د لوګر-پکتیا پر لویه لاره ټرافیکي پېښو کې درې کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ د لوګر- پکتیا پر لویه لاره ټرافیکي پېښه کې د یوې ماشومې په ګډون درې مېرمنې مړې شوې او ۱۲ کسان ټپیان دي. بلخوا د لوګر محمد اغې ولسوالۍ کې د یو بلې ټرافیکي پېښې پر مهال څلور تنه ټپیان شوي.