د روسي او اوکرایني استازو ناسته؛ په خبرو کې د پرمختګ نښې نه تر سترګو کېږي

د روسیې او اوکراین ترمنځ له درې کلونو وروسته د سولې لومړنۍ مخامخ خبرې له دوو ساعتونو کمې دوام وکړې او تر دې دمه د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ نښې نه ترسترګو کیږي. یوې اوکرایني سرچینې د مسکو غوښتنې «ناممکنې او نهمنل کېدونکې» بللې دي.





