• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هبت الله بې انصافه بښنه: د کندهار له زندانه د سیاسي بندیانو پرته ۲۶۰ تنه خوشي شول

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د هبت الله په امر یې د کندهار له زندانه ۲۶۰ تنه بنديان ازاد او د ۳ تنو د بند موده یې کمه کړې. خو سرچينې وایي، چې له دې زندانه خوشي شوي کسان ټول د جنايي جرمونو په تور نیول شوي وه او هيڅ سیاسي بندي په کې نه وو.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اختر په مناسبت د هبت الله اخوندزاده په امر یې ۲۶۰ تنه زندانیان ازاد او د ۳ د بند موده يې کمه کړې.

طالبانو ویلي، چې خاصې کمېټې د بندیانو د جرم، د بند د مودې او د هغوی په اړه تر نورو څېړونو وروسته دغه کسان خوشې شوي.

طالبانو د زندان د خوشې کېدو لپاره ځينې ښکاره شرطونه هم ايښي وو: «هغه بندیان چې اصلاح په کې راغلې وه، په سنتو برابر وو، په دیني او نورو برخو کې یې زده کړې کړې وې او د عفوې او یا د بند په موده کې د تخفیف مستحق وو، مشخص شول.»

طالبانو د خوشې شويو بندیانو د هویت او جرمونو په اړه څه نه دي ویلي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې خوشې شوي کسان ټول په جنايي جرمونو تورن ول او یا هم د حقوقي دعو له مخې زنداني شوي وو.

سرچينې ویلي، چې هيڅ سیاسي بندي په کې نه دی خوشې شوی: «ټول کسان چې ازاد شو، د غلا، شخصي شخړو، دعوو، نشه يي توکو د استعمال، کورنیو جنجالو او ورته نورو جرمونو باندې تورن وو، د سیاسي بندیانو چا پوښتنه لا نده کړې.»

ډېری کسان پر طالبانو نیوکه کوي، چې د خپل مشر د عمومي بښنې څخه ناسمه ګټه اخلي او په سم ډول يې نه عملي کوي.

د سیاسي بندیانو د کورنۍ غړي وايي، چې د طالبانو د مشر په بښنه او له بنده د ازادېدو په فرمان کې دې سیاسي زندانیان هم راوستل شي.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د لوی اختر په مناسبت يې ۱۵۵۹ بنديان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له زندانونو څخه خوشې کړي دي.

دغې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د ۹۵۰ نورو بنديانو د بند موده هم راکمه شوې ده.

د طالبانو محکمې د دغو بنديانو د جرمونو او د بند مودې په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې د طالبانو پر موټر چادونه؛ د یوه قومندان په ګډون څلور جنګیالي وژل شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۱

له ننګرهار نه سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې د دغه ولایت په «دره‌نور» ولسوالۍ کې د طالبانو پر موټر چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې د یوه قومندان په ګډون د دې ډلې څلور جنګیالي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

سیمه‌ییزو سرچینو زیاته کړې چې دا پېښه د پنجشنبه (د غبرګولي ۱۵مه) د سهار شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د دره‌نور ولسوالۍ په «سُتن» سیمه کې را منځته شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو «ډلګی مشر» هم وژل شوی دی.

سرچینې وايي، په دې پېښه کې یو ټپي شوی طالب جنګیالی روغتون ته لېږدول شوی؛ خو زیاتوي چې د هغه روغتیايي وضعیت نازک دی. دا چاودنه د طالبانو پر رېنجر موټر شوې ده.

د افغانستان-انټرنشنل سرچینې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ترلاسه کړي او نه هم تر اوسه په ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکو په دې تړاو څه ویلي. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یاډلې نه دی منلی.

ایراف: ایران له افغانستان سره د دېوال جوړونې پروژه جدي څاري

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۱

ایران د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د خپلو پولو په اوږدو کې د دېوال جوړول پیل کړي دي. دا پروژه چې کلونه وړاندې پېل شوې، اوس د ایراني چارواکو له‌خوا په ډېر جدي توګه څارل کېږي.

د ایراف وېب‌پاڼې راپور پر بنسټ، د پاکستان او افغانستان له پولو سره د ایران په سرحدي دېوال کې اغزن تار، کانکریټي دېوالونه،امنیتي کېمرې، سینسرونه او پر نوې ټېکنالوژۍ سمبال نور شامل دي.

