• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې پنځه فلسطینیان وژل شوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د یوې امېندوارې اسراییلۍ ښځې له وژنې وروسته، د اسراییل پوځ اعلان کړی چې په لوېدیځه غاړه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پنځه فلسطینیان وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ (مې ۱۵) د اسراییل پوځ په حواله ویلي، دا عملیات د لوېدیځې غاړې په شمال کې د طمون په ښار کې ترسره شوي او په‌کې د اسراییلي پوځیانو او وسلوالو کسانو ترمنځ نښته شوې ده. د د یاد پوځ په وینا، دا عملیات په یوې ودانۍ کې د پټو شویو وسله‌والو د له‌منځه وړلو په موخه شوي دي.

د طمون له سیمې نه خپاره شوي انځورونه د یوې ودانۍ له پورتنۍ پوړه د اور لمبې او تور لوګي پورته کېدل ښیي، په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه بهر د سړک پر سر ځای پر ځای شوي دي. ورته مهال، فلسطین د رسمي خبري اژانس (وفا) وايي، اسراییلي پوځیانو هغه کور چې فلسطینیان په‌کې وژل شوي، ویجاړ کړی دی.

دې سره جوخت، د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې اسراییلي ځواکونو د څلورو کسانو مړي له ځان سره وړي دي. د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې هم د یوې سوځېدلې ودانۍ دننه د پنځم مړي د موندل‌کېدو خبر ورکړی دی.

د اسراییل پوځ همداراز خبر ورکړی چې درې نور وسله‌وال کسان د طوباس په ښار کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. د پوځ په وینا، د عملیاتو له ځایه وسلې ترلاسه شوي، خو دا څرګنده نه ده چې دا کسان له کومې ډلې سره تړاو لري.

یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې لوېدیځه غاړه په وروستیو میاشتو کې د نښتو د ډېرېدو شاهده ده او په تېرو دوو لسیزو کې د اسراییل ترټولو پراخ پوځي عملیات روان دي. دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې هم اسراییل پوځي بریدونه دوام لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

مارک روبیو: واشنګټن په ترکیه کې د روسیې او اوکراین د سولې خبرو اترو لپاره لوړې تمې نه لري

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزير مارک روبیو په ترکیه کې د روسیې او اوکراین د سولې د خبرو اترو لپاره محدوده خوشبيني وښوده او زياته یې کړه، چې واشنګټن له دې خبرو اترو نه «لویه هيله نه لري.» نوموړي ویلي، چې مسکو دې خبرو ته «د ټيټې کچې پلاوی» استولی دی.

روبیو د ترکیې په انتالیا ښار کې خبریالانو ته وویل، چې نوموړی به د جمعې په ورځ د خپل اوکرايني سیال او پلاوي سره وويني او زياته يې کړه: «زموږ له ډلې به یو څوک د روسیې په خبرو کې برخه واخلي.»

نوموړي ویلي، چې مسکو دې خبرو ته «د ټيټې کچې پلاوی» استولی دی.

د ترکیې اناډولو اژانس په خپل خبر کې د روبيو له قوله ويلي: «دا خبرې به د اوکراین او روسیې ترمنځ وي، زموږ ترکي سیالان به هم په کې حاضر وي او زموږ له ډلې څخه به د مناسبې کچې غړي هم شامل وي.»

نوموړي زياته کړه: «زه غواړم صادقانه ووایم، زه فکر نه کوم، چې موږ د سبا لپاره لوړې هيلې ولرو.»

روبیو وړانديز وکړ، چې یوازي د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ مستقيمې خبرې د دې شخړې په ختمېدو کې مهم پرمختګ رامنځ ته کولی شي.

متحده عربي امارات په راتلونکو لسو کلونو کې امریکا کې ۱.۴ ټریلیون ډالر پانګونه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې پلان لري چې په لسو کلونو کې په متحده ایالاتو کې ۱.۴ ټریلیون ډالر پانګونه وکړي، نوموړي له امریکا سره د هغه "قوي ملګرتیا" ستاینه وکړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ کې یې وده کړې.

شیخ محمد بن زاید د ابوظبي د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د ټرمپ سره په ګډه د ټیکنالوژۍ، مصنوعي ځيرکتیا او انرژۍ په برخو کې د "متحده عربي اماراتو پلان چې په راتلونکو لسو کلونو کې عملي شي اعلان کړ.

