• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنفي: طالبان په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستال عبدالسلام حنفي وایي، چې طالبان په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ کوي. نوموړي دغه خبرې په کابل کې د چین له سفیر ژاو شېنګ سره په کتنه کې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې پانګونې ته ښې زمینې برابرې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د یکشنې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چین سفیر په دې کتنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد د همکاریو د دوام پر ژمنې یو ځل بیا ټینګار وکړ.
نوموړي همداراز په افغانستان کې د چیني سوداګرو او شرکتونو له لوري د پانګونې په برخه کې لېوالتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د چیني سوداګرو او پانګه‌والو له خوا د پانګونې په صورت کې به د افغانستان خلکو ته ډېر کاري فرصتونه برابر شي.
دواړه خواوې په داسې حال کې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي، چې ټاکل شوې چین روانه اوونۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون د یوې درې اړخیزې ډیپلوماتیکې ناستې کوربه‌توب وکړي.
د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران پکې برخه واخلي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بېجینګ هڅه کوي چې له طالبانو سره اړیکې وساتي، خو له کابل څخه بیا غواړي ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د چین ضد وسله‌والو ډلو په ګټه نه‌کارول کېږي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د مور او ماشوم د مړینې په تړاو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق معلومات ناسم دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هغه اعلامیه رد کړې، چې ویلي یې و په هرو دوه ساعتونو کې یو مور د زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري. دغه وزارت د ملګرو ملتونو یاده اداره له کره شواهدو بې‌برخې یاده کړې.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې کچې زیاتېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د مشر سوبرټن وروستۍ څرګندونې رد کړي او یاد ارقام یې ناسم بللي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوې اعلامیه کې ویلي چې، په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امینداوارۍ او زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د هېواد د روغتیايي څارنو حساس بنسټونه د مور د روغتیا او زېږون روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې د امېندوارو او ماشومانو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي.

‏د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: «عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجراییوي رییس څرګندونې له واقعیت سره په ټکر کې بولي، وړاندې شوي ارقام یې ناسم، له کره شواهدو بې‌برخې او دا یې هېواد کې د روانو روغتیایي پرمختګونو پر وړاندې یو ناعادلانه ګام بللی دی.»

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې، روغتیایي مرکزونه ډېر شوي او ټول خلک خدماتو ته لاس‌رسی لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو و وسته دې ډلې د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده‌کړو دروازې تړلي او سخت قوانین یې پرې پلي کړي دي. ترڅنګ یې هغه نړۍوالې موسسې چې د افغانستان روغتیایي خدمتونو په برخه کې یې همکاري کوله یا له افغانستان تللي او یا یې کارونه محدود کړي دي.

هېوادوال شکایت کوي چې په وطن کې پراخه بې‌روزګاري د دې لامل شوې، چې خلک خپل ناروغان دولتي روغتونونو ته یوسي، خو په روغتونونو کې خدمتونه تر دې کچې راغلي چې د عادي ناروغیو لپاره هم درمل په واسطو ورکول کېږي او ګڼ پایوازان اړ دي څو د خپلو ناروغانو لپاره په بازار کې په شخصي پیسو درمل واخلي.

طالبانو له پاکستانه راستانه‌شویو کډوالو ته د هند د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د ط‍البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې له پاکستانه راستانه‌‌شویو زرګونو افغان کډوالو کورنیو ته یې د هند د بشرپاله مرستو د وېش لړۍ پیل کړه. یاد وزارت له پاکستانه د ایستل‌شویو افغان کډوالو لپاره د هند د مرستو ستاینه کړې ده.

نوموړي وزارت د یکشنې په ورځ ویلي، چې له پاکستانه راستانه‌شویو افغان کډوالو ته یې د هند د بشرپاله مرستو د وېش لړۍ پیل کړه. د دغه وزارت په وینا، د هند له‌خوا مرستې به په شفاف ډول پنځه رره کډوالو کورنیو ته ووېشي.

په دغه بشرپاله مرسته کې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل دي.

ورته مهال، د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د ایستل‌شویو افغان کډوالو لپاره د هند د خلکو د بشرپاله مرستو ستاینه کړې او له نورو مرستندویه بنسټونو نه یې د مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو نه د راستانه‌شویو کډوالو لپاره یې د استوګنې ۵۸ ښارګوټي جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تیرې اپریل میاشتې د‌پیل راهیسي تردې مهاله زرګونه افغان کډوال په جبري ډول بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

طالبان په ایران کې د افغان کډوالو د تثبیت لپاره دغه هېواد ته پلاوی استوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره دغه هېواد یو پلاوی استوي.

یادې ادارې د یکشنې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره د کاري پلاوي استولو په موخه د بهرنیو چارو، کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو او مالیې وزارتونو استازو ګډه ناسته کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي اداري ویلي، چې په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د هویت تثبیت او د نفوسو د احوالو اړوند خدمتونه وړاندې کول یې له لومړیتوبونو څخه دي.

