نړیوال بانک غواړي له ۱۴ کلنې وقفې وروسته په سوریه کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، نړیوال بانک د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې سعودي عربستان او قطر د سوریې پاتې پورونه، چې شاوخوا ۱۵.۵ میلیون ډالر وو، ادا کړي دي.
