکې جنګي الوتکې، پراجند سپک جنګي هلیکوپټر او نور تسلیحات شامل دي، چې د هند تهاجمي او دفاعي وړتیاوې پراخولای شي.

په بل اړخ کې، پاکستان چې له داخلي امنیتي ستونزو او له هند سره اوږدې شخړې سره مخ دی، خپله بودجه د اړتیاوو پراساس کمه کړې ده. د پاکستان دفاعي بودجه تر ۲۰۲۸ کال پورې ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي چې له ۲.۵ سلنه کلني پرمختګ سره به پراخه شي. د پاکستان دفاعي لګښتونه زیاتره بلواضد او سرحدي امنیتي اړتیاوو ته ځواب ویونکي دي، خو په همدغه ترڅ کې پاکستانی پوځ په دې بریالی شوی، چې د وسلو د استعمال تجربې پراخې کړي، لکه د بې پیلوټه الوتکو، توپ، ټانک او نورو درندو وسلو استعمال، چې ډېری په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې کارېدلې دي. داخلي بلواوو یو خوا ددغه هېواد امنیتي او اقتصادي ثبات کړکېچن کړی، خو بل پلو یې پوځ پکې تمرین شوی دی.

ایف ۱۶ امریکایۍ الوتکې د نورو هېوادونو پر ضد د دودیزې جګړې لپاره نه دي ډیزاین شوې او که استعمال شي، ښايي پاکستان له بندیزونو سره مخ شي
100%
ایف ۱۶ امریکایۍ الوتکې د نورو هېوادونو پر ضد د دودیزې جګړې لپاره نه دي ډیزاین شوې او که استعمال شي، ښايي پاکستان له بندیزونو سره مخ شي

د پاکستان پوځ له چین سره نږدې همکارۍ ته مخه کړې او د پرمختللو ټکنالوژیو لکه ( JF-17 Block III)،(J-10C ) جنګي الوتکو، ایف سي ۳۱ الوتکو او د ترکیې او چین ساخت بې پیلوټه الوتکو پېرنې ته یې مخه کړې ده. سره له دې چې پاکستان په ۲۰۲۲ کې د ۱۴ سلنه بودجې کمښت تجربه کړی، خو اوس یې په داخلي تولیداتو او تجهیزاتو کې لږ ګټه ترلاسه کړې ده.

د هند برلاسی په څه کې دی؟

د هند ستراتیژیک دکتورین پر پراخو ګډو عملیاتو اود کورني دفاعي صنعت او لویدیزو عرضه کوونکو په همکارۍ متکي دی.

د ګلوبل ډیټا د معلوماتو له مخې، هند په درنو ځمکنیو تجهیزاتو لکه (K9A1)او پرمختللې هوایي دفاعي شبکې لکه S-400 او باراک-8 سیسټمونو کې برلاسی لري. K9A1 یو خپلواک توپ سیسټم دی چې د هند د دفاع وزارت له خوا د ټانکونو او میکانیزمونو د پرمختګ لپاره جوړ شوی دی. دا توپ د K9 Vajra په نوم پیژندل کیږي، چې د جنوبي کوریا د ټیکنالوژۍ پر اساس جوړ شوی.

پاکستان که څه هم په عمده توګه پر بهرنیو تجهیزاتو تکیه لري، بیا هم له چینایي دفاعي شرکتونو سره د ګډ تولید له لارې په رقابتي وړتیاوو سمبال دی. د پاکستان زغره وال تجهیزات تقریباً ۶۰۰ الخالد ټانکونه دي او دغه راز هوایي دفاعي سیستمونه لکه HQ-9/P او LY-80 ، چې ملي پوځي تاسیساتو ته یې څو ګوني محافظت ور کوي.

د اتومي وسلو د پای نړیوال کمپاین (ICANW) له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې هېوادونو نږدې ۹۱.۴ میلیارده ډالر په اتومي وسلو لګولي دي. په دې کې هند ۲.۷ میلیارده ډالر او پاکستان ۱ میلیارده ډالر لګولي دي.

هند خپله لومړنۍ اتومي ازموینه د ۱۹۷۴کال په مې کې ترسره کړه او بیا یې په۱۹۹۸ کال کې پنځه نورې ازموینې وکړې او ځان یې د اتومي وسلو لرونکی هېواد اعلان کړ. پاکستان هم د همغه کال، ۱۹۹۸، په اوږدو کې د هند له اتومي ازموینو وروسته خپله لومړنۍ اتومي ازموینه و کړه او ځان یې د اتومي وسلو څښتن هېواد اعلان کړ.

د الجزیرې د یوه تحلیل له مخې، له همغه وخته، دا دوه ګاونډیان چې له خپلواکۍ او جوړېدو راهیسې جنجالي اړیکې لري، په یوه پوځي سیالۍ کې ښکېل دي چې دواړو ته یې میلیاردونه ډالره لګښت اړولی.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) د توغندیو دفاعي پروژې له مخې، د هند اتومي ظرفیتونه تر ډېره د پاکستان او چین پر وړاندې د مخنیوي لپاره دي. هند اوږده واټن لرونکي او ځمکني متحرک میزایل جوړ کړي او له روسیې سره په ګډه د سمندري او اوبتل میزایلو د پراختیا په پړاو کې دی.

د پاکستان اتومي وسلې تر ډېره لنډ واټن او منځ واټن بالستیک میزایل لري، چې د هند د هدف ګرځونې وړتیا لري. چین له تېرو څو کلونو راهیسې له پاکستان سره په اتومي او د توغندیو پروګرامونو کې د پام وړ تخنیکي مرسته کړې ده.

د وسلو کنټرول سازمان د اټکل له مخې، هند او پاکستان هر یو شاوخوا ۱۷۰ اتومي خولۍ لري. دواړو د اتومي وسلو نه پراخولو تړون (NPT) نه دی لاسلیک کړی او دواړه هېوادونه پر توغندیو پانګونه کوي. هند پر(Agni-P) بالیستیک میزایلو او پاکستان د شاهین توغندیو پر مختلفو ډولونو کار کړی.

د ستراتیژیک تعادل وضعیت خورا حساس دی. دواړه هېوادونه د کشمير په سیمه کې د متنازعو سیمو ادعا لري او د جګړې د حل کوم رسمي میکانیزم نشته، چې دا د احتمال او ناسمې محاسبې او جګړې د زیاتېدو امکاناتو ته لار پرانیزي.

په هوايي برخه کې دواړو هېوادونو د خپلو هوايي ځواکونو پر تقویې کار کړی، خو هند په ډېرې عصري ټیکنالوژۍ او پرمختللي ځواک سره خپل ځواک پیاوړی کړی دی.

100%

د استکهلم د سولې نړیوال انسټیټیوټ (SIPRI) د معلوماتو له مخې، هند ۳۶ سلنه وسلې له روسیې، ۱۸ له اسراییل، ۳۳ له فرانسې او پاتې له نورو هېوادونو ترلاسه کوي.