د دېوال د جوړېدو ډېره برخه د ایران په ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې ده؛ هغه سیمه چې ایراني چارواکي وايي، «له افغانستان نه ایران ته د نشه یي توکو د قاچاق یوه لویه لاره ده.»

که څه هم د ایران حکومت دا پروژه د امنیت د ډاډمنتیاپر لور یو مهم ګام ګڼي، خو یو شمېر ډلو او مدني ټولنو په سرحدي سیمو کې د انساني او ټولنیزو اړیکو د محدودولو په توګه دا اقدام غندلی دی.

د ایراف په راپور کې راغلي چې ایراني چارواکي له اقتصادي پلوه، د دغه دېوال د جوړېدو لګښت د لویو زیانونو د مخنیوي لپاره د پانګونې په توګه بولي. د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر مجیدمیر احمدي په وینا، هرکال تر ۲۰ مېلیارد ډالرو ډېر توکي دغه هېواد ته یا بهر قاچاق کېږي. هغه وايي چې د دې ناورین د مخنیوي لپاره د دېوال جوړونې په ګډون جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، د دې پروژې لپاره شاوخوا ۳ مېلیونه یورو بودیجه ځانګړې شوې چې د ایران وسله‌والو ځواکونو ته په اختیار کې ورکړل شوې ده. د ایران پوځ او سپاه‌پاسدرانو ترمنځ د دې پروژې د دندو وېش هم بشپړ شوی او د ایراني چارواکو په وینا، کار په منظم ډول روان دی.

پر وسلو د طالبانو د واک شکونه؛ دې ډلې په کابل کې یو وار بیا د ځینو وسلو د نیولو خبر ورکړی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۱

پر وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو د طالبانو پر کم‌واکۍ له نیوکو سره سم، نن د دې ډلې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل په دوو سيمو کې یې د عملياتو پرمهال یو شمېر سپکې او درنې وسلې نیولي دي. د طالبانو په وینا، د دې پوځي تجهیزاتو ترڅنګ یې دوه شکمن کسان هم نیولي.

د طالبانو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د کابل ښار د ۲۱مې ناحيې او د سروبي ولسوالۍ په سيمو کې يې د دوو جلا عملیاتو پر مهال دوه شکمن کسان یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شویو وسلو کې «۵ کلاشینکوفونه، ۶ ټوپکونه، یو امریکايي ې راکټ لانچر او یو شمېر نور مهمات هم شامل دي.»

طالبانو که څه هم د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی؛ خو ویلي یې دي، چې دا کسان تر څېړونو لاندې دي او اړوند ادارو ته به وسپارل شي. طالبانو د نیول شویو وسلو په اړه هم نور جزيات نه دي ورکړي.

پر طالبانو نیوکې کيږي، چې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته یې د امریکا پاتې شوې وسلې په تور بازار کې پلورل کېږي او ځيني وسله‌والې ډلې ورته په اسانې لاس‌رسی لري.

څو ورځي وړاندي افغانستان انټرنشنل د خپلو سرچینو له قوله په یو څېړنيز راپور کې ویلي و، چې د جیش العدل ډلې غړو امریکایي سپکو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

راپور زیاتوي، د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۳۰مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو جنګیالیو په پاکستان کې په خپلو بریدونو کې امریکایۍ وسلې کارولې دي.

افغانستان انټرنشنل ته یو شمېر سرچینو تایید کړې وه چې په افغانستان کې د جمهوري دولت د سقوط پر مهال جیش العدل د افغان ځواکونو یو شمېر امریکايي وسلې تر لاسه کړې دي.

ګڼې افغانې مېرمنې چې د وېزو په تمه دي د امریکا د سفر بندیز له کبله ځانونه دوکه شوي ګني

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

په پاکستان کې د امریکا ويزو ته په تمه افغانې کورنۍ ځانونه دوکه شوي ګڼي او هيله لري، چې د امریکا حکومت به یې د ژوند د خوندیتوب لپاره غږ اوري. د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې سږ کال اټکل کړی، چې شاوخوا له ۱۰ زره څخه تر ۱۵ زره افغانان په پاکستان کې د وېزو د پروسس په تمه دي.

رويټرز خبري اژانس د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو کورنيو سره خبرې کړي، چې امریکا ته د تګ لپاره يې اوږد انتظار ايستلی.

رويټرز ویلي، چې له دې جملې د افغان ښځو د حقونو مدافع ۵۷ کلنه فاطمه په پاکستان کې د امریکا وېزې ته په بې صبرۍ انتظار باسي.

