ملګري ملتونه وايي، تېر کال په ټوله نړۍ کې ۲۹۵ میلیونه خلک له لوږې سره مخ شول

د ملګرو ملتونه سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي، چې تېر ۲۰۲۴ کال په ټوله نړۍ کې ۲۹۵ میلیونه خلک له لوږې سره مخ شول. هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «موږ باید د خوړو د بحران په اړه د نړۍوال راپور خبرداریو ته پام وکړو.»
ګوتریش زیاتوي، چې دا د اړتیاوو د زیاتیدو شپږم پرله پسې کال دی، او د بشري مرستو کمښت د لوږې بحران لا پسې زیاتوي: «اوس د عمل کولو وخت دی او راځئ چې په ګډه لوږه ختمه کړو.»