پاکستان خپلې ۸۱ سلنه وسلې له چین، لس سلنه له هالنډ، شپږ سلنه له ترکیې او پاتې له نورو هېوادونو پیري.

100%

د هند او پاکستان د هوايي ځواک پرتلنې

د هند هوايي ځواک ۲۲۰، سو۳۰ Mk1 جنګي الوتکې لري. دغه الوتکې چې د هند هوایي صنعت تولید دی، د روسیې په ډیزاین ولاړې دي او له۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې نوې شوې. سربیره پر دې، د هند هوایي ځواک د روسیې ۷۲سو۳۰ اېم کې یو جنګي الوتکې هم کاروي چې د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ اخیستل شوې.

د هند د هوايي ځواک تر ټولو وروستۍ اضافه د ۳۶رافیل څو دندې لرونکې جنګي الوتکې دي چې له۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۲ پورې د فرانسې دداسولټ کمپنۍ له خوا ورکړل شوې دي. دا الوتکې پرمختللي الیکترونیکي سیسټمونه او د اجرااتو وړتیاوې لري او له یوروفایټر او ټایفون سره په سټنډرډ کې برابرې دي. خو پاکستان ادعا کړې، چې یوه رافیل یې راغورځولې او که دا رښتیا ثابته شي، هم به د هند او هم به د فرانسې دواړو لپاره زیانناک خبر وي.

هند د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې ډېره پانګونه کړې او یوه ستره برخه یې اسراییلي بې پیلوټه الوتکې دي چې د څارنې، کشف، لوژیستیک او جنګي ماموریتونو لپاره ډیزاین شوې دي. هیرون(IAI Heron) چې د اسراییل تولید دی، د څارنې لپاره ډیزاین شوې او مختلف ورژنونه لري. هند له اسراییل سره ګډ اداني دریشتي ۱۰ (Adani Drishti-10) ډرونونه هم تولید کړي، چې کشفي ماموریتونه پرمخ وړي. دغه راز امریکایۍ ایم کیو۹ هم ددغه هېواد د هوايي ځواک په واک کې ورکړل شوې دي. د اسراییل هاروپ بې پیلوټه الوتکې او خپله هندۍ بې پیلوټه هم د هند هوايي ځواک کاروي، چې پاکستان یې د راغورځولو ادعاوې کړې دي.

د پاکستان هوايي ځواک ډېر متنوع دی، چې زړې امریکايۍ او فرانسوۍ جوړې جنګي الوتکې لکه ایف ۱۶ اې بي او فالکونز او میراژ ۲۰۰۰ پکې شاملې دي.

پاکستان شاوخوا ۷۵ ایف ۱۶ بمبار الوتکې لري، چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره ور کړل شوې وې.دغه الوتکې د نورو هېوادونو پر ضد د دودیزې جګړې لپاره نه دي ډیزاین شوې او که استعمال شي، د پرزې، ساتنې تړونونه، یا حتا د بندیزونو وضع کولو احتمال پرې شته دی.

په وروستیو کلونو کې پاکستان د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره چین ته مخه کړې ده، چې په استعمال کې یې ازاد لاس ولري.

د پاکستان هوایي شرکت له چینايي چینګدو شرکت سره د همکارۍ له لارې یو شمېر جنګي الوتکې جوړوي، په ځانګړې توګه JF-17، چې پاکستان یې شاوخوا ۱۲۰بلاک یو او بلاک دوه نسخې لري. په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ۱۲جې لس سي (J-10C) جنګي الوتکې هم وپېرلې، چې ځواک یې ورسره پیاوړی شوی. نړیوالو شنونکو ویلي، چې پاکستان د چینايي الوتکو په مرسته د هند یوه رافیل فرانسوۍ الوتکه راغورځولې او دا د چینايي تسلیحاتو پر مارکیټ مثبت اغیز کولای شي.

داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې پاکستان د چینايي الوتکو په مرسته د هند رافیل فرانسوۍ الوتکه غورځولې
100%
داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې پاکستان د چینايي الوتکو په مرسته د هند رافیل فرانسوۍ الوتکه غورځولې

پر دې سربېره پاکستان په۲۰۱۵ کال د براق ډرون الوتکې بریالۍ ازموینه وکړه اواوس خپلې بې پیلوټه الوتکې تولیدوي. دایم ار ۱۰، ابابیل، شاهپر او شاهپر۲په څېر کورني ډرونونه او د ترکیې بیرکتار او چینایي وینګ لنګ ۲ هم کاروي.

اېم ار۱۰شپږ څرخۍ الوتکې (هیګزاکاپټر) دي چې د پاکستان د وسلو فابریکې خپله ډیزاین کړې دي. داسې اټکل دی، چې دغه بې پیلوټه الوتکې د پاکستان پوځ په وزیرستان او بلوچستان کې هم کاروي، خو دې پوښتنې ته د افغانستان انټرنشنل له پوښتنې سره سره، د پاکستان امنیتي ادارو ځواب نه دی ویلي.

پلي ځواکونه او تجهیزات

په ځمکني ډګر کې، هند او پاکستان هر یو پیاوړي پوځونه لري، چې په زغره والو ګاډو، ټانکونو، توپونو او هوایي دفاعي سیسټمونو مجهز دي.

د هند پوځ له ۲۰۰۰ ډېر بي ایم پي زغره وال وسایط (BMP-II) لري، چې اصل یې د روسیې (پخواني شوروي اتحاد) دی او وروسته هند بیا تولید کړي دي. دا موټر درې کسیزه عمله لري (چلوونکی، قوماندان، توپچي) او تر اووه پیاده سرتیري انتقالولی شي. په ۳۰ ملي متري اتومات توپ، ماشینګڼ، او ټانک ضد لیزري لارښودو توغندیو مجهز دي.

هند همدارنګه د روسیې جوړ پرمختللی زغره‌وال (T-90S) او خپل تولید شوي ارجون (Arjun Mk1A) ټانکونه لري، چې په پرمختللو وسایلو سمبال دي. د جنوبي کوریا په موډل جوړ (K9A1) توپونه د هند بله ستره وړتیا ګڼل کیږي، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۱۰۰ واحدونه ورکړل شوي.

د پاکستان زغره وال ګاډي او ټانکونه هم د چینایي ډیزاینونو پر بنسټ جوړ شوي، چې شاوخوا ۶۰۰ الخالد ټانکونه پکې شاملیږي. دا د نورینکو او د پاکستان د درنو صنایعو ټکسیلا کارپوریشن ګډ تولید دی. نور چینایي جوړ پلېټفارمونه، لکه (VT-4) هم د پاکستان د زغره والو وسایطو د وړتیاوو یوه برخه جوړوي. په توپونو کې، پاکستان د امریکا ۱۵۵ ملي متري (M109A5) خپلکاري توپونه کاروي، چې له۲۵ څخه تر ۳۰ کیلومترو پورې واټن په نښه کولای شي.