دا هغه مهال ناهیلې شوه کله، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانان هم د هغو خلکو په ډله کې شامل کړل، چې امریکا ته پر تلو پرې بندیز ولګېد.

هغې د افغانستان په مرکز کې څو لسیزې د امریکا د تمويلېدونکو پروژو سره کار وکړ؛ خو اوس مجبوريږې، چې بیا وطن ته واستول شي.

فاطمه د خونديتوب او د لور د راتلونکي په اړه اندېښنه لري، چې ښوونځي ته هم نشي تلای.

هغې رويټرز اژانس ته ویلي: « له بدمرغه ولسمشر ټرمپ چې کومې پرېکړې وکړې، زموږ ټولې هيلې او باورونه یې په خاورو بدل کړه»

دا غواړي د امنیتي دلایلو له مخي يې یوازې نوم فاطمه خپور شي.

ټرمپ د چهارشنبه په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هیوادونو وګړې امریکا ته د ننوتلو څخه منع کړي.

هغه ویلي، چې دا اقدام د «بهرنيو ترهګرو» او نورو امنیتي ګواښونو څخه د ساتنې لپاره اړین و.

فاطمې په خپلو خبرو کې زياته کړې: «موږ القاعده نه يو، موږ هغه خلک یو، چې مبارزه مو کړې، خپل ځوانان، خپل قوت، خپله فزيکي انرژي، خپل غږونه، هر څه مو د یوه سوله ييز ملت د خوب لپاره ورکړه، دیو داسي هېواد لپاره چې انسان وکولی شي ازاده ساده واخلي. موږ د ناټو ځواکونو تر څنګ ودرېدو.»

هغې په خپلو خبرو کې دا هم وویل: «او نن چې امریکا موږ یوازې پرېږدي، دا یوازې یوه غمجنه خبره نه ده، دا تباه کوونکې ده. دا زموږ لپاره د زياتې ناامیدۍ سرچینه ده.»

د متحدینو لپاره د مرستې ژمنه

په ۲۰۲۱ کال کې کله چې طالبانو کابل ونیوه، د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه په ګډوډۍ کې ووتل، نو لوېدیځو هیوادونو ژمنه وکړه، چې د هغو افغانانو سره، چې د دوی لپاره یې کار کاوه مرسته به وکړي؛ خو دا مهال ډېری افغانان ناهيلي شوي دي.

هغه وخت ولسمشر جو بایډن ژمنه وکړه چې له «افغان متحدینو» سره به مرسته وکړي او هغه د P-2 په نوم یو پروګرام معرفي کړ، چې له مخې یې هغه افغانان چې ځانګړي شرایط یې پوره کړي د کډوالو په توګه امریکا ته ومنل شي.

د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې سږ کال اټکل کړی، چې شاوخوا له ۱۰ زره څخه تر ۱۵ زره افغانان په پاکستان کې د وېزو د پروسس په تمه دي.

په دې کې هغه کسان هم شامل دي، چې د ځانګړې کډوالۍ وېزې (ايس ای وي) لپاره یې درخواست کړی و.

فاطمې هیله نه لرله، چې یو وخت به هېواد پرېږدي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره دې د ښځو د حقونو د يوې مخکښې مشرې په توګه احساس کړه، چې پرته له وتلو بله لاره نه لري.

د امریکا حکومت هغې ته ویلي، چې وېزې د پروسس لپاره دې بل هېواد ته ولاړه شي، هغې د ډېرو نورو افغانانو په څېر ګاونډ پاکستان انتخاب کړ.

فاطمې بالاخره یو خبر تر لاسه کړ، چې د خپلې کورنۍ پاسپورټونه باید واستوي، ترڅو د جنورۍ میاشتې لپاره د الوتنې تیاری وشي؛ خو په همدې مياشت کې ولسمشر ټرمپ پرېکړه وکړ، چې د کډوالو پروسس ودروي.

د ټرمپ دې اعلان د فاطمې په څېر د ګڼو افغانانو پلان ګډوډ وکړ، د هغې په خبره، چې بیا تر اوسه د امریکا له چارواکو یې هيڅ خبر نه دی ترلاسه کړی.

په همدې وخت کې پاکستان یو ځل بیا د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی.

دا حالت هغو افغانانو ته چې امریکا د وېزې د پروسس په تمه دي، دومره وېرونکی شوی چې ان له کوره د وتلو ویره لري، هسې نه چې پولیس یې ونیسي.

