همدا راز ویل شوي، په داسې حال کې چې هند هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې په نوې بڼه کې تعریف کړي؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ ترینګلتیاوې لا هم مخ په زیاتېدو دي. دا وضعیت نه یوازې د سیمې پر حالاتو؛ بلکې د مهمو لوبغاړو لکه هند، چین او ایران پر تعاملاتو هم مستقیم اغېز لري.
چین چې د پاکستان سټراتېژیک ملګری ګڼل کېږي، په تېرو میاشتو کې یې هڅه کړې چې د طالبانو او اسلاماباد تر منځ اړیکې ښې کړي.
چین د دواړو هېوادونو د چارواکو لپاره د څو اړخیزو ناستو کوربهتوب کړی او پاکستان یې هڅولی، چې کابل ته سفیر واستوي.
سیمهییز شنونکي باور لري، تر هغې چې د پاکستان پوځ افغانستان ته د یوې وسیلې او د واک لاندې سیمې په سترګه ګوري؛ دغه هڅې به کومه پایله ورنکړي.
د پاکستان پوځي مشران له کلونو راهیسې افغانستان د خپلې «ستراتېژیکې ژورې» برخه ګڼي؛ څو د هند پر وړاندې پیاوړې شي. دغه لیدلوری نه یوازې د افغانستان خپلواکۍ ته تاوان رسوي؛ بلکې د کابل-اسلاماباد ترمنځ د دایمي شخړې لپاره زمینه هم برابروي.
همدا دریځ لامل شوی، چې ان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دواړو هېوادونو اړیکې د همغږۍ پر ځای، د دښمنۍ او بې باورۍ بڼه خپله کړي.
تېرې ډېسمبر میاشت کې د پاکستان هوایي بریدونو پر ډیورنډ کرښه ۴۶ ولسي افغانان ووژل. همداراز، له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو په افغانستان کې سخت ولسي غبرګونونه راوپارول او د دواړو هېوادونو اړیکې یې لا نورې هم خرابې کړې.
مقاله کاږي، هند چې له افغانستان سره ژور فرهنګي او تاریخي تړاو لري؛ هڅه کوي چې د نرمې ډیپلوماسۍ له لارې په نویو سیمهییزو معادلو کې خپل ځای وساتي.
هند چې پخوا د افغانستان د ډېموکراټیکو حکومتونو یو له اصلي ملاتړو څخه و، اوس له طالبانو سره محدوده اړیکې جوړوي. په همدې لړ کې یې د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې پروسه بیا پیل کړې او دواړو لوریو یو بل سره لیدنې کتنې هم کړې دي.
مقاله په پای کې کاږي، تر هغې چې د پاکستان پوځ د افغانستان په تړاو خپل تاریخي لیدلوری بدل نه کړي،؛د کابل او اسلام اباد ترمنځ به هېڅکله اړیکې ښې نه شي او نه به هم د سیمهییز ټیکاو لپاره هڅې کومه پایله ورکړي.