د پاکستان د هوایي دفاع سیسټمونه یوه منظمه او څو پوړیزه شبکه لري چې ددغه هېواد فضایي حریم د هر ډول هوايي بریدونو، الوتکو، ډرونونو او کروز توغندیو پر وړاندې خوندي کوي.

دا سیستمونه هم د اوږده واټن او هم د منځني او نږدې واټن هدفونو شنډولو وړتیا لري. په دې کې تر ټولو مخکښ سیسټم(HQ-9/P) دی، چې د چین له خوا جوړ شوی او تر ۱۲۵ کیلومتره پورې واټن لرونکي اهداف له منځه وړلی شي. دا سیستم د لوړو ارتفاعي بریدونو لپاره طراحي شوی او په پرمختللو رادارونو او لارښودو میکانیزمونو مجهز دی. همداراز (LY-80)، چې په اېف اېم ۹۰هم مشهور دي، د منځني واټن دفاعي سیستم دی چې شاوخوا ۷۰ کیلومتره پورې واټن لرونکي تهدیدونه تعقیب او شنډولی شي. دا سیسټم د متحرکو توغندیو واحدونه لري، چټک غبرګون ښيي او کولی شي څو اهداف هممهاله تعقیب کړي. خو د هند په وروستیو بریدونو کې دغه سیسټمونه اغیزناک نه دي تمام شوي او یو توغندی یې هم نه دی په نښه کړی، په دې توګه ددې سیسټمونو راتلونکې ډېره روښانه نه لیدل کیږي.

په سمندري ډګر کې یو د بل پر وړاندې

د هند او پاکستان ترمنځ د لویې سمندري جګړې امکانات کم دي، خو دواړو هېوادونو پرپام وړ سمندري ځواکونو پانګونه کړې ده.

هند د اټومي ځواک لرونکو سبمرین پروګرامونو کې د نړۍ په پنځو لویو لګښت کوونکو هېوادونو کې ځای لري. د ناول ټېکنالوژي د معلوماتوله مخې، هند تمه لري چې له۲۰۲۴ کال څخه تر ۲۰۳۴ پورې به پر دې برخه ۳۴.۶ میلیارده ډالر ولګوي. د دې پانګونې یوه لویه برخه به د شپږو اټومي ځواک لرونکو(Project 75-Alpha) سبمرینونو اخیستل وي چې د ۱۷ میلیارده ډالرو په ارزښت اټکل کیږي.

پر اټومي سبمرینونو سربېره، هند د ډیزل-برښنا لرونکو سبمرینونو په بیړۍ کې لسګونه واحدونه لري، چې د سواحلي عملیاتو او پټې جګړې لپاره مناسب دي.

پاکستان که څه هم د هند له اټومي سبمرین او اوبډوبونو له پروګرام سره برابر سمندري ځواک نه لري، خو د خپلو بیړیو په پراختیا کې یې مهم ګامونه اخیستي دي. پاکستان خپل سمندري ځواک په سطحي\د اوبو پر سطح جګړه ییزو بیړیو او سبمرینونو تقویه کړی. پاکستان درې عصري (Agosta-90B) ډوله سبمرینونه لري. دغه سبمرینونه د برید او څارنې لپاره پرمختللي تجهیزات لري او په سمندري توازن ساتلو کې مهم رول لوبوي.

سربېره پر دې، پاکستان له چین څخه د شپږو نویو (Hangor-class) سبمرینونو د پېرلو پروژه روانه کړې چې تر ۲۰۲۸ پورې به بشپړه شي. دا سبمرینونه به په عصري ټکنالوژۍ سمبال وي او د سمندري جګړو په ډګر کې د پاکستان وړتیا نوره هم لوړولای شي.

د سطحي یا د اوبو پرمخ تلونکو بیړیو له پلوه، پاکستان مختلف ډولونه لکه (F-22P) او(Azmat-class) توغندويي کښتۍ او نور وسایط لري چې د سمندري ګزمې، دفاع او برید لپاره کارول کېږي.

که چیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه وغځیږي، هند به احتمالاً د اوږدمهاله جګړې لپاره ډیرې سرچینې، تخنیکي تنوع او جغرافیایي لاس‌رسی ولري
100%
که چیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه وغځیږي، هند به احتمالاً د اوږدمهاله جګړې لپاره ډیرې سرچینې، تخنیکي تنوع او جغرافیایي لاس‌رسی ولري

هند د جګړې په شاوخوا ټولو اړخونو ځمکنۍ، هوایي او سمندري برخو کې د پاکستان په پرتله لوړ ظرفیت لري. دا هېواد تر ۳۰۰۰زیات جنګي ټانکونه، پرمختللي تجهیزات او یو پراخ هوایي ځواک لري چې له۶۰۰ډېرې جنګي الوتکې پکې شاملې دي، همداراز، هند یو قوي او پراخ بحري ځواک لري چې ۲۹۳ سطحي او تر اوبو لاندې بیړۍ لري.

په بل اړخ کې، پاکستان که څه هم د تجهیزاتو له پلوه کمزوری ښکاري، خو هڅه یې کړې چې خپل دفاعي سیستمونه، هوایي ځواک او سمندري امکانات هدفمند او اغېزناک وساتي. پاکستان پرمختللي هوايي دفاعي سیستمونه، ۳۸۷ جنګي الوتکې لري او د سبمرینونو او سطحي بیړیو پراختیا ته یې هم پام کړی. پاکستان د چټک ځواب ورکولو، سیمه‌ییز تمرکز او د چین په څېر متحدینو له لارې خپلې کمزورۍ یو څه جبران کړې دي.

سره له دې چې د امریکا په منځګړتوب دواړو هېوادونو اوربند ته رضایت ښودلی، خو که د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه ونه دریږي، هند به احتمالاً د اوږدمهاله جګړې لپاره ډیرې سرچینې، تخنیکي تنوع او جغرافیایي لاس‌رسی ولري، خو پاکستان هم کولی شي په لنډمهالو او هدفمندو بریدونو سره، په ځانګړې توګه د توغندیواو ډرونونو له لارې د هند د برلاسي، یا احتمالي پرمختګ مخه ونیسي. په دې منځ کې د دواړو هېوادونو اټومي وسلې پر یوه او بل د ستروبریدونو مخه نیسي او جګړه به تر ډېره حده محدوده پاتې او یا سړه شي.

خو له دې ټولو سره سره، په جنوبي اسیا او په نړیواله کچه دا جګړه د وسلو د استعمال، موثریت، ضعف په تړاو ښايي د ارزونې یو مهم فرصت وي، ځکه دواړو خواوو ته ماهر او کارپوه ځواکونه دي او د وسایلو د استعمال د څرنګتیا پرځای به ډېری د وسایلو او تجهیزاتو پر موثریت او کمزوریو تمرکز کیږي چې دا د وسله جوړوونکو کمپنیو، صادروونکو هېوادونو او د وسلو او تجهیزات پر صنعت اغیز پرې اېستلای شي.