دې ادارې ویلي، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د کاري پلاوي د استولو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې ایران ته واستوي.

ایراني چارواکي: د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ډېر شوی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۷ GMT+۱

ایراني رسنیو د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د بار وړونکو موترو تګ راتګ ډیر شوی. وړاندې په ورځ کې ۹۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه، خو اوس په ورځ کې ۱۲۰۰ موټر تګ راتګ کوي.

د ایران د دوغارون بندر له سیمې څخه د طالبانو د ۱۴ کسیز پلاوي د لیدني پرمهال د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ډیر شوی. نوموړی وايي، وړاندې په یوه ورځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شاوخوا ۹۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه.

جمشیدي وايي:«د هرات ښار او اسلام کلا په ګمرک کې ایراني موټر څو ورځې تم کېدل او دا لامل و، چې موټر چلوونکو به شکایت کاوه او د هغوی لپاره یې ستونزې را پیدا کړې وي. خو دوغارون د افغانستان او ایران ترمنځ تر ټولو مهمه اقتصادي دروازه ګنل کیږي، بې له شکه په بېلا بېلو برخو کې د ایران او افغانستان د چاراکو ترمنځ همغږي او همکاري د اړیکو د ډیریدو لپاره لوی رول لوبوي.»

پر همدغه مهال په هرات کې د طالبانو د ټرانسپورت رییس محمد اصف ویلي، چې د دوغارون او اسلام کلا ترمنځ د موټرو تګ راتګ زیاتوالی د افغان سوداګرو یو له مهمو غوښتنو څخه دی.

نوموړی زیاتوي:«اسلام کلا ګمرک تایباد ښار ته نږدې موقعیت لري، د دوغارون له خوا د ایراني موټرو داخلېدو په اړه هیڅ محدودیت نه شته.»

په ورته مهال د خراسان رضوي ولایت د ټرانسپورټ رییس جعفر شهامت ویلي، چې تېرکال له دې لارې تر ۲۹زره ډیرو بارووړونکو موټرو تګ راتګ کړی دی او له درې مېلیونه ټنو څخه ډیر مالونه یې د ایران له بندر څخه افغانستان ته انتقال کړي دي.

د نوموړي په وینا، د تېرکال په پرتله سږ کال د موټرو په تګ راتګ کې ۶۰ سلنه ډیروالی راغلی دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو اقتصادي مسوولانو د دوغارون اقتصادي سیمې، د پولو پراختیايي پروژې او د موټرچلوونکو د ستونزو د حل په موخه هم له ځایي چارواکو سره ناستې کړې دي.

ټي ټي پي وايي چې په وزیرستان کې یې هیڅ ښوونځی نه دی تړلی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له هغې ویډیو ځان بې‌خبره وباله چې په شمالي وزیرستان کې د یوه ښوونځي د تړلو صحنه ښیي. په ویډیو کې یو وسله‌وال سړی ښوونځي ته د تړلو امر کوي، چې له دې سره پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راوپارېدل.

ټي ټي پي د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۸مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې تعلیمي ادارې د دوی د هدفونو برخه نه دي او تعلیم د هر ملت د پرمختګ بنسټ ګڼي.

د دې ډلې ویاند محمد خراساني، د «عمر میډیا» له لارې په خپله اعلامیه کې ویلي، « زموږ هدفونه تعلیمي ادارې نه دي. موږ باور لرو چې د یوه ملت پرمختګ، سوکالي او روڼ راتلونکی د تعلیم پر بنسټ ولاړ دی. تعلیم انسان ته شعور، اخلاق او پوهه ورکوي او له تعلیمي ادارو پرته د تعلیم ترلاسه کول ناشوني دي».

یاده اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې په قبایلي سیمو، په ځانګړي ډول شمالي وزیرستان کې، د طالبانو د بیا فعالېدو له امله د خلکو اندېښنې زیاتې شوې.

ټي ټي پي وايي، خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی چې له تعلیمي ادارو سره دې هیڅ کار نه لري او که په ویډیو کې ښودل شوی کس له تحریک سره تړاو ولري، نو پر وړاندې به یې اقدامات وشي، ځکه دا کار د ډلې له اصولو سره په ټکر کې دی.

خو تحریک طالبان پاکستان په خپله اعلامیه کې د پاکستان پوځ تورن کړی چې تعلیمي ودانۍ یې د پوځي مورچلو په توګه کارولې دي.

اعلامیه وايي، « کله چې پوځ په قبایلي سیمو کې ښوونځي، کالجونه او نورې ملکي ادارې د خپلو پوځي سنګرونو په توګه کاروي، نو ولس دې غږ پورته کړي، چې دا ډول ناوړه استفادې پای ته ورسېږي».

د پاکستان پوځ تر اوسه د ټي ټي پي د اعلامیې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.