طالبانو، چې ښځې یې له محرم پرته له سفر کولو او نجونې یې له منځني ښوونځي څخه منع کړي وایي، چې «دوی د اسلامي شریعت د تفسیر سره سم د ښځو حقونو» ته درناوي کوي.

جګړه او رهبري؛ د افغانستان اوسنی حقیقت څه دی؟

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۱۹ GMT+۱
•
احمد الله صدیقي

جګړه د ملتونو د هست و نیست د ازموینې صحنه ده؛ خو دا ازموینه یوازې د وسلو او ځواک په تله نه تلل کېږي. جګړه له انسانه یوازې جسمي مقاومت نه غواړي، بلکې رواني، اخلاقي او فکري رهبري هم غواړي.

په دې تورو ورځو کې ملتونه یا پاشل کېږي یا فولادي کېږي او دا توپیر یوازې یو عنصر رامنځته کولی شي چې رهبري بلل کیږي.

افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې د سلطو، اشغالونو، کورنیو جګړو او مقاومتونو قرباني شوی، د داسې یو ملت مثال دی چې جګړه یې تقدیر نه، بلکې تجربه ده؛ خو له ټولو دغو قربانیو، مقاومتونو او خوږو ارمانونو سره - سره یوه ستونزه بیا هم تل پاتې ده — د ریښتیني رهبرۍ نشتوالی.

رهبري او جګړه:

رهبري په عمومي معنا، د خلکو د جهت، موخې او ارزښت لوري ټاکل دي؛ خو کله چې دا کلمه د جګړې په فضا کې تحلیل شي، خپل وزن، ماهیت او مسوولیت زیاتوي. د جګړې په حال کې رهبر یوازې مدیر نه وي، بلکې د وجدان ژباړونکی، د هویت ساتونکی او د باورونو لوری ټاکونکی وي.

رهبر په جګړه کې هغه څوک دی چې د زړونو امید ژوندی ساتي، د وېرې پر وړاندې ثبات ښيي او د ټوپکونو تر غږ لاندې د انسانیت غږ پورته کوي.

د جګړې له ستر فشار سره، رهبري یوه دوه اړخیزه فریضه ده: د ستراتېژي جوړونه او د ارزښتونو ساتنه.

که دا دواړه له یو بل سره همغږي نه وي، جګړه د ملت د قوت پر ځای د زوال لامل ګرځي.

د جګړې پر مهال د رهبرۍ رول

رهبر د جګړې پر مهال یوازې د جنګي پلانونو ترتیب کوونکی نه دی؛ بلکې د ټول ملت رواني او اخلاقي جهت ټاکي.

د جګړې مشرتابه لاندې مسوولیتونه لري

  • ملي یووالی: جګړه قومونه، ژبې او سیمې ویشي. رهبر باید ملت متحد وساتي.
  • ارزښتي ثبات: د جګړې پر مهال ارزښتونه اغېزمنېږي؛ رهبر باید د عدالت، کرامت او انساني درناوي دفاع وکړي.
  • نفسیاتي رهبري: د وېرې، نا امیدۍ او ستړیا پر وړاندې ولس ته امید، هدف او باور ورکړي.
  • د نړۍوال تصویر تنظیمول: رهبر باید د جګړې عادلانه موخه نړۍوالې ټولنې ته هم روښانه کړي.

د افغانستان د جګړو تاریخي تجربه

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې جګړه یې یوازې یو فصل نه، بلکې اوږد تاریخ دی. له انګریزانو سره جګړې، د شوروي یرغل، کورنۍ شخړې، د طالبانو رژیم او له ۲۰۰۱ وروسته نیابتي جنګونه — دا ټول د ملت د ارادې تر څنګ، د رهبرۍ له ژور ازمېښت سره مل وو.

د احمدشاه ابدالي څخه تر شاه امان الله او معاصرو جهادي قومندانانو او طالبانو پورې، رهبرۍ تل د جګړې برخلیک ټاکلی؛ خو هرکله چې رهبري د ملي شعور، ارزښتونو او د ولس ارادې پر بنسټ ولاړه وه، بریا نږدې شوې او هر کله چې رهبري د شخصي ګټو، تعصب، پردي تکیې یا واک‌طلبۍ ښکار شوه، ملت ټوټه شوی، مات شوی او د جګړې پر ځای د داخلي وینو د حمام شاهد پاتې شوی.

