• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نړۍ کې د جګړو له امله د داخلي بې ځایه شویو شمېر له ۸۳ میلیون کسانو واوښت

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې د تېر میلادي کال تر پایه پورې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا «۸۳.۴میلیونه کسان» د جګړو، زورزیاتي او طبیعي پېښو له امله په خپلو هېوادونو کې له خپلو مېنو بې ‌ځایه شوي دي.

راپور کې راغلي چې کانګو، سوډان، لبنان، اوکراین او افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د داخلي بې ځایه شویو شمېر پکې تر بل هر ځایه ډېر دی.

په افغانستان کې یوازې د تېر میلادي کال په اوږدو کې شاوخوا « ۱.۳ میلیونه کسان» چې ډېری یې د طبیعي پیښو له امله وو، له خپلو مېنو بې ‌ځایه شوي دي.

ملګري ملتونه زیاتوي، چې د نړۍ له ټولو ۸۳ میلیونو نه ډېر کورني بې ‌ځایه شویو کسانو څخه شاوخوا « ۷۳.۵ میلیونه» یې د جګړو او تاوتریخوالي له کبله او « ۹.۸ میلیونه» نور بیا د طبیعي افتونو له امله بې ‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو پر بنسټ، د کور دننه بې‌ ځایه شویو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له سعودي عربستان څخه له ۵۰۰۰ زیات پاکستاني سوالګر شړل شوي دي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان په تېرو ۱۶ میاشتو کې په ټولیز ډول ۵۰۳۳ پاکستاني سوالګر شړلي دي. راپور وړاندې وايي، ورته مهال په پنځو نورو هیوادونو کې ۳۶۹ نور کسان د سوال کولو په تور نیول شوي دي.

ډان په خپل راپور کې وړاندې وايي، چې دغه معلومات د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پیپلز ګوند د غړې سحر کامران د پوښتنې په لیکلي ځواب کې ملي شورا ته وړاندې کړل.

د محسن نقوي له‌خوا ورکړل شوي رسمي معلومات ښیي، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ راهیسې ټولټال ۵۴۰۲ پاکستانیان له سعودي عربستان، عراق، مالیزیا، عمان، قطر او متحده عربي اماراتوڅخه پاکستان ته راشړل شوي.

د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۸۵۰ پاکستاني وګړي له دغو هیوادونو څخه د شړلو له ګواښ سره مخ شوي او په ۲۰۲۵ کې ۵۵۲ یې پاکستان ته شړل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د پیپلز ګوند غړي د تیرو درېیو کلونو معلومات غوښتل، خو وزیر یوازې د ۲۰۲۴ کال له جنوري وروسته جزیات وړاندې کړل.

د ډان ورځپاڼې راپور کاږي، چې د پاکستان د صوبو په کچه د معلوماتو جلا کول ښيي، چې له دغو هېوادونو څخه ایستل شوي ډېری کسان د سند ایالت دي.

وايي، د دې صوبې ټولټال ۲۷۹۵ کسان د سوال کولو په تور له دغو هېوادونو په ایستل شويو کسانو کې شامل دي، خو وای د پنجاب د ایستل شویو سوالګرو شمېر بیا ۱۴۳۷ دی.

د امریکا ستره محکمه: د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره د ټرمپ د تابیعت بندیز فرمان ارزونه کوو

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۱

د امریکا متحده‌ایالاتونو ستره محکمه د ناقانونه او موقتي کډوالو د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تابیعت حق بندیز فرمان ارزوي. دغه بندیز د ناقانونه او موقتي کډوالو نویو زېږېدلو ماشومانو د تابعیت‌اخیستو مخنیوی کوي.

د اسوشیټېډپرېس د راپور له‌مخې، قاضیانو د پنجشنبې ورځ په یوې غونډه کې ټینګار کړی چې هڅه کوي د ټرمپ د دغه فرمان د پلي‌ کېدو مخنیوی وکړي، خو ورته مهال ښايي د محکمو صلاحیتونه د ټول‌ هېواد په کچه د حکمونو د صادرولو په برخه کې محدود کړي.

د امریکا اساسي قانون، د ۱۸۹۸ میلادي کال د سترې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، ټولو هغو ماشومانو ته چې د دغه هېواد په خاوره کې نړۍ ته راځي، د تابعیت اجازه ورکوي. همدې پرېکړې تر اوسه د ټرمپ فرمان د پلي‌کېدو مخه نیولې ده.

د ډونالډ ټرمپ نوی فرمان د هغه د دویمې دورې ولسمشرۍ دورې هغو پراخو هڅو یوه برخه بلل کېږي چې غواړي د امریکا د کډوالۍ په سیاست کې بدلون راولي. همداراز، هغه حکومت د لاتینې امریکا هېوادونو د سلګونو زرو کډوالو لپاره د لنډمهالې استوګنې پروګرامونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې د امریکا متحده‌‌ایالاتونو سترې محکمې لا تر اوسه پورې خپله وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.

ټرمپ: د فارس خلیج شتمن عربي هېوادونه په امریکا کې ۱۰ ټریلیون ډالر پانګونه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د فارس خلیج شتمن عربي هېوادونه غواړي په متحده‌ایالاتونو کې ۱۰ ټریلیون ډالر پانګونه وکړي.