له جابه نه تر مریدکي؛ هند څومره په خپلو اهدافو کې دقیق دی؟

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۹:۵۹ GMT+۱
•
نذیراحمد سهار

په ۲۰۱۳ کال کې د جیش محمد د مشر مولانا مسعود اظهر ورور مفتي عبدالرووف د مانسهرې ولسوالۍ د بالاکوټ په جابه سیمه کې د تعلیم القرآن مدرسې کلنۍ غونډې ته وینا کوله. دغه مدرسه پاس په ټهنه غره کې واقع ده، چې په ونو پوښل شوی او شاوخوا یې له خلکو خالي ده.

مدرسې ته له جابه بازار او کنګړ کلي دواړو خواوو لارې ورغلې او شاوخوا نیم ساعت پلی مزل لري. په دې مدرسه کې د هغو ۱۱۳ ځانمرګو بریدګرو نوملړ راځړیدلی و، چې له ۲۰۰۳ کال نه یې تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه کړي وو. دا ټول د جیش محمد د ډلې په مرکزونو کې تر روزنې وروسته، افغانستان ته لیږل شوي وو.

د قوماندان رووف ترڅنګ یو برچپک ګوته په ماشه ولاړ ساتونکی د احمد زبیر ورور و. زبیر د جیش محمد لومړنی ځانمرګی بریدګر و، چې په کابل کې یې ځان الوزولی و. ډیری خلک د جیش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر وینا ته را غونډ شوي وو، خو نوموړی په دې ورځو کې نظربند و او پرځای یې مفتي عبدالرووف په غونډه کې ګډون کړی و. اکثریت ګډونوال د سوابۍ، دیر او کوهاټ اوسېدونکي وو. مفتي په خپلو خبرو کې وویل، چې بالاکوټ د «سید احمد شهید» او «اسماعیل شهید» مرکز دی او جیش محمد به د هغوی تحریک بېرته ژوندی کوي.

سید احمد د اتلسمې پیړۍ په لومړیو کې په پېښور او شاوخوا پښتني سیمو کې ځان امیرالمومنین اعلان کړی و. هغه پر خلکو د خپلې خوښې شریعت نافذ کړی و، د ښځو نکاحګانې یې له سره تړلې، کونډې یې په زوره خپلو کسانو ته ودولې او چې د چا په کور به پیغلې اوسېدې، دده جنګیالیو به ودونه ورسره کول. سیداحمد او د هغه ملګرو ته په لومړیو کې خلکو هرکلی ووایه، چې د سیکانو له ظلمونو نه تر سپږمو رسېدلي وو، خو کله، چې دوی د پښتنو له ټولنیزې مطالعې پرته د شریعت او امارت په نامه د خلکو خپلواکي، دودونه، غیرت او ټولنیز سیستمونه وننګول، خلکو یې پر ضد پاڅونونه وکړل او له سیمې یې پسې واخستل.

پر جابه کلي د ۲۰۱۹ کال د فبروري پر ۲۶مه هندي الوتکو له دې امله بمونه وغورځول، چې دلته د ترهګرو روزنځای دی او هندي کشمیر ته د جګړې لپاره جنګیالي ور لیږي. ددوی هدف په ټهنه غره کې د مسعود اظهر تعلیم القران مدرسه وه. د هندي الوتکو له بمبارۍ وروسته دې سیمې او مدرسې ته پر تګ محدودیتونه ولګول شول او د سیمې خلک له خبریالانو سره له خبرو اترو منع شول.

د جابه مدرسې له هدف ګرځېدو وروسته د جیش محمد ګڼ جنګیالي د شمالي وزیرستان خیسور سیمې ته ولیږدول شول. خیسور د وزیرستان له څو هغو محدودو سیمو شمېرل کیږي، چې د ضرب عضب له پوځي عملیاتو خوندي پاتې شوې.

جیش محمد له ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې په افغانستان کې ۱۱۳ ځانمرګي بریدونه کړي وو
100%
جیش محمد له ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې په افغانستان کې ۱۱۳ ځانمرګي بریدونه کړي وو

پوره پنځه کاله وروسته تېره شپه ناوخته هند یوځل بیا د «سندور» عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان پر نهو ځایونو په ۲۵ دقیقو کې ۲۴ لیزري توغندي وتوغول، چې دا په تېرو څو کلونو کې د هند تر ټولو سخت غبرګون ګڼل کیږي. یانې په پهلګام کې د هر وژل شوي هندي په بدل کې تقریبا یو توغندی توغول شوی. سندور سمبولیک نوم هم جنګیالیو او هغو مېرمنو ته یو پیغام ور کول دي، چې میړونه یې د پهلګام په برید کې له لاسه ور کړي.

هندي چارواکي وايي، چې توغندیو یې د کشمیر په پلازمېنه مظفر اباد کې د لشکرطیبه«ساوای ناله» او د جیش محمد «سیدنا بلال» کمپونه په نښه کړي. په کوټلي کې یې د لشکرطیبه «ګلپور او عباس» کمپونه، په بهمبر کې «برناله» کمپ، په سیالکوټ کې د حزب المجاهدین روزنیز کمپ، «سرجال» کمپ، په مریدکي کې د لشکر طیبه «مرکز طیبه» او په بهاولپور کې د جیش محمد «سبحان الله» مرکزي دفتر په نښه کړي دي.

بهاول‌پور، چې د هند د راجستان ترڅنګ تهر دښتې ته څېرمه پروت دی، د جېش محمد ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي. مریدکې، چې د لاهور ترڅنګ پرته ده، د حافظ سعید په مشرۍ لشکر طیبه ډلې مرکز دی. دا ډله د ممبيي ترهګریزو بریدونو مسووله ګڼل کېږي.کوټلي، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشميرکې واقع ده، د هند له پونج او راجوري سره ګډې پولې لري.

د غرونو په منځ کې پروت مظفراباد د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پلازمېنه ده چې ختیز پلو ته یې د هند د کشمیر سیمې بارامولا او کپواړه سیمې پرتې. دا سیمه د جماعت اسلامي د البدر مجاهدین، حزب المجاهدین، جیش محمد او لشکر طیبه ډلو مرکز ګڼل کیږي.

هند د دوشنبې پر ماښام له برید وړاندې د الوتنو یوه خبرتیاخپره کړې وه، چې له پاکستان سره پولې ته څېرمه ستر پوځي تمرینونه کوي.

هند رښتیا هم ترهګریز مراکز په نښه کړي؟

د غالب روایت له مخې په پاکستان کې د مذهبي سخت‌دریځۍ او افراطیت ګوته ډېری خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ته نیول کیږي، خو دا د اصلي ملاتړو او تغذیه کوونکو شبکو له تحلیل پرته نیمګړې او سطحي ارزونه ده.