د افغانستان اوسنی وضعیت او د رهبرۍ بحران

۲۰۲۱م کال په اګست کې کله چې د طالبانو واک ته ستنېدو سره له امریکا او نړۍوالو ځواکونو سره د اوږدې جګړې پای اعلان شو، افغانستان یو ځل بیا د رهبرۍ له تشې سره مخ شو. دا تشه یوازې سیاسي نه وه، بلکې اخلاقي، ارزښتي او ملي وجدان ته یوه لویه ضربه وه.
طالب مشرتابه، که څه هم ځان د اسلامي امارت په نامه معرفي کوي؛ خو د ټول‌شموله رهبرۍ له معیارونو سره نه برابریږي. ولسي ګډون نه شته، قومي توازن له منځه تللی، ښځې له ټولنیز ژوند ایستل شوي، اقلیتونه په ویره کې دي او د ملت اکثریت د چوپتیا، وېرې او بې‌باورۍ حالت تجربه کوي.

دا ډله په شعوري ډول هڅه کوي چې په افغانانو کې د مذهبي افراطیت تومنه پیاوړې او له معاصر ژوند سره فاصله رامنځته کړي.

د اوسني نظام تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې رهبري یې نه مشروع ده، نه ملي ښکېلتیا لري او نه ولسي باور لري. دا حالت افغانستان د یوه خطرناک رواني او ټولنیز انفجار پر لور بیایي، ځکه چې ملت نه غږ لري، نه استازیتوب او نه د بدلون قانوني لاره.

د مشروعیت له لاسه وتلی نظام

رهبر چې له ولس څخه نه وي، د ملت د وجدان استازولي نه شي کولی. د طالبانو مشرتابه له ټولنیز واقعیت، نړۍوالو اصولو او د رهبرۍ له اصلي تعریفه لرې پاتې شوی. هغوی د وېرې، امر، او استبداد له لارې د کنټرول هڅه کوي، خو د ولس د زړونو تسخیر نشي کولی.

د بقاء لپاره خطر

د افغانستان اوسنی نظام نه د سولې بنسټ لري، نه د پرمختګ لید او نه د بقاء تضمین. په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان بهر ته کډه شوي، کورني اقشار بې‌باور شوي او نړۍوال باور له منځه تللی، ملت یو ځل بیا د هماغه زوړ سوال سره مخ دی: موږ ته مشر یا رهبر پکار دی، که یواځې واکمن؟

د رهبرۍ کمزوري نقطې او پایلې:

  • شخصي اجنډاوې د ملي موخو پر وړاندې غالبې شوي.
  • قومي تعصب د ملي وحدت ځای نیولی.
  • رهبران د ولس له زړونو نه، بلکې د وسلو له ډبرو راپورته شوي.
  • د واک ساتنې لپاره د سوله ییزو فرصتونو قرباني شوې.
  • او د انتقام له لارې د عدل پر ځای، د نفرت دوام ته لاره پرانیستل شوې.

دا ټولې د رهبرۍ ناکامۍ وې، نه د ملت کمزورتیا

د افغانستان لپاره د رهبرۍ نوی تعریف

افغانستان ته هغه رهبران نه پکار دي چې جګړه د واک د ترلاسه کولو وسیله وګڼي، بلکې هغه رهبران پکار دي چې جګړه د سولې، بیدارۍ او ملي شعور د ودې لپاره وروستۍ ازموینه وګڼي اوس د افغانستان ملت د داسې رهبرانو غوښتنه لري:

  • چې د تاریخ له تېرو رهبرانو زده کړه وکړي، نه یې تکرار.
  • چې د سولې فرصت ضایع نه کړي، بلکې پیاوړی یې کړي.
  • چې د وینې له لارې نه، بلکې د عدالت له لارې قوت رامنځته کړي.
  • او د غچ له سیورې نه، بلکې د وژغورلو له احساس سره ملت رهبري کړي.

رهبر هغه څوک نه دی چې جګړه پیل کړي؛ رهبر هغه دی چې د جګړې له منځه ملت ژغوري، ارزښتونه وساتي او د بقاء فلسفه ژوندي وساتي. د افغانستان ملت له جګړو ستړی دی؛ خو له رهبرۍ نه ناهیلی نه دی؛ خو که چېرې رهبري د شعور، عدالت او ملي صداقت پر بنسټ نوې بڼه واخلي.

افغانستان ته هغه رهبر پکار دی چې د جګړې له شور نه د شعور فریاد راوباسي او د وینو له سیوري نه، د انسانیت رڼا پیدا کړي.