د امریکا سترې محکمې د وینزویلایي کډوالو د ایستلو مخالفت وکړ

د امریکا ستره محکمه وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نهشي کولای سملاسي یو شمېر وینزویلايي کډوال له متحدهایالاتونو نه وباسي. د ټرمپ ادارې دا پرېکړه د ۱۷۹۸ کال یوه قانون پر بنسټ کړې ده.

د امریکا ستره محکمه وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نهشي کولای سملاسي یو شمېر وینزویلايي کډوال له متحدهایالاتونو نه وباسي. د ټرمپ ادارې دا پرېکړه د ۱۷۹۸ کال یوه قانون پر بنسټ کړې ده.
دا قانون چې د «دښمن بهرنيانو قانون» په نوم پېژندل کېږي، د جګړو په وخت کې د دښمن هېوادونو له خلکو نه غوښتنه کوي چې سملاسي له امريکا نه ووځي. د ټرمپ اداره هڅه کوي چې دا قانون د هغو نارینهوو پر وړاندې وکاروي چې د وینزویلا د جرمي ډلو د غړو په تور نیول شوي دي.
دوو قاضيانوله دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی، خو د سترې محکمې ډېرو قاضيانو پرېکړه کړې چې تر نورو څېړنو پورې د ایستلو بهیر وځنډوي. اوس دا قضيه د بیا ارزونې په موخه د استیناف محکمې ته استول شوې ده.
د امریکا متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ کې لیکلي چې سترې محکمې له دغه هېواده د مجرمانو د ایستلو مخه نیولې ده. هغه د «ټرین ډي اراګوا» په نوم یوه جرمي ډله ترهګر اعلان کړې او امر یې کړی چې غړي یې باید سملاسي له متحدهایالاتونو څخه و ایستل شي.


د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې سلګونو کسان د پراخو لاریونونو په ترڅ کې د دغه د هېواد د ملي یووالي حکومت د لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه استعفا غواړي. د کابینې لږترلږه درېیو وزیرانو د لاریونونو په ملاتړ استعفا ورکړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، لاریونکوونکو د لومړي وزیر دفتر ته د ننوتلو هڅه کړې چې د امنیتي ځواکونو د یو غړي د وژلکېدو لامل شوه.
په طرابلس ښار کې د وسلهوالو ډلو ترمنځ تر سختو جګړو وروسته، د خلکو لاریونونه ډېر شول. د ملګرو ملتونو په وینا، په دې جګړو کې اته ملکيان ووژل شول. لاریونکوونکي وايي چې سملاسي دې په دغه هېواد کې ټاکنې وشي.
عبدالحمید الدبیبه په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د یوې پروسې له لارې واک ته ورسېد، خو تر اوسه پورې ټاکنې د سیاسي اختلافاتو له امله ځنډول شوې دي.

د جمعې په ورځ د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو په وینا، د پنجشنبې له سهار راهیسې په غزه کې د اسراییل بریدونو له ۲۵۰څخه زیات کسان وژلي دي، چې د مارچ په میاشت کې د اوربند له ماتېدو راهیسې د هوایي بریدونو تر ټولو وژونکې مرحله ده، او تمه کیږي چې ډیر ژر به یو نوی ځمکنی برید هم وشي.
د جمعې په ورځ د هوايي او توپخانې بریدونه د ګڼې ګوڼې ډکو شمالي برخو باندې متمرکزې وې، په دغه سیمو کې د شپې لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول.
سره له دې چې په غزه کې د قحطۍ خبرداری ورکړل شوی او نړۍوال د غزې د محاصرې په پای ته رسولو باندې فشار راوړي، اسراییل خپل هوایي بریدونه زیات کړې او د پولې په اوږدو کې یې زغره وال ځواکونه ځای په ځای کړي،
د جمعې په ورځ د نیمې شپې څخه مخکې، د اسراییلو پوځ وویل چې د تیرې ورځې په جریان کې یې ځواکونو پراخ بریدونه پیل کړل او د غزې په تړانګه کې د سیمو کنټرول ترلاسه کولو لپاره یې تازه ځواکونه لېږلي دي.