د افراطیت د ودې اصلي محرکات ډېری حکومتي ـ امنیتي پالیسۍ، ستراتیژیکې محاسبې او ایډیولوژیک بنسټونه دي، چې ډېری د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او پنجاب نه سرچینه اخلي. شنونکي دا سیمه د افراطي ډلو او د هغوی د جګړه ییز تفکر د تولید او روزنې مرکز بولي، چې تخریبي فعالیتونه او ورانکارۍ یې د هندي کشمیر، پښتونخوا او افغانستان پر جغرافیاوو متمرکز دي.

د پنجاب ایالت مرکز لاهور، چې د دغه ایالت مهم سیاسي-اقتصادي ښار ګڼل کیږي، د لشکر طیبه د مرکزي قوماندانۍ په نامه مشهور دی ، ځکه د مالي او افرادي قوت له اړخه یې ډېره تکیه پر دغه ښار ده. له دغه ښار نه شاوخوا ۲۹ کیلومټره لرې د شیخ پورې ولسوالۍ مُریدکی سیمه ددغې ډلې مرکز ګڼل کیږي چې د تېرې شپې په برید کې هندي توغندیو په نښه کړی. په مریدکي کې د مکه او مدینه په نومونو د لشکر طیبه دوه کالونۍ او د دې ډلې تعلیمي روزنځای (مرکز طیبه) د لشکر طیبه د نظامي مرکزونو حیثیت لري. هندي الوتکو دغلته ددې ډلې جومات (ام القری) هم په نښه کړی.

پخوا سپاه صحابه ترهګرې ډلې دلته فاروقیه جامعه او په فیروزپور کې مولانا اشرف علي تهانوي اشرفیه جامعه چلوله، چې د افغان جنګیالیو د استوګنې، ارام او روزنې مهم مراکز وو. په دغو مدرسو کې له فکري روزنې وروسته اکثریت طالبان د روزنې او جګړه ییزو دورو لپاره وزیرستان او افغانستان ته لیږل کیدل.

هند د پنجاب په بهاولپور کې د جیش محمد «سبحان الله» مرکزي دفتر هم په نښه کړی. د بهاولپور دوه ولسوالۍ رحیم یارخان او بهاول نګر د جیش محمد او نورو پاکستانیو مذهبي ډلو د افرادي قوت مهم مراکز ګڼل کیږي. د څیړونکو په باور، د رحیم یارخان مخزن العلوم، د خان پور عبدالله ابن مسعود مدرسه او د بهاولپور په چولستان کې د جیش محمد د مشر مسعود اظهر «علي عثمان» پخوانۍ مدرسه او لویې ودانۍ ټولې د افغانستان او کشمیر د جنګیالیو په خدمت کې پاتې شوې دي.

پاکستان وايي، په بریدونو کې ۲۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي
100%
پاکستان وايي، په بریدونو کې ۲۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي

په سیالکوټ کې د حزب المجاهدین روزنیز کمپ، او د «سرجال» په نامه بل د جنګیالیو روزنځای په نښه شوي دي. سیالکوټ او د پنجاب نور مهم ښارونه لکه فیصل اباد، ګوجرانواله او ملتان چې د پاکستان د سترو صنعتکارانو ښارونه دي، د لشکر طیبه، جیش محمد او حرکت المجاهدین مهم مراکز ګڼل کیږي او د افغانستان په شل کلنه جګړه کې باروت، د ځانمرګو واسکټونو توکي او نور چاودېدونکي وسایل د همدغو ښارونو له فابریکو قبایلي سیمو ته تلل چې په افغانستان کې د افغان حکومت او ناټو ځواکونو خلاف بریدونو کې وکاریږي. له دغو ښارونو نه جنګیالیو ډلو ته هرکال د زکات او مرستې په نامه لسګونه میلیونه روپۍ ټولیږي. سوداګر او صنعتکاران له جنګیالیو او مذهبي ډلو سره زیاتره مرستې د امنیتي ادارو د ځانګړو کړیو په غوښتنه کوي.

د هند د تېرې شپې د برید له اهدافو ښکاري، چې په غوڅ ډول یې د جیش محمد، لشکر طیبه او حزب المجاهدین پاکستانیو ډلو مرکزونه په نښه کړي.

هند له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې اوړي، په ۲۰۱۹ کال کې د بالاکوټ هوايي بریدونه هم کړي، خو تازه بریدونه یې د شمېر او اهدافو په لحاظ له لومړنیو هغو سره متفاوت او ستر دي. دغه راز د تېرو بریدونو تجربو هم ښايي ددغه برید د اهدافو په دقت کې له نوي ډیلي سره مرسته کړې وي. تر اوسه په برید کې د کارول شویو توغندیو ډول نه دی په ډاګه شوی او نه هم د جنګیالیو د مجموعي تلفاتو په اړه څه ویل شوي، خو د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په یوه اعلامیه کې وویل، چې په بهاولپور ښار کې پر سبحان‌الله مرکز برید کې دده د کورنۍ لس تنه غړي او څلور نږدې ملګري وژل شوي دي. اظهر وايي، دده مشره خور او د هغې مېړه، دوه ورېرونه، ورېندار او د کورنۍ پنځه ماشومان د وژل شویو کسانو په ډله کې دي. سره له دې، چې د پهلګام له برید وروسته په دوه اونۍ ځنډ کې اکثریت ادارې او مدرسې بندې شوې، خو د تلفاتو له څرنګتیا ښکاري، چې د جنګیالیو ډلو مشران او جګپوړي غړي خوندي ځایونو ته تللي.

پر جابه کلي د ۲۰۱۹ کال له برید سره هممهاله هم د جیش محمد ګڼ جنګیالي د شمالي وزیرستان خیسور سیمې ته ولیږدول شول. خیسور د شمالي وزیرستان له څو هغو محدودو سیمو شمېرل کیږي، چې د ضرب عضب له پوځي عملیاتو خوندي پاتې شوې. له دې وړاندې په ۲۰۰۵ کال کې، چې د کشمیر، بالاکوټ او اوایبټ اباد ګڼې سیمې یوې ځواکمنې زلزلې ورانې کړې، پوځ او استخباراتو د جیش محمد په ګډون ټولې جنګیالۍ ډلې وزیرستان ته ولیږدولې، ځکه په سیمه کې د بشري عملیاتو پرمهال د هغوی د افشا کېدو یا په نښه کېدو وېره انګیرل کېده.

سندور سمبولیک نوم هم جنګیالیو او هغو مېرمنو ته یو پیغام ور کول دي، چې میړونه یې د پهلګام په برید کې له لاسه ور کړي.
100%
سندور سمبولیک نوم هم جنګیالیو او هغو مېرمنو ته یو پیغام ور کول دي، چې میړونه یې د پهلګام په برید کې له لاسه ور کړي.