د اناډولو خبري اژانس د راپور پر بنسټ، نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې ورځ د قطر په العُدید هوايي اډه کې د وینا پرمهال کړې دي. د ټرمپ په وینا، قطر له امریکا نه د ۴۲ مېلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات اخلي او همداراز ۱۰ مېلیارد ډالر پر العُدید هوايي اډې پانګونه کوي.

دا لا څرګنده نه ده چې له سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو پرته نورو کومو عربي هېوادونو د امریکا له ولسمشر سره د پانګونې ژمنه کړې ده؛خو د امریکا د رسمي اعلانونو له‌مخې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر به په راتلونکو څو کلونو کې په متحده‌ایالاتونو کې نږدې ۴ ټریلیون ډالر پانګونه وکړي.

ټرمپ همداراز زیاته کړې چې د امریکا پوځ به ډېر ژر تر بل هر وخت لوی، پیاوړی او پرمختللی شي. د هغه په خبره، د امریکا هوايي ځواک به ډېر ژر د نړۍ د شپږم نسل لومړنۍ جنګي الوتکې یعنې ایف-۴۷ ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر وايي چې هغه د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د متحده‌ایالاتو د دفاع لپاره د «طلایي ګنبد» په نوم د دفاعي سېسټم د جوړېدو امر هم کړی دی.

ورته مهال، نوموړي زیاته کړې چې که دی ولسمشر وای، روسیې به پر اوکراین برید نه کاوه او همداراز اکتوبر د ۷مې پر اسراییل برید به هم نه و رامنځته شوی.

هغه یو وار بیا له افغانستانه امریکايي ځواکونو وتل «وحشتناک او شرموونکی» بللی او وايي چې د بایډن ادارې باید د بګرام هوايي اډه نه وای پرېښې.

د امریکا ولسمشر د وینا په پای کې ویلي چې د خپلې ولسمشرۍ دورې پرمهال یې د پاکستان او هند ترمنځ اوربند ټینګ کړی او له دواړو هېوادونو سره یې د جګړې پر ځای د سوداګرۍ په هکله خبرې کړې دي. د هغه په وینا، اسلام‌اباد او نوی ډیلي له دې پرېکړې خوښ دي.

ټرمپ د متحده عربي اماراتو مشر ته امریکا ته د سفر بلنه ورکړه

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د لېدنې پر مهال هغه ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړه.

دا بلنه په داسې حال کې ورکول کېږي چې متحده عربي اماراتو ژمنه کړې، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د مصنوعي ځيرکتیا، چیټونو تولید او انرژۍ په برخو کې ۱.۴ ټریلیون ډالر پانګونه وکړي.

په واشنګټن کې د متحده عربي اماراتو د سفارت په وینا، په امریکا کې د دې هیواد اوسنۍ پانګونه اوس یو ټریلیون ډالرو ته رسیږي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو پلازمینې ته سفر وکړ، چې د خلیج هیوادونو د سفر وروستی تمځای و.

لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې پنځه فلسطینیان وژل شوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د یوې امېندوارې اسراییلۍ ښځې له وژنې وروسته، د اسراییل پوځ اعلان کړی چې په لوېدیځه غاړه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پنځه فلسطینیان وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ (مې ۱۵) د اسراییل پوځ په حواله ویلي، دا عملیات د لوېدیځې غاړې په شمال کې د طمون په ښار کې ترسره شوي او په‌کې د اسراییلي پوځیانو او وسلوالو کسانو ترمنځ نښته شوې ده. د د یاد پوځ په وینا، دا عملیات په یوې ودانۍ کې د پټو شویو وسله‌والو د له‌منځه وړلو په موخه شوي دي.

د طمون له سیمې نه خپاره شوي انځورونه د یوې ودانۍ له پورتنۍ پوړه د اور لمبې او تور لوګي پورته کېدل ښیي، په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه بهر د سړک پر سر ځای پر ځای شوي دي. ورته مهال، فلسطین د رسمي خبري اژانس (وفا) وايي، اسراییلي پوځیانو هغه کور چې فلسطینیان په‌کې وژل شوي، ویجاړ کړی دی.

دې سره جوخت، د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې اسراییلي ځواکونو د څلورو کسانو مړي له ځان سره وړي دي. د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې هم د یوې سوځېدلې ودانۍ دننه د پنځم مړي د موندل‌کېدو خبر ورکړی دی.

د اسراییل پوځ همداراز خبر ورکړی چې درې نور وسله‌وال کسان د طوباس په ښار کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. د پوځ په وینا، د عملیاتو له ځایه وسلې ترلاسه شوي، خو دا څرګنده نه ده چې دا کسان له کومې ډلې سره تړاو لري.

یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې لوېدیځه غاړه په وروستیو میاشتو کې د نښتو د ډېرېدو شاهده ده او په تېرو دوو لسیزو کې د اسراییل ترټولو پراخ پوځي عملیات روان دي. دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې هم اسراییل پوځي بریدونه دوام لري.