د این بي سي نیوز د پنځه با خبره سرچینو په حواله د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره په یوه پلان کار کوي چې د غزې له تړانګې څخه تر یو ملیون پورې فلسطینیان په دایمي توګه لیبیا ته انتقال کړي.
این بي سي د یو پخواني امریکايي چارواکي او دوه سرچینو چې مخامخ دغه معلوماتو ته لاسرسی لري دا راپور هم ورکړی چې دا پلان دومره جدي تر غور لاندې دی چې امریکا د لیبیا له مشرتابه سره په دې اړه بحث کړی دی.
د این بي سي له دغه ډلې د درې کسانو په حواله لیکي، د فلسطینیانو د بیا میشتیدنې په بدل کې، اداره به لیبیا ته د میلیاردونو ډالرو فنډونه خوشې کړي چې امریکا د یوې لسیزې څخه ډیر وخت دمخه کنګل کړي وو.
این بي سي نیوز ددغه سرچینو نومونه ندي خپاره کړي.

اېبيسي وېبپاڼه په یوه مقاله کې وايي چې دوه ډېر پخواني دښمنان اوس د یو ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي. د سرچینې په وینا، روسیې څلور لسیزې وړاندې افغانستان اشغال کړی و، خو اوس له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره یې د طالبانو ملګرتیا ته ردانګلي دي.
د روسیې او طالبانو ترمنځ امنیتي همکاري
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې له تور لېست نه د طالبانو د نوم په لرېکېدو سره «د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړې همکارۍ پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي دي.» هغه زیاته کړې چې مسکو د افغانستان دننه له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره د طالبانو د هڅو هرکلی کوي.
داعش-خراسان په وروستیو کلونو کې په افغانستان، ایران او روسیه کې ګڼ شمېر خونړي بریدونه ترسره کړي دي. نوموړې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې مسکو ته څېرمه د کروکس ښار د موسیقۍ پر تالار د برید مسوولیت هم ومانه چې په ترڅ کې یې تر ۱۳۰ډېر کسان وژل شوي وو.
ډېپلوماټیکې اړیکې او رسمي حضور
که څه هم د روسیې په ګډون هېڅ هېواد تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دغه هېواد له یادې ډلې سره خپلې عملي اړیکې ساتلي او په کابل کې یې هم خپل سفارت فعال ساتلی دی.همداراز، چمتو دی چې د طالبانو معرفي شوی کس په مسکو کې د سفیر په توګه ومني. طالبان په بېلابېلو هېوادونو کې لږترلږه ۳۹ افغان سفارتونه کنټرولوي او هڅه کوي له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
اقتصادي همکارۍ او په سیمه کې موخې
دې سره جوخت، د امنیتي همکاریو تر څنګ، کرملین اعلان کړی چې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې هم پراخې کړي. روسیه هڅه کوي د افغانستان خاوره، پاکستان او هند ته د تېلو او ګازو د لېږد لپاره د ترانزیټي لارې په توګه وکاروي. همداراز، د اوکراین له جګړې وروسته د لوېدیځ بندیزونو روسیې ته اجازه ورکړې چې د خپلو تېلو او ګازو لپاره نوي بازارونه ومومي.
په منځنۍ اسیا کې د قدرت سیالي
د چین د حضور زیاتوالی په منځنۍ اسیا کې هم د طالبانو او روسیې د نزدې کېدو له نورو عواملو نه شمېرل کېږي. که څه هم روسیه په دودیز ډول په دې سیمه کې پراخ نفوذ لري، خو په اوکراین کې جګړې د دې تمرکز کم کړی او چین له دې فرصت نه ګټه پورته کړې ترڅو د منځنۍ اسیاله هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
کارپوهان وايي چې طالبان هڅه کوي د روسیې او چین ترمنځ له دې سیالۍ نه ګټه پورته کړي ترڅو افغانستان له نړۍوالې انزوا وباسي او دغه هېواد ته نوې پانګونې راجلب کړي. د طالبانو لپاره روسیه او چین دواړه مهم دي. ځکه چې دا دوه هېوادونه کولای شي له افغانستان سره مرسته وکړي څو له نړۍوالې انزوا راووځي او مرستې او پانګونې راجلب کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په کازان ناسته کې د ګډون په موخه تاتارستان ته سفر کړی دی.
طالبانود ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په موخه پنځه مهم تړونونه لاسلیک شوې دي. یاد معاونیت زیاته کړې چې دا تړونونه د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، د خصوصي سکټور د ودې او د صنعتي او لوجستکي کمپلیکس د جوړېدو په برخو کې لاسلیک شوي دي.
د یادونې ده، چې روسیې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غوندې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه او ډېپلوماتیکه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