پاکستان به کوم اهداف په نښه کوي؟

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو رییس برید جنرال احمد شریف چودري د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د هند د هوایي بریدونو په ترڅ کې چې د پاکستان پر بېلابېلو «ملکي سیمو» ترسره شول، ۲۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. نوموړي وویل، چې هند د شپې مهال پر شپږ بېلابېلو ځایونو ۲۴ هوایي بریدونه کړي.

هغه ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ د هند پنځه جنګي جېټ الوتکې او یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې، خو هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي چې د هند د یوې پلې لوا قرارګاه یې هم له منځه وړې، چې د هندي پوځ د ۱۵مې قول اردو تر نهمې فرقې لاندې یې کار کاوه. پاکستان دغه راز اعلان وکړ، چې هند عام ځایونه او جوماتونه په نښه کړي او وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی، چې ددفاع حق له ځان سره ساتي او د خپلې خاورې ددفاع توان لري. خو تراوسه پورې دا روښانه نه ده، چې د پاکستان دفاعي اقدام څه دی.

ظاهرا هند په پاکستان کې ډیری هغه مرکزونه په نښه کړي، چې د دغه هېواد د جنګیالیو ډلو روزنځایونه شمېرل کیږي. په ځانګړي ډول په مریدکي، بهاولپور او کشمیر کې چې کوم مرکزونه په نښه شوي، له دې وړاندې هم د پاکستان او نړیوالو رسنیو په رپوټونو کې د پاکستاني ترهګرو ډلو د مرکزونو په توګه معرفي شوي. د نوي ډیلي دریځ دادی، چې دوی اقتصادي، ملکي او نظامي اهداف نه دي په نښه کړي او یوازې یې د جنګیالیو ډلو مرکزونه هدف ګرځولي.

خو پاکستان که په متقابل اقدام لاس پورې کوي، د هند پر کومو اهدافو برید کولای شي؟

ظاهرا په هند کې داسې ډلې نه تر سترګو کیږي، چې د پاکستان پر وړاندې په جګړه کې ښکیلې وي، یا هغلته مرکزونه ولري، نو د اسلام اباد اهداف به ډېری واړه او نامشخص وي. پر پوځي او اقتصادي مرکزونو برید حساسیت پاروونکی دی او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړي.

سره له دې چې اسلام اباد وايي، هندي توغندیو ددوی د برېښنا یوه پروژه هم په نښه کړې، خو دا احتمال کم دی، چې پاکستان دې د هند پوځي یا د اوبو او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي.په دې توګه، ډېر احتمال دی، چې د ۲۰۱۹ کال متقابلو بریدونو په څېر د هند کم پامه او کم خطره اهداف په نښه کړي.

د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ؛ په پاکستان کې د هند د محدودو او مشخصو عملیاتو امکان

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د جمعې په ورځ د هند تر واک لاندې کشمیر په "پهلګام" نومې سیمه کې د ترهګریز برید نهمه ورځ شوه. په تېرو نهو ورځو کې د هند او د پاکستان تر منځ پوځي ناندرۍ او تبلیغاتي جګړه خپل اوج ته رسېدلې ده، او د شپې او د ورځې یوه او بل ته دړکې ورکوي.

د دواړو هېوادونو پوځونه د تیارسۍ په حالت کې دي او جنګي تمریناتو ته یې ادامه ورکړې ده، خو توده جګړه یوازې هغه تیت و پرک ډزې دي چې دواړې خواوې یې په کشمیر کې، په اصطلاح له کنټرول کرښې پر یوه او بل کوي.

درې ورځې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ د شپې یوه نيمه بجه یو مطبوعاتي کنفرانس دایر کړ او اعلان یې وکړ چې د پاکستان استخباراتو داسې معلومات لاس ته راوړي دي چې د راتلونکو ۳۶ تر څلوېښتو ساعتونو منځ کې د هند وسله وال پوځ په پاکستان باندې د برید کولو پلان لري. هغه هند ته خبرداری ورکړ، چې اسلام اباد به د نوي ډیلي برید ته کلک ځواب ورکړي. خو په ذکر شوي وخت کې هند د پوځي برید په ضمن کې کوم ګام اوچت نه کړ.

پاکستان د ډیپلوماسۍ په میدان کې په تکرار سره وايي چې هغه له ملګرو ملتونو یا بل درېیمګړي کمېسیون سره همکارۍ کولو ته چمتو دی، چې په کشمیر کې د شوي ترهګریز برید د عاملانو د معلومولو لپاره جوړ شي. پاکستان ادعا کوي چې هند تر اوسه په پېښه کې د پاکستان د لاس لرنې په تړاو کوم کوټلي شواهد نه دي وړاندې کړي، خو هند دا یوازې د پاکستان له خوا له پېښې نه د پام اړولو او په ځان د پردې اچولو هڅه بولي او وايي چې نوي ډيلی ځینې استخباراتي معلومات لري چې تل غوندې په دې تازه پېښه کې پاکستان ککړ دی او د څېړنې د کمېسیون جوړولو په باب د پاکستان وړاندیز ردوي.

هند د لشکر طیبه مرکز په نښه کوي؟

څلور ورځې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د خپلو وزیرانو، د ملي امنیت سلاکار او د وسله والو ځواکونو د لویو جنرالانو په یوه غونډه کې د وسله‌والو ځواکونو مشرتابه ته واک او اختیار ورکړ چې په کشمیر کې د ترهګریز برید د غچ اخیستلو لپاره د پاکستان پر ضد د پوځي ګام اوچتولو پلان جوړ کړي او د دې کار لپاره دې نېټه هم وټاکي.

د هند له دغه تصمیم څخه دا خبره څرګندیږي چې نوی ډیلی له پاکستان سره د یوې پراخې، سترې یا د یوې عامې جګړې نیت نه لري. داسې ښکاري چې هند په پاکستان کې د یو محدود او مشخص پوځي ګام اوچتولو پلان لري، چې سبا ووایي چې دا د کشمیر ترهګریز برید د عمل غچ اخېستل شول او پاکستان ته سزا ورکړل شوه. خو ورسره دې ته هم پام کوي چې دغه ګام باید د دواړو هېوادونو تر منځ په یوه ستره جګړه بدل نه شي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. مارکو روبیو له هند سره د ترهګرو په برید کې شویو تلفاتو باندې خواخوږي څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې نوی ډیلی به د غچ اخیستلو لپاره اوچتېدونکي ګام کې داسې حد ته نه درومي چې له هغه نه د هند او پاکستان ترمنځ ستره جګړه جوړه شي او باید دواړه هېوادونه د کشالو د حل لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.

هغه پاکستان ته وویل چې د پېښې د څېړلو لپاره وړاندیز ښه دی، خو که د پېښې مسوولین په پاکستان کې وي، نو باید اسلام اباد د هغوی د له منځه وړلو په کار کې همکاري وکړي. د امریکا د دفاع وزیر د هند د دفاع وزیر سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي. د امریکا له خوا نه د کشالې د حل په برخه کې له دواړو هېوادونو سره د رسمي تماس نه وروسته، د سترې جګړې امکانات کم شوي دي.

