• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مارک روبیو: واشنګټن په ترکیه کې د روسیې او اوکراین د سولې خبرو اترو لپاره لوړې تمې نه لري

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزير مارک روبیو په ترکیه کې د روسیې او اوکراین د سولې د خبرو اترو لپاره محدوده خوشبيني وښوده او زياته یې کړه، چې واشنګټن له دې خبرو اترو نه «لویه هيله نه لري.» نوموړي ویلي، چې مسکو دې خبرو ته «د ټيټې کچې پلاوی» استولی دی.

روبیو د ترکیې په انتالیا ښار کې خبریالانو ته وویل، چې نوموړی به د جمعې په ورځ د خپل اوکرايني سیال او پلاوي سره وويني او زياته يې کړه: «زموږ له ډلې به یو څوک د روسیې په خبرو کې برخه واخلي.»

نوموړي ویلي، چې مسکو دې خبرو ته «د ټيټې کچې پلاوی» استولی دی.

د ترکیې اناډولو اژانس په خپل خبر کې د روبيو له قوله ويلي: «دا خبرې به د اوکراین او روسیې ترمنځ وي، زموږ ترکي سیالان به هم په کې حاضر وي او زموږ له ډلې څخه به د مناسبې کچې غړي هم شامل وي.»

نوموړي زياته کړه: «زه غواړم صادقانه ووایم، زه فکر نه کوم، چې موږ د سبا لپاره لوړې هيلې ولرو.»

روبیو وړانديز وکړ، چې یوازي د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ مستقيمې خبرې د دې شخړې په ختمېدو کې مهم پرمختګ رامنځ ته کولی شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

متحده عربي امارات په راتلونکو لسو کلونو کې امریکا کې ۱.۴ ټریلیون ډالر پانګونه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې پلان لري چې په لسو کلونو کې په متحده ایالاتو کې ۱.۴ ټریلیون ډالر پانګونه وکړي، نوموړي له امریکا سره د هغه "قوي ملګرتیا" ستاینه وکړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ کې یې وده کړې.

شیخ محمد بن زاید د ابوظبي د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د ټرمپ سره په ګډه د ټیکنالوژۍ، مصنوعي ځيرکتیا او انرژۍ په برخو کې د "متحده عربي اماراتو پلان چې په راتلونکو لسو کلونو کې عملي شي اعلان کړ.

نوموړي دا هم وویل، هیواد یې لیواله دی چې په سیمه کې د سولې او ثبات ترلاسه کولو لپاره له متحده ایالاتو سره کډ کار ته دوام ورکړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو پلازمینې ته سفر وکړ، چې د خلیج هیوادونو د سفر وروستی تمځای و.

ټرمپ د اماراتو تر ټولو با ارزښته ملکي مډال، د زاید مډال هم ترلاسه کړ.

سرفراز بګټي: بلوڅ وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونو ترلاسه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د بلوچستان وزیر اعلی سرفراز بګټي تور لګولی چې بلوچ وسله وال په افغانستان کې رسمي ملاتړ او پناه ځایونه ترلاسه کوي. بل پلو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون نه مني.

په کوټه کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، بګټي وویل چې د "ښه" او "بد" وسله والو ترمنځ توپیر نور شتون نلري.

د یو لوړپوړي پاکستانی چارواکي له لورې د ښه او بد وسله والو ترمنځ د توپير د لمنځه وړلو خبره داسې مهال کیږي چې تر دې وړاندې په پاکستان کې وسله والې ډلې د (ګوډ او بیډ) په نومونو یادېدې چې په کور دننه یې سخت غبرګونونه راولاړ کړي وو.

بګټي وویل: "هغه کسان چې یو وخت یې د پاکستان د ویشلو هڅه کوله له غمجنې پای سره مخ شول،" هغه له روڼ اندو وغوښتل چې د هغه څه په وړاندې خپل غږ پورته کړي چې نوموړی یې د یوې بې معنی شخړې په توګه یادوي.

بګټي خبرداری ورکړ چې د بلوچ بیلتون غوښتونکو غورځنګ د ناکامه کردانو مبارزې په څیر د پای ته رسیدو له ګواښ سره مخ دی.