افغان خبریالانو او د هغوی ملاتړو د اپریل په ۱۵مه د هورو انسټیټوټ په يوې غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته خپلواکې رسنۍ له منځه وړل شوي. دوی ویلي، چې اوس مهال دغه برخه د امریکا د ولس ملاتړ او هیله مندۍ ته اړتيا لري.
د هورو انسټیټوټ په یوه خبر کې د افغان خبريالانو له قوله لیکلي، چې په افغانسان کې د رسنیو ازادي د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې په بې سارې توګه وده وکړه او د خپل حکومت تر چتر لاندې يې د هېواد د ډيموکراټیک پرمختګ د يوې مهمې ستنې په توګه رول ادا کړ.
د خبریالانو په خبره، چې په دې دوره کې خبریالانو او رسنیو د فساد په افشا، د بشري حقونو د تامین، د افغان ولس د غږ پورته کولو په برخه کې په ازاد ډول کار کاوه.
تجربه لرونکي فیلو ایچ ار مک ماسټر یو شمېر افغان خبریالان سره راټول کړي تر څو په افغانستان کې په تېرو ۲۴ کلنو کې تجربې او ستونزې سره بیان کړي.
په خبر کې ویل شوي، چې په غونډه کې د دغه ستونزو څخه د وتلو په اړه هم بحث شوی او د مرستې پر لارو چارو هم خبرې شوي.
په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ دوره
یوه مشهوره افغانه امریکايي ژورنالیسته او د جنسیت مطالعاتو په برخه کې د سټينفورډ د پروګرام مرستياله ډاکټر حلیمه کاظم په دې ناسته کې په افغانستان کې د حکومتدارۍ په جوړېدو او پياوړتیا کې د رسنیو پر رول خبرې وکړې.
هغې وویل: «زه د لنډمهالي حکومت پر مهال د حامدکرزي د لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې د رسنيو د دفتر د جوړولو لپاره وګمارل شوم، دا زما لپاره یوه ښه تجربه وه تر څو د ازادو رسنیو د ژوندي کولو لپاره په مستقیم ډول کار وکم.»
د اغلې کاظم هڅې د بې شمېرو افغان خبریالانو او رسنیو سره یو ځای په داسې حال کې پېل شوې چې افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا په څلور لارو کې د یو متحرک خپلواکو رسنیزو هېوادونو په ډله کې ځای درلود.
په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ سفر له ننګونو سره مخ و او د افغانانو د روحيې ژوند ساتل د خبريالانو له مهمو دندو څخه وه.
نادر نادري، چې د افغان مدني ټولنې مشر او په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د حکومت د مذاکراتي ډلې غړی وو وویل: «هغه رسنۍ چې له بهر څخه فعالیت کوي مهم رول لري، موږ اړتیا لرو چې له افغانستان څخه بهر خلک د بشري حقونو د سرغړونو او د هېواد دننه وضعت څخه خبر وساتو.»
طالبانو په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي.
په افغانستان کې خلک نه شي کولای، چې په ازادانه توګه په خواله رسنیو کې سیاسي نظریات څرګند کړي او یا هم په عامه ناستو کې د طالبانو پر کړنو نیوکې وکړي.
د دغه ډلې استخباراتو د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د خواله رسنیو هغه کاروونکي بندیان کړي او شکنجه کړي، چې د دوی پر ضد یې فعالیتونه کړي دي.
له دې سربېره طالبانو پر رسنیو او خبریالانو هم سخت بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو له کبله په کابل او ولایتونو کې د رسنیو سیاسي خپرونې لومړی د طالبانو له لورې څارل کېږي او بیا په سانسور ډول خپرېږي.
یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بیان ازادي او رسنیو روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللي دي.