خو دا خبره حتمي ښکاري چې هند به هرومرو د پاکستان پر ضد کوم ګام پورته کوي.

پاکستان کې شنونکي وايي چې په پیل کې چې د "کشمیر مقاومت " په نوم کوم سازمان د ترهګر برید مسوولیت په خپله غاړه اخیستی و، هغه هند د پاکستان د یوه پېژندل شوي ترهګریز سازمان "لشکر طیبه" یوه څانګه بولي. د لشکر طیبه قرارګاه او مرکز له لاهور سره نژدې په یوه وړوکي ښار "مریدکې" کې دی. نو د دې خبرې امکان شته چې هند په مریدکې باندې توغندی راوغورځوي.

د هند د پوله ساتي ځواک (BSF) امنیتي سرتېري د هند په امریتسر ښار کې د هند-پاکستان پولې د اتاري-واګه په تګراتګ سیمه کې
100%
د هند د پوله ساتي ځواک (BSF) امنیتي سرتېري د هند په امریتسر ښار کې د هند-پاکستان پولې د اتاري-واګه په تګراتګ سیمه کې

د هند حکومت په ترهګریز برید کې درې کسان نېغ په نېغه ککړ ګڼي، او وايي چې په دوی کې یو تن یې د هند تر واک لاندې کشمیر کې تر برید وروسته پټ دی، او دوه تنه یې په پاکستان کې دي. که د هند استخبارات په پاکستان کې د هغو کسانو موقعیت په اړه معلومات په لاس کې لري، نو دا امکان شته چې هلته د توغندي یا د ډرون له لارې برید وکړي. خو دا خبره هم یقيني ده چې د پاکستان پوځ به هم د هند برید ته ځواب ورکوي.

دیالوګ؛ د ای ایس ای رییس د ملي امنیت سلاکار په رول کې

نو مشکل دا دی چې د دواړو هېوادونو سیاسي مشرانو دومره لافې کړې دي چې دواړه به په یو بل ګوزار هرومرو کوي، خو دا ګوزارونه به داسې حدود ولري چې ستر جنګ ترې جوړ نه شي. له ګوزارونو وروسته به بیا د خبرو اترو نوبت وي.

ویل کېږي چې پاکستان دوه ورځې وړاندې د ای‌اېس‌ای رییس پر خپلې دندې سربېره د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار هم وټاکه، ځکه د پاکستان او هند ترمنځ خبرې تل د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه کېږي. پاکستان کې دمګړۍ دغه څوکۍ خالي وه، نو پوځ غواړي چې له هند سره د خبرو اترو معامله هم په خپل لاس کې وساتي.

یوه بله عجیبه خبره دا ده چې پاکستان هر ځل په پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ تور پر افغانستان لګوي او هېڅ کوم ثبوت یا سند نه افغانستان ته او نه نړۍ ته وړاندې کوي، خو پر افغانستان د توغندیو، ډرونونو او الوتکو له لارې بریدونه کوي خو چې کله پرې خپله د هند له خوا ورته تور ولګي، نو بیا د ثبوتونو او اسنادو د وړاندې کېدلو غوښتنه کوي. دا دوه مخیتوب دی.

وروستۍ خبره دا ده چې نن په "نیو یارک ټایمز" کې د یوه پاکستانی ژورنالېست سلمان مسعود راپور چاپ شوی دی. په راپور کې راغلي چې که څه هم د پاکستان د دولتي کنټرول لاندې میډیا د جنګ نغارې ډنګوي او د جنګ لپاره د خلکو د لیوالتیا ادعاوې کوي، خو دغه ژورنالېست په اسلام‌اباد کې له ځینو پاکستاني اتباعو سره مرکې کړې دي، چې مرکه کوونکي جنګ بې ګټې او تاواني شی بولي او نظر ورکوي چې باید د خلکو ټولنیزو او اقتصادي مسایلو ته پام وشي او د هېواد وسایل د جنګ پرځای د دغو مسایلو د حل لپاره مصرف شي.

اسامه بن لادن؛ له جګړې تر مرګه د «افغانستان په جګړه کې ښکېل د یوه نړۍوال ترهګر» داستان

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

اسامه بن لادن د ۲۰مې پېړۍ یوه مهمه او بحث‌پارونکې څېره بلل کېږي. هغه د القاعده ترهګرې شبکې بنسټ‌ګر، په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو اصلي طراح او هغه شخص و، چې د نړۍوال امنیت هنېداره یې بدله کړه.

د نوموړي د ژوند داستان د شتمنۍ له ماڼیو، د جهاد له مورچلونو، د غرونو له غارونو، تر ایبټ‌اباد د خوندي کور تر دېوالونو پورې اوږد رسېږي. دا مقاله د تاریخ له واقعیتونو سره د هغه د ژوند مهم پړاوونه څرګندوي.

لومړی. له سعودي شتمنۍ تر اسلامي مفکورې

اسامه بن محمد بن عواد بن لادن د ۱۹۵۷م کال د مارچ په ۱۰مه د سعودي عربستان په جده ښار کې زېږدلی دی. پلار یې محمد بن لادن د یمن‌الاصله یو ودانیز شرکت خاوند و چې د سعودي سلطنت له‌خوا یې سترې پروژې پلې کولې. اسامه د خپلې مور له‌خوا له نورو وروڼو جدا او یو څه یوازینی و چې وروسته یې پر شخصیت ډېر اغېز وکړ.

بن لادن لومړنۍ اسلامي زد‌ه‌کړې د سعودي په مدرسو کې ترلاسه کړې، خو وروسته یې د مدینې په پوهنتون کې د اقتصاد او مدیریت په برخه کې زده‌کړې وکړې. همدلته یې د اخوان‌المسلمین له افکارو او بیا د فلسطین، افغانستان او اسلامي نړۍ د حالاتو له کبله یوه راډیکاله اسلامي مفکوره خپله کړه.

دویم. د افغانستان جهاد، د جهاد خوند او بیا تر نړۍوال شهرته رسېدل

په ۱۹۷۹م کال کې، کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، اسامه بن لادن د جهاد له نارې سره د خېبرپښتونخوا پېښور ته راغی. نوموړي د «مکتب‌الخدمات» (Maktab al-Khidamat) په نوم بنسټ جوړ کړ چې له خلیجي هېوادونو څخه یې د پیسو، وسلو او رضاکارو عربو راجلب ته لاره هواره کړه. دا بنسټ د عبدالله عزام تر سلامشورې لاندې کار کاوه، چې د اسلامي نړۍ یو بل مشهور مفکر و.

په افغانستان کې اسامه نه یوازې مالي ملاتړ ورکاوه، بلکې له مجاهدینو سره یې جګړه هم وکړه. ده ته د تورا بورا غرونو او جلال‌اباد غرنیز چاپېریال د یو معنوي تحول پلازمېنه وه. دلته یې د عربو مجاهدینو شبکې، روزنیز کمپونه، او استخباراتي اړیکې ډېرې پراخې کړې.