نوموړي دا هم وویل، هیواد یې لیواله دی چې په سیمه کې د سولې او ثبات ترلاسه کولو لپاره له متحده ایالاتو سره کډ کار ته دوام ورکړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو پلازمینې ته سفر وکړ، چې د خلیج هیوادونو د سفر وروستی تمځای و.

ټرمپ د اماراتو تر ټولو با ارزښته ملکي مډال، د زاید مډال هم ترلاسه کړ.

سرفراز بګټي: بلوڅ وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونو ترلاسه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د بلوچستان وزیر اعلی سرفراز بګټي تور لګولی چې بلوچ وسله وال په افغانستان کې رسمي ملاتړ او پناه ځایونه ترلاسه کوي. بل پلو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون نه مني.

په کوټه کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، بګټي وویل چې د "ښه" او "بد" وسله والو ترمنځ توپیر نور شتون نلري.

د یو لوړپوړي پاکستانی چارواکي له لورې د ښه او بد وسله والو ترمنځ د توپير د لمنځه وړلو خبره داسې مهال کیږي چې تر دې وړاندې په پاکستان کې وسله والې ډلې د (ګوډ او بیډ) په نومونو یادېدې چې په کور دننه یې سخت غبرګونونه راولاړ کړي وو.

بګټي وویل: "هغه کسان چې یو وخت یې د پاکستان د ویشلو هڅه کوله له غمجنې پای سره مخ شول،" هغه له روڼ اندو وغوښتل چې د هغه څه په وړاندې خپل غږ پورته کړي چې نوموړی یې د یوې بې معنی شخړې په توګه یادوي.

بګټي خبرداری ورکړ چې د بلوچ بیلتون غوښتونکو غورځنګ د ناکامه کردانو مبارزې په څیر د پای ته رسیدو له ګواښ سره مخ دی.

د بلوچستان وزیر اعلی ټینګار وکړ چې سوله او د قانون حاکمیت مهم دی او د تاوتریخوالي په ځای باید یادې وسله والې ډلې د سولې لار غوره کړي.

ولادیمیر پوتین په ترکیه کې له زېلینسکي سره مخامخ لیدنه رد کړه

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۸:۳۹ GMT+۱

العربیه انګلسي رېپورټ خپور کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د مخامخ لیدنه رد کړه.

د روسیې ولسمشر د مرستیالانو او مرستیال وزیرانو یوه دوهمه درجه ډله په استانبول کې په خبرو اترو کې د ګډون لپاره واستوله.

زیلینسکي وویل چې د پوتین پریکړه چې ګډون نه کوي دا ښیې چې د روسیې مشر د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي نه دی.

نوموړي وویل چې هغه به پخپله استانبول ته لاړ نشي، مګر د هغه د دفاع وزیر په مشرۍ به یو ټیم واستوي چې د اوربند په اړه بحث وکړي. تر اوسه دا روښانه نه وه چې خبرې اترې به کله پیل شي.

زیلینسکي په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدنې وروسته وویل: "موږ نشو کولی د پوتین په لټه کې په ټوله نړۍ کې منډې وهو."

زیلینسکي خبریالانو ته وویل." زه د روسیې له خوا بې احترامي احساسوم. د غونډې وخت نشته، اجنډا نشته، لوړ پوړي پلاوي نشته - دا شخصي بې احترامي ده. اردوغان ته او ټرمپ ته،"

زیلینسکي د ۳۰ ورځني سمدستي، غیر مشروط اوربند ملاتړ کوي مګر پوتین ویلي چې هغه لومړی غواړي هغه خبرې پیل کړي چې پکې د داسې اوربند جزیات بحث شي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي له هند سره خبرو ته تیار دی

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۵۰ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ وویل چې دی له هند سره د سولې خبرو ته چمتو دی. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوال مشران د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۹مې کلني غونډې کې برخه اخلي.

شهباز شریف وویل، « موږ د سولې او ثبات پلوي یو. که هند هم ورته نیت ولري، نو موږ تیار یو چې خبرې وکړو او د تلپاتې سولې لپاره لارې ولټوو».

دواړو هېوادونو د تېرې اونۍ اوربنده تازه درې ورځې نور هم غځولی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، شهباز شریف دا هم ویلي چې پاکستان د جګړې غوښتونکی نه دی، خو که پرې تېری وشي، نو کلک غبرګون به وښيي.