د بلوچستان وزیر اعلی ټینګار وکړ چې سوله او د قانون حاکمیت مهم دی او د تاوتریخوالي په ځای باید یادې وسله والې ډلې د سولې لار غوره کړي.

ولادیمیر پوتین په ترکیه کې له زېلینسکي سره مخامخ لیدنه رد کړه

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۸:۳۹ GMT+۱

العربیه انګلسي رېپورټ خپور کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د مخامخ لیدنه رد کړه.

د روسیې ولسمشر د مرستیالانو او مرستیال وزیرانو یوه دوهمه درجه ډله په استانبول کې په خبرو اترو کې د ګډون لپاره واستوله.

زیلینسکي وویل چې د پوتین پریکړه چې ګډون نه کوي دا ښیې چې د روسیې مشر د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي نه دی.

نوموړي وویل چې هغه به پخپله استانبول ته لاړ نشي، مګر د هغه د دفاع وزیر په مشرۍ به یو ټیم واستوي چې د اوربند په اړه بحث وکړي. تر اوسه دا روښانه نه وه چې خبرې اترې به کله پیل شي.

زیلینسکي په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدنې وروسته وویل: "موږ نشو کولی د پوتین په لټه کې په ټوله نړۍ کې منډې وهو."

زیلینسکي خبریالانو ته وویل." زه د روسیې له خوا بې احترامي احساسوم. د غونډې وخت نشته، اجنډا نشته، لوړ پوړي پلاوي نشته - دا شخصي بې احترامي ده. اردوغان ته او ټرمپ ته،"

زیلینسکي د ۳۰ ورځني سمدستي، غیر مشروط اوربند ملاتړ کوي مګر پوتین ویلي چې هغه لومړی غواړي هغه خبرې پیل کړي چې پکې د داسې اوربند جزیات بحث شي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي له هند سره خبرو ته تیار دی

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۵۰ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ وویل چې دی له هند سره د سولې خبرو ته چمتو دی. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوال مشران د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۹مې کلني غونډې کې برخه اخلي.

شهباز شریف وویل، « موږ د سولې او ثبات پلوي یو. که هند هم ورته نیت ولري، نو موږ تیار یو چې خبرې وکړو او د تلپاتې سولې لپاره لارې ولټوو».

دواړو هېوادونو د تېرې اونۍ اوربنده تازه درې ورځې نور هم غځولی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، شهباز شریف دا هم ویلي چې پاکستان د جګړې غوښتونکی نه دی، خو که پرې تېری وشي، نو کلک غبرګون به وښيي.

هند او پاکستان د تېرې اونۍ اوربند درې ورځې نور غځولی

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د پاکستان مرستیال صدراعظم اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هند او پاکستان پوځونو د تېرې اونۍ اوربند د یکشنبې تر ورځې، د مې ۱۸مې پورې غځولی دی. ډار ټینګار وکړ چې پاکستان د اوربند غوښتنه نه ده کړې.

هغه د پنجشنبې په ورځ د پاکستان مشرانو جرګې ته په وینا کې وویل چې دا غځېدنه د سیاسي خبرو لپاره لار هواروي.

ډار وویل: «اوس دا [اوربند] تر [مې] ۱۸ پورې غځېدلی، نو ښکاره ده چې بالاخره به خبره خبرو اترو ته لاړه شي».

هغه زیاته کړه، چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي-پوځي خبرې دي، نو بیا به سیاسي خبرې هم وشي.

ډار ټینګار وکړ چې پاکستان د اوربند غوښتنه نه ده کړې. هغه ادعا وکړه چې د اوربند په اړه لومړۍ اړیکه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ونیوله او ویې ویل چې هند اوربند غواړي.

نوموړي وویل، چې پاکستان اوربند ته هغه وخت رضایت وښود چې ورته ورته غوښتنې له سعودي عربستان، ترکیې او چین څخه هم ورسیدې.

هغه زیاته کړه: « موږ له شخړې مخکې له خپلو دوستو هېوادونو سره په تماس کې وو. موږ هغوی ته خپل زغم ښکاره کړ او واضحه مو کړه چې که څه هم موږ جګړه نه پېلوو، خو د هند هر ډول تېری به له پیاوړي غبرګون سره مخ شي».