اوس پوښتنه دا ده چې القاعده څنګه جوړه شوه؟

په ۱۹۸۸م کې، کله چې شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو نیت وکړ، اسامه بن لادن احساس وکړ چې باید دا جهادي شبکه نړيواله کړي.د همدې فکر په پر بنسټ، القاعده يعنېبنسټ یا اساسیې د یوې نړۍوالې اسلامي جهادي ډلې په توګه جوړه کړه او موخه یې دا وه چې د غرب، په ځانګړي ډول د امریکا، نفوذ له اسلامي نړۍ څخه لرې کړي.

100%

له افغانستانه وتل او بېرته راتګ

۱۹۸۹-۱۹۹۱:شوروي ځواکونه ووتل، اسامه بېرته سعودي ته لاړ.

۱۹۹۱-۱۹۹۶:د سعودي له نیوکو وروسته هغه له خپل هېواده شړل شو او سوډان ته لاړ.

۱۹۹۶: د سوډان له فشارونو وروسته بېرته افغانستان ته راغی، هلته د طالبانو رژیم ته نژدې شو.

درېیم.القاعده له شخصي جهاد تر نړۍوالې شبکې

په ۱۹۸۸م کال کې اسامه بن لادن د القاعده په په نوم یوه شبکه جوړه کړه. دا شبکه د «خدماتو دفتر»یوه پرمختللې او فوکس شوې بڼه وه چې موخه یې یوازې د افغانستان نه، بلکې د اسلامي نړۍ په کچه «جهادي انقلاب» رامنځته کول و.القاعدې خپل جوړښت د خلیجي، مصري، شمالي افریقايي، یمني او ان اروپايي رضاکارو په مرسته پراخ کړ. ایمن‌الظواهريچې د مصر د «اسلامي جهاد» ډلې مشر و، له بن لادن سره یو ځای شو، او دا ملګرتیا د نړۍ د تر ټولو خطرناکې ترهګرې شبکې بنسټ‌ګرې شوه.

څلورم.له سوډانه افغانستان ته اوبیا د طالبي امارت کوربه‌توب

په ۱۹۹۲م کې بن لادن له سعودي فشارونو وروسته سوډان ته کډه وکړه. هلته یې خپلې شبکې ته بنسټیز مالي، ساختماني او استخباراتي بڼې ورکړې، خو د ۱۹۹۶م کال په اپرېل کېله نړۍوال فشار وروسته، سوډان هغه له دغه هېواده و ایسته.

بن لادن بېرته افغانستان ته راغی. دا ځل د طالبانو تر واک لاندې ملا عمر ورته د امن او خوندي پناه ورکړه. دی په ننګرهار، جلال‌اباد او بیا کندهار کې مېشت شو، د «دارالضیافه» کورونه یې جوړ کړلاو له طالبانو سره یو نظامي-ایډیالوژیک تړون رامنځته کړ. په همدې موده کې د ۱۹۹۸م کال د اګست په ۷مه، القاعده د کینیا او تانزانیا په امریکايي سفارتونو خونړي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې نږدې ۳۰۰ کسان ووژل شول.

پنځم.د سپټمبر ۱۱مه، د تاریخ خونړی برید او نړۍوال غبرګون

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه، القاعده د امریکا پر نیویارک او واشنګټن د الوتکو بریدونه تنظیم کړل. څلور الوتکې وتښتول شوې چې دوه د نیویارک د نړۍوال سوداګریز مرکز پر برجو ولګېدې، درېیمه د پینټاګون پر ودانۍ او څلورمه له خپل موخې نه مخکې راولوېده.په دې بریدونو کې تر درېیو زرو ډېر کسان ووژل شول. اسامه بن لادن په ویډیویي پیغامونو کې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست. دا پېښه د امریکا د بهرني سیاست مخ بدل کړ او د افغانستان پر ضد یې د پوځي یرغل پیل ته لار هواره کړه.

100%

شپږم. تېښته، تورا بوړه او پاکستان ته پناه

امریکا د ۲۰۰۱م کال په اکټوبر کې پر افغانستان یرغل وکړ. د القاعده مشران، بن لادن او نور له کندهاره د ننګرهار بوړې غرونو ته وتښتېدل. هلته شدیدې بمبارۍ وشوې، خو اسامه وتوانېد د پاکستان قبایلي سیمو ته وتښتي. له ۲۰۰۲م تر ۲۰۱۱م پورې، اسامه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پټ ژوند درلود، چې وروستی او تر ټولو خوندي ځای یې د ایبټ‌اباد ښار "بلټاون" سیمه وه. هلته یوه لویه ودانۍ کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي، او اړیکې یې یوازې له محدودو کسانو سره وې.

اووم.د وژنې عملیات، د شپې یرغل او پای

د ۲۰۱۱م کال د مې په ۲مه د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما د ځانګړو ځواکونو عملیات تایید کړل. د د امریکايي پوځیوه ځانګړې او سمندري ځواک ډله د شپې پرمهال د هیلي‌کوپټرو له لارې د بن لادن پر کور چاپه وکړه. دغو عملیاتو تر ۴۰ دقیقو پورې دوام وکړ او په پایله کې یې اسامه بن لادن د کور په دویم پوړ کې ووژل شو.د امریکا ځواکونو د هغه مړی له ځان سره بوت، ډي‌اېن‌اې (DNA) ټېسټ یې وکړ او بیا یې د عرب سمندر پر غاړه وغورځاوه. دا پرېکړه د نړۍوالو د شکونو لامل هم شوه، خو امریکا ټینګار وکړ چې د هغه قبر د زیارت په توګه نه‌شي کارېدلای.

اتم. القاعده تر بن لادن وروسته

تر اسامه وروسته، ایمن‌الظواهري د القاعده شبکې مشري واخیسته. القاعده کم‌زورې شوه، او د داعش په راڅرګندېدو یې سیالي له لاسه ورکړه. اوس القاعده یو پارچه او واحد ځواک نه‌لري، بلکې د ځايي څانګو په بڼه لکه: AQAP، AQIM، او al-Shabaab کې فعالیت لري، خو د اسامه بن لادن نوم لا هم د نړۍوالې ترهګرۍ له تر ټولو پېژندل شویو نومونو څخه دی.

اسامه بن لادن د شتمنۍ له ماڼیو تر جهادي غارونو پورې یو داسې داستان لري چې د شلمې پېړۍ سیاست، دین، جګړه او نړۍوال امنیت یې اغېزمن کړل. که څه هم وژل شوی، خو د ده مفکوره لا هم د ځینو ترهګرو لپاره ډلو الهام ګرځېدلی دی. نوموړی یو د تاریخ مهم څېره پاتې شوې چې د یو لپاره «اتل او د بل لپاره ترهګر